تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کندهار د تبلیغي اجتماع یو څو ویناوي
 
  October 15, 2016
  0

 ټولونکی: نوید احمد

د کندهار د ۱۴۳۸ کال د تبلیغي اجتماع څو ویناوي

سږ کال (۱۳۹۵) کي په کندهار کي د تیرو کلونو په شان، د اسلام د خپراوي او په مسلمانانو کي د پوره دیندارۍ د راتلو په موخه یوه لویه تبلیغي اجتماع وسوه چي په دې کي د مختلفو ښارونو او ولایتونو څخه زیات شمیر علماء کرام، خواص او عوام ګډون وکړی. اجتماع د پنجشبې په مازیګر پیل او د شنبې په ورځ په یوه اجتماعي دعا پایته ورسېدل.


په غونډه کي مختلفو مشرانو ډیر جامع او ګټور بیانونه وکړل، د ډیرو مهمو مسایلو د حل لاري یې امت ته بیان کړې او ډیر مسلمانان وروڼه د الله تعالی په لاره کي د وتلو لپاره تیار سول.

په دې جلسه کي ډیري ګټوري خبري وسوې، د دعوت د ارزښت یې د قران او حدیث له مخي واضح کړی، یو څو ویناوي چي زموږ په ذهن کي وې یا مو په هغه لحظه کي یاداښت کړي وې په لاندي ډول درته لیکو:

موږ په تبلیغي جماعت کي مسلمانان پر څه راوستل غواړو؟

جواب: موږ دا غواړو چي هر مسلمان ته د اسلام ټول احکام عملي کول اسانه سي او ددې لپاره په تبلیغ کي وخت تیرول ډیر ښه ذریعه ده. 
 
- موږ غواړو امت خپل ټول مشکلات د نیکو اعمالو په ذریعه حل کړي لکه صحابه کرامو رضي الله عنهم چي به خپل مشکلات په نیکو اعمالو حلول.
 
- پر اسبابو باندي د یقین پر ځای پر نیکو اعمالو باندي یقین کول مشکلات حلوي، البته اسباب به د ضرورت په اندازه کاروي خو یقین به پر اسبابو نه ساتي بلکي یقین پر صرف پر الله پاک ساتي.

 - الله پاک موږ ته سترګي، غوږونه، خوله او ژبه د څه د پاره راکړې؟ د استعمال د پاره نه بلکي د صحیح استعمال د پاره یې راکړي دي. لکه څنګه چي یې دغه غړي راکړي دي، ددغو غړو د صحیح استعمال د پاره یې احکام هم رالېږلي دي.

- که چیري د الله پاک و دروازې ته ونه دریږو نو زرو دروازو ټکولو ته به محتاجه سو خو که مو یوازي د الله پاک څخه غوښتل نو د نورو دروازو څخه به مو الله تعالی مستغني کړي.
 

-  درو کسانو ته هدایت نه نصیب کیږي:

بې طلبه ، بې ادبه او ضدي انسان
 
- کوم عالم چي د دعوت او علم بې احترامي وکړي د علم څخه محرومیږي د ایمان د زوال سره مخ کیږي.
 
- کوم مجاهد چي د علم او دعوت بې احترامي وکړي د جهاد څخه محرومیږي او د ایمان د زوال سره مخ کیږي.
 
- کوم داعي او تبلیغي چي د علم او جهاد بې احترامي وکړي، د دعوت او تبلیغ څخه محرومیږي او د ایمان د زوال سره مخ کیږي.
 
- د دین علم هغه چا ته نصیب کیږي چي سینه یې پاکه وي، سینه يې د حسد او کینې او نورو بدیو څخه پاکه وي.

- دعوت الی الله چا ته اسانه دی؟

هغه چي علم ولري
سینه یې د خیر څخه ډکه وي
د خیر رسولو فکر ولري
د ځان د اصلاح نیت لري

د دین یو څو حقوق دا دي:

- دین زده کول
- دین عملي کول
- په یقین سره کول چي دا حق دین دی
- او ددې دین نورو ته رسول

دغه کسان د ایمان د محرومۍ سره مخ کیږي:

حرام پرستي، فقر (هغه څوک چي مړیږي نه) او جهل

د دعوت کوونکي سره لاندي امداد کیږي:

کریم رزق ورکول کیږي
د هدایت لاري ورته خلاصیږي
د الله پاک لخوا یې حفاظت کیږي
اجر عظیم ورکول کیږي

- موږ باید د مسلمانانو ترمنځ خپلمنځي وحدت ، مینه، محبت او احترام راولو، نفرت لیري کړو، غیبت کول بند کړو، د مسلمانانو د کمزورۍ پر ځای د هغو ښه صفاتو ته وګورو.

- یو ډير سخت ګناهکار مسلمان لا هم د دنیا تر ټولو کفارو بهتر دی، ګناهکار مسلمان هم زموږ د وجود یوه برخه ده، باید د اصلاح فکر يې وسي. (مثال يې: وايي یو نفر په ځنګل کي روان وو مخ ته یوه ویاله راغله چي چټلي اوبه پکښي وې، ده فکر وکړی چي په دې اوبو خو نه اودس کیږي، نه کالي په پاکیږي – خو.... په دې اوبو اور ضرور مړ کیږي.)

- دا امت د دعوت لپاره انتخاب سوی دی تر څو انسانان نیکو اعمالو ته راوباسي او د بدو څخه یې منع کړي. دعوت ددې امت د ژوند مقصد دی.

او د تبلیغي جماعت عمومي امیر صاحب داسي ویل:

د دین د خپرولو ۵۲ شعبې سته لکه: علم، دعوت، جهاد، تصوف، تالیف وغیره. دا ټولي الله پاک ته محبوبي او مکرمي دي. دا شعبې داسي مثال لري لکه یو څوک چي د سترګو ډاکټر وي، بل د غوږ ستوني، بل د زړه، دوی ټول د انسان د جوړېدو د پاره کار کوي. دغه د دین شعبې ټولي زموږ خپلي شعبې دي، زموږ څخه پردۍ نه دي. د اسلام دښمنانو موږ یو د بل څخه جلا کړي یو.
 
په دې اجتماع کي د ګډون کوونکو سره د دین احساس پیدا سو، ډیرو مسلمانانو د اصلاح او توبې خوا ته رجوع وکړه او د ځان، کورنۍ او نورو مسلمانانو د اصلاح لپاره یې هوډ وکړی او ډیر مسلمانان ددې کار د عملي کیدو د پاره په تبلیغ کي ووتل.

وروسته د تبلیغي جماعت امیر ټولو تلونکو کسانو ته د ژوند او دعوت ضروري هدایات بیان کړل او په پای کي یې یوه ژړونکې او جامع دعاء وکړل او د امت د هدایت، د امن او سکون همدارنګه د انفرادي او اجتماعي مسایلو د حل لپاره یې د الله پاک څخه په ژړا او زاریو دعاګاني وغوښتې. الله پاک دي یې په خپل دربار کي قبول کړي.
 
د کندهار د اجتماع څخه یو څو ویناوي، نیټه: ۱۴-۱۲ /محرم/۱۴۳۸ قمري مطابق ۱۳۹۵

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته