تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شیخ الهند مولانا محمود حسن دیوبندي رح
 
  December 21, 2016
  0

 شیخ الهند مولانا محمود حسن دیوبندي (رحمة الله علیه)

لیکوال: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


جلیل محدیث، شیخ الهند، د مالټا اسیر مولانا محمود حسن دیوبندي (نور الله مرقده) په شیخ الهند، عالم، عارف، محدث او د دیارلسمي او څوارلسمي هجري (نولسمي او شلمي میلادي) پیړۍ د هند مجاهد پیژندل سوی. 

شیخ الهند د ټول اسلامي امت لپاره سرمایه، افتخار، رهنما مجاهد او دطریقت شیخ ؤ. ددیوبند د عثماني شیخانو له کورنۍ سره یی تړاو درلود. پلار یې مولانا ذوالفقار د عربي ژبي لوی لیکوال او ستر ادیب ؤ.
 
 

زوکړه او تعلیم:

 مولانا په ۱۲۶۸ ه ق (۱۸۵۱ میلادي) کال په (بریلي) کي دنیا ته سترګي پرانیستي. چېري چي دده پلار مولانا ذوالفقار د مداریسو معاوین ؤ.
 
په شپږ کلنۍ کي ئې د حضرت منګلوري  رحمة الله علیه  څخه قران کریم زده کړ، د اردو او فارسي ابتدائي کتابونه ئې د شیخ عبد اللطیف صاحب او مولانا مهتاب علي صاحب سره ولوستل، په ۱۵ کلنۍ کي په کال ۱۲۸۳ هجري کي د لومړي طالب او شاګرد په حیث دیوبند دارالعلوم کي شامل سو، دا وخت کي دیوبند یو کوچنی مسجد وو. پاته نور علوم ئې د دیوبند د دارالعلوم د مؤسس حجة الاسلام مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمة الله علیه ، جامع العلوم مولانا محمد یعقوب نانوتوی  رحمة الله علیه ، خپل پلار مولانا ذوالفقار صاحب او مولانا سید احمد دهلوي صاحب تر نظر لاندي ولوستل. په ۱۲۹۰ه ق (۱۸۷۳ میلادي) کال چي لا د دوه ویشتو (۲۲) کالو تنکی زلمی ؤ له تحصیله فارغ سو. او د ۱۲۹۰ ه ق د دیوبند دارالعلوم  د لومړی دورې د فارغانو په غونډه کي دستاربندي وسوه.
  

تدریس او استاذي:

 
 تر فراغت دوه کاله وروسته په ۱۲۹۲ه ق (۱۸۷۵ میلادي) کال کي باقاعده د دارالعلوم استاد او مدرس سو. 
 
۴۴ کاله ئې په پرلپسي ډول سره په دیوبند دارالعلوم کي د حدیثو د لویو او معتمدو کتابو تدریس وکړ، په زرګونو شاګردان ئې وروزل او د رسول مقبول صلی الله علیه وسلم احادیث ئې په یوه محدثانه، متکلمانه، فقهي او تحقیقي ډول سره ورته بیان کړه. هر درس ئې په خورا فیض او مقبولیت سره تر سامعینو پوري رساوه، د شیخ الهند د حدیثو د تدریس په هکله مولانا مناظر احسن ګیلاني صاحب وایي: کله چي به مولانا بخاري شریف د تراجم ابواب حلقه کول نو یو خاص حالت به وو، د حلقي د ټولو غړو کیفیت به داسي معلومیدی لکه چي د مولانا په درس کي ډوب دي، او د (کأن علی رؤوسهم الطیر) منظر به قایم وو. 
 
 

د دیوبند دارالعلوم رئس ټاکل کېدل:

 په ۱۳۰۵ه ق کښي شیخ الهند مولانا محمود حسن (رحمة الله علیه) د دیوبند دارالعلوم رئس سو. ده د خپل علم، تقوا، وظیفه پیژندني او کوښښ په مټ وکولای سوای چي دیوبند یو نړیوال دارالعلوم کړي او په ټول اسلامي نړۍ ئې وپیژني، دده په زمانه کښي نه یوازي د هندوستان مسلمانان بلکي د افغانستان، ترکیستان او اندونیزیا مسلمانان هم د علم حاصلوني لپاره د دیوبند د دارالعلوم پر لور را مارش سول او فیض ئې حاصل کړ. شیخ الهند په ټولو اسلامي علومو کښي مهارت درلود، خو د حدیثو په تدریس کښي یو فوق العاده شهرت ته رسیدلی ؤ.
 
  شاګردان:

 شیخ الهند  رحمة الله علیه  تر څلويښت زیات کلونه و تدریس ته وقف کړي وه. د شاګردانو د علمیت څخه ئې د دده د پوهي ښه څرک کیږي.
 
