تازه سرليکونه
د (مجتهدين او فقهاء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
محمد بن الحسن الشیباني د محدثینو له نظره
 
  November 15, 2016
  0
ژباړه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

امام محمد بن الحسن الشیباني رحمه الله چي د امام ابوحنیفه رحمه الله د مشهورو شاګردانو څخه دی او د حنفي مذهب د مشهورو علماوو څخه بلل کیږي په خپل عصر کي د حدیثو د ډیرو سترو حافظانو څخه حدیث اورېدلي او په حدیثو او آثارو کي یې ډیر کتابونه تالیف کړي دي او په دې فن کي امام بلل کیږي. امام محمد رحمه الله د حدیثو او روایت د اکابرو امامانو په نزد معتمد او ثقه دی. نو ځکه امام شافعي  رحمه الله غوندي ستر امام په خپل مشهور کتاب (الام) کي دده په روایت کړو احادیثو استدلال کړی دی او په دغه برخه کي یې نوموړی په صدق متصف کړی دی.

مشهور محدث حافظ ابن حجر  رحمه الله وايي چي د امام شافعي  رحمه الله په مسند کي دده څخه نقل کړي روایات موجود دي.

او حافظ ذهبي رحمه الله په المناقب کي لیکلي دي چي امام دارقطني  رحمه الله فرمایي: محمد زما په نزد ددې مستحق نه دی چي پرېښول سي.

او امام دارقطني  رحمه الله خپله په (غرائب مالک) کتاب کي لیکلي دي چي: هغه د حدیثو د ثقه حافظانو څخه دی او امام زیلعي  رحمه الله هم دا قول په خپل تخریج کي نقل کړی دی.

عبدالله بن علي بن المدني رحمه الله د خپل پلار (علي بن مدني رح) څخه نقل کړي دي چي امام محمد رحمه الله په حدیثو کي صدوق دی!
(د یادوني وړ ده چي علي بن مدني  رحمه الله د اکابرو محدثینو څخه دی او د امام بخاري مشهور استاذ دی چي دده د صدق شاهدي اداء کوي.)
امام ابوداود  رحمه الله فرمایي چي امام محمد  رحمه الله د پرېښولو مستحق نه دی .

او امام ذهبي رحمه الله په میزان الاعتدال کي لیکلي دي چي: امام محمد بن حسن د علم او فقه بحر وو او د امام مالک په اړه قوي وو.
حافظ ذهبي رحمه الله په المناقب کي لیکلي دي چي امام نسائي رحمه الله لیکي دي چي دده احادیث ضعیف دي.

د دومره ډیرو سترو امامانو د مثبتي شاهدۍ په موجودیت کي دا ډول خبره د امام محمد  رحمه الله شان نه سي کښته کولای او د ځینو محدثینو په نزد د قدیم څخه د بعضو محدثینو موقف د امام ابوحنیفه صاحب او د هغه د ملګرو په شان کي نقد کول وو.

د جرحي او تعدیل مشهور امام او محدث یحی بن معین رحمه الله فرمایلي دي: زموږ ملګري (محدثین) د امام ابوحنیفه او د هغه د ملګرو په اړه افراط کوي.

او علامه جمال الدین قاسمي السلفي  صاحب وايي: یقیناً د صحاح الروایت ارباب د اهل الرأی (فقهاوو) څخه څنګ کوي، نژدې نه ده چي تاسو به د صحاحو، مسانیدو او سننو په کتابونو کي د هغوی نوم ووینی لکه امام ابویوسف او امام محمد بن الحسن. اهل حدیثو هغوی لین بللي دي لکه په میزان الاعتدال کي چي يې تاسو وینی. زما دي قسم وي چي هغوی د دوی دواړو په اړه انصاف نه دی کړی، هغوی ډک بحرونه وه، د هغوی آثار د هغوی د پراخ علمیت او تبحر شاهدي اداء کوي بلکي د حدیثو تر ډيرو حافظانو يې مقدم کوي، په دې اړه د امام ابویوسف  رحمه الله کتاب الخراج او د امام محمد رحمه الله موطاء درته کفایت کوي.
 
اړوند لیکنه: د امام محمد رحمة الله علیه ژوند
 

ماخذ:
الامام محمد بن الحسن الشيباني نابغة الفقه الاسلامي، تاليف: دوکتور علي احمد الندوي، ص: ۲۴۰، طبع: دارالقلم
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته