څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: October 19, 2016
       
اختلاف رحمت دی ډل بازي حرامه ده ۱

 وعظ: مولانا محمد رفیع عثماني 

ژباړه: قاري محمد نسیم نسیم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

محترم بهجت صاحب ما ته دا ویلي وه چي که څه هم دا غونډه به ډېره مختصره وي خو په دې کي به د مختلفو تنظیمونو او مسلکونو سره تعلق لرونکي احباب موجود وي نو یو داسي بیان باید وسي چي زموږ د ټولو لپاره ګټور وي. نو له همدې کبله ما د قران کریم هغه ایت انتخاب کړی چي ستاسو په مخ کي ما تلاوت کړی او ددې ایت ژباړه داسي ده:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ (۱۰۲) وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنْتُمْ عَلَى شَفَا حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ فَأَنْقَذَكُمْ مِنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ (۱۰۳)
 
ژباړه: "ای د ایمان خاوندانو!  د الله څخه وبیرېږﺉ څومره چي دده څخه د بېرېدلو حق دی او تاسو ته دي مرګ نه راځي مګر په داسي حالت کي چي تاسو مسلمانان یاست. او تاسو د الله رسۍ په ټینګه ونیسئ او په خپل منځ کي مه مختلف (بې اتفاقه) کیږئ. او د الله تعالی هغه نعمت در یاد کړئ چي تاسو یو د بل دښمنان واست بیا الله تعالی ستاسو په زړونو کي الفت پیدا کړی او تاسو دده په فضل سره وروڼه وګرځېدلاست..."

د یهودي پلانونو سره د مقابلې طریقه

په " إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ ..." کي د اوس او د خزرج د قبیلو د اختلافاتو طرف ته اشاره ده. دا دواړه د مدینې منورې د عربو مشهوري قبیلې وې، په کلونو کلونو یې ترمنځ د قتلونو او فسادونو لړۍ جاري وه. او یهودیان چي د مدینې په شا او خوا علاقه کي مقیم وه، هغو دغو دښمنیو ته لمن وهله او د همدغو اختلافاتو او جګړو څخه دوی ته مالي ګټه رسېدل ځکه چي ددې جګړو څخه د یهودو اسلحې خرڅېدلې چي په دې سره یهودو ډېره شتمني لاس ته راوړل او جنګېدونکو دواړو  ډلو (اوس او خزرج) به د یهودو څخه قرض اخیستی چي پر دې باندي بیا هغو سود هم خوړی. 

یهودیانو دې جنګو ته په لمن وهلو سره څه څه پلانونه او دسیسې جوړولې؟ هغه یو اوږ داستان دی او هغه داستان تقریباً همدغسي دی لکه څنګه چي نن سبا د مسلمانانو په خپل منځ کي په جنګولو سره تکراريږي. په دغه ایت کي د هغه دسیسو سره د مقابلې کولو یوه طریقه ښودل سوې ده. او هغه طریقه تقوا اختیارول او په خپل منځ کي په اتفاق او اتحاد سره اوسېدل دي. په داسي حال کي چي تر ټولو مخکي دا حکم راته سوی دی:

 " يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ ..." یعني ای د ایمان خاوندانو د الله څخه وبېرېږﺉ. د الله څخه د بېري مطلب دا دی چي خپل ځانونه د هر قسم ګناهونو څخه وساتئ. د کوچنیو ګناهونو څخه یې هم وساتئ  او د لویو ګناهو څخه یې هم وساتئ، د ښکاره ګناهو څخه هم او د پټو ګناهونو څخه هم. د حقوق الله اړوند ګناهونو څخه هم او د حقوق العباد اړوند ګناهونو څخه هم، د ظاهري اعضاوو د ګناهونو څخه هم او په زړه کي د پټو ګناهونو څخه هم ځانونه وساتئ. 

د قران کریم یو خاص اسلوب
 
د قرانکریم یو خاص اسلوب دا دی چي کله یو حکم کوي او چي هغه په ظاهره  د بنده ګانو لپاره څه مشکل وي نو د دغه مشکل د حلولو طریقه هم ور ښوي. دا چي په دې ایت کي یې د " تقوا " حکم کړی دی چي دا دومره آسانه کار نه دی بلکه د ژبي، غوږ، زړه، لاس او پښې د هر قسم ګناه څخه ساتل یو مشکل کار دی. خو ددې مشکل د اسانۍ لپاره یوه طریقه په سورت توبه کي په داسي ډول راځي:

 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ. (سورة توبه: ۱۱۹)
ژباړه: ای ایمان والاوو! وبېرېږﺉ د الله څخه او د صادقینو سره واوسېږﺉ.

د "الصادقین" څخه مراد هغه خلک دي چي په ژبه هم رښتیني وي، په زړه کي هم رښتني وي، په عقیده کي هم رښتني وي او په عمل هم رښتني وي یعني د الله رښتني دوستان. 

ګویا دا یې راته وښودل چي کله د الله د دوستانو سره اوسې نو تقوا لاس ته راوړل آسانه کیږي. او زموږ تجربه هم دا ده چي د الله والا خلګو سره په اوسېدولو د ګناهونو څخه ځان ساتنه آسانه کيږي. مثلاً که موږ د لسو پنځلسو ملګرو سره په یوه سفر روان سو، که هغه ټول ښه لمونځ ګذاره خلګ وي، د ګناهو څخه خلاص خلګ وي، متقي او پرهېزګاره خلګ وي نو بیا د ګناهو د پاره هیڅ لاره نه پیدا کيږي بلکه ګناه کول مشکل وي. او که چیري موږ د فاسقانو او فاجرانو خلګو سره په سفر کي ووځو چي هغوی نه د لمانځه پروا لري، نه د حلال او حرامو او نه د پاکۍ اوناپاکۍ پروا لري نو هلته خو بیا د اودس کول هم مشکل ، د لمانځه کول هم او د نورو ګناهو څخه ځان ساتل هم مشکل وي. 

قرانکریم د حق معیار دی
 
او دلته یې پر تقوا باندي د عمل کولو معیار راوښوی هغه دا چي: وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ... یعني "د الله  جل جلاله  رسۍ" یعني قرانکریم ټینګ ونیسئ. یعني دا یې راوښول چي که ټوله په ګډه سره قرانکریم په مضبوطۍ سره ونیسی یعني ټوله په ګډه سره پر دې عمل وکړی نو تقوا لاس ته راځي ځکه چي پر قران عمل کول په اصل کي  تقوا ده.

 ددې څخه معلومه سوه چي قران د حق معیار دی (حقه لار اصلاً په قرانکریم معلومیږي). او بیا چي قران کوم شی د حق معیار ټاکلی وي هغه هم د حق معیار دی. هغه داسي چي قرانکریم رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د حق معیار بللی دی، اصحاب کرام  رضی الله عنهم  یې  د حق معیار بللي دي او د الله رښتني دوستان (اولیاء) یې د حق معیار بللي دي.

ګویا اوله خبره دا سوه چي قران  باید خپل رهبر او رهنما وګرځول سي او  پر هغه عمل وکړل سي. مګر موږ د  یوه معلم د لارښووني څخه پرته په قران مجید په پوره ډول نه سو پوهېدلای ځکه چي د انسان معلم کتاب نه وي بلکه انسان وي. د دنیا هیڅ علم او فن یواځي د کتاب د مطالعې څخه نه سي لاس ته راتللای. الله رب العزت د هر کتاب او هري صحیفې سره یو نبي رالېږی چي هغه یې ددې کتاب یا صحیفې معلم جوړېدی. قرانکریم د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په ذریعه رالېږل سوی دی او خپله قران مجید رسول الله صلی الله علیه وسلم د قران معلم ټاکلی دی. په سورت آل عمران کي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د پیغمبري د مقاصدو څخه دوه مقصده دا ښوودل سوی دي:

وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ...(سورة البقره: ۱۲۹)
ژباړه: او (رسول الله  صلی الله علیه وسلم ) مؤمنانو ته قران او حکمت یعني د پوهۍ خبري ورښووي.

د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په منصبي فرایضو کي دا خبره شامل کړل سوې ده چي هغه د قران مجید الفاظ هم امت ور وښوي او د قرانکریم معنی او مفهوم هم ور وښوي. دا مضمون په قران مجید کي تر څلورو په زیاتو ځایونو کي بیان سوی دی.

هیڅ کتاب د نبي څخه بغیر نه دی راغلی البته داسي ضرور پېښه سوې ده چي نبي راغلی دی خو کتاب نه دی راغلی. نو معلومه سوه چي په کتاب الله د پوهېدو او په هغه د عمل کولو لپاره معلم لازمي دی. د قران کریم معلم هغه د کونینو تاجدار،  سرور عالم  صلی الله علیه وسلم   دی، او بیاد هغه شاګردان چي دده څخه یې دا کتاب زده کړی دی هغه صحابه  رضی الله عنهم  د قران معلمان دي، او بیا د هغو شاګردان او بیا د هغو شاګردان (ددې کتاب معلمان دي) تر داسي اندازې چي دا سلسله الحمد لله تر اوسه پوري په تواتر سره را روانه ده.

که اختلاف په خپلو حدودو کي دننه وي نو ناوړه نه دی

په دې ایت کي ورپسې بل حکم دی چي:" تاسو د الله رسۍ په ټینګه ونیسئ او په خپل منځ کي مه بې اتفاقه کیږئ ."

دلته په خاص ډول په دې اعتبار سره د خاص پاملرني ضرورت دی چي قران مجید په دې ځای کي د " وَلَا تَفَرَّقُوا " (په خپل منځ کي  بې اتفاقي مه راولئ) لفظ استعمال کړی دی د " وَلَا تَخْتَلِفُوا " (اختلاف مه کوﺉ) لفظ یې نه دی استعمال کړی ځکه چي اختلاف یعني د رايي اختلاف که چیري د قران او سنتو په تعبیر او تشریح کي وي، اخلاص، للهیت او د تقوا په موجودیت کي وي، خپله لويي ښکاره کول او د نورو د ذلیل کولو په نیت نه وي او اختلاف کونکی د قران او سنتو د تشریح کولو اهلیت ولري او په داسي مسائلو کي اختلاف وي چي په هغو کي واقعاً د رايي اختلاف راتللای سي (چي هغو ته په اصطلاح کي "مجتهد فیه" مسائل ویل کیږي یعني داسي مسائل چي د هغو په باره کي په قران اوسنتو کي کوم واضح حکم نه ښکاري) نو دغسي اختلاف مذموم (بد) نه دی بلکه محمود دی. د صحابه کرامو  رضی الله عنهم  ترمنځ هم د رايي دا ډول اختلاف موجود وو او دا اختلاف په هغو معاملاتو کي راغلی چي د هغو په اړه په قران او حدیث کي کوم واضح حکم موجود نه وو.
 
په بعضو حالاتو کي د رايي د اختلاف په نتیجه کي د صحابه کرامو  رضی الله عنهم  څخه ځینو پر یوه رایه عمل وکړی او نورو پر بله رایه عمل وکړی، نبي کریم  صلی الله علیه وسلم پرې خبر سو نو ده مبارک پر هچا اعتراض ونه فرمایه، مثال یې دا دی چي د احزاب د غزا څخه تر فارغېدو وروسته جبرائل امین علیه السلام د رسول الله   صلی الله علیه وسلم  په خدمت کي حاضر سو او عرض یې وکړی چي: تاسو زغره ایسته کړل موږ خو لا تر اوسه نه ده ایسته کړې تاسو به اوس پر بنو قریظه باندي حمله کوی، نو نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  سمدستي صحابه کرامو ته د بنو قریظه خوا ته د تللو حکم ورکړی او ويې وفرمایل: 

لاَ يُصَلِّيَنَّ أَحَدٌ الْعَصْرَ إِلاَّ فِي بَنِي قُرَيْظَةَ. (رواه البخاري، کتاب المغازي)
ژباړه: په تاسو کي دي هیڅوک د مازیګر لمونځ نه کوي مګر په بني قریظه کي (به یې کوي).

 صحابه کرام  رضی الله عنهم  روان سول لیکن په لاره کي د مازیګر د لمانځه وخت راغلی، اوس سوال دا وو چي که چیري د مازیګر لمونځ په بنو قریظه کي اداء کوي نو لمونځ قضاء کیږي یا يې وخت مکروه کیږي او که یې دلته اداء کړي نو په ظاهره د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  نافرماني کیږي. د صحابه کرامو  رضی الله عنهم  دوې رايي او نظريې سوې، د یو څو صحابه کرامو  رضی الله عنهم  قول دا وو چي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  مقصد دا وو چي موږ باید ژر بنو قریظه ته ورسیږو تر داسي اندازې چي د مازیګر لمونځ هلته ورسوو، ګویا د لمانځه قضاء کول مقصد نه دی بلکي ژر رسېدل مقصد دی لیکن څرنګه چي اوس د مازیګر په وخت کي دننه هلته رسېدل مشکل دي نو له دې لپاره موږ ته لمونځ هم دلته کول په کار دي.

 د نورو صحابه کرامو  رضی الله عنهم  رایه بیا دا وه چي څرنګه چي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  حکم دا وو چي د مازیګر لمونځ به په بنوقریظه کي کوو نو که قضاء وي یا اداء کول وي، په هر حال کي لمونځ هم هلته کول په کار دي. نو ځینو صحابه وو  رضی الله عنهم  په لاره کي لمونځ وکړی او ځيني هلته ورسېدل او لمونځ يې اداء کړی. وروسته دا واقعه د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په حضور کي بیان کړل سوه نو ده مبارک  صلی الله علیه وسلم  پر یوې ډلي لا هم ملامتیا ونه فرمايل. 

ددې څخه دا خبره معلومه سوه چي که چیري د قران او سنتو په ارشاداتو کي د دوو معناګانو احتمال وي او د هغو څخه یو احتمال د علم خاوندان په اجتهاد کولو سره اختیار کړي او بعضي نور اهل علم بل احتمال اختیار کړي نو په هغوی کي هیڅ طرف ناجائز نه وي او پر دې باندي هیڅ اعتراض هم جائز نه دی، د فقهاوو د اختلاف حقیقت هم دا ډول دی.
 
بېله شکه اسلام یو دی، لیکن...
 
نن د فقهاوو اختلاف ته په بده سترګه کتل کیږي چي اسلام خو یو دی نو بیا دا حنفي، مالکي، شافعي او د حنبلي کېدلو څه مطلب دی؟ بېله شکه اسلام یو دی، الله تعالی یو دی، قران یو دی، قبله یوه ده، نبي  صلی الله علیه وسلم  یو دی لیکن په همدغه یوه دین کي دننه الله  جل جلاله  دا (یو ډول) نرمي (تحرک) ایښی دی چي په ځینو احکاماتو کي دننه یې مختلف امکانات او احتمالات کښېښول تر څو د هري زمانې فقها او مجتهدین د قران او سنتو پر دلائلو په غور کولو سره مسائل استنباط کړای سي او په داسي صورت کي د مجتهدینو د رایو ترمنځ اختلاف راتلل یو ظاهري خبره ده لیکن ددې اختلاف حق د هغه چا دی چي په هغه کي د اجتهاد صلاحیت موجود وي، د قران او سنتو ماهر وي او د  تر بحث لاندي مسائلو اړوند ټول احادیث دده په علم کي وي.

اختلاف څنګه رحمت جوړیږي؟
 
داسي خلګ چي کله په یوه مسئله کي د رايي اختلاف کوي، د رايي دا اختلاف د امت لپاره رحمت جوړیږي، هغه څنګه؟ ددې مثال داسي وبولی چي د یوې مسئلې اړوند د مجتهدینو دوه اقوال دي او دواړه اقوال پر دلائلو ولاړ دي لیکن قطعي دلائل د یوه فقیه سره لا هم نسته. اوس نو یو شخص د مجبوره کونکي حالاتو ښکار سو نو ددې زمانې د مفتي لپاره دا ګنجایش وي چي دی د هغه بل مجتهد پر قول فتوا ورکړي. 

ددې برعکس په کوم بل هیواد کي دهغه د برعکس پر قول باندي د فتوا ورکولو سخته اړتیا رامنځته سوه نو د هغه ځای د مفتي لپاره ددې ګنجايش دی چي هغه د خپل مجتهد امام قول پریږدي دده پر مخالف قول باندي فتوا ورکړي. ګویا په یوه هیواد کي پر یوه قول فتوا ورکول سوه او په بل ملک کي ددې برعکس قول اختیار کړل سو، په همدې ډول په شریعت کي نرمي پیدا سوه او د امت لپاره رحمت جوړ سو، دې ته وفرمایل سول چي:

اختلاف امتي رحمة. (کشف الخفاء ج۱، ۶۶، رقم الحدیث: ۱۵۳)
 
 
د اختلاف ترڅنګ تعظيم او احترام

لیکن دا اختلاف دی "تفرُّق" نه دی، د صحابه کرامو  رضی الله عنهم  ترمنځ هم اختلاف راغلی دی "تفرُّق" نه دی راغلی، بې اتفاقي او جلا والی نه دی راغلی، د فقهاء کرامو ترمنځ هم اختلاف وو، "تفرُّق" نه وو، فرقه بندي او ډله بازي نه ده سوې، حال دا چي د خپل منځي اختلاف سربېره مجتهدین امامانو یو د بل تعظيم او احترام کاوه او اوس هم د دوی د مسلکونو (مذهبونو) پیروان یو د بل سره په ډېر تعظيم او احترام سره ويني.

زه همدا اوس د اُردن څخه راغلم، زما ټول کوربه شافعي مذهبه وه، شام ته ولاړم نو هلته ځني شافعي، ځني حنبلي او ځني حنفي مذهبه وه، لیکن زموږ د هغو ټولو سره دوستۍ وې. بعضي وخت په سفر کي داسي کېدل چي د ماپښين په وخت کي به زموږ ځینو ملګرو ویل چي موږ خو د ماځیګر لمونځ هم همدا اوس اوس اداء کوو (ځکه چي د دوی په مذهب کي ددې ګنجایش دی چي د سفر په حالت کي د ماځیګر لمونځ هم د ماپښين د لمانځه وروسته د ماپښين په وخت کي اداء کړل سي)، موږ ورته ویل چي ښه دی تاسو یې اداء کړی، موږ پر خپل وخت د ماځیګر لمونځ اداء کوو لیکن مینه، تعظیم او احترام پر خپل حال پاته وو.

 د امام شافعي  رحمة الله علیه  او د ځينو نورو فقهاوو دا مذهب دی چي کله د جماعت لمونځ کیږي نو د مقتدي لپاره هم د سورت فاتحه ویل ضروري دي، په داسي حال کي چي د امام ابوحنیفه  رحمة الله علیه  په نزدد مقتدي لپاره په داسي صورت کي سورت فاتحه ویل جائز هم نه ده، دا یو ډېر لوی اختلاف دی، د لمانځه اړوند چي څه نور اختلافات دي هغه د افضل او غیر افضل (اختلافات) دي، لیکن دا اختلاف د وجوب او د عدم جواز دی، او دلائل د دواړو سره په قوي درجه سره سته، د قران کریم او صحیح احادیثو څخه دي.

امام شافعي  رحمة الله علیه  د امام محمد  رحمة الله علیه  شاګرد دی او امام محمد  رحمة الله علیه  د امام ابوحنیفه  رحمة الله علیه  شاګرد دی، امام شافعي  رحمة الله علیه  د امام ابوحنیفه  رحمة الله علیه  و مزار ته حاضر سو، هلته د لمانځه وخت راغلی، د امام شافعي  رحمة الله علیه  دا عام عادت وو چي هغه د امامت لپاره نه مخته کېدی لیکن دلته چي کله د جماعت وخت راغلی نو خپله د امامت لپاره وړاندي سو، لمونځ يې ورکړی او په لمانځه کي يې رفع الیدین ونه کړی (د رفع الیدین اختلاف د افضل او غیرافضل دی، د امام شافعي  رحمة الله علیه  په آند رفع الیدین کول افضل دی او د امام ابوحنیفه  رحمة الله علیه  په آند نه کول افضل دي).

کله چي د لمانځه څخه فارغه سو نو یوه شاګرد ځني وپوښتل چي دا څه خبره ده؟ ستاسو عادت خو د امامت کولو نه وو دلته تاسو خپله مخته سولاست، او بیا مو رفع الیدین هم ونه کړی. ويې فرمایل چي رفع الیدین مي په دې خاطر ونه کړی چي دا زما په نزد افضل خو دی واجب خو نه دی، ما ته دلته په لمانځه کولو کي شرم راغلی چي زه د امام ابوحنیفه  رحمة الله علیه  د رايي خلاف عمل وکړم. او د امام لپاره ځکه مخته وړاندي سوم چي که ما د چا تر شا لمونځ کوی نو ما به سورت فاتحه ویلای ځکه چي زما د مسلک مطابق بېله دې څخه لمونځ نه کیږي مګر دلته د امام صاحب د مسلک پر خلاف کار کولو ماته شرم ودرېدی نو په دې خاطر زه (اوس په لمانځه کي) امام سوم ځکه چي امام ته د دواړو مذهبونو مطابق سورت فاتحه ویل ضروري ده.

دا وو ددې خلکو یو تر بله احترام او تعظیم، کوم خلک چي دا اختلافات د ملامتیا ذریعه جوړوي، هغوی د انتهايي درجې بې دینۍ څخه کار اخلي او یا د انتهايي درجې ناخبرۍ پر بنیاد دا خبري کوي! کوم حضرات چي د دغو اختلافاتو حقیقت پېژني، هغوی ته معلوم دي چي دا اختلافات محضي د الله  جل جلاله  لپاره وه، په  رضی الله عنه دې کي د نفس هیڅ مداخله نه وه، بلکي کوم اختلافات چي د فقهاء کرامو ترمنځ وروسته سوي دي، دا د صحابه کرامو  رضی الله عنهم  ترمنځ هم موجود وه، دارنګه چي بعضي صحابه کرامو  رضی الله عنهم  "قرائت فاتحه خلف الامام" ویل ، لیکن بعضو نه ویل، بعضو رفع الیدین کوی خو بعضو نه کوی، بعضو آمین په لوړ آواز وایه خو بعضو نه وایه. د لمانځه د قصر په باره کي د حضرت عبدالله بن مسعود  رضی الله عنه  مسلک د حضرت عثماني غني  رضی الله عنه  د مسلک څخه مختلف وو، دا ټولي خبري وې لیکن پر دې سربېره قران مجید د دوی په باره کي فرمايي:

أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ.(سورة الفتح، ایت۲۹)
ژباړه: (صحابه کرام) د کفارو په مقابله کي سخت او په خپل منځ کي نرم زړه دي.

قران مجید د امتیاز داطلايي کرښه ټولو صحابه کرامو ته ورکړې ده چي دوی په خپل منځ کي رحیم او کریم دي، معلومه سوه چي د دوی دا اختلاف خالص پر للهیت باندي ولاړ وو، پر نفس یا ضد باندي نه وو مبني.

ان شاءالله نور بیا....
 
 
د همدې برخي نور توکي

سیرت:يهوديت او نصرانيت په جزیرة العرب کي