تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۹)
  تعلیم الاسلام
  December 19, 2016
  0
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
۷: وَلَا تَتَمَنَّوْا مَا فَضَّلَ اللَّـهُ بِهِ بَعْضَكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ ۚ لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبُوا ۖ وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبْنَ ۚ وَاسْأَلُوا اللَّـهَ مِن فَضْلِهِ ۗ إِنَّ اللَّـهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا (سورت النسآء: ۳۲)
 ژباړه: او څه چي الله له تاسي نه ځينو ته د ځينو نورو په پرتله زيات ورکړي دي د هغو هيله مه کوئ د نارينه ؤ برخه د هغو له کړنو سره سمه او د ښځو برخه د هغو له کړنو سره سمه ده او د الله څخه د هغه ښېګڼه و غواړئ بې شکه چي الله په هرڅه پوهېدونکی دئ.
 
۸:
أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَىٰ نِسَائِكُمْ ۚ هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ ۗ. (سورت البقره: ۱۸۷)
 ژباړه: د روژې په مياشت کي ستاسي لپاره ستاسي د ښځو سره (جنسي)  يو ځاي والي حلال شوی دئ دوی ستاسي لپاره جامي دي او تاسي د دوی لپاره جامې ياست .
 
 يادونه: په جهالت کي به هغو کسانو چي روژه نيوله نو له ښځو څخه به بېل سول او له خپلو ښځو سره يې جنسي اړيکې ګناه بلله، خو اسلام دا حق ورکړئ چي تاسي د ورځې روژه ياست خو د شپې له لوري تاسي کولای سئ د ښځو سره جنسي اړيکې و نيسئ دا ځکه مېرمن د خاوند لپاره جامه ده او خاوند د مېرمنې لپاره جامه ده يعني نه بېلېدونکي دي.
 
۹: قَالَ يَا قَوْمِ هَـٰؤُلَاءِ بَنَاتِي هُنَّ أَطْهَرُ لَكُمْ ۖ  (سورت هود: ۷۸)
ژباړه: (لوط) وويل: ای زما قومه! دا زما لوڼې دي دوی ستاسو لپاره ډېري پاکي دي.
 
 يادونه: په جهالت کي دا پېغور وو چي يو څوک دي خپله لور او يا خور و بل چاته په نکاح ورکړي له همدې کبله ئې ژوندۍ ښخولې او يا يې په نورو طريقو سره له منځه وړلې بلکې اسلام وايي دا ستاسو لپاره حلالي دي، نه دي نر دا پېغور بولي چي ولي زما لور او يا خور بل په نکاح کوي او نه دي نر دا شرم بولي چي واده کوي. 
 
 
۱۰: فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا ۗ إِنَّ اللَّـهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا (سورت النسآء: ۳۴)
 ژباړه: نو که غاړه ئې کښېښودل نو بيا پرې (د زيان رسولو لپاره) لار مه لټوئ باور وکړئ چي الله له پاسه شته چي لوړ او لوی دئ.
 
 يادونه: په جهالت کي ښځې تر داسي اندازې پوري مجازات کېدلې چي و مرګ ته به ورسيدلې که به ئې لږ جرم وکړ خو سزا به ئې زښته ډېره وه، د کور او کلي پسې اخيستل، خوراک او جامې نه ورکول، د حيواناتو په شان تړل، له حيواناتو سره تړل، اولادونه يې د دوی په مخکي کي ربړل او داسي نور... که څه هم هغه توبه وکښله او هر څه به ئې و منل خو کله چي د اسلام مبارک دين راغئ نو دا حکم يې وکړ چي که چيري يوه ښځه بده وي او بيا ښه سي نو تاسي ورباندي زور زياتي مه کوئ او مه يي زوروئ.
 
۱۱۱: وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلَادَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ ۖ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ ۚ وَعَلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۚ. (سورت البقره: ۲۳۳)
 ژباړه:او د کوم پلار چي دا هيله وي چي اولاد ئې د تي رودنې په ټوله موده کښې تي وروي نو ميندې دي خپلو بچيانو ته پوره دوه کاله تی ورکړي په دې صورت کښې به د ماشوم پلار په ښه توګه هغوی (مور او ماشوم) ته په ښه توګه سره خواړه او جامې ورکوي.
 
 يادونه: په جهالت کي به ځينو کسانو ښځې ددې لپاره روزلې چي اولاد ولري، مړونه ولري او په جنګونو کي ورڅخه استفاده وکړي داسي به يوه کس په سلګونو ښځې درلودې يوې او يا دوو ته به يې کالي ، خوراک او هرڅه ورکول او نورې به هسي دده په نامه وي او اولادونه به يې راوړل انجونې به يې وژلې او نارينه به يې ساتل، ښځو به مزدورۍ کولې او لالهانده به ګرځېدې، الله جل جلاله دا هر څه ختم کړل بلکې حکم يې وکړ چي هغه ښځه چي د يوه کس اولاد روزي دغو دواړو (مور او ماشوم) ته به هرڅه ورکوي.
 
۱۲۲:  وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاءَ فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا ۚ وَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (سورت النور: ۴)
 ژباړه: او څوک چي پر پاک لمنو ښځو تور لګوي بيا څلور شاهدان تېر نکړي هغوی اتيا دُرې ووهئ او د هغو شاهدي تل مه منئ او همدوی په خپله بد کاران دي.
 
 يادونه: په جهالت کي که ښځه په هره اندازه سره په بدوکي ياده سوې وای هيڅ خبره نه وه، يو څوک به راغئ چي دا ښځه زنا کاره ده ټولو خلکو به دا و منل چي بلې دا زنا کاره ده بس خبره ختمه وه، خو کله چي اسلام راغئ پر دې باندي يې سخت بنديز ولګاه علاوه له دې څخه سزا يې هم ورته و ټاکل، په اسلام کي دا حرامه ده چي پاک لمنه ښځه يو څوک تورنه کړي او که شاهدان يې پيدا نکړل نو دغه نفر ۸۰ دُرې بايد ووهل سي، شاهدي يې په ټول عمر کي نه قبليږي، او هم په دنيا او هم په اخرت کي ورباندي لعنت دئ. اسلام د يوې ښځې د عزت د ساتلو لپاره دومرې سخت قوانين وضع کړل.
 
إِنَّ الَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ الْغَافِلَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ لُعِنُوا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ . (سورت النور: ۲۳)
 ژباړه: کوم کسان چي پر پاک لمنو ناخبرو مؤمنو ښځو باندي تورونه تپي پر هغو په دنيا او آخرت کښې لعنت وکړای شو او د هغو لپاره لوی عذاب دئ.
 
 ان شاءالله نور بیا...
--------------------------
ددې لړۍ مخکنۍ لیکني دلته کلیک کړئ: د نر او ښځي توپیر په اسلام سانیس کي
نیکمرغه مېرمن
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته