څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: November 16, 2016
       
ایران په جاهلي دور کي
لیکنه: علامه ابوالحسن علي ندوي رحمه الله
ژباړه: اسد الله انعام / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

په ايران کي شاه پرستي ( د کسری تقديس):

د ايران پاچهانو (کسری) دا باور درلود، چي په رګونو کي يې الهي وينه چليږي اولس هم دوی ته د خدای په عقيده قايل وو او عقيده يې درلوده، چي د دوی په فطرت کي یوه مقدسه اسماني ماده سته؛ له همدې امله يې د دوی تعظيم کاوه او په وړاندي يې په ګونډو کېدل، ددوی د الوهيت ترانې يې ويلې او هغوی يې تر هر ډول انساني قانون، انتقاد او بشر لوړ بلل. په ژبه يې د دوی د نوم له اخيستلو څخه ډډه کوله، په مجلس کي يې نه کښېنستل  او باور يې درلود، چي دوی پر هر چا حق لري، خو پر دوی باندي د هيچا حق نسته، که يوه ګوله ډوډۍ ددوی له سترخان يا شتمنۍ څخه چا ته ورکړي هغه د دوی احسان او صدقه ده او د هيچا استحقاق نه دی. 

خلکو ته يې بېله اورېدلو او اطاعت کولو بله لاره نه وه، پر هيواد او ملت باندي د حکومت چلولو لپاره يې (دکياني کورنۍ) خاص خاندان تعيين کړی وو. ايرانيانو باور درلود، چي يوازي د همدې کورنۍ افراد د تاج و تخت وارثان او د هيواد او سلطنت مالکان دي او بايد دا حق له پلار څخه زوی ته نسل پر نسل انتقال سي او په دې کي هيڅوک د مداخلې حق نلري. څوک، چي شخړه ورسره کوي هغه ظالم دی او څوک، چي سيالي ورسره کوي هغه ذلیل دی. پر سلطنتي او ارثي پاچهۍ باندي يې ټينګه عقيده درلوده، تر دې چي که به په دې کورنۍ کي د پاچهۍ لپاره لوی کس پيدا نه سو، کوچنی به يې د پاچا په حيث غوره کاوه، او که به په شاهي کورنۍ کي نارينه نه وو، نو ښځه به يې د پاچهۍ لپاره انتخابوله، تر شيرويه وروسته يې د هغه اووه کلن زوی اردشير ته پاچهي  تسليم کړه. همداسي د خسرو پرویز زوی فرخزاد د کوچنيوالي په وخت کي د پادشاه په توګه ومنل سو. د کسری لور پوران دخت هم پاچا سوه او تر هغې وروسته يې دوهمه لور آزرمي دخت په پاچهۍ غوره سوه. چا دا تصور هم نه سوای کولای چي يو سپه سالار، مذهبي مشر يا آزمايل سوی شخص لکه رستم، جابان اونور دي د پاچهۍ لپاره انتخاب سي، ځکه چي هغوی د سلطنتي کورنۍ څخه نه وه.

نژادي او طبقاتي توپيرونه: 
 
دخپل قوم د روحاني او اشرافي کورنيو په اړه دوی همداسي باور درلورد، دغه ډول کورنۍ يې په خوی او طبيعت کي تر عامو خلکو لوړي بللې او د عقل، نفسي او انساني جوړښت له مخي يې د نورو خلکو له سطحي څخه لوړي بللې او دوی ته په غير محدودو اختياراتو ورکولو قايل وو. د دوی په وړاندي يې له ټاکلي حد څخه زياته عاجزي ښکاره کوله، د (ايران في عهد الساسانيين) مؤلف پروفيسور آرتورسين وايي: د ايران ټولنه د نژاد او کسب په اساس جوړه سوې وه، د طبقاتو تر منځ فاصله ډېره زياته وه، هيچا ته يې د بدلولو او په منځ کي د اتصال راوستلو اجازه نه وه. عام خلک د حکومت له خوا د هغو ځمکو له رانيولو څخه  چي په شاهي او لويو کورنيو پوري به مربوط وې منع کېدله. دا د ساسانيانو د لويو سياستونو څخه وو، چي هر کس بايد په خپل هغه مقام او مرتبې باندي اکتفاء وکړي، چي د نژاد له مخي يې لري او تر هغه د لوړ مقام غوښتنه ونکړي. هيچا حق نه درلود، چي  د هغه کسب پرته چي خدای دهغه لپاره پيدا کړی وو،  بل کسب انتخاب کړي. ايراني پاچهانو ټيټ نژاده افرادو ته هيڅ ډول صلاحيت نه ورکاوه.

د عامو خلکو ترمنځ واضح نژادي توپير موجود وو او هر نژاد  يې په ټولنه کي د محدودو اختیاراتو درلودونکی وو.
 
د ملت د طبقاتو تر منځ داسي ښکاره توپير د بشریت د ذلت او خوارۍ د لويو عواملو څخه وو، د اميرانو او اشرافو په مجالسو کي ددې ښکاره نمونې ليدل کېدلي، ځيني خلک به د لرګي په شان بې روحه او بې حرکته د پادشاهانو سرته ولاړ وو، له همدې امله پر دغه وضعيت د مسلمانانو د قاصد لخوا سخت غبرګون ښکاره سو. امام طبري، چي کوم روايت کوي په هغه کي دا واقعيت ښه روښانه کېږي، چي ايرانيان  د خپلو مشرانو په وړاندي د رسم او رواج پر ځای کولو له امله، د ذلت او رسوايي کومي درجې ته رسېدلي وو.
 
