تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۷)
  تعلیم الاسلام
  December 4, 2016
  0
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
په اعمالو کي نر او ښځه په قرآنکریم کريم کي سره مساوي دي:
 
د اناتومي (Anatomy) په اساس هم د نر او هم د ښځې په دماغي جوړښت کي پوره توپير شتون لري.
 
داچي په فطري جوړښت کي نر او ښځه سره توپير لري نو له همدې کبله په اسلام کي و نر او ښځې ته بېل بېل کارونه او وړتياوې او ځانګړتياوې ورکول سوي دي، په عمومي ډول سره په عباداتو کي د نر او د ښځې تر منځ توپير نسته د بېلګي په ډول سره که نر لمونځ کوي او که ښځه لمونځ کوي ثواب ئې يو دئ، که نر حج کوي او که ښځه ثواب ئې يو دئ، که نر زکات ورکوي او که ښځه ثواب ئې يو دئ په قرآنکریم کي په اعمالو کي د نر او د ښځې د يو ځايوالي بيان داسي سويدئ د بېلګې په ډول سره:
 
۱: فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ ۖ بَعْضُكُم مِّن بَعْضٍ. (سورت آل عمران: ۱۹۵)
 
ژباړه: پس قبولي کړې دوی لره (دا دعاوې) رب ددوی بېشکه زه نه ضايع کوم عمل د هيڅ عمل کوونکي له تاسي که نارينه وي يا ښځه وي (ځکه) ځيني ستاسي دي له ځينو نورو (او ما ته په مکافاتو کي ټوله یو یاست).
 
۲: وَلَا تَتَمَنَّوْا مَا فَضَّلَ اللَّـهُ بِهِ بَعْضَكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ ۚ لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبُوا ۖ وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبْنَ ۚ وَاسْأَلُوا اللَّـهَ مِن فَضْلِهِ ۗ إِنَّ اللَّـهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا.(سورت النسآء: ۳۲)
 
ژباړه: او ارمان مه کوي تاسي د هغه شي چي غوره ګرځولي دي الله په هغه شي سره ځيني له تاسي پر ځينو نورو، سته نارينه ؤ لره برخه په سبب د هغه عمل چي کړي وي دوی او سته ښځو لره برخه په سبب د هغه عمل چي کړي وي دوی او سوال کوئ تاسي له الله نه له فضل دده بیشکه چي الله پر هرشي ښه عالم دی.
 
۳: وَمَن يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَـٰئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ نَقِيرًا. (سورت النسآء: ۱۲۴)
 
ژباړه: او هر څوک چي عمل وکړي له (ځينو) نيکو (کارونو) له نارينه ؤاو له ښځو حال دا چي دی مؤمن وي نو دغه (نيکوکاران) به داخل سي په جنت کي او ظلم به ونسي په دوی د نقير په اندازه (هيڅ ظلم به پر دوی ونسي).
 
۴: وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّـهَ وَرَسُولَهُ ۚ أُولَـٰئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّـهُ ۗ إِنَّ اللَّـهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ. (سورت التوبه: ۷۱)
 
ژباړه: او سړي مؤمنان او مؤمناني ښځې ځيني د دوی دوستان دي د ځينو نورو حکم کوي دوی په نيکيو او منع کوي له بديو څخه او دروي لمونځ او ورکوي دوی زکات او حکم مني د الله او د رسول الله، دغه کسان ژر به رحم وکړي په دوی الله بېشکه چي الله ښه غالب قوي دئ ښه د حکمت خاوند.
 
۵: مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً ۖ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ. (سورت النحل: ۹۷)
 
ژباړه: هر چا چي وکړ نيک (عمل) له نارينه ؤ څخه يا له ښځو څخه حال داچي دی مؤمن وي نو خامخا ژوندون به ورکړو هرو مرو هغه ته ژوندون طيبه او خامخا جزا به ورکړو هرو مرو دوی ته اجر د دوی په ډير ښه د هغو سره چي وو دوی چي کولي به يې.
 
۶:  مَنْ عَمِلَ سَيِّئَةً فَلَا يُجْزَىٰ إِلَّا مِثْلَهَا ۖ وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَـٰئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ يُرْزَقُونَ فِيهَا بِغَيْرِ حِسَابٍ (سورت غافر: ۴۰)
 
ژباړه: څوک چي بد کار وکړي ورته جزا نه ورکول کيږي خو د هغه ورته، او څوک چي ښه کار کوي که نارينه وي يا ښځينه او مسلمان هم وي نو دغسي خلک جنت ته ننوځي هلته دوی ته بې حسابه روزي ورکول کيږي.
 
۷:  إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّـهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّـهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا (الاحزاب: ۳۵)
 
ژباړه: بې شکه مسلمانان او مسلمانانې او مؤمنان او مؤمنانې او پيروي کوونکي او پيروي کوونکې (ښځې) او ريښتوني (نارينه) او ريښتونې (ښځې) او زغمونکي (نارينه) او زغمونکې (ښځې) او عاجزي کوونکي (نارينه) او عاجزي کوونکې (ښځې) او خيرات ورکونکي (نارينه) او خيرات ورکونکې (ښځې) او روژه نيوونکي (نارينه) او روژه نيونکې (ښځې) او پاک لمن (نارينه) او پاک لمنې (ښځې) او د الله ډېر ډېر يادونکي (نارينه) او يادونکې (ښځې) الله دغو ټولو ته بخښنه او لويه بدله چمتو کړيده.
 
که نر او يا ښځې د خداي نافرماني وکړه په مساوي ډول سره به عذاب څکي:
 
۸: وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّـهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ ۗ وَمَن يَعْصِ اللَّـهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُّبِينًا (الاحزاب: ۳۶)
 
ژباړه: او کله چي الله او د هغه رسول په يو کار حکم کړی وي هيڅ مؤمن او هيڅ مؤمنې ښځې ته نه دي پکارچي د دوی په کار کي کوم واک ولري که څوک د الله او د هغه له رسول څخه سر غړونه وکړي بې شکه چي هغه په ډاګه ګمراه سو.
 
الله جل جلاله مطلق انسان (نر او ښځه) د عبادت لپاره پیداکړي دي:
 
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ (سورت الذاريات: ۵۶)
 
ژباړه: او پيريان او انسانان مي نه دي پيدا کړي خو ددې لپاره چي زما عبادت وکړي. 
 
يادونه: الله جل جلاله وايي چي ما پيری او انسان نه دي پيدا کړي بلکې يواځي د عبادت لپاره چي په انس کي نر او ښځه دواړه داخل دي او په پيري کي هم نر او ښځه داخل دي په عبادت کي ئې هيڅ توپير نسته.
 
ان شاءالله نور بیا...
 
ددې لړۍ مخکنۍ لیکني دلته کلیک کړئ: د نر او ښځي توپیر په اسلام سانیس کي
 
نیمکمرغه مېرمن
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته