تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بېباکه ځوان
  تعلیم الاسلام
  September 3, 2017
  0
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د بیباکه ځوان یوه ډیره دردونکې قصه
 
د عمر دېرش کاله مي نه وه پوره سوي چي زما ښځي زما اول زوى وزېږاوه تر اوسه مي هغه شپه په ياد ده، په هغه شپه تر نيمي شپې پوري په يوه هوټل کي د خپلو انډيوالانو سره ناست وم زموږ دغه شپه تېرول په بې ځايه خبرو بلکه په غيبت او حرامو تبصرو سره وه زما په ملګرو کي زه هغه څوک وم چي ډېر ځله به مي خپل ملګري خندول زما د ملګرو خندول زما وظيفه وه د دوى دخندولو دپاره به مي د خلکو غيبتونه او د خلکو پېښې کولې زما هغه شپه ښه په ياد ده چي ما خپل ملګري ډېر وخندول ما د خلکو د پېښو کولو د پاره يو عجيب قدرت درلودى د خپل آواز و شکل او پردو ته مي داسي تغير ورکولاى سواى چي تقريباً د هغه چا آواز به سو چي ما به يې پېښې کولې.
 
هو، ما په هغه او هغه پُسخندونه وهل تر داسي اندازې چي زما ملګري هم زما د پُسخندو او مسخرو څخه نه وه خلاص ځيني خلک په دې سبب زما څخه ليري کېدل او ګوښه کېدل چي زما د پُسخندو او مسخرو څخه په امان سي زما ښه په ياد دي چي په هغه شپه مي د هغه ړانده پېښې کولې چي ما په بازار کي ليدلى ؤ چي فقر يې کاوه او تر دې بد تره لا داوه چي ما پښه ور ته کښېښودل او دئ سخت غوځار سو پړمخي ولوېدى مخ يې زما و طرف ته را واړاوه او چي پر خوله ورتلل هغه يې را ته و ويل، په دغه وخت کي زما دلوړ آواز او قهقهې خندا آزانګې په ټول بازار کي اورېدل کېدې.
 
د خپل عادت سره سم د شپې په آخر کي کور ته راغلم و مي ليدل چي ښځه مي زما په انتظار وخت تېروي داسي د عجز او عاجزۍ په حال کي وه چي په ليدلو به دي زړه پر ټوک ټوک سوى واى په کښته او رېږدېدلي آواز يې راته و ويل: راشده! چيري وې؟ ما د پُسخند پر قسم ور ته و ويل: په مريخ کي! چيري وم؟ د خپلو ملګرو سره وم، پر ښځه مي درد او تکليف ښکاره وو په داسي حال کي چي دردو زورول او د خبرو کولو توان يې نه درلودى راته ويې ويل: زه ډېره په عذاب يم داسي معلومېږي چي د ولادت وخت مي ډېر نژدې دى د دغه خبري سره يې سړې اوښکي پر مخ را وبهېدې زه په دې پوه سوم او دا مي احساس کړل چي ما د خپلي ښځي په حق کي ډېره بې پروايي کړې ده ما بايد خپل د شپې مجلسونه لږ کړي واى ځکه  د ښځي مي نهمه مياشت وه زما بايد دغه واقعه په فکر کي واى او لږ وختي کور ته راتللاى خير دا مي په تلوار روغتون ته بوتلل او د ولادت کوټې ته ننه ايستل سول، پر دې د ولادت شديد دردونه په زحمت او تکليف تېرېدل خو ما په فارغه زړه د دې انتظار کاوه چي اولاد مي پيدا سي ولادت سخت ؤ ډېر وخت پر تېر سو او زه په ډېر انتظار ستړى سوم نو خپل کور ته ولاړم او د کور د تليفون نمبر مي د روغتون و مؤظفينو ته ورکړى چي بيا زېرى راباندي وکړي پسله يوه ساعته تليفون راغلى او د سالم د زېږېدلو زېرى يې راباندي وکړى ځکه ما د خپل راتلونکي زوى نوم سالم انتخاب کړى ؤ، زه هم فوراً روغتون ته ولاړم هلته چي د نرسانو سره مخامخ سوم د خپلي ښځي د کوټې پوښتنه مي وکړل خو هغو را ته و ويل:
 
 ته يو وار هغه ډاکتري ته ورسه چي ستا د ښځي د ولادت مسئوله وه، ما آواز پر پورته کړى او ور ته و مي ويل: زه ډاکتره څه کوم؟ زه غواړم چي خپل زوى سالم و وينم.
 
نرسانو و ويل: اول ډاکتري ته ورسه او وروسته به زوى ته ورسې زه هم ډاکتري ته ورغلم ډاکتري اولاً د خلکو د مصېبتو او تکاليفو ځيني حالات را ته بيان کړل او بيا يې و ويل: انسان بايد په إلْهي قدر سره راضي وي.
 
د دغه مقدمو په آخر کي يې و ويل: ستا د زوى په سترګو کي ډېر خرابوالى سته داسي معلومېږي چي هغه دي ړوند وي ما سر کښته وځړاوه غواړم چي د دغه خبر په مقابل کي ځان ثابت وساتم خو هغه ړوند فقير او سوال ګر مي را په ياد سو کوم چي ما په بازار کي غوځار کړى او خلک مي پر خندولي وو (سبحان الله! څه چي کرې هغه به رېبې). 
 
د څه وخت د پاره ګنګوړه ولاړ وم نه پوهېدم چي څه و وايم بيا مي خپله ښځه او زوى را په ياد سول و ډاکتري ته مي د دې پر مهرباني تشکر و وايه او رهي سوم چي خپله ښځه و وينم ښځه مي غمجنه نه وه يا دا چي د غم اظهار يې نه کاوه، مؤمنه وه د الله جل جلاله په قضاء او اراده راضي وه ما ته يې نصيحت کاوه چي په خلکو پُسخندونه مه وهه او تر دغه د مخه به يې همېشه را ته ويل چي د خلکو غيبت مه کوه خير د روغتون څخه را و وتو او سالم هم راسره دى که رشتيا و وايم ما د سالم هيڅ غمخوري نه کول ما داسي بلى لکه زموږ د کورنۍ د افرادو څخه چي نه وي کوم وخت چي به يې ژړا ډېره سول بلي خوني ته به ولاړم چي هلته بيده سم خو بالمقابل زما ښځي د سالم ډېره روزنه او اهتمام کاوه او ډېر پر ګران ؤ مګر زه، بد مي هم نه ځني راتلل او دا مي هم نه سواى کولاى چي را باندي ګران دي وي، خير سالم لوى سو او په خاړپوڅو يې شروع وکړل عجبه خاړپوڅي يې کولې عمر چي يې و کال ته نژدې کېدى د ولاړېدلو او تګ کوښښ يې کاوه خير پر پښو ولاړ سو خو د ده د ولاړېدلو سره دا رامعلومه سول چي په پښه هم ګوډ دى. 
 
اوس تر پخوا نورهم راباندي دروند سو تر ده وروسته زما ښځي دوه نور اولادونه هم وزېږول چي عُمر او خالد نومېدل کلونه دي تېرېږي سالم لوى سو او هغه نور دوه وروڼه يې هم لويان سول خو زه هغه چي وم هغه وم د کور ناسته مي نه وه خوښه همېشه به د ملګرو سره ورک وم په حقيقت کي زه زما د ملګرو په لاس کي د بازيو يوه آله وم خو بيا هم زما ښځه زما د اصلاح کولو يا اصلاح کېدلو څخه نه وه نا اميده همېشه به يې د هدايت دعاء را ته کول زما د دغه بې ځايه تصرفاتو په سبب پر ما نه په قهر کېدل مګر زما په هغه بې پروايي چي ما د سالم سره درلودل يا مي ور سره کول ډېره غمجنه وه سالم نور هم لويېدى او زما بې پروايي نوره هم ور سره ډېرېدل وروسته مي ښځي را څخه وغوښتل چي سالم د ړندو مکتب ته داخل کړم ما د دې کار ممانعت و نه کړى خير زه د عمر په تېرېدو نه پوهېدم زما د ژوند شپې او ورځي په کار، خوب، خورک او د شپې په مجلسو تېرېدې يوه ورځ چي د جمعې ورځ وه غرمه پر ۱۱ بجې له خوبه راويښ سوم که څه هم پر ۱۱ بجې را ويښېدل زما د پاره وختي وه خو په دغه ورځ و يوې مېلمستيا ته خبر وم نو را ويښ سوم کالي مي واغوستل عطر مي استعمال کړل او د وتلو اراده مي وکړل اوس چي د کور د دروازې و طرف ته رهي يم د سالم شديدي ژړا ودرولم دا هغه اول وار ؤ چي زه د سالم او د هغه د ژړا و طرف ته متوجه کېږم سالم خو د کوچنيوالي څخه ژړل او اوس يې عمر لس کاله دى ما په دغه لس کاله د ده په ژړا سر نه ؤ ګرځولى اوس مي هم غوښتل چي په بې پروايي تر تېرسم خو دا مي په وسه نه سول پوره چي دغسي تر تېر سم د ده ژړا اورم او په ژړاکي مور ته نارې ور وهي ور ته و مي کتل او بيا ور نژدې سوم، ما و ويل: 
 
سالمه ولي ژاړې؟ کوم وخت چي يې زما آواز واورېدى ژړايې بس کړل، کوم وخت چي پوه سو چي زه ور نژدې سوم شا و خوا خپل لاسونه ټپروي، زه نه پوهېدم چي دئ څه کوي او ولي لاسونه ټپروي؟ خو بيا دا راته معلومه سول چي زما څخه د ليري کېدلو کوښښ کوي غواړي چي زما څخه ليري سي لکه په زبان حال سره چي دا راته وايي: اوس دي زما د وجود احساس وکړى؟ دا لس کاله چيري وې؟
 
 زه په پسې يم او دئ په خپله خونه ننوتى په اول کي يې نه غوښتل چي د خپلي ژړا سبب را ته و وايي خو ما په لطف او مهربانۍ خبري ور سره شروع کړې، سالم هم د خپلي ژړا د سبب په بيانولو شروع وکړل او ما غوږ ور ته نيولى دى، پوهېږى چي د سالم د ژړا سبب څه شي ؤ؟ 
 
دسالم ورور عمر هغه چي هر وخت به يې سالم مسجد ته بېوى نن وځنډېدى حال دا چي نن د جمعې ورځ او د جمعې لمونځ دى سالم پر دې بېرېږي چي په اول صف کي به ځاى نه کړي پيدا نو يې خپل ورور عمر او خپلي مور ته نارې ور وهلې څرنګه چي د هغو له طرفه جواب نه ورکول کېدى نو يې په ژړا شروع وکړل ما د ده و اوښکو ته کتل هغه چي د ده د ړندو سترګو څخه راتويېدې نور مي د دې طاقت نه درلودى چي د ده نوري خبري واورم لاس مي د ده پر خوله کښېښودی او ور ته و مي ويل: د دغه د پاره دي ژړل؟ ده وويل: هـو، خپل ملګري او مېلمستيا مي هېر سول او ما و ويل: فکر او غم مه کوه ته پوهېږي چي نن به دي څوک مسجد ته بيايي؟ سالم و ويل: معلومه خبره ده عمر مي بيايي! مګر هغه همېشه ځنډېږي، ما و ويل: يا، نن به دي زه مسجد ته بوزم، سالم په حيرت کي سو زما خبره يې و زړه ته نه لوېږي دا يې خيال او ګُمان سو چي زه پُسخند په وهم بيا يې په ژړا شروع وکړل ما يې اوښکي ورپاکي کړې او تر لاس مي ونيوى غواړم چي په موټر کي يې ورسوم ده و ويل: يا مسجد نژدې دى زه غواړم چي پر پښو مسجد ته ولاړ سم او زما نه دي په ياد چي هغه څه وخت ؤ چي زه مسجد ته د آخر وار دپاره ورننوتلى وم مګر دا مي هغه اول وار ؤ چي مسجد ته د بېري د احساسه سره ور ننوزم، د خپل رب څخه بېرېږم او د هغه تېرو سوو کلو پر غفلت او غلطياوو پښېمانه يم مسجد ته ور ننوتم او مسجد په لمونځ کونکو ډک وو خو بيا هم ما د سالم دپاره په اول صف کي ځاى پيدا کړى.
 
 موږ د جمعې و خطبې ته غوږ ونيوى او سالم زما و څنګ ته لمونځ اداء کړى، مګر يا! په حقيقت کي ما د سالم و څنګ ته لمونځ اداء کړى پسله لمانځه څخه سالم زما څخه وغوښتل چي قرآن مجيد ورکړم، زه په تعجب کي سوم چي دئ‌ څرنګه قرآن مجيد ويلاى سي؟ حال دا چي دئ ړوند دى، قريبه وه چي دغه د ده غوښتنه تر غوږ تېره کړم او صِرفِ نظر يې کړم مګر له دې بېري څخه چي د ده احساس او شعور زخمي نه سي د ده غوښتنه مي قبوله کړل قرآن مجيد مي ورکړى ده راڅخه وغوښتل چي په قرآن مجيد کي سورت کهف را واړوم زه هم په دغه کار مشغوله سوم يو وار ورقي پرله اړوم او بيا په فهرست کي ګورم تر څو چي سورت کهف مي پيدا کړى قرآن مجيد يې را څخه واخستى او مخ ته يې کښېښودی د سورت کهف په تلاوت يې په داسي حال کي شروع وکړل چي سترګي يې پُټي وې.
 
ما د ځان سره و ويل: سبحان الله سورت کهف يې ټوله په ياد دى؟ له خپله ځانه څخه وشرمېدم او ما هم قرآن مجيد را واخستى او په خپل جسم او بدن کي مي رېږدېدل حس کړل قرآن کريم وايم او وايم و الله جل جلاله ته خواست او دعاء کوم چي إلْهي عفوه او بخښنه را ته وکړې، إلْهي سمي لاري ته مي هدايت کړې، ځان نه سم ټينګولاى لکه کوچنی په ژړا مي شروع وکړل، تر اوسه لا ځيني خلک په مسجد کي دي او سنت لمونځ اداء کوي د هغو څخه شرمېدلم غواړم چي خپله ژړا پټه کړم خو زما ژړا کرار کرار په زوره کېږي ترڅو چي ژړا مي په سلګيو بدله سول او په ځان نه پوهېږم ترڅو چي يو کوچنی لاس را باندي کښېښودل سو او زما په مخ پسي ګرځي زما مخ يې پيدا کړى او اوښکي را پاکوي دغه کوچنی لاس دسالم ؤ ما هم د ده لاس په خپل ځيګر پوري ټينګ ونيوى او ور ته ګورم د ځان سره مي و ويل: 
 
ته ړوند نه يې بلکه زه ړوند يم، زه په هغه فاجرانو او فاسقانو پسې وم چي اور ته يې کشولم، خير بيرته کور ته راغلو ښځه مي په سالم پسي ډېره پرېشانه وه مګر کوم وخت چي پوه سول چي ما د جمعې لمونځ د سالم سره اداء کړى دى هغه پرېشاني يې په اوښکو بدله سول د دغې ورځي څخه بيا په مسجد کي د جماعت لمونځ نه دى را څخه پاته سوى هغه بد ملګري مي پرېښودل او په مسجد کي مي تر هغو ښه ملګري پيدا کړل داسي ملګري چي د هغو په ملګرتيا کي د ايمان په خوند او مزه پوه سوم د دغه ملګرو څخه مي داسي شيان زده کړل چي د هغو د زدکولو څخه دنيا مشغوله کړى وم تر دې وروسته هيڅ د وعظ او ذکر مجلس نه دى را څخه پاته سوى او قضاء سوى په يوه مياشت کي مي څو واره قرآن مجيد ختم کړى د الله جل جلاله په ذکر او تسبيحاتو مي همېشه ژبه ښوري چي شايد رب جل جلاله هغه د خلکو د غيبتو او پُسخندو بخښنه را ته وکړي.
 
اوس پوهېږم چي وخپلي کورنۍ ته ډېر ور نژدې سوى يم د ښځي د سترګو څخه مي هغه د بېري او تشويش کتل چي همېشه به زما د عمل په سبب پر ما بېرېدل ايسته سوي دي او د سالم د مخ څخه تبسم نه ليري کېږي چي څوک يې و ويني دا فکر کوي چي د دنيا نعمتونه او پاچاهي د ده په لاس کي دي او زه د الله جل جلاله ډېر شکر او حمد اداءکوم يوه ورځ زما ښو او صالحه ملګرو دا فيصله وکړل چي 
د دعوت او تبليغ د پاره به يوې ليري منطقې ته ځو د دوى سره په خپل تګ کي متردد وم چي آيا ور سره ولاړسم که يا؟ استخاره مي وکړل او د خپلي ښځي سره مي مشوره وکړل زما دا خيال ؤ چي زما ښځه به زما دغه غوښتنه رَد کړي مګر بالعکس هغه ډېره خوشاله سول او نور يې هم و دغه کار ته تشويق کړم، دې به پخوا ليدلم چي د فسق او فجور په سفرو به بېله پوښتني او مشورې تلم بيا سالم ته ورغلم او ور ته و مي ويل چي زه په سفر ځم هغه هم د رخصت او وداع پر قسم په خپلو کوچنيو بازوګانو په ځيګر پوري ونيولم، د خپل کور څخه درې نيمي مياشتي مسافر سوم او په دغه موده کي چي به مي هر وخت موقع پيدا کړل کور ته به مي تليفون کاوه د خپلي ښځي او اولادو سره به مي خبري کولې د دوى و ليدلو ته مي ډېر شوق ؤ خو د سالم و ليدلو ته مي شوق ډېر زيات ؤ، د ده د آواز اورېدل مي تمنا او او آرزو وه 
او يوازي هم دئ ؤ چي د دغه سفر په موده کي مي خبري نه وې ورسره کړي ځکه زما د تليفون په وخت کي به يا په مدرسه کي ؤ يا په مسجد کي هر وار چي به مي خپلي ښځي ته و ويل:
 
 چي سالم مي يادېږي! دې به له خوشاليه خندل بېله هغه آخري وار څخه چي ما و ويل: سالم مي يادېږي هغه زما د اميد خندا مي نه ځني واورېدل بلکه آواز يې تغير وکړى ما ور ته و ويل: و سالم ته زما سلامونه و وايه، دې و ويل ان شاءالله او چُپ سول ترڅو زه کور ته راغلم د کور دروازه مي وټکول دا مي اميد ؤ چي سالم به يې راخلاصه کړي خو هغه زما بل زوى خالد را خلاصه کړل هغه چي عمر يې تر څلورو کلو نه ؤ زيات ما په غېږکي واخستى او ده نارې وهلې: بابا! بابا، نه پوهېږم کوم وخت چي کور ته ننوتم ولي مي زړه غورځېدى او سينه مي تنګه سول؟ اعوذ بالله مي و ويل: او ښځه مي مخ ته راغلل په مخ کي يې تغير ښکاره ؤ لکه دا چي مصنوعي خوشالي ښکاره کوي ښه په دقت مي ور ته وکتل او بيا مي پوښتنه ځني وکړل: څه در سوي دي؟ 
 
دې و ويل هيڅ، يو دم مي سالم را په ياد سو ما و ويل: سالم چيري دى؟ سر يې وځړاوه جواب يې را نه کړى پر باړخوګانو يې تودې اوښکي راتوى سوې ما په لوړ آواز ور ته و ويل: سالم چيري دى؟ دلته مي بل هيڅ نه واورېدل بېله د کوچني زوى خالد آواز چي په کوچنۍ ژبه يې راته و ويل: بابا! سالم جنت ته ولالى!، ښځي مي نور تحمل نه سواى کولاى ژړا يې پيل کړه قريبه وه چي پر مځکه ولوېږي او له خوني و وتله په وروسته کي پوه او خبر سوم چي زما تر راتګ دوې هفتې د مخه سالم ته تبه پېښه سوې وه او مور يې روغتون ته بېوولی ؤ تبه يې نوره هم شديده سوې وه او دغه تبه تر هغو نه وه ځني جلا سوې تر څو چي روح يې د جسده څخه جلاکېدى.
 
نه پوهېږم چي د دغه قصې څخه به کوم نصيحتونه او فايدې را وباسی؟ تاسي او ستاسي فکرونه به د تبصرو سره پرېږدم. 
 
ماخذ: دیني او اخلاقي لارښووني
 

سرته