د ابو عثمان النهدي څخه روايت دی وايي:

 کوم مهال چي مغیره بن شعبه رضی الله عنه د فارس ځمکي ته د ورتلو لپاره تر پله تېر سو، ايرانيانو ودراوه او د لښکر د مشر رستم څخه يې دده د ورتلو اجازه وغوښته، دخپل رسم او رواج څخه يې هيڅ شي ته تغير ورنه کړ، مغيره  بن شعبه رضی الله عنه ورغلی،  هغوی خپل مخصوص لباس، وريښمين ټوکران (چی د زرو کار پر سوی وو)  او ګران بيه تاجونه پر سر او تن درلودل، تر تخت پوري ټوله لار يې په ګران بيه غاليو فرش کړې وه، چا چي دا فاصله طی کړې نه وای هلته نه سوای رسېدلای، مغيره بن شعبه رضی الله عنه ورمخ ته سو او د رستم څنګ ته د هغه پر تخت کښېنستی، پهره دارانو ورباندي راوځغستل، ټينګ يې کړ او د تخت څخه يې راکښته کړ، مغيره رضی الله عنه وويل:  ستا سو د خویونو په اړه موږ معلومات لرو، ما تر تاسو ناپوه قوم نه دی ليدلی، موږ عرب ټول سره برابر يو، بېله دښمنه بل څوک په مرييتوب نه نيسو، ما ګمان کاوه چي تاسو به هم زموږ په څېر د خپل قوم مرستندويان او خواخوږي ياست، تر دې عمل دا ښه وه، چي ما ته مو ويلي وای: ستاسو ځيني کسان د ځينو نورو خدايان دي او زه خپله نه يم راغلی بلکي تاسو راغوښتی وم، نن پوه سوم، چي تاسو مغلوبه سوي ياست او په هيڅ ډول په داسي سيرت او عقلونو تر ډېره پر پاچهۍ نه سئ پاتېدلای. 

قوم پرستي:
 
ايرانيانو د خپل فارسي قوم په ستايلو کي زياته مبالغه کوله او ځان يې د دنيا پر ټولو قومونو او نژادونو لوړ باله او د اسي ګمان يې کاوه، چي خدای دوی ته ځانګړي فطري استعدادونه او خاص صلاحیتونه ورکړي دي، چي نور قومونه د هغه څخه محروم دي، خپلو ګاونډيو قومونه ته به يې دحقارت په سترګه کتل، د سپکاوي او تمسخر څخه په ډکو نومونو او لقبونو به يې بلل.

د اور عبادت او پر ژوند يې تأثيرات:

ايرانيانو په لومړي سر کي د خدای عبادت کاوه او هغه ته يې سجده کوله؛ خو د نورو ټولنو په څېر يې د وخت په تېرېدو سره کرار کرار د لمر، سپوږمۍ، ستورو او نورو سماوي اجرامو ستايني او تقديس ته مخ واړاوه.

روايت دی، چي د فارسي دين بنسټ ايښودونکو په لومړيو کي خلک د توحيد لورته راوبلل او د بتانو عبادت يې باطل کړ، خو وروسته يې ويل: د خدای نور په هر نوراني او ځلانده شي کي ځليږي، نوحکم يې وکړ، چي د لمانځني پر وخت دي د لمر يا اور طرف ته مخ وګرځول سي؛ ځکه چي دا د خدای د نور ښکارندويي کوي، تر څنګ يې دا امر هم وکړ چي څلور ګوني عناصر (اور، هوا، اوبه او خاوره) ککړ نکړي.

تر زردشت وروسته ددې دين عالمان راټول سول او د زردشتيانو لپاره يې مختلف اصول وضع کړل، هغه شيان يې حرام کړل چي د اور د بلولو په توګه کار ورڅخه اخيستل کېدی، له همدې امله يې د فعاليت ساحه تر کرني او تجارت پوري محدوده سوله، وروسته په کراره کراره خلکو د اور د ظاهري احترام کولو پر ځای د هغه عبادت شروع کړ او د اور د لمانځني لپاره يې خاص معبدونه او اورتونونه جوړ کړل، په آخر کي د اور د تقديس د فلسفې اصل او حقيقت هېر کړل سو او صرف آتش پرستي پاته سوه.


دين د مجوسيانو لپاره د څو طريقو  اور سمونو د يوې داسي ټولګي په څېر ګرځېدلی و، چي خلک يې په خاصو وختونو او مشخصو ځايونو کی ترسره کړي؛ خو دوی تر اورتونونو دباندي په کورونو، حکومتي ادارو، سیاست او ټولنه کي آزاد او د خپل طبيعت سره سم ګرځېدل، د خپلو غوښتنو او ګټو د ترلاسه کولو لپاره يې ( د هرې زمانې او ځای د مشرکانو په څېر ) حرکت کاوه.

خلاصه دا چي ايرانۍ ټولنه د داسي جامع او کامل دين څخه محرومه وه تر څو د دوی باطن يې اصلاح کړی وای، اخلاقي تهذيب يې پکښي راوستلی وای، د نفسي خواهشاتو د له منځه وړلو او نيکو غوښتنو د پوره کولو توان دي یې درلودای، د يوې کورنۍ، کور او هيواد لپاره دي يې ښه نظام ، تدبير او سياست درلودای او د افرادو او سرکښه پاچهانو او ظالمو حاکمانو تر منځ دي يو داسي حايل واقع سوی وای، چي ظالم يې له ظلمه راګرځولی وای او د مظلوم سره يې انصاف کړی وای.  بالاخره مجوسيان د اخلاقو او اعمالو له لحاظه داسي افراد ګرځيدلي وه، چي د  بې دينو او ملحدو قومونو سره يې هيڅ فرق نه درلود. 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۶ ګڼه