تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سرایت یا د یوه څخه بل ته د مرض نقلېدل
 
  December 24, 2016
  0
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي صاحب / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
شیخ عبدالمجید الزنداني وايي ما نوموړي ډاکټر ته و ویل: عَدوه یا سُرایت څه شي دی؟
د عَدوه د لفظ ترجمه: یعني د مریض څخه و جوړ ته د مرض نقلېدل.

دا چي موږ وایو: فلانی مرض ساري دی یعني د یوه نفر څخه و بل ته نقل کیږي.

راسی چي دغه د مرض د نقل کېدلو په باره کي د اوسني طِب او اسلام نظر یا په بل عبارت د اوسني طب نظریات او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اقوال واورو.

نو فضیلة الشیخ عبدالمجید الزنداني د نوموړي ډاکټر څخه پوښتنه کوي چي عَدوه یا د مرض نقل کېدل څه شي او څنګه دي؟ ډاکټر و ویل: اوس د عَدوه یا سرایت د الفاظو مفهوم زموږ سره تغیر کړی دی، هو په پخوا کي د دغو الفاظو دپاره زموږ سره یو کلاسیکي یا تقلیدي مفهوم موجود ؤ چي د هغه مفهوم پر اساس به موږ ویل چي د یوه مریض څخه و جوړ ته مرض نقل کیږي، خو دغه تقلیدي مفهوم یواځي دا نه چي صحیح  نه ؤ بلکه غیر مناسب هم ؤ.

ما ویل: څنګه غیر مناسب ؤ؟ آیا د خلکو په منځ کي په عدوه یا سرایت سره مرضونه نه سره نقل کیږي؟ 

ډاکټر و ویل: یا، په عدوه سره مرضونه نه نقل کیږي بلکه د مریض سره کښېنستل فقط د مرض دپاره موقع مساعدوي یا برابروي خو د مرض سبب نه ګرځي.

چي دانو د مرض د پېښېدلو دپاره نوی طبي مفهوم سو، پخوانی تقلیدي مفهوم خو هغه ؤ چي مرض په عَدوه یا انتقال سره پیښیږي. 

محترم شیخ عبدالمجید وايي: ډاکټر محمد علي البار (جزاه الله) په دغه باره کي ډیر ښایسته بحث او بیان لري کوم چي په اسلام آباد کي یې په هغه کنفرانس کي وړاندي او تقدیم کړی چي د (مؤتمر العالمي في الإعجاز العلمي للقرآن والسنّة) په نامه سره جوړ سوی ؤ.

ډاکټر محمد علي البار وايي: مرض یا د مرض میکروب ځيني وختونه د یوه مریض څخه و جوړ انسان ته نقل کیږي خو هغه جوړ نه مریضوي، خو دغه میکروب د دغه جوړ څخه و بل جوړ ته نقل سي او هغه بل جوړ انسان مریض کړي، یعني: په اول جوړ نفر کي میکروب سته خو دﺉ د دغه میکروبه سره جوړ دی، د دغه جوړ انسان څخه دغه میکروب و دوهم جوړ انسان ته ورنقل سي دغه دوهم جوړ په مریض سي. 

ځيني وختونه د مریض انسان څخه و جوړ انسان ته د مرض میکروب ورنقل سي خو د هغه جوړ انسان په بدن کي د دغه مرض په مقابل کي دفاعي قوت او مقاومت پیدا کړي، یعني د هغه دپاره واکسین سي د وزارت صحه وظیفه اجراء کړي، ځکه دغه انسان ته دغه میکروب په لږ اندازه او ضعیفه شکل سره ور داخل سي، هلته د ده دبدن هغه دفاعي قوت د دغه میکروب په مقابل کي د ضِد یا انټي بیوټک په جوړولو شروع وکي، نو دغه کار د ده د صحت او امان سبب وګرځي.

خو کله بیا یو جوړ انسان دغه میکروب چي د ده په بدن کي موجود دی و یوه بل جوړ انسان ته ور نقل کړي پر هغه هم تاثیر و نه کړي، و دوهم جوړ ته یې ور نقل کړي پر هغه هم تاثیر و نه کړي، دغسي درېیم، څلرم، پنځم، اتم او نهم ته بې تاثیره ور نقل سي خو لسم نفر ته په داسي شکل سره ور نقل سي چي هغه مریض کړي، دلته نو روغ د روغه څخه په مرض اخته سي نه د ناروغه څخه، یعني مرض د جوړ څخه ور نقل سو نه د ناروغه څخه.

کله بیا مرض د یو چا څخه بل چا ته ور نقل سي خو په هغه کي تبه یا ټوخی یا بل داسي شی پکښي پیدا کړي چي د مرض پر وجود دلالت کوي او پسله څه مودې بیرته جسم پر دغه مرض غالبه سي او دغه د مریضۍ اعراض لږ او بیا ورک سي دغه مریض جوړ سي.

د دغه بحث څخه دا معلومه سوه چي مرض د عَدوې یا سرایت په سبب سره نه پیښیږي بلکه ځيني وختونه دغه سرایت د وقایې د پیدا کولو په سبب په انسان کي د صحت سبب وګرځي.

ځيني وختونه د مریض سره ناسته ولاړه او ګډ ژوند کول هیڅ نه کي پېښ خو کله بیا د ناروغۍ سپک اثرات پیدا کړي او ځيني وختونه په خپله هغه مرض په وجود راوړي، نو دا ثابته سوه چي مرض د عدوې په سبب نه پيښيږي، عدوه فقط دغه فُرصه تهیه کوي چي انسان دي په هغه مرض اخته سي نه نور.

مګر په خپله مریضي کله د جوړ څخه و بل جوړ ته ور نقل سي، کله د مریض څخه و جوړ ته ور نقل سي، کله په خپله په داسي ابتدايي شکل سره پېښه سي چي نه د مریض څخه را نقل سوې وي نه د جوړ څخه بلکه د هوا څخه راسي.

مګر په پخوانیو زمانو کي او بیا تر هغه وروسته تر نولسمه قرنه پوري عربو او نورو خلکو به دا ویل چي عدوه یا سرایت د مرض د پېښېدلو سبب دی حتّْی دغه عقیده ډیره مشهوره وه عام او خاصو خلکو به دا ویل چي د مریض سره په تماس یا ګډه ګذاره کولو مرض نقلیږي او پېښیږي، مګر د طبي علومو نوې څېړنه او نوی مفهوم وايي: عدوه د مرض دپاره فُرصه برابروي خو په خپله د مرض سبب نه ګرځي.

د بحث خلاصه

نو که موږ وغواړو چي د دغه عدوې په باره کي د طبي معلوماتو خلاصه بیان کړو نو به داسي وایو: عدوه د مرض دپاره فُرصه برابروي نو ځکه پر موږ دا لازمه ده چي د مریض سره ګډ ژوند و نه کړو بلکه د مریض د اختلاط څخه اجتناب او پرهیز وکړو، او په عین حال کي دا هم وایو چي مرض د عدوې په سبب سره نه پيښیږي بلکه د مرض د پېښېدلو دپاره نور ډیر اسباب سته چي د هغو د جملې څخه کله کله ناروغي په خپله مستقیماً پيښيږي او کله د جوړ انسان څخه و چا ته ور نقل سي او کله د مریض څخه ور نقل سي.

اوس نو ښه متوجه سئ چي آیا موږ دغه ټول موضوعات او د ناروغیو د نقلېدلو اشکال د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په احادیثو کي نه سو پیدا کولای؟ بلکه هرو مرو یې پیدا کولای سو او عیناً دغسي احادیث موجود دي، چي و دغه احادیثو ته تر دغه طبي معلوماتو د مخه ضِد او نقیض بلکه مشکل احادیث ویل کېده، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي:

« لاَ عَدْوَى وَلاَ طِيَرَةَ وَلاَ هَامَةَ وَلاَ صَفَرَ ، وَفِرَّ مِنَ الْمَجْذُومِ كَمَا تَفِرُّ مِنَ الأَسَدِ » [رواه البخاري]

لومړی به د حدیث شریف ترجمه بیان کړو او بیا به خپل مقصد ځني را وباسو.

