تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
رانجه په اسلام او ساینس کي (۱)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 30, 2016
  0
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
کحل (رانجه) و څه شي ته وايي؟
 
و رانجو ته په عربي ژبه کي (کحل) وايي، کحل ډېر میده شي ته ویل کیږي، دا چي رانجه هم ډېر میده کیږي نو ځکه ورته کحل وايي، په فارسي ژبه کي ورته (سرمه) وايي، او په جنوبي آسیا کي ورته (کجل) وايي، په روسي ژبه کي هم ورته (سرما сурьма)  وايي، په لویدځه افریقا کي ورته (توزالي یا کوالي) وايي.
 
 دغه رانجه د میلاد څخه ۳۰۰۰- ۵۰۰۰ مخکي استعمالېدل، په چین، مصر او هندوستان کي د رانجو استعمال له ډېره وخته راهیسي دوام لري. هغه ډبره چي رانجه په عمومي ډول ورڅخه جوړیږي و هغې ډبرې ته (حجر الکحل) وايي.
 
 
المعجم الوسیط:
 
کحل و شفاء ته وايي، او هر هغه شی چي و سترګو ته د شفاء په ډول سره ور اچول کیږي هغه ته کحل وايي.
 
المنجد:
 
کحل و هغې ډبرې ته وايي چي رانجه ورڅخه جوړیږي، د ډېر په معنا سره هم راځي لکه کحل المال، یعني ډېر مال، کحل و شفاء ته هم وايي، و رانجو ته په دې کحل وايي چي د سترګو لپاره شفاء ده.
 
القاموس الوحید:
 
کحل و درملنې ته وايي، و رانجو ته په دې کحل وايي چي د سترګو لپاره درملنه ده، په عربي ژبه کي (کحلاء) و هغه چاته ویل کیږي چي سترګي یې د پیدایښته څخه ډېري توري وي.
 
رانجه د څه شي څخه جوړیږي؟
 
رانجه د ډبرې، نباتاتو او سرپو څخه جوړیږي، په ځینو رانجو کي یواځي ډبره وي، لکه اثمد رانجه، ځیني وختونه نباتات او ډبره وي لکه نرګس سرمه، زعفران سرمه، ځیني رانجه بیا ډبره او سرپ سره ګډ وي، او کله بیا خوشبویي هم ورسره ګډیږي، لکه عربو چي په هغه وخت کي عسل او مشک له رانجو سره یو ځای کول تر څو ګټه یې ډیره سي. لکه، مشک اثمد، عنبر اثمد؛ هغه عامه ډبره چي رانجه ورڅخه جوړیږي ماسوا له اثمد ډبرې څخه و هغې ته (حجر الکحل) وايي.
 
د رانجو ډبره کوم مواد لري؟
 
هغه ډبرې چي په عمومي ډول سره ورڅخه رانجه جوړیږي په هغو ډبرو کي په ځانګړي ډول سره دغه مواد شتون لري سلفر ، سرپ، فؤادین، ګلوکانتیم، انتامالین، پوتاشیم او سودیم. ځیني ډبرې یو عنصر زیات لري او ځیني بل عنصر، ځیني ډبرې درې عنصره لري او یا زیات.
 
ځیني وختونه په مصنوعي ډول سره دغه مواد په نظر کي نیول کیږي او بیا سره ګډیږي، خو تر ټولو یې هغه طبعي رانجه غوره دي.
 
دغه ډبري علاوه له دې څخه چي رانجه ورڅخه جوړیږي د پوستکي په مرهمونو کي هم کار ورڅخه کار اخیستل کیږي.
 
ګیلینیا (Galena) څه شی دی؟
 
هغه ترکیب چي رانجه ورڅخه جوړیږي هغه ته ګیلینا وايي، چي په کیمیا کي ورته لیډ سلفایډ (pbs) وايي، په لرغوني مصر کي ورته مسټم (Mestem) یا سټم (Stim) وايي، چي د یوناني ژبې د سټیمي (Stimmi) یا سټیبي (Stibi) او یا د لاطیني ژبې د سټیبیوم (Stibium) څخه اخیستل سوی دئ.
 
د جرمني د کیمیا پوه پروفیسر ایکس فشر (X- Fischer) څېړنه:
 
پروفیسر ایکس فشر یوه مقاله د «د لرغوني مصریانو د سترګو کیمیاوي ترکیب» تر سرلیک لاندي په ۱۸۹۲ میلادي کال کي خپره کړه، په دې مقاله کي پروفیسر فشر دا ثابته کړې ده چي هغه رانجه چي پخوانیو مصریانو استعمالول هغه ګیلینا ده، ډاکتر فشر هغه رانجه چي د حنوط سوي (مومیایي سوي) جسدونه څخه ولاسته راوړې وه، د هغه ټول اجزاء یې و څېړل، او په دې مقاله کي یې لیکلي وه چي دغه رانجه مصریانو د سترګو د ښکلا او دوا لپاره استعمالول چي هغه ته لیډ سلفایډ وايي.
 
رانجه په احادیثو کي
 
عن ابن عباس ان النبی صلی الله علیه وسلم قال: علیکم بالاثمد فانه یجلو البصر و یُنبت الشعر (رواه الترمذي)
 
وفي مسند طیالیسی: و زعم ان رسول الله صلی الله علیه وسلم کانت له مکحلة یکتحل منها کل لیلة ثلاثا فی هذه وثلاثا فی هذه.
 
ژباړه: د حضرت ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دﺉ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل، تاسی په اثمد سره سترګې توری کړﺉ دا ځکه چي دا د سترګو دید زیاتوي او د باڼوګانو ویښتیان غټوي. نبي کریم صلی الله علیه وسلم رانجوننې (رجړومه) درلودل چي هره شپه یې درې درې ځلي سترګې په تورولې.
 
(یجلو البصر) یعني سترګي ښکلي کوي او دید یې زیاتوي.
 
(ویُنبت الشعر) یعني باڼوګان غټوي، چي د ا خپله هم د سترګو دفاع ده او هم ښکلا ده.
 
(عون المعبود في شرح ابي داود: ۱۱/ ۷۵)
مسند ابی داود الطیالسی حدیث : ۲۸۰۳
مصنف عبدالرزاق صنعانی حدیث:۶۲۰۰
مسند الحمیدی حدیث: ۳۵۰
مصنف ابن ابی شیبه: حدیث:۲۳۴۸۶
مسند احمد الرسالة: حدیث:۲۰۴۷
سنن الدارمی ، حدیث: ۱۷۷۴
سنن ابن ماجه، حدیٍث:۳۴۹۵
سنن ابی داود، حدیث: ۳۸۷۸
سنن ترمذی، حدیث: ۱۷۵۷
سنن الکبری للنسایی، حدیث: ۹۳۴۴
مسند ابی یعلی الموصلی، حدیث: ۲۰۵۸
صحیح ابن خزیمة، حدیث: ۲۰۰۸
صحیح ابن حبان، حدیث:۵۴۲۳
 
والنسائي (۵۱۱۳) و ابن ماجه (۳۴۹۷) ، و صححه الألباني في “صحيح أبي داود” . أخرجه الطبراني في “الكبير” (۱/۱۰۹ ، رقم ۱۸۳) و حسَّنه المنذري و العراقي وابن حجر ، انظر “الترغيب والترهيب” (۳/۸۹) و “فتح الباري” (۱۰/ ۱۵۷)
 
او په داسي نورو کتابونو کي دغه مبارک حدیث شریف شتون لري.
 
ان شاءالله نور بیا...
 
----------------------------------------
د اسلام او ساینس په اړه نوري ګټوري لیکني
 

سرته