تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د طاعون د مرض حقیقت
  تعلیم الاسلام
  December 5, 2016
  0
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
اوس راسی چي د اسلامي دین حکمت او عظمت په یوه بله موضوع کي وڅېړو، هغه دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: 
 
که مو په یوه مځکه د طاعون د مرض واورېده تاسي هغه ځای ته مه ورځی او که په یوه مځکه کي طاعون پيښ سو او تاسي په هغه ځای کي واست نو د هغه ځایه څخه مه راوزی.
 
چي د حدیث شریف لفظ داسي دی:
«إذا سمعتم بالطاعون بأرض فلا تدخلوها وإذا وقع بأرض وأنتم بها فلا تخرجوا منها» [رواه البیهقي وغیره]
 
عجبه خبره ده وايي: که مو په یوه مځکه کي د طاعون د مرض د نشرېدو واورېده تاسي هغه ځای ته مه ور ننوزی (و هغه ځای ته مه ورځی) دا خو معلومه خبره تاسي هلته مه ورځی، ځکه دغه مرض ساري مرض دی د یوه څخه بل ته نقلیږي، نو تاسي هلته د دې د پاره مه ورځی چي تاسي په دغه مرض اخته نه سی.
 
دلته د مرض د سرایت یا نقل کېدلو خبره یاده سوه چي په عربي کي عَدوه ور ته وايي، نو دغه د مرض د نقلېدلو پر موضوع به په وروسته کي مفصل بحث راسي إن شاء الله تعالْی.
 
بیرته د حدیث شریف موضوع ته راسه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: تاسي د طاعون یا بل هر ساري مرض او وبا و مځکي ته مه ورځی، د دې په فایده خو پوه سوو، او دا چي فرمايي: که تاسي د دغه طاعون یا وبا په مځکه کي واست مه ځني را وزی، دا څنګه او ولي؟ 
 
زه خپل ورور، د اکا زوی، نور أقربا، آشنایان او ګاونډیان په خپلو سترګو وینم چي یو په بل پسي مري، نن جوړ او روغ دی خو سبا و قبر ته وړل کیږي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ما څنګه امر کوي چي زه باید دغه د مرض د ښار څخه و نه وزم؟ دلته په دغه ښار کي د انتحار او ځان وژني د پاره پاته سم؟ 
 
کوم وخت چي د عمواس په نامه سره یو شدید طاعون په شام کي پيښ سو دا هغه وخت ؤ چي امیرالمؤمنین حضرت عمر رضی الله عنه  د نورو صحابۀ کرامو په ملګرتیا شام ته رهي وه نو په حیرت کي پاته سوه چي آیا دغه سفر پسي پوره کړي او که بیرته را وګرځي؟ او بیا چي د مهاجرینو او انصارو مشران په دغه باره کي د بحث او مشورې د پاره سره راټول سوه چي آیا دغه ښار ته چي طاعون پکښي نشر سوی دی ورسو؟ او که د دغه ښار څخه دباندي او لیري پاته سو؟ 
 
دغه مشوره د مهاجرینو او انصارو د مشرانو په منځ کي روانه وه، چا ویل د الله جل جلاله  د قَدَر څخه به څنګه او چیري تښتو؟ او چا بیا ویل: خپل ځانونه څنګه او ولي په خطر او هلاک کي واچوو؟ تر څو چي د دغه اختلاف فیصله د امیر المؤمنین حضرت عمر رضی الله عنه  په هغه قول سره وسوه چي ویل د الله جل جلاله  د قَدَر څخه د الله جل جلاله  و قَدَر ته ورځو، که مرض د الله جل جلاله  قَدَر دی خو صحت هم د الله جل جلاله  قَدَر دی، دا هم قَدَر دی او هغه هم قَدر دی، نو حضرت عمر رضی الله عنه  د تشویش څخه ځان وایستی ویل که هلته په شام کي د ناروغۍ قَدَر سته خو دلته تر شام دباندي د صحت قَدَر هم سته او صحت تر مرض ښه دی، نو خو د موږ دغه د نفعي او صحت قَدَر اختیاروو.
 
مګر بیا هم په صحابۀ کرامو کي د دغه طاعون د قانون په پوهېدلو کي تشویش او اندېښنه موجود وه چي باید څنګه معامله ورسره وسي؟ ورسو که یا؟ په دغه وخت کي د اصحاب کرامو څخه یو نفر چي عبدالرحمْن بن عوف رضی الله عنه  ؤ راغلی او ویل په دې باره کي زما سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  حدیث سته چي فرمايي:
 
«إذا سمعتم بالطاعون بأرض فلا تدخلوها وإذا وقع بأرض وأنتم بها فلا تخرجوا منها» [رواه البیهقي و غیره]
 
د طبابت له نظره
 
اوس نو دا چي مه ورځی د دې په مقصد خو پوه سوو او دا چي مه ځني راوزی آیا دا انتحار او ځان وژنه نه ده؟ اوس به د دغه پوښتني جواب واورو:
 
فضیلة الشیخ عبدالمجید الزّنداني وايي: څلور میاشتي د مخه د یوه ډنمارکي عالِم سره چي نوم یې (ډاکټر جون هَنَوَرد لارسون) ؤ یو ځای او مخامخ سوم چي دغه ډاکټر د جراثیمو، میکروبو او د هغو د امراضو متخصص ؤ، نو مي دغه ډاکټر ته و ویل: که ته پر یوه ښار حاکم یې او په دغه ښار کي د طاعون مرض نشر سو ته څه کوې؟ 
 
ډاکټر و ویل: زه به د ښار پر شا و خوا پولیس را وګرځوم دغه ښار ته به د دباندي څخه د خلکو ننوتل منعه کړم او د دغه ښار څخه به را وتل منعه کړم، ما و ویل دا چي ته و ښارته د خلکو ننوتل منعه کوې د دې په مقصد پوهیږو چي دباندني خلک په دغه مرض اخته نه سي، مګر د دغه ښار څخه د خلکو وتل ولي منعه کوې؟ ډاکټر و ویل: په دغه آخرنیو وختو کي ډیرو نوو علمي څېړنو او تجربو موږ ته دا راښکاره کړي او معلومه کړې ده: 
 
کوم وخت چي په یوه ښار یا منطقه کي طاعون نشر سي نو د دغه ښار یا منطقې خلک په سلو کي ۹۵ په دغه میکروب اخته کیږي یا په بل عبارت په سل کي پنځه نیوي کسان دغه میکروب د ځان سره لري، یعني تقریباً ټول خلک په دغه میکروب ولړل سي، مګر هغه کسان چي پر دوی د دغه مرض آثار ښکاره کیږي هغه په سلو کي لس یا شل نهایتي تر دیرشو پوري رسیږي.
 
ما ویل: ښه هغه پاته کسان کوم چي د مرض آثار نه دي پر ښکاره سوي او په سلو کي اویا یا اتیاوو ته رسیږي هغه ولي د دغه ښاره څخه دباندي نه پرېږدې؟ ډاکټر و ویل: ځکه دوی په خپلو بدنو کي د دغه مرض میکروب لري مګر هغه د دوی دفاعي قوت پر دغه میکروب غالبه سوی دی، نو د دوی حالت داسي سو چي د دوی په جسم کي میکروب سته مګر دوی ته ضرر نه ور رسوي، ځکه د دوی جسم وقایه پیدا کړې ده، د ده جسم و ده ته د دغه میکروب ضد ور جوړ کړی دی، او د دغه ښار په ځینو خلکو کي د دغه مرض آثار په یوه معینه، محدوده او خفیفه درجه کي فقط د زکام یا د حرارت د زیاتوالي پر شکل ښکاره کیږي، ډاکټر نور هم پسي زیاته کړه او ویل: 
 
اوس نو که دغه جوړ سړﺉ په دغه خپله منطقه کي چي طاعون پکښي نشر سوی دی پاته سي پر ده کوم خطر نسته، ځکه په ده کي د دفاعي قوت له طرفه داسي یو مقاومت پیدا سوی دی چي د ده څخه دغه مرض پوري وهي لکه دﺉ چي د دغه مرض په مقابل کي واکسین سوی وي، مګر که دغه سړﺉ د دغه ښار څخه ووزي نو دﺉ په داسي حال کي وزي چي د دغه مرض میکروب، جرثوم او بکتیریا ور سره دي نو دﺉ دغه مرض و یوه بل نوي ښار ته نقلوي چي ښايي د دغه یوه نفر وتل د میلیونو انسانانو د هلاک سبب وګرځي، خو بالمقابل په دغه ښار کي د دغه سړي پاته کېدل ده ته کوم خطر نه لري او د ده دپاره انتحار یا ځان وژنه هم نه بلل کیږي، ځکه د ده جسم د دغه مرض په مقابل کي مقاومت پیدا کړی دی.
 
شیخ عبدالمجید وايي ما و دغه ډاکټر ته و ویل: تر څه وخته به دغه خلک په دغه ښار کي پاته وي نه به ځني وزي؟ ډاکټر و ویل: پسله څه وخته دغه میکروب غیر ساري ګرځي یعني د یوه څخه بل ته نه نقلیږي او نورو خلکو ته یې ضرر نه رسیږي، نو ځکه په دغه طاعوني ښار کي د څه مودې دپاره د دغه ښار د خلکو پاته کېده ښه او بهتر دي تر څو چي دغه میکروب آرامیږي او هغه د سرایت یا نقلېدلو خاصیت او صفت کوم چي د وباء سبب ګرځېدی د لاسه ورکوي، او په تدریج سره دغه مرض بیرته ورکیږي.
 
ډاکټر نور هم و ویل: نو د طاعون د مرض دپاره ښه او غوره علاج دا سو چي د پولیس په واسطه د دغه ښاره څخه د خلکو وتل او ننوتل منعه کړل سي.
 
سبحان الله! ښه متوجه سی چي زموږ د دین حکمت او عظمت درمعلوم سي، د اوسني عصر د پرمخ تللي علم او تمدن پوهان او پروفیسران په خپلو حساسو آلاتو او لابراتوارو دغه موضوع پسله ډیرو څېړنو او تجربو اوس په دغه دقت سره کشف کړه، خو زموږ د دین لارښوونکي څوارلس سوه کاله دمخه په هغه وچ رېګ او صحراء کي چي نه تمدن ؤ نه علم، نه لابراتوارونه وه نه طبي درسونه او فاکولتې، دغه موضوع په ډیرو ساده الفاظو کي بیان کړې ده او فرمايي: که مو په یوه مځکه کي د طاعون د نشرېدلو واورېده هغه ځای ته مه ورځی او که په هغه مځکه کي واست مه ځني راوزی.
 
په والله دغه کلام د بل چا له طرفه نه سي ویل کېدلای بېله دې څخه چي هغه دي نبي مرسل وي او وهغه ته د هغه چا له طرفه ورښوول کیږي چي د ټول عالَم او کائناتو خالِق دی.
 
ماخذ: طب او اسلام
 
د اسلام او ساینس اړوند نوري ګټوري لیکني: اسلام او ساینس
 

 

سرته