څانګه: ستاسو لیکني نيټه: October 29, 2016
       
د لمانځه وروسته اجتماعي دعاء لازمي ګڼل

 

 تر لمانځه وروسته دعاء کول یو ډیر افضل عبادت دی، په زیاتو احادیثو ثابت عمل دی. دلته خلګ دا سوال کوي چي په اجتماعي شکل دعاء په همیشه توب سره کول، لازمي بلل او پر نه کوونکو ملامتیا کول څنګه ده؟


 د حنفي مذهب علماء اجتماعي دعاء هغه وخت بدعت بولي چي لازمي وبلل سي، د التزام په عقیده یې کوي او پر نه کوونکي ملامتیا وایي ځکه چي دا اجتماعي دعاء شریعت لازمي نه ده بللې او نه پر دې همېشه توب ثابت دی. په دې اړه د حنفي مذهب علماء  د ستري او مقبولي مدرسې (دارالعلوم دیوبند) مشهور علماء لاندي فتوا ورکوي:

د دیوبند مشهور عالم او مفتي علامه کفایت الله دهلوي صاحب رحمة الله علیه پخپله فتاوی کي د یو سوال په جواب کي لیکي:

سوال: د فرض لمانځه وروسته امام په لوړ اواز دعا غواړي او مقتدي آمین وايي ایا دا صحیح دی که یا؟

جواب: دا طریقه به ضروري او لازمي نه بولي نو بیا مباح ده مګر تر سنتو او نوافلو وروسته ټول یوځای کېدل او بیا دا ډول دعا غوښتل واجب الترک دي. (کفایت المفتي: ج۳، ص ۳۳۰- دارالاشاعت)

د بل همدا ډول سوال په جواب کي لیکي:
جواب: انفرادي دعاء د امام او مقتدي هر یوه د پاره تر سنتو او نفلو وروسته هم جایز ده او اجتماعاً هم. په دې شرط چي د التزام او د سنیت په اعتقاد نه وي... (کفایت المفتي: ج۳، ص ۳۲۲)

جواب: د سنتو او نفلو وروسته په اجتماعي ډول د دعا غوښتلو طریقه نه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په زمانه کي وه او نه د صحابه کرامو رضی الله عنهم په زمانه کي نو ځکه دا سنت او مستحب بلل صحیح نه دي ددې لپاره ما په (نفائس مرغوبه) رساله کي پوره تفصیل لیکلی دی هغه دي وکتل سي.(کفایت المفتي: ج۳، ص ۳۲۹، کتاب الصلاة)

مولانا مفتي کفایت الله دهلوي رحمه الله په خپل کتاب (النفائس المرغوبة في حکم الدعاء بعد المکتوبة) کي لیکي:

د احادیثو او فقهي څخه هیڅ ځای دا خبره نه ثابتیږي چي په قرون ثلاثه (اولینو درو پیړیو) کي دي د دعا دا طریقه وي چي سنت او نفل وکړي او ټول جماعت دي دعا غواړي...

او که پر دې دا التزام هم وسي چي په بعضو اطرافو کي لیدل کیږي چي دا دعا ضروري بولي او پر نه کوونکي باندي ملامتیا وایي نو بیا ددې په بدعت کېدو کي هیڅ ډول شک او شبه نه پاتیږي ځکه چي د مقدس شریعت حکم دا دی چي که یو مباح یا مستحب ضروري وبلل سي او پر دې ټینګار وکړل سي نو هغه بدعت ګرځي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه څخه تر فارغه کېدو وروسته راسته او چپه دواړو طرفو ته مخ ګرځوی او کښېنستی ، کله به پر راسته طرف او کله به پر چپه طرف وګرځیدی (مقتدیانو ته به يې مخ کړی)، حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه فرمایي چي که څوک راسته طرف ته مخ اړول ضروري وبولي نو هغه پخپل لمانځه کي د شیطان برخه جوړه کړه. (ترمذي)

وګورئ ! راسته طرف ته مخ را اړول خپله د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي لیکن ددې سربیره دې ته ضروري ویل حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د شیطان حصه فرمايي (ځکه چي شریعت ضروري نه ده بللې).