په زرګونو شاګردان ئې وروزل چي هر یو ئې د علم یو درسته نړۍ ده، لدي جملي څخه د حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمة الله علیه ، خاتم المحدیثین علامه  محمد انورشا کشميري  رحمة الله علیه ، شيخ الاسلام  علامه شبیر احمد عثماني  رحمة الله علیه ، شیخ العرب والعجم مولانا حسین احمد مدني صاحب، مفتي اعظم کفایت الله دهلوي، مولانا اصغر حسين دیوبندي، مولاناعبید الله سندي، شیخ الادب مولانا اعزاز  علي دیوبندي، مولانا حبیب الرحمن عثماني،حضرت مولانا مناظر احسن ګیلاني، ابوالوفاء افغاني، مولانا عبدالسمیع دیوبندي او لسګونو نورو هغو یادونه کولای سو چي نن ئې ټولنه د معنوي اړخه د احسان پوروړي ده.
 
شاګردانو به په ډیره تلوسه، احساساتو او شوق سره د مولانا و تدریسي، تعلیمي او اصلاحي حلقو ته ځان حاضروی او دده سخت احترام به ئې کاوه. و مولانا ته ځکه زیات احترام حاصل وو چي مولانا د خپلو استاذانو احترام ساتی ان تردې چي یوه ورځ شیخ الهند د خپل استاذ او لارښود مولانا محمد قاسم نانوتوی  رحمة الله علیه  د ناجوړی د پوښتني لپاره د هغه و کلي نانوتي ته ورغلی، نو استاذ ئې د دیوبند ته د بیولو خواهش ځني وکړ. باراني ورځ وه نو مولانا محمود حسن صاحب خپل مریض استاذ پر اس کښینوی په یوه لاس ئې سایوان نیولی وو او په یوه لاس ئې د استاذ ملا نیولي وه تر څو استاذ ئې د کمزوری له امله را و نه لویږي. او په دغه ډول ئې څورلس میله لیري دیوبند ته راوست.
 
 
احسان، سلوک او معرفت:

 
په ۱۲۹۴ه ق (۱۸۷۷میلادي) کال د هندوستان د لویو مشایخو او علماوو سره چي د هغي جملي څخه د مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمة الله علیه ، مولانا محمد یعقوب نانوتوی، شیخ رشید احمد ګنګوهي رحمة الله علیه ، شیخ محمد مظهر او مولوي احمد احسن کانپوري یادونه کولای سو د حج د فریضې او د حرمینو شریفینو و زیارت ته ولاړی. په مکه مکرمه کي ئې د حضرت حاجي امداد الله مهاجر مکي رحمة الله علیه سره ملاقات وکړ. د مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمة الله علیه  او شیخ رشید احمد ګنګوهي رحمة الله علیه  پر  اجازت او خلافت سربیره ئې د حضرت حاجي امداد الله مهاجر مکي رحمة الله علیه  اجازت او خلافت هم ترلاسه کړ، چي ددغو مشایخو په صحبت، ناسته پاسته او اجازت سره ئې د باطن صفایي، د سنتو اتباع، عالي اخلاق، تواضع او اخلاص نور هم ډیر او ښکاره سوه.
 
شیخ الهندمولانا محمود حسن دیوبندي  رحمة الله علیه  د زښت زیاتي تواضع خاوند وو، مولانا تقي عثماني صاحب دده د تواصع په هکله یوه حکایت را نقلوي:
 
شیخ الهند مولانا محمود حسن صاحب به په روژه کي د شپي ډیره برخه تراویح کولي او هره دریمه څلورمه ورځ به ئې د قران کریم ختم کوی. حافظ به تراویح ورکولي او شیخ الهند به ئې تر شا ولاړ وو، تر تراویحو وروسته به حافظ هلته بیده کیدی. حافظ صاحب وایي چي یوه ورځ زه بیدم یم او یو څوک مي پښي را کښیکاږي چي راپورته سوم نو شیخ الهد مي و پښو ته ناست دی، نو ما پوشتنه ځني وکړه چي حضرته دا تاسي څه کوی؟ شیخ الهند را غبرګه کړه چي ته ټوله شپه په تراویحو کي ولاړ یي نو ددې لپاره مي ستا پښي کښیکښلي چي ارامي سي. (اصلاحي خطبات)
 
ودې ته تواضع وایي چي د سترو علماوو استاد، د دیوبند نامتو عالم، د قران مفسر، د انګریزانو په وړاندي سخت مبارز او مجاهد دې د د امام پښي ور کښيکاږي.
 
 
جهاد، خوځښت او د بند توري شپي:

  
دا چي د دیوبند دارالعلوم بنیادي مقصد د دین تبلیغ، اسلامي اشاعت او ملت جوړونه ده نو ځکه تر زیاته حده دا دارالعلوم په سیاست او ازادی کي خاصه ونډه اخیستي ده. د شلمي میلادي پیړۍ په دوهمه لسیزه کښي مولانا محمود حسن (رحمة الله علیه)  په دي مجبور کړل سو چي په سیاست کښي ونډه واخلي ځکه اسلامي نړۍ باندي ظلم کیدی او له ظلمه لړزیدل، مسلمانانو په (۱۹۱۱ میلادي) کي په بنګال، په (۱۹۱۱-۱۹۱۲)کي په طرابلیس او په ۱۹۱۲-۱۹۱۳ میلادي کي په بالکان کښي سخت ظلمونه ولیدل.
 
په ترکیه کښي هم جنګونه اوج ته رسیدلي وه چي د شهیدانو شمیر ئې یو لک ؤ او هند خو د انګریزانو دوهم کور وو. نو مولانا د نړۍ د مسلمانانو دې بدي اوضاع ته په کتلو سره خپل جهاد شروع کړی.
 
خو تر ډیرو مبارزو او پلانونو جوړولو وروسته ئې پلانونه افشا شول. جاسوسانو ئې هر قدم تعقیبوۍ نو مولانا دا تصمیم ونیوي چي د ډاکټرمختاراحمد انصاري په مرسته د حجاز پرلار و استانبول ته ولاړ سي.
 
مولانا د خپل ژوند دري کاله او دوي میاشتي د انګلیسانو په بند کي تیري کړي په زندان کښي ئې قرآن کریم و اوردو ژبي ته و ژباړۍ. او د (مالټا) د جذیري په بند کښي ئې ترخي شپي سبا کړي.
 
تر تدفین وروسته دده شاګرد مولانا حسین احمد مدني  رحمة الله علیه  وویل چي د غسل په وخت کي د مولانا پرملا اوږو د اور د سوځلو نښانونه وه. دده په وینا چي شیخ الهند دده په ژوند کي ددې خبري څخه منعه کړی وم. دا نښانونه د مالټا په بند کي د انګریزانو د ظلمونو وه، انګریزانو به شیخ الهند پر سکروټو پري ایستی او دا  دا تأکید ئې پر کاوه چي د خپلي مبارزي څخه لاس واخلي، خو دی پر خپله مبارزه کلک ولاړ وو. مولانا حسین احمد مدني  رحمة الله علیه  وایي چي موږ ورته وویل چي مولانا صاحب! په شریعت کی د ځان د ساتني لپاره د حیلي جوړولو جواز سته، کچیري د انګریزانو په وړاندي ذومعنی مبهم څه ووایي پدې کي خو څه حرج نسته. 
 
شیخ الهد په جواب کي راته وویل: حسین احمده! ته زما په اړه څه فکر کوي؟ زه د حضرت بلال رضی الله عنه، د حضرت خبیب رضی الله عنه، د حضرت امام اعظم  رحمة الله علیه ، د حضرت امام مالک  رحمة الله علیه او د حضرت شاه ولي الله محدث دهلوي  رحمة الله علیه  روحاني زوی یم. انګریزان یوازي زما د وجود څخه روح کښلای سي خو ایمان مي د زړه څخه نه سي ایستلای. (خطبات هند، مولانا ذوالفقار نقشبندي مدظله).
 
د انګریزانو لخوا به د بند تر را خوشي کیدو وروسته د جون پر اتمه (۸) په ۱۹۲۰ میلادي کال مولانا و هند ته راغلی او په همدغه کال د نومبر پر ۳۰ وفات سو. دیوبند ته راوړل سو او د مولانا محمد قاسم نانوتوي  رحمة الله علیه  و بغل ته ښخ سو.
مولانا یو مصلح عالم او د طریقت شیخ ؤ. اصلي وظیفه ئې تدریس، تزکیه او د خلکو تربیت ؤ. خو د هغه وخت اوضاع ته په کتلو سره ئې په سیاست کي خپل ګام داخل کړ؛ تر څو د خلکو مال، ځان او عقاید له دښمنه څخه په امن وي. پر هندوستان او ټوله اسلامي نړۍ ئې د انګلیسانو استعمار نه خوښوي او سخت مخالف ئې ؤ.
 
  تألیف او کتابت:

  د تدریس او مطالعي تر څنګ له تالیفاتو ځيني هم آرام نه ؤ کښینستلی، مختلف کتابونه ئې لیکلي:
 
۱. د قرآن شریف اوردو ترجمه: چي د مالټا په لند کي ئې ولیکل، تر سورة مایدي پوري ئې حاشیي خپله مولانا لیکلي خو تر هغه وروسته پاته ئې دده تکړه شاګردشیخ الاسلام مولانا شبیراحمد عثماني  رحمة الله علیه  مکمل کړی دی.
 
۲. د ترمذي تقریر په عربي ژبه چي دا تقریر بیا د ترمذي پر حاشیو چاپ سو.
 
۳.  حاشیه سنن ابی داود (عربی)
 
۴. د بخاری د ابوابو ترجمه
 
۵. حاشیه مختصر المعاني 
 
۶. ایضاح الادله
 
۷. شرح اوثق العری فی تحقیق الجمعه فی القری
 

 د دیوبند نور علماء کرام

 

سرته