تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم شریف خطبه: د امت د بریالیتوب اسباب
  تعلیم الاسلام
  December 13, 2016
  0

 بسم الله الرحمن الرحيم

د محمدي امت د بریالیتوب او کامیابۍ لاملونه او اسباب

د. حسین بن عبد العزیز آل الشیخ / ژباړه: جمشید حقیار
 
د حرم شریف د خطبې ژباړه ۲۵/ ۲/ ۱۴۳۸ هـ
 
لومړۍ خطبه
 
الحمد لله، من أطاعَه سعُد ولم يشقَ، وأشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحدَه لا شريك له، بيدِه مقاليدُ الأرضِ والسماء، وأشهدُ أن نبيَّنا محمدًا عبدُه ورسولُه النبيُّ المُصطفَى، اللهم صلِّ وسلِّم وبارِك عليه وعلى آلِه الأصفياءِ الأتقياء. أما بعدُ!
 
اې مسلمانانو!
 
ځان او تاسي ته د الله تعالی د تقوا او وېري سپارښتنه کوم، چا چي تقوا خپله کړه، هغه کامیاب او پاک دی.
 
اې مسلمانانو!
 
په داسي حال کي چي نن ورځ اسلامي امت له سختو فتنو، ډول ډول مصیبتونو، خطرونو او له چم څخه ډکو پلانونو سره مخ دی، د مسلمانانو افراد د مسلمانانو د حالت د اصلاح او سمښت په کوښښ کي دي، تر څو مسلمانان په خپل ژوند کي خوشحاله سي، کورونو ته یې خوشحالي او پراخي راسي، او له دوی څخه سختي او مصیبتونه لیري سي.
 
او د امت کامیابي او له ټولو مصیبتونو او ستونزو څخه نجات او ساتنه په دې کي ده، چي په سوچه او پاک اسلام عمل وکړي، خپل توحید او عقیده برابره کړي، او د ژوند په ټولو برخو کي خپل رب ته ځان تسلیم کړي، الله تعالی فرمايي:
 
﴿قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ﴾ [المؤمنون: ۱] 
ژباړه: یقینا مومنان کامیاب سول.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
 
(اې خلګو ! لا اله الا الله ووایاست! کامیاب به سئ)
ابن خزیمه په صحیح کتاب کي دا حدیث راوړی دی.
 
اې مسلمانانو!
دا امت به تر هغه وخته خوشحاله او بریالی نسي، تر څو پوري چي د خپل ژوند په هر حالت کي د الله تعالی شریعت تابع سوی نه وي، الله تعالی فرمايي:
﴿وَاعْبُدُوا رَبَّكُمْ وَافْعَلُوا الْخَيْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴾ [الحج: ۷۷] 
 
ژباړه: د خپل رب عبادت وکړئ، خیر او ښېګڼه وکړئ، د دې لپاره چي کامیاب سی.
 
او زموږ نبي صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:
 
(چا چي اسلام قبول کړ، الله تعالی کافي رزق ورکړ او په ورکړي شیانو یې قناعت ورکړ، دا شخص کامیاب دی.) مسلم
 
په اسلامي امت کي به یوازي هغه وخت د رزق پراخي، استقرار، آرامي، او امن راسي، کله چي دوی د الله تعالی حکم ته غاړه کښېږدي، د هغه شریعت تطبیق کړي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو تابع سي، الله تعالی فرمايي: 
 
﴿إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَن يَقُولُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ﴾ [النور: ۵۱] 
 
ژباړه: کله چي مومنان د الله تعالی او د هغه د رسول فیصلي او حکم ته وبلل سي، نو وايي: موږ خبره واورېده، او اطاعت یې کوو، او همدوی پوره کامیاب دي.
 
 
اې مسلمان امته!
 
که موږ هر څومره کوښښ وکړو، چي له دې سختیانو او کړاونو ځان خلاص کړو، تر څو چي مو له خپلو ګناهونو سوچه توبه نه وي ایستلې، ور څخه خلاص به نسو، زموږ لویه ګناه او غلطي دا ده، چي موږ د خپل رب سبحانه وتعالی او د خپل نبي محمد صلی الله علیه وسلم د منهج او طریقي مخالفت کړی دی، نو چي له کومو دردونو او ډول ډول مصیبتونو څخه په شکایت یو، او غواړو، چي ځان ترې خلاص کړو، نو یواځنۍ لاره یې دا ده، چي خپل رب ته ځان تابع کړو، باید سوچه او پاکه توبه وباسو، او خپل ځان د الله تعالی د رضایت مطابق اصلاح کړو، الله تعالی فرمايي:
 
﴿أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ﴾ [الحديد: ۱۶]
ژباړه: آیا پر مومنانو هغه وخت نه دی راغلی، چي زړونه یې د الله تعالی ذکر ته نرم او عاجز سي.
 
او په بل آیت کي فرمايي:  وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ  [النور: ۳۱]
ژباړه: اې مومنانو! تاسي ټول الله تعالی ته توبه وباسئ، د دې لپاره چي کامیاب او بریالي سی.
 
خو که موږ په همدغه ګناهونو، حرامو او غلطیو کي نور هم پاته سو، نو باید پوه سو، چي کامیابي او اصلاح امکان نه لري، الله تعالی فرمايي: 
 
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴾ [المائدة: ۹۰]
ژباړه: اې مومنانو! شراب، قمار، بتان او (د کوډو او جادوګرۍ) غشي ګنده او شیطاني عملونه دي، تاسي ځان ورڅخه وساتئ، د دې لپاره چي کامیاب سی.
 
د اسلامي امت حال نن داسي دی، چي ټول یو او بل ته چمونه او پلانونه سره جوړوي، په خپل مینځ کي اختلافات، جنګونه او شخړي سره کوي، تر دې چي آخر یې خپلي ویني توی کړې، خپلو عزتونو او حرماتو ته یې سپکاوی ورساوه، او په خپل مینځ کي یې یو او بل ته مصیبتونه او سختۍ را مینځته کړې، او الله تعالی چي کومه خبره کړې وه، هغه پر دوی ریښتنې سوه، الله تعالی فرمايي:
 
﴿وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ﴾ [الأنفال: ۴۶]  
ژباړه: او تاسي شخړه او اختلاف مه کوئ، چي بیا به ناکام او کمزوري سی.
 
او د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبره هم پر دوی صادقه سوه، هغه فرمایلي دي:
(که چېري د مسلمانانو امیران او حاکمان د الله تعالی په کتاب فیصلې ونکړي، او د ما انزل الله قانون پرېږدي، نو الله تعالی به دوی په خپل مینځي عذاب اخته کړي.) دا حدیث ابن ماجه روایت کړی دی، او زیاترو محدثینو صحیح ګڼلی دی.
 
همدارنګه نن ورځ اسلامي امت په اقتصادي او مالي برخه کي له سختیو او ستونزو سره مخ دی، او شکایت ورڅخه کوي، خو حقیقت دا دی، چي د اقتصادي او مالي ستونزو او مشکلاتو څخه د محمدي امت خلاصون او وتل یوازي په دې کي دی، چي دوی په الهي منهج او قانون عمل وکړي، او ځان ورسره برابر کړي، خو که دوی لږ هم له دې منهج او لاري څخه واوړي، نو بیا به له هري خوا له سختیو، مصیبتونو او مشکلاتو سره مخامخ کېږي، الله تعالی فرمايي:
 
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَأْكُلُوا الرِّبَا أَضْعَافًا مُضَاعَفَةً وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴾ [آل عمران: ۱۳۱]
 ژباړه: اې مومنانو! څو چنده او څو برابره ربا او سود مه خورئ، له الله تعالی څخه و وېرېږئ، د دې لپاره چي کامیاب او بریالي سی.
 
او په مخکي ذکر سوي حدیث کي دا هم راغلي دي: 
 
(او که چېري دوی، په ترازو او پیمانه کي کمی او نقصان راولي، نو پر دوی به قحطي او د رزق تنګي راسي، او حاکمان به ظلم پر کوي.).
 
