څانګه: ستاسو لیکني نيټه: November 19, 2016
       
د قبر د عذاب درې صورتونه

 

حضرت ابوهريره  رضی الله عنه  فرمايي: چي جناب نبى کريم  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: چي مؤمن په خپل قبر کي په يوه شنه باغ کي اوسېږي او د ده قبر اويا گزه پراخ سي او نوراني سي، لکه څنگه چي د څوارلسم سپوږمۍ وي او تاسوته معلومه ده چي دغه آيت شريف د چاپه باره کي دي:

﴿فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكاً﴾ (سورة طه، آيت: ١٢٤)
ژباړه:نو ده ته به و رسېږي تنگ ژوند.

صحابه کرامو رضی الله عنهم عرض وکړ: چي الله تعالى او د هغه رسول  صلی الله علیه وسلم  ښه په پوهېږي. نو رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: چي دا عذاب به د کافر دپاره په قبر کي وي، چي پر هغه باندي به نهه نيوي (٩٩)  تنين مسلط وي او تاسو ته معلومه ده چي تنين څه شي دئ؟ تنين ښامار دئ! چي د هر ښامار اووه (٧) سره وي چي دى په وهي او تر قيامت پوري به يې داحال وي.

د مارانو کوم حساب چي يې په حديث کي کړى دئ، هغه ته تعجب نه دي پکار، ځکه انسان چي  څومره گناهونه کوي هغه گناهونه د ده دپاره د مار او لړم يا بل کوم ضرري حيوان په شکل گرځي. که په يوه شخص کي بد اخلاقۍ، کبر، حسد، کينه او بغض وي، که څه هم دغه بد صفات په حساب کي يو څو دانې دئ مگر د هغو څخه بيا څو څو برخي جوړېږي، بيا د هغو برخو څو ډولونه دئ او دغه صفات بيا په قبر کي د انسان دپاره دغه حشرات جوړېږي هر صفت چي څومره په خپل ځان کي بد وي هغومره لوى حيوان ځني جوړېږي او کمزوري صفات بيا د کمزوري حيوان په شکل کي د انسان مخته وړاندي کېږي او ضرر ور رسوي. او د بصيرت خاوندان دغه تباهيو او د هغوى تقسيم  و برخو ته د بصيرت په نور سره گوري، مگر دا چي د هغه پر شمېر باندي بې له د نبوت د نوره څخه د بل هيڅ شي په واسطه اطلاع نه سي راتللاى. غرض دا چي دا ټولي خبري صحيح دئ او په دې کي ډېر پټ رازونه دئ چي هغه په ستر گو نه ليدل کېږي. دهغو تعلق د آخرت سره دي کله چي پر يوه شخص باندي دا حالت منکشف نه وي نو ده ته نه ده پکار چي د هغو د ظاهري معنا انکار وکړي بلکي پر هغو باندي ايمان او يقين کول پکار دئ او که چيري داسي ووايو چي موږ کافر په قبر کي ډېره موده پروت وينو، چي دى پر هغه خپل حالت وي مگر د هغو خبرو څخه يوه خبره هم نه وي پېښه سوى نو د تجربي پر خلاف د يقين کولو صورت کوم دئ، نو د دې جواب دا دئ چي پر دې اُمورو باندي د تصديق کولو درې (٣)  صورته کېداى سي:

(١) اول صورت:

اول صورت دا دئ چي ښه صحيح او ښه ښکاره او د اعتراض څخه هم خالي دي هغه دا دئ: چي داسي تصديق وکړئ چي مار او لړم او داسي نور حشرات سته هغه مړى وهي. موږ ته په دې خاطر نه معلومېږي چي په دې سترگو کي دومره قوت نه سته چي هغه وويني، نو په دې خاطر کومي خبري چي دلته دئ اوکومي خبري چي د آخرت په باره کي دئ هغه د آخرت شيان دئ، کوم چي په دې ظاهري سترگو نه ليدل کېږي. تاسو وگورئ! و صحابه کرامو( ته هغوى د جبرائيل (  پر را کښته کېدو ايمان درلودي، حال دا چي صحابه وو دى نه ليدي او پر دې يې هم ايمان درلودي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  حضرت جبرائيل علیه السلام ويني. که چيري ته پر دې ايمان نه لرې نو اول تاسو ته پکار ده چي ته د خپل ايمان  د صحي کولو فکر وکړې. او که چيري تاسي پر دې  ايمان لرې او دا جائز گڼې چي کوم شي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ليدلاى سي هغه اُمت  نه سي ليدلاى، نو د دې خبري څخه انکار ولي کوې؟! چي کوم حشرات د مړى په قبر کي و مړى ته سزا ورکوي هغه حشرات د دنيا د حشراتو څخه جلا دئ. لکه څنگه چي فرشتې د انسان يا حيوان سره مشابه نه دئ نو دغه حشرات هم د دنيا د حشراتو په ډول نه دي بلکي د دوى جنس جلا دئ او هغه حس جلا دئ په کوم سره چي دا معلومېږي.

(٢)دوهم صورت:

دوهم صورت دا دئ چي تاسو د بيده انسان حال وگورئ، چي کله په خوب کي ويني چي مار يا لړم  يې خوري او د هغه د خوړلو درد هم دومره زيات وي چي د هغه درد په وجه کله د خوب څخه هم را پورته کېږي او په خولو کي لوند وي او کله د خپل ځاى څخه هم پورته سي، او کوم کسان چي ورسره ناست وي يا ورسره پراته وي نو هغوى د ده حال ويني مگر دوى ته دا حال نه معلومېږي. مگر بيده انسان دا هر څه ويني او د درد احساس هم کوي، لکه څنگه چي يې ويښ انسان کوي. د قبر د عذاب هم دغسي حالت دي؛ يا کله کله يو انسان په خوب کي په هوا گرځي او ده ته دا په هوا کېدل يو قسم خوند ورکوي. هغه کسان چي د قبر د عذاب څخه منکر دئ هغو ته به ضرور داسي يو حالت پېښ سوي وي. نو کله چي يو انسان په خوب کي د درد يا د خوند احساس کولاى سي نو په قبر کي به هم خامخا د دې دوو(راحت او عذاب) شيانو څخه د يوه خوند څکي.

(٣)دريم صورت:

دريم صورت دا دئ چي تاسو ته معلومه ده چي مار خپله ضرر نه سي رسولاى، بلکي ضرر د ده په زهرو کي وي بيا په زهروکي هم درد نه وي، بلکي د زهرو چي کوم اثر ستا په بدن کي وي هغه ضرر رسوي، نو که چيري بېله زهرو داسي اثر په بدن کي پيدا سي نو ښکاره خبره ده چي تکليف به ډېر وي مگر دا تکليف په بل ډول نه سي بيانېدلاى بېله دې چي عموماً دا تکليف چا ته رسېږي چي د هغه و طرفته يې نسبت وسي. د مثال په ډول که چيري په يوه انسان کي د کوروالي خوند پيدا سي بېله دې چي په ښکاره د ښځي سره يو ځاى سي، نو دغه خوند به په څه ډول بيان کړي؟ همدا به وايي چي د کوروالي خوند دئ! په همدغه لږ اضافت سره هر يو په پوهېږي او د هغه گټه هم معلومېږي، گواکې صورت د سبب موجود نه وي مگر سبب د ثمرې دپاره غواړي، د دې د ذات سره يې غرض نه وي او دغه تباه کوونکي صفات چي کوم د انسان په نفس کي دننه دي د مرگ پر وخت تکليف رسوي، نو د دې صفاتو تکليف د مار او لړم په ډول وي بېله دي چي د مار او د لړم وجود هلته وي او د دې صفتو ضرري کېدل داسي وي لکه څنگه چي عاشق د معشوق پر مرگ باندي په تکليف کېږي، هغه خوږ شى اوس د ده دپاره د سرخوږي سبب سو او دا تکليف د ده پر زړه باندي وي. عاشق دا غوښتنه کوي چي کاشکي مي د عشق خوند نه واى ليدلاى نو دغه حالت گرسره د مړى د عذاب وي چي پر ده باندي په دنيا کي عشق مسلط کړل سو او ده به د ښځي، زوي، مال، قريبانو او دوستانو سره مينه کول. که چيري دا ټول شيان د ده څخه د ده په ژوند کي اخيستل سوي واى يا هم يوه انسان ځني اخيستي واى چي ده بيا د هغه څخه د دغو شيانو د اخيستلو اُميد نه درلودلاى نو د ده به څه حال واى؟ او څنگه به په عذاب واى؟ آيا يو شخص د داسي انسان حال معلومولاى سي؟ او دغه انسان به دا غوښتنه کوي چي کاشکي زماسره هيڅ شى نه واى! نن به مي داسي بده ورځ نه ليدلاى او د دوى د يوازيوالي درد به مي نه احساسولاى او د مرگ هم داسي حالت دي چي د دنياوي محبوباتو څخه ناڅاپه جلا کړل سي، نو که يوه شخص مازي په دنيا سره خوشحاله کېږي او هغه دنيا د ده څخه واخيستل سي او د ده و دښمنانو ته ورکول سي نو د ده به څه حال وي؟ بيا پر دې عذاب باندي دا هم ور اضافه کېږي چي دولت د آخرت د نه ور کولو آرمان وي او د رب العلمين څخه هم په پرده کي وي په دې خاطر چي د غيرالله محبت د الله تعالى څخه انسان را گرځوي او د آخرت د دولت څخه يې هم بې برخي کوي. حاصل دا چي غم او يوازيوالي او د ټولو خوښ شيانو او د آخرت د دولت د نه ور کولو آرمان او د رب الجليل د درباره څخه د بې برخي کېدو ذلت يو په بل پسې د همېشه دپاره وي او په داسي تکليف سره عذاب ورکول کېږي. په دې وجه د دې شيانو څخه دجلا کېدو وروسته د دوى دپاره بل هيڅ شي نه سته بېله د جهنم د اورڅخه، لکه څنگه چي الله تعالى فرمايي:

( كَلَّا إِنَّهُمْ عَن رَّبِّهِمْ يَوْمَئِذٍ لَّمَحْجُوبُونَ . ثُمَّ إِنَّهُمْ لَصَالُو الْجَحِيمِ ) (سورة المطففين، آيت: ١٥ او ١٦)

ژباړه: يقيناً داسي ده چي دا خلک د خپل رب څخه په دغه ورځ به په پردو کي وي. بيا يقيناً دوى خامخا داخلېدونکي دي اور ته.

مگر کوم شخص چي د دنيا محبت نه کوي او د الله تعالى څخه ماسېوا يې د بل چا سره محبت نه وي کړى او د الله رب العزت د ديدن شوقي وي نو هغه د دنياوي قيد څخه آزاد دئ او چا چي د شهواتو مقابله په دنيا کي کړې وي او د خداى( د منع سوو شيانو څخه يې ځان ژغورلى وي نو هغه به د همېشه دپاره د خوف څخه پرته ډېر خوندونه واخلي نو که څوک عمل کول غواړي نو هغه دي د داسي خوندو دپاره عمل وکړئ.
 
اوس د خپل مقصد و طرفته رجوع کوم، کله پر انسان باندي خپل آس دونه گران وي چي که چيري و ده ته وويل سي چي يا خو خپل آس راکړه او يا يې هم په لړم وخوره. نو دى به د لړم په وهلو باندي راضي سي. د دې څخه معلومه سوه چي د آس د يوازيوالي تکليف د ده په نزد د لړم تر خوړلو زيات دئ اوکله چي آس ځني جلا سي نو د آس محبت دى خوري نو پکار ده چي د هغه نېښو دپاره تيارې ونيول سي، ځکه چي مرگ د ده آس، سورلۍ، کور، ښځه، زامن، دوستان او مرتبه ټوله د ده څخه واخيستل بلکي د ده غوږونه، سترگي او ټول اندامونه يې هم ځني واخيستل او بيا د دې شيانو په اخيستلو سره نا اُميدي او ناهيلي ده. په دې صورت کي که چيري د دې شيانو څخه پرته د بل شى مينه نه وي نو داشيان په دې وجه ځني اخيستل کېږي چي د دې شيانو تکليف د مار او لړم د خوړلو څخه زيات وي، لکه څنگه چي په ژوند کي که يو څوک د ده څخه دا ټول شيان واخلي نو دى به په ډېر سخت عذاب کي مبتلا وي، دغه ډول د مرگ څخه وروسته وي. 

دا موږ مخکي وليکل چي په انسان کي چي کوم شى درک کوونکى د غم او د راحت وي هغه نه مري بلکي عذاب د هغو شيانو د مرگ څخه وروسته ډېر سخت وي. نو په دې خاطر په ژوندکي يو څوسببونه کېداى سي چي په هغو سره انسان خپل زړه ته تسلي ورکوي. د مثال په ډول د خلکوسره ناسته ولاړه او د هغو سره خبري کول او د زړه ډاډ حاصلول او د بيا راتلو اميد او د بدلې اخيستلو اميد. په دې سببو سره انسان خپل زړه ته تسلي ور کولاي سي مگر د مرگ څخه وروسته خو دا د ډاډ لاري هم نه سته او هلته بيا يوازي او يوازي نا اميدي او ناهيلي وي. څومره چي انسان په دې دنيا کي د دې شيانو د محبت څخه ځان و ژغوري هغومره به دې د آخرت د عذاب څخه ژغورل کېږي او د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د حديث مقصد هم دا دئ، "نَجَا المُخَففـُون" يعني نجات پيدا کړي سپکو بلگو يا پاڼو. او که يې په دنيا کي بار دروند کړى وو نو عذاب يې هم سخت وي. که چيري په دنيا کي د يو چا څخه يوه افغانۍغلا سي او د بل څخه لس غلا سي نو د اول حال به سپک وي نسبت و دوهم ته او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د حديث مقصد هم دا دئ، "چي د يوه درهم والا حساب به سپک وي تر د دوو درهمو والا" او کوم شى چي په دنيا کي ستا څخه د مرگ وروسته پاته کېږي هغه شى به بيا د مرگ څخه وروسته ستا دپاره د افسوس وي. اوس که غواړې چي خپل مال ډېر کړې او که يې زيات کړې. د کمېدو په صورت کي خپل افسوس کمه وې او د ډېرېدو په صورت کي يې خپل افسوس زياته وي. او مار او لړم د هغو په قبرو کي وي کوم چي د دنيا ژوند د آخرت تر ژوند خوښه وي او پر دې ژوند باندي راضي او مطمئنوي. غرض دا چي د عذاب دا درې (٣) صورتونه کوم چي په قبر کي وي دغه دئ کوم چي موږ  پورته ذکر کړل.

حضر ت ابو سعيد خدرى  رضی الله عنه  خپل يو زوي د مرگ څخه وروسته په خوب وليدي او پوښتنه يې ځني وکړه: چي زويه! ما ته نصيحت وکړه! هغه ورته وويل: کوم شيان چي د الله تعالى خوښ وي د هغه خلاف کار مه کوه. ده ورته وويل: چي نور راته ووايه. ده ورته وويل: چي ته هغه نه سې عملي کولاى. حضرت سعيد خدرى  رضی الله عنه  ورته و فرمايل: چي ته خو يې راته ووايه. هغه ورته وويل چي د الله تعالى او د خپل ځان په مابينځ کي پرده مه جوړه يعني قميص  مه اغونده کنې نو د الله جل جلاله پرده به پر تا واجب سي نو بيا ده مبارک تر ديرشو (٣٠) کالو پوري قميص وانه غوستي.
 
او س که دا ووايو چي په دې درو (٣) صورتو کي کوم صورت صحيح دئ، نو د دې معلومول پکار دئ چي بعضي کسان د اول صورت اقرار کوونکي دي او د نورو صورتو منکرين دئ او بعضي کسان بيا د اول منکرين دي او د نورو صورتو اقرار کوونکي دي او بعضي کسان بيا يوازي د دريم صورت منونکي دي. او په حقيقت کي حق دا دئ چي دا درې سره صورتونه امکان لري، موږ ته په کشف سره داسي يو څه را معلوم سوي دي. او کوم کسان چي د بعضي صورتو منکرين دئ هغوى د خپلي حوصلې د تنگي په وجه منکرين دي او د قدرت الهى د پراخوالي او د عجايبو څخه چي ناخبره وي نو په دې خاطر په افعال الهى کي چي د کومي خبري سره عادي نه وي د هغه څخه انکار کوي او دا دفکر کوتاهي ده، بلکي حق دا دئ چي دا درې سره صورتونه د عذاب ورکولو ممکن دئ او د هغو منل واجب دئ. الله جل جلاله يو ه بنده ته په يوه طريقه سره عذاب ورکوي او بل ته بيا په بله طريقه سره او بعضي داسي کسان هم وي چي و هغو ته په   درو سره طريقو باندي عذاب ورکوي، الله تعالى دي موږ  د خپل لږ عذاب څخه هم وساتي. آمين 

نو دغه غوره  خبره ده چي دا مسئله هم بې دليله د تقليد په ډول رښتيا وگڼي کنې نو د مځکي پر سر  يو داسي انسان هم نه سته کوم چي اسباب د حقيقت په شان گڼي  او زه تاسو ته وصيت کوم چي خپل نظر د دې امر په تفصيل کي مه غزوئ او مه د دې مسئلې په پېژندلوکي ځان مشغوله وي. بلکي ځان دعذاب  څخه د خلاصو ن په تدبير کي اخته کړئ، هغه په هر ډول چي وي. که تاسو عمل او عبادت پرېښووي او د عذاب په حال مو ځان خبروي نو ستاسو مثال د يو ه داسي شخص دي چي باچا نيولى وي او و ده ته يې د لاس او د پزي د پرېکولو سزا اورولې وي او دى ټوله شپه په دې فکر کي وي چي باچا به مي پزه يا لاس په  چاړه را پرې کړي او که په توره. او دى دا فکر نه کوي چي د عذاب څخه د خلاصون لاري چاري و سنجوي. دا و عذاب ته يوه بهانه ده چي دى يې جوړه وي او دا ډېر لوي جهالت دئ. کله چي يوه بنده ته دا معلومه سي چي د مرگ وروسته ده ته يو سخت عذاب گورئ، نو پکار ده چي د هغه عذاب يوه  چاره وکړئ او په کيفيت کي د عذاب يا د ثواب خبري کول او د هغه تفصيل معلومول مازي خپل وخت ضائع کول دئ بل هيڅ نه.
 
ماخذ: د قبر د عذاب حقیقت