څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: October 21, 2016
       
د پاک لمنۍ انعام
ژباړه: صديق الله "صديقي" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د انسان نفس دا غواړي چي خپل شهوت په هره طريقه چي وي پوره يې کړي او په ځانګړي ډول چي د شهوت پوره کولو ځاى هم پيدا سي، نو انسان بېتابه سي. په داسي ځاى کي چي انسان د صبر او زغم څخه کار واخلي، د الله  جل جلاله  په دربار کي د دې عمل ډېر قدر سته. 
الهي ارشاد دئ: 

﴿وَلِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهٖ جَنَّتٰنِ﴾ ( سورة الرحمن، آيت: ٤٦) 
ژباړه: کوم کس چي د الله  جل جلاله  په مخکي د درېدو څخه وبېرېدئ، د هغه له پاره دوه (٢) جنتونه دي. 

د حضرت ابوهريرة  رضی الله عنه  څخه روايت دئ، چي نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل:

 سَبْعَةٌ يُظِلُّهُمُ اللَّهُ فِي ظِلِّهِ يَوْمَ لاَ ظِلَّ إِلاَّ ظِلُّهُ الإِمَامُ الْعَادِلُ وَشَابٌّ نَشَأَ فِي عِبَادَةِ رَبِّهِ وَرَجُلٌ قَلْبُهُ مُعَلَّقٌ فِي الْمَسَاجِدِ وَرَجُلاَنِ تَحَابَّا فِي اللهِ اجْتَمَعَا عَلَيْهِ وَتَفَرَّقَا عَلَيْهِ وَرَجُلٌ طَلَبَتْهُ امْرَأَةٌ ذَاتُ مَنْصِبٍ وَجَمَالٍ فَقَالَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ وَرَجُلٌ تَصَدَّقَ أَخْفَى حَتَّى لاَ تَعْلَمَ شِمَالُهُ مَا تُنْفِقُ يَمِينُهُ وَرَجُلٌ ذَكَرَ اللَّهَ خَالِيًا فَفَاضَتْ عَيْنَاهُ. (بخاري)


د قيامت په ورځ به اووه (٧) طبقې خلک داسي وي چي هغوى ته به الله تعالى د خپل عرش په سايه کي په داسي ورځ ځاى ورکوي، چي په هغه ورځ به د دغي سايې څخه ماسېوا بله سايه نه وي. (هغه اووه (٧) کسان په لاندي ډول دي): 

۱: عادل پاچا. 
 
۲: عبادت کوونکى ځوان. 
 
۳: هغه ځوان چي د هغه زړه د مسجد سره تړلى وي.
 
۴: هغه دوه کسان چي د هغوى ترمنځ خاص د الله  جل جلاله  له پاره محبت وي او پر دغه سره راټولېږي او پر دغه سره جلا کیږي.
 
۵: هغه کس چي یو منصب والا او ښايسته ښځه يې و خپل ځان ته راوبولي او دى ورته ووايي: زه د الله  جل جلاله  څخه بېرېږم. 
 
۶: هغه کس چي د الله  جل جلاله  له پاره دومره په پټه خيرات وکړي، چي د هغه چپه لاس د راسته لاس په خیرات خبر نه وي.
 
۷: هغه کس چي په يوازي والي کي الله  جل جلاله  ياد کړي او د هغه تر سترګو اوښکي وبهېږي. 

ګواکې د پاک لمنۍ قدر د الله  جل جلاله  په دربار کي دومره دئ، چي الله تعالى به د قيامت په ورځ دغه ځوان ته په خپل خاص رحمت کي ځاى ورکړي چا ته چي يوه ښځه د ګناه بلنه ورکړي او هغه د الله  جل جلاله  څخه د بيري په سبب ځان وساتي. 

حضرت ابوهريرة  رضی الله عنه  او حضرت عباس  رضی الله عنه  فرمايي، چي نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  د خپل وفات څخه مخکي په يوه خطبه کي وفرمايل: 

و من قدر على امرأة او جارية حراماً، فترکها مخافته منه، امنه الله يوم الفزع الاکبر، وحرمه على النار، و ادخله الجنة. (مسند الحارث، زوائد الهيثمي، ذم الهوی لابن جوزی)

ژباړه: کوم کس چي پر يوه ښځه يا مينځي باندي د ګناه قدرت پيدا کړي او هغه يې د الله  جل جلاله  څخه د بيري په سبب پرېږدي، نو هغه به الله  جل جلاله  د لويي بيري په ورځ (قيامت) په امن کړي، هغه به پر دوږخ حرام کړي او جنت ته به يې داخل کړي. 

حضرت عبيد بن عمير  رضی الله عنه  فرمايي، چي دا د انسان د ايمان د رښتينوالى او قبولتيا څخه ده، چي انسان ته د يوې ښايستې ښځي سره په يوازي والي کي موقعه په لاس ورسي او هغه يوازي د الله  جل جلاله  څخه د بيري په سبب خپل ځان وساتي.

ماخذ: بې داغه ځواني