تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بدعت پیژندنه او ډولونه
  تعلیم الاسلام
  November 5, 2017
  0

 لیکنه: د دیوبند مشهور عالم مولانا محمد ادریس کاندهلوي رحمه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
بدعت په لغت کي هر نوي شي ته وايي، چي د هغه مثال د پخوا څخه موجود نه وي.
 
د شریعت په اصطلاح کي: د بدعت معنی دا ده چي په دین کي کومه داسي نوې خبره را وایستل سي چي د نبي کریم علیه السلام څخه نه قولاً، نه فعلاً، نه تقریراً، نه صراحتاً او نه اشارتاً ثابت وي او بیا دا خبره دین وبولي، قربت او عبادت يې وګڼي او الله تعالی ته د نژدې کیدو ذریعه بللو سره هغه کوي. نو دا کار په شریعت کي بدعت دی.
 
حدیث کي راځي: مَنْ أَحْدَثَ فِى أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ مِنْهُ فَهُوَ رَدٌّ. (رواه مسلم)
ژباړه: کوم شخص چي زموز په دې دین کي کومه نوې خبره راوباسي چي هغه د دین څخه نه وي نو هغه مردوده ده.
 
احداث معنی: نوې خبره را ایستل یا رامنځ ته کول
 
احداث درې ډوله دی:
 
۱: اِحداث في امرنا
۲: اِحداث في غیر امرنا 
۳: اِحداث لامرنا
 
لومړۍ ډول (احداث في امرنا): یعني په دین کي کومه نوې خبره رایستل او په دین کي هغه داخلول چي هغه دین وبولي او د ثواب په امید وکړل سي. لکه د مړي دریمه، لسمه، څلوېښتمه، عرس (د یو بزرګ د وفات کلیزه) لمانځل.. نو داسي عمل بدعت دی.
 
حکم یې: دا د ګمراهۍ موجب دی ځکه چي دین کامل سوی دی، کمی او زیاتی پکښي کول حرام دی. همدارنګه د بدعت په سبب په دین کي د تحریف دروازه پرانیستل کیږي.... لکه څنګه چي د یو حکومت په قانون کي یو ادنی کمی او زیاتی ستر جرم دی دغه ډول د شریعت په قانون کي د یوه حرف په اندازه کمی او زیاتی هم عظیم جرم دی.
 
دوهم ډول (احداث في غیرامرنا): یعني غیر دیني کار چي مازي د دنیا لپاره وي، کومه نوې خبره (کار) رامنځته کول چي د دین سره کوم تعلق ونه لري لکه ریل ګاډۍ، طیاره، نوي اسلحې او داسي نور اسباب ، دا د هیچا په نزد هم بدعت نه دی.
 
حکم یې: دا شرعي بدعت نه دی او نه ګمراهي ده بلکي جایز او مباح کار دی په دې شرط چي دا نوی شی د کوم شرعي حکم خلاف نه وي.
 
دریم ډول (احداث لامرنا): یعني د دین لپاره او د دین د حفاظت لپاره کومه نوې خبره یا کار رامنځ ته کول لکه: د صرفو علم، د نحوي علم، د بلاغت د علم تدوین، (د احادیثو جرح او تعدیل)، د فقهي او اصول الفقه تصنیف چي په دې غرض رامنځ ته سوي دي چي د دین تعلیم اسانه سي. یا لکه د مدرسو جوړول، تبلیغي یا دعوتي انجمنونه دایرول او داسي نور نو داسي شیان شرعي بدعت نه دي.
 
حکم یې: د دین د حفاظت او بقاء لپاره کیږي لکه دیني مدارس او دیني کتابتونونه نو دا احداث هم شرعاً بدعتِ سیئه نه دي بلکي که دا احداث د کوم داسي شرعي ضرورت پر بنا وي چي هغه شرعاً فرض او واجب وي نو دا احداث هم فرض او واجب دی...
 
نو غرض دا چي د بدعت شرعي معنی همدا ده چي په دین کي کوم داسي کار را ایستل چي د شارع (نبي) علیه السلام څخه او د خلفاء راشدینو او صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه نه قولاً ثابت وي، نه فعلاً، نه تقریراً، نه صراحتاً او نه اشارتاً ثابت وي او هغه دین ، قربت او عبادت ګڼلو سره وکړل سي نو دا شرعاً بدعت دی، بېله شبهې ضلالت او ګمراهي ده. (عقائد الاسلام: ص۳۱۳)
 
-------------------------
بدعت د اسلام له نظره

سرته