تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیاه دانه یا حبة السوداء او عسل
 
  November 21, 2016
  0
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د انسان په جسم او بدن کي د دفاعي قوت (جهاز المناعه) یا (immunity) وظیفه دا ده چي د یوه مرض نه بلکه د ټولو ناروغیو په مقابل کي مقاومت وکړي، ټول هغه جراثیم او میکروبونه چي ستا پر بدن حمله کوي د هغو سره مقابله وکړي، ستا جسم د هغو د اضرارو څخه وساتي او هغه خنثْی کړي، نو ځکه موږ د دفاعي قوت یا جهاز مناعه د تقويې د پاره اشد ضرورت لرو او هغه دواء چي د جهاز مناعه قوت ور زیاتوي رسول الله صلی الله علیه وسلم  موږ ته را ښوولې ده چي هغه (حبة السوداء) ده، حبة السوداء توري کوچنۍ کوچنۍ دانې دي چي شونیز هم ورته ویل کیږي او په پښتو کي مختلف نومونه لري، دغه  حبة السوداء د انسان د بدن دفاعي قوت په سلو کي ۷۲ تر ۷۳ پوري نور هم لوړوي.
 

 
هلته یو بل شی هم سته چي هغه هم د دفاعي قوت د لوړولو د پاره مهم رول لري چي هغه عسل دي او عسل سربېره پر دې چي دفاعي قوت ته تقویه ورکوي یوه بله وظیفه هم اجراء کوي چي هغه د ټولو میکروباتو او جراثیمو وژل دي، که ته پر دغه خبره دلیل غواړې نو د غوښو یوه ټوټه چي ستا خوښه وي او غواړې چي وې ساتې په عسلو کي کښېږده، دغه ټوټه نه خرابیږي او نه بوی کوي، ځکه په عسلو کي د میکروبو او جراثیمو ټول اقسام او انواع وژل کیږي، نو عسل یو تجربه سوی علاج دی. 
 

د خبرو نتیجه دا سوه چي عسل د میکروبو ټول اقسام وژني نو ځکه الله جل جلاله  موږ ته هغه دواء را وښوول چي دفاعي قوت یا جهاز المناعه ته تقویه ورکوي او جراثیم وژني، د عسلو او حبة السوداء (سیاه دانه) ذکر په کتاب الله او سنت رسولِ الله کي عبث نه دی راغلی، د عسلو په باره کي الله جل جلاله  فرمايي:

﴿فِيهِ شِفَاءٌ لِلنَّاسِ﴾ [النحل: ۶۹]
ژباړه: په دغو عسلو کي د خلکو د پاره شفاء سته.

او د  حبة السوداء په باره کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي:

« إِنَّ فِى الْحَبَّةِ السَّوْدَاءِ شِفَاءً مِنْ كُلِّ دَاءٍ إِلاَّ السَّامَ ». [رواه ابن ماجه]
یعني: په  حبة السوداء کي د هر مرض څخه شفاء سته بېله مرګه.

انسان د مرګ څخه نه سي راګرځولای بل نو د هر مرض دپاره دوا ده.

حبة السوداء ولي د هر مرض او هري ناروغۍ دپاره علاج دی؟

ځکه  حبة السوداء د بدن دفاعي قوت یا جهاز المناعه تقویه کوي او د  جهاز المناعه وظیفه دا ده چي د ټولو مرضو په مقابل کي مقاومت او مقابله وکړي، نو کله چي د بدن دفاعي قوت یا  جهاز المناعه قوي سو د ټولو ناروغیو مخه ونیول سوه. (بإذن الله)

یوه مهمه نسخه:   

که څوک په معینه اندازه  حبة السوداء او عسل سره ګډ کړي او څه اوږه هم پر زیاته کړي ان شاء الله تعالْی د جهاز المناعه قوت به یې په سلو کي تر دوه او درې سوه پوري پورته سي.

پسله دغه لږو معلوماتو موږ ته دا را معلومه سوه چي په نبوي تعلیماتو او لار ښوونو سره الله جل جلاله  موږ د آفاتو او بلیاتو، ناروغیو او امراضو څخه ساتلي یو او زموږ پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم  موږ ته دغه پټ او نامعلوم کائنات راوښوول او موږ ته یې د هغو څخه د ساتني او وقایې حکیمانه طریقې او لاري چاري راښوولي دي.

ماخذ: طب او اسلام
 
------------------------------------------
د اسلام او طب اړوند نوري لیکني: اسلام او ساینس
 

سرته