د جاهلیت په وختو کي په عربو کي ډیري باطلي او بېځایه عقیدې او کارونه موجود وه چي د هغو د جملې څخه یوه دا عقیده وه: که یو جوړ انسان یا جوړ حیوان د ناروغه انسان یا ناروغه حیوان سره ګډ ژوند او تماس ولري هغه جوړ انسان او جوړ حیوان هم خامخا په هغه مرض اخته کیږي، چي دغه د مرض و نقل کېدلو ته په عربي کي (عَدوی) ویل کیږي او رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه عقیده باطله وبلل.

او د عربو یوه بله باطله عقیده دا وه: کله چي به دوی په سفر تله نو به یې تر سفر کولو د مخه د فال پر قسم یو مرغه په هوا ایله کړی، که به دغه مرغه راسته طرف ته ولاړی دوی دغه سفر د ځان د پاره ښه او خیر باله نو به یې په هغه سفر شروع وکړه او که به دغه مرغه چپه طرف ته ولاړی دغه سفر یې شر او بد باله هغه سفر به یې پرېښاوه، چي د دوی و دغه کارته په عربي کي (طِیَرَه) ویل کیږي او دا کار هم منعه سو.

د عربو یوه بله باطله عقیده دا وه چي دوی به ویل: کله چي انسان مړ سي او هډوکي یې خاوري سي د دغه هډوکو څخه یې مرغه جوړيږي او دغه مرغه یې پر بد فالي نیولی ؤ چي دغه مرغه یې (هامه) باله، خو ځيني بیا وايي چي (هامه) د هغه وژل سوي انسان روح دی چي ساری او بدل یې نه وي اخستل سوی.  

د عربو یو بل د جهالت کار دا ؤ: الله جل جلاله  څلور میاشتي حرامي ګرځولي وې چي په دغه میاشتو کي جنګ کول او یو پر بل تېری منعه او حرام ؤ، چي دغه څلور میاشتي: رجب، ذوالقعده، ذوالحجه او محرم وې، څرنګه چي د عربو ژوند او کاروبار چور او چپاوُل ؤ نو یې په دغه میاشتو کي د جنګ او تجاوز څخه صبر نه سوای کولای، خو بیا هم د رجب میاشت چي یوه میاشت وه دوی کولای سوای چي چور او چپاوُل، جنګ او تجاوزونه پریږدي مګر هغه نوري درې میاشتي سره پرله پسې وې او دوی ته پوره درې میاشتي د جنګ او چور څخه ځان ساتل ګران او مشکل وه، نو به یې څه کول؟ د محرم میاشت به یې صفره او حلاله میاشت وګرځول، جنګ او چور ټول پکښي روا وه خو د محرم د میاشتي پر ځای به یې د صفري میاشت حرامه وګرځول چي و دغه کار ته یې (صفر) ویل کېده.

خو (صفر) یوه باطني د یرقان یا د نس د چنجي ناروغي هم ده چي عربو دغه ناروغي ساري ناروغي بلل چي د یوه څخه بل ته نقل کیږي او رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه عقیده رد کړه.

یواځي دا نه بلکه عربو داسي نوري ډیري باطلي عقیدې او بېځایه کارونه درلودل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه د دوی فاسدي عقیدې او ناوړه کارونه په مختلفو احادیثو او مختلفو وختو کي باطل بللي او رد کړي دي او په دغه حدیث شریف کي چي امام بخاري یې روایتوي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: 

« لاَ عَدْوَى وَلاَ طِيَرَةَ وَلاَ هَامَةَ وَلاَ صَفَرَ ، وَفِرَّ مِنَ الْمَجْذُومِ كَمَا تَفِرُّ مِنَ الأَسَدِ »
یعني: نه عدوه سته، نه طِیَره سته، نه هامه سته او نه صفر سته. 

(چي د هر یوه ترجمه درته بیان سوه)

خو په دغه حدیث شریف کي زموږ بحث او څېړنه یوازي د عدوې په باره کي ده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: چي د ناروغه څخه و روغ ته د مرض نقلېده نسته، خو د دغه حدیث شریف په آخر کي فرمايي: 
 
«وَفِرَّ مِنَ الْمَجْذُومِ كَمَا تَفِرُّ مِنَ الأَسَدِ »
یعني: د مجذوم څخه داسي تښته لکه د زمري څخه چي تښتې (مجذوم هغه څوک دی چي د جذام په مرض اخته وي او جذام هغه مرض دی چي د انسان غوښي توییږي او ساري مرض دی )

اوس عجبه دا ده چي آخر د حدیث مو د مجذوم سره د ګډ ژوند او اختلاطه څخه منعه کوي او اول د حدیث وايي: « لاَ عَدْوَى» عدوه او سرایت یا د مرض نقلېده نسته.

او هلته یو بل صحي حدیث شریف هم سته چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: 
 
« لاَ يُورِدُ مُمْرِضٌ عَلَى مُصِحٍّ ». [رواه مسلم]
یعني مریض دي د جوړ سره اختلاط او ګډ ژوند نه کوي. 

همدارنګه هغه حدیث شریف چي موږ د طاعون په باره کي د مخه ذکر کړی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: که مو په یوه مځکه کي د طاعون د مرض واورېدل و هغې مځکي ته مه ورځی.

اوس او د دغو احادیثو تر اورېدلو وروسته تاسي زما سره نه یاست موافق چي د مرض او ناروغۍ د نقلېدلو د قانون دپاره دقیق او عمیق وصف هغه دی چي د نبيِّ اُمّي صلی الله علیه وسلم  پر ژبه جاري کیږي او فرمايي: د مریض سره اختلاط مه کوی، ځکه په دغه اختلاط کي د مرض دپاره فُرصه تهیه کیږي مګر په خپله ناروغي د عدوې په سبب نه ده، دغه مقصد او معنْی په ډیر ښکاره ډول سره په هغه حدیث شریف کي معلومیږي کوم چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمایل: 
 
« لاَ عَدْوَى وَلاَ طِيَرَةَ وَلاَ هَامَةَ وَلاَ صَفَرَ» 

د دغه حدیث په اورېدلو سره چي عدوه نسته یو صحرايي عرب ولاړ سو او ویل: یا رسول الله! دا ولي او څه سبب دی هغه اوښان چي داسي وي لکه په ریګو کي اوسۍ خو یو پمن اوښ چي ور سره یو ځای سي ټول اوښان پمن سي؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمایل: هغه اول چا پمن کړی؟ 

نو مرض او د مرض پېښېدل ځان ته بل قانون لري او ډاکټران د مرض پېښېدلو د سبب څېړنه کوي، ځکه کوم وخت چي یو میکروب راسي او په بدن پوري ومښلي کله ناروغي پېښه کړي، کله د واکسین وظیفه اجراء کړي چي د بدن دپاره وقایه سي او کله هیڅ هم نه پېښ.

نو دغه یو وخت چي میکروب بدن ته داخل سي او ځيني وختونه ناروغي ځني پېښه سي د دغه سبب څه دی؟  تر اوسه پوري خو طبي او علمي څېړني وايي: د دغه پوښتني جواب د هغه ډیر پیچلو مسائلو څخه دی، ځکه د مرض د پېښېدلو دپاره ډیر زیات عوامل او اسباب سته چي ډیر اسباب یې تر اوسه مجهول او نامعلوم دي.

اوس موږ د دغه بحث په اورېدلو یا ویلو سره دغه د مرض د نقلېدلو په قانون او په نورو ډیرو شیانو پوه سوو، د دغه پټ او مخفي عالم چي د میکروب په نامه سره یادیږي سِر او حالات را معلوم سوه، مګر سبحان الله! رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه نبيِّ اُمّي څوار لس سوه کاله دمخه د مرض او ناروغۍ دغه اوصاف په ډیر ساده الفاظو سره بیان کړي دي او د هغو کائناتو چي په سترګو نه لیدل کیږي حالات یې راته ويلي دي او د هغو حالاتو په باره کي یې په تفصیل سره خبري کړي دي چي دغه پټ او خفي کائنات د هغو سبب ګرځي، دا هغه کائنات دي چي بشر په خپل ټول علم او خپلو ټولو مشین آلاتو سره فقط دغه اوس په اتلسم قرن کي وپیژندل، حال دا چي دغه میکروبونه پر موږ شا و خوا راګرځېدلي دي، په هوا کي موجود دي، په خوړو کي موجود دي، په چښلو کي موجود دي، ځيني یې مضر او تاواني دي، ځيني یې ګټور دي او ځيني یې زموږ په بدنو پوري مښلي.

ګټوري لیکني:
نبوي سنت او نوی ساینس 

سرته