د دې حدیث معنی دا ده، چي که چېري مسلمانان په خپلو معاملاتو، رانیولو او خرڅولو کي د الله تعالی په نازل کړي کتاب عمل ونکړي، نو دوی به په خپلو مځکو کي له قحطۍ، سخت ژوند، پورته او ګرانو نرخونو او مالي زیانونو سره مخامخ سي، همدارنګه الله تعالی به پر دوی داسي امیران او حاکمان مسلط کړي، چي پر دوی به ظلم کوي، او دوی به د هغوی په وړاندي هیڅ توان او قدرت نه لري.
 
اې مسلمانانو!
 
کامیابي د ټولو لوی هدف او مقصد دی، مګر د دې امت د کامیابۍ او بریالیتوب لپاره په ریښتنولۍ او اخلاص سره عمل کول شرط دی، تر څو چي دا امت د برابر منهج او لاري سره سم، په ښه حکمت او لوی هدف سره نېکیو ته بلنه ونکړي، له بدیو منع ونکړي، او په خپل مینځ کي د کارونو د اصلاح، او نصیحت کوښښ ونکړي، دا امت به کامیابي ونه ویني، الله تعالی فرمايي:
 
  وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ  [آل عمران: ۱۰۴] 
ژباړه: او له تاسو څخه هرو مرو باید داسي یوه ډله موجوده وي چي په نېکیو امر کوي او له بدیو منع کوي، او همدوی بریالي دي.
 
ځیني علماء په دې نظر دي، چي دلته په آیت کي (من) تبعیضي دی، خو صحیح خبره دا ده، چي (من) بیاني دی، او معنی به یې داسي سي، چي تاسي ټول مسلمانان باید نېکیو ته بلنه وکړئ او له ګناهونو او بدیو باید منع وکړئ.
 
هر کله چي مسلمانان له دې منهج او لاري واوړي، له تاوانونو او سختیو سره به مخامخ سي، الله تعالی فرمايي:
 
 وَالْعَصْرِ (1) إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ (2) إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ  [العصر: 1- 3] 
 
ژباړه: په زمانه (قسم کوم)، چي انسان یقینا په تاوان کي دی، مګر هغه څوک چي ایمان راوړي، نېک عملونه وکړي او په خپل مینځ کي د حق او صبر کولو سپارښتنه او توصیه وکړي (هغه په تاوان کي نه دی).
 
مسلمانانو وروڼو!
 
همدارنګه د مسلمانانو د کامیابۍ او بریالیتوب لپاره د سوچه او پاک اسلام - لکه څنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم راوړی دی - صحیح فهم هم حتمي او لازمي دی، هغه دین چي هر حکم او فیصله یې پر عدل، وسطیت، او منځلاریتوب ولاړه ده، د دې دین ټول قرآني او نبوي احکام له غلو، زیاتي، تشدد، همدارنګه له تفریط، کمي او تساهل څخه لیري او پاک دي، غلو او تشدد په اسلامي امت کي زیاتي ناخوالي، مفاسد او او بې شمېره مصیبتونه پېښ کړل؛ ځکه دا لار د الله تعالی د غوښتني او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو سره په ټکر کي ده ، الله تعالی فرمايٍي:
 
﴿وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا﴾ [البقرة: ۱۴۳] 
 
ژباړه: او ما همداسي منځلارۍ او معتدل امت ګرځولي یاست.
 
اې مسلمانانو!
 
دنیوي کامیابي او بریالیتوب، چي هغه د ټولنیز پراخوالي، او د رزق او روزۍ، نعمتونو او خوشحالیو له زیاتوالي او همېشه توب څخه عبارت دی، دا یوازي په دنیوي او حسي اسبابو سره مینځ ته نه رازي، بلکي دا نورو حقیقي اسبابو ته هم ضرورت او اړتیا لري، او هغه دا چي مسلمانان په نبوي لاره ځان برابر کړي، او په خپلو ټولو کارونو کي شرعي طریقې او الهي امرونه عملي او پیاده کړي، الله تعالی فرمايي:
 
 وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا (2) وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ [الطلاق: ۲-۳]
 ژباړه: څوک چي له الله تعالی څخه و وېرېږي، الله تعالی به د خلاصون لار ورته جوړوي، او له داسي لوري به روزي ورکړي، چي دی به یې ګمان هم نه کوي.
 
همدارنګه په بل آیت کي فرمايي:
﴿وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ﴾ [الأعراف: ۹۶] 
ژباړه: که چېري د کلو اوسېدونکو ایمان راوړی وای، او تقوا یې غوره کړې وای، نو موږ به د آسمان او مځکي برکتونه او پراخي ورکړې وای.
 
اې مسلمان امته!
 
د استعمار یا په حقیقي معنی د استخراب په زمانه کي – چي تر دوو پېړیو زیاته وه - ډېرو مسلمانانو غربي افکارو او د هغوی لارښوونو ته زړه ښه کړی، او هغه یې اسلامي خاورو ته راوړل، خو هغه په اسلامي خاورو کي هیڅ ګټه ونکړل، بلکي پای او انجام یې فکري ټیټوالۍ، عسکري او پوځي کمزورتیا، اقتصادي او اخلاقي خرابوالي او ټولنیز اختلافات او جنګونه سول، دوی په دې راوړو افکارو خپله دنیا جوړه نکړه، بلکي د خپل دین خورا زیاتو ثوابتو او بنسټونو ته یې زیان او تاوان ورساوه.
 
اوس نو تر عملي او تجربه سویو خطاګانو، او تطبیق سویو مثالونو وروسته هغه وخت را رسېدلی دی، او ټول په دې پوه سوي دي، چي اسلامي امت باید بېرته د قرآن او سنت رڼا او روښاني لاري ته مخ واړوي، همدارنګه دا څرګنده او روښانه سوه، چي کوم اشخاص د غربي افکارو او غربي تمدن څخه متاثره او اغېزمن سوي دي، هغوی باید بېرته له خپلي لاري راوګرځي، او د اسلام د دښمنانو شخصي ګټو او منافعو ته نور کار ونکړي، هغه غربې افکار او تمدن، چي واقع او اوسني حالت دا ثابته کړه، چي دا ټول پر درواغو، باطل او ظاهري ښکلا ولاړ دی.
 
دا غربي افکار او مفاهیم د دوی په قانون کي د ښکلو خطونو او نقشونو په څېر لیکل سوي دي، مګر په تطبیق او عملي کولو سره یې اسلامي خاوري او ګټي یې له خرابوالي، ویجاړ او له مینځه تللو سره مخامخ کوي، او دا هیڅ حیرانونکې خبره نه ده؛ ځکه د دوی ټول ژوند او تمدن له رباني او الهي لارښوونو او نبوي ارشاداتو څخه لیري دی، دوی هيڅ دیني، اخلاقي، ادبي او انساني ارزښتونو ته نه دي ژمن، بلکي د دوی هدف او مقصد یوازي خرابي او بربادي ده، الله تعالی فرمايي:
 
﴿وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ﴾ [المائدة: ۵۰]
 ژباړه: هغه قوم چي (په الله تعالی او آخرت) یقین او باور لري، د هغوی لپاره تر الله تعالی ښه فیصله او حکم کونکۍ بل څوک کېدای سي؟!
 
د پورته ذکر سویو خبرو ښه دلیل د مسلمانانو د هیوادونو اوسنۍ رواني جکړې او اختلافات دي.
 
اې مسلمانانو! له الله تعالی څخه و وېرېږئ، بېرته خپل دین ته وګرځئ، حالت به مو سم سي.
 
الله تعالی دي ما، تاسو او ټولو مسلمانانو ته برکت په نصیب کړي، زه له الله تعالی څخه د ځان ستاسو او ټولو مسلمانانو لپاره د مغفرت غوښتونکۍ یم، تاسو هم له هغه څخه مغفرت و غواړئ، یقینا چي هغه ډېر زیات بخښونکۍ او پوره مهربانه دی.
 
د حرم شریف د خطبې ژباړه
 

 

سرته