علامه طیبي صاحب د مشکوة په حاشیه کي پر دې حدیث لیکي:

فیه ان من اصر علی امر مندوب وجعله عزما ولم یعمل بالرخصة فقد اصاب منه الشیطان من الاضلال فکیف من اصر علی بدعة او منکر انتهی. (کذا في السعایة)

یعني په دې حدیث کي پر دې خبره دلالت دی چي کوم شخص پر مندوب (مستحب) کار اصرار او ټینګار کوي او دا لازمي بولي او پر رخصت عمل ونه کړي نو شیطان دده په ګمراه کولو کي کامیابه سو نو هغه لا څه کوې چي څوک پر بدعت یا منکر کار اصرار کوي.
... په احادیثو کي ددې طریقې نفي ثابتیږي. نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: افضل الصلاة المرء في بیته الا المکتوبة (ترمذي، بخاري، مسلم وغیرهم)

یعني د سړي افضل لمونځ هغه دی چي په کور کي یې اداء کړي بېله فرضو- یعني د فرض لمانځه ماسیوا پاته ټول لمونځونه په کور کي کول افضل دي.

 عَنْ حَرَامِ بْنِ حَكِيمٍ ، عَنْ عَمِّهِ عَبْدِ اللهِ بْنِ سَعْدٍ ، قَالَ : سَأَلْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ أَيُّمَا أَفْضَلُ ؟ الصَّلاَةُ فِي بَيْتِي أَوِ الصَّلاَةُ فِي الْمَسْجِدِ ؟ قَالَ : أَلاَ تَرَى إِلَى بَيْتِي ؟ مَا أَقْرَبَهُ مِنَ الْمَسْجِدِ , فَلأَنْ أُصَلِّيَ فِي بَيْتِي أَحَبُّ إِلَيَّ مِنْ أَنْ أُصَلِّيَ فِي الْمَسْجِدِ ، إِلاَّ أَنْ تَكُونَ صَلاَةً مَكْتُوبَةً. (ابن ماجه)

وعن عبد الله بن شقيق قال : سألت عائشة عن صلاة رسول الله صلى الله عليه وسلم عن تطوعه فقالت : كان يصلي في بيتي قبل الظهر أربعا ثم يخرج فيصلي بالناس ثم يدخل فيصلي ركعتين وكان يصلي بالناس المغرب ثم يدخل فيصلي ركعتين ويصلي بالناس العشاء ويدخل بيتي فيصلي ركعتين....(مسلم، وفي روایت للحاکم ثم يخرج فيصلي بالناس العصر )

حضرت عبدالله بن شفیق رضی الله عنه روایت کوي چي ما د حضرت عایشې رضی الله عنها څخه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د لمانځه حال وپوښتی نو هغې وفرمایل چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم زما په کور کي د ماپښین د لمانځه څخه مخکي ۴ رکعته کول بیا مسجد ته تلی او خلګو ته یې د ماپښین لمونځ ورکوی، بیا به کور ته راغلی او ۲ رکعته به یې اداء کول. بیا به (د مازیګر د لمانځه د پاره) دباندي تلی او د عصر لمونځ یې اداء کوی او د ماښام پر وخت يې د ماښام لمونځ ورکوی او بیا به راغلی ۲ رکعته به یې کول بیا به يې خلګو ته د ماخستن لمونځ ورکړی او بیا به یې زما په کور کي ۲ رکعته اداء کول.

اول دوه حدیثونه ددې خبري صریح دلیل دی چي سنت او نوافل په کور کي کول تر مسجد افضل دي او په دریم حدیث کي ثابتیږي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم تر فرضو لمونځو وروسته سنتونه هم په کور کي اداء کول نو کله چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم خپله پر دې عمل وو او صحابه کرامو ته یې هم دا وفرمایل او تعلیم یې ورکړی وو چي سنت او نوافل په کور کي کول افضل دي نو ښکاره خبره همدا ده چي صحابه کرامو رضي الله عنهم به هم سنت او نوافل لمونځونه پخپلو کورو کي کول، شاذ ونادر به یو چا په مسجد کي سنت لمونځونه کول. او بیا د هیڅ حدیث څخه نه ثابتیږي چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په کور کي سنت کول او بیا د دعاء د پاره بیرته مسجد ته تشریف راوړی یا صحابه کرام پخپلو کورونو کي سنت اداء کول او بیرته دي دوهم ځل د دعاء لپاره مسجد ته را جمع کېدل....
(النفائس المرغوبة في حکم الدعاء بعد المکتوبة، / کفایت المفتي: ج۳، ص ۳۳۷) 

د دیوبند مشهور عالم شیخ الحدیث علامه سید محمد یوسف بنوري رحمه الله د ترمذي په شرح معارف السنن کي لیکي چي دا مروجه اجتماعي دعاء تر فرضو وروسته په نبوي عهد کي نه ده ثابته... هو! تر فرضو وروسته دعاګاني په تواتر سره ثابتي دي خو په اجتماعي شکل نه ! البته تر نفلو وروسته په دوو واقعو کي اجتماعي دعا ثابته ده... خو پر دې مواظبت او همېشه والی کول بدعت دی ځکه چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم استمرار او همیشه توب نه دی پر کړی. (معارف السنن شرح جامع الترمذي: ج۳، ص۴۰۹)

د دیوبند مشهور عالم او د وخت مشهور محدث علامه محمد انور شاه کشمیري رحمه الله هم پورته ډول خبره لیکي چي دا مروجه اجتماعي دعا په نبوي عهد کي په مواظبت سره نه کېدل البته تر فرضو وروسته دعاء بېله اجتماع ثابته ده او ثبوت يې متواتر دی. (العرف الشذي علی الترمذي. في کراهیة ان یخص الامام نفسه بالدعاء)

د دیوبند بل مشهور او مقبول عالم علامه ظفر احمد تهانوي رحمه الله چي د حنفي مذهب په تائید کي د حدیثو یو ډیر ستر کتاب (اعلاء السنن) ولیکی هغه هم لیکي چي زموږ په زمانه کي اوس دغه اجتماعي دعاء په لازمي او دوامداره ډول کیږي حتی چي بعضي عوام خلګ دا عقیده لري چي دا اجتماعي دعاء ضروري او واجب ده... او بیا په ډير ډینګار سره لیکي چي دا ډول بدعت دی. (اعلاء السنن: ج۳، ص ۲۰۷-۲۰۵)

همدارنګه د دارالعلوم دیوبند مشهور او مقبول عالم مولانا رفعت قاسمي صاحب هم پخپلو مسایلو کي ورته خبره لیکلې ده.

نو خلاصه دا چي تر لمانځه وروسته په انفرادي توګه دعاء کول یو ډیر افضل عمل دی، په ډيرو زیاتو احادیثو ثابت دی بلکي د عبادت مغز دی، همدارنګه اجتماعي هم جایز ده البته لازمي او ضروري بلل ، همېشه توب پر کول، پر نه کوونکو ملامتیا کول خبره بدعت ته رسوي.

(په مساجدو کي یوه اسانه طریقه د دعاء کولو دا هم ده چي کله لمونځ وسي او څوک په مسجد کي پاته وي هر یو دي ځان ته جلا جلا لاسونه پورته کړي او دعاء دي وکړي.)

خو ځیني کسان بیا د دعاء څخه بالکل منکره دي، دا خبره د شریعت او سنتو بالکل خلاف ده، دعاء یو ډیر افضل عمل دی چي په زیاتو احادیثو ثابت دی، یو څو نبوي احادیث په لاندي ډول دي:

دعا د مؤمن اسلحه ده (الحدیث)
 رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: الدُّعَاءُ سِلاَحُ الْمُؤْمِنِ وَعِمَادُ الدِّينِ وَنُورُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ. مستدرک للحاکم، مسند ابی یعلی
ژباړه: دعا د مؤمن اسلحه ده او د دین ستون دی او د اسمانو او مځکي نور دی.

ضرت ثوبان رضي الله عنه فرمایي: کله چي به رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه څخه فارغه سو نو (اوله به یې) درې واره استغفار ووایه او بیا به یې دا دعا وویل: اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلَامُ، وَمِنْكَ السَّلَامُ، تَبَارَكْتَ يَا ذَا الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ. (رواه مسلم)

دعا څه وخت ژر قبليږي؟ (الحدیث)
ابي امامه رضي الله عنه فرمايي چي یو چا و رسول الله ﷺ ته وویل چي کومه دعا ژر قبليږي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: د آخري شپې په منځ کي (د شپې د آخري حصې په منځ کي) او د فرضي لمونځونو څخه وروسته. رواه الترمذي

الله پاک دي په دین کي موږ د غلو، افراط او تفریط څخه وساتي او پر سنتو دي د عمل کولو توفیق راکړي. آمین
 
--------------------
 
اړوند ګټوري لیکني:
 
 


 
 
 
 
 
د همدې برخي نور توکي

رانجه په اسلام او ساینس کي (۲)