څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: December 27, 2016
       
د خمر یا شرابو پیژندنه
لیکنه: مولوي مطیع الله عائل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
نشيي توکې

څه علماؤ پر مائع او جامد او څه علماؤ پر طبيعي او مصنوعي تقسيم کړي دي خو په عربي کتابونو کې پر مسکر، مخدر او مفتر باندې تقسيم سوي دي.

طبيعی: لکه شراب، ترياق، چرس، تمباکو او د دوی څخه جوړ سوي مختلف شيان.

مصنوعي: لکه څه د نشې پيچکارۍ ، هيروين ، ګولۍ ، کپسولونه او داسې نور چې په کارخانو کې د ماشينانو په ذريعه جوړيږي.

دلته زموږ مطلب د نشې او د هغه د حرام والي سره دی د دوی د نومانو او د دوی د طبيعت سره نه دی چې څه نوم او ماده يې ده، کوم شی چې انسان نشه کوي د هغه حل يا حرمت د قرآن او حديث او د فقهاؤ د اصولو مطابق بيان کوو تر څو ددغو ناولو شيانو حقيقت معلوم سي، ترڅو يوه پاکه ټولنه جوړه کړو او د پاکې نفقې خاوندان سو او د الله تعالی د رحم قابل جوړ سو. 

۱- خمر (شراب):

لمړی د نشيي توکو د جملې څخه خمر دی چې د اسلام په دين کې ډير بد او حرام بلل سوی دی او د ټولو خبائثو مور او د ټولو شرونو کيلي ورته ويل سوې ده ځکه چې په يو اثر کې راځي:

عَنْ أَبِي بَكْرِ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ الْحَارِثِ، عَنْ أبيه قَالَ: سَمِعْتُ عُثْمَانَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ يَقُولُ: " اجْتَنِبُوا الْخَمْرَ فَإِنَّهَا أُمُّ الْخَبَائِثِ.( رواه النسائي كتاب الأشربة)

ترجمه: ابی بکر بن عبد الرحمن بن الحارث د خپل پلار څخه روايت کوي چې ما د عثمان رضی الله تعالی عنه څخه واوريدل چې ويلي د شرابو څخه پرهيز وکړئ ځکه دغه د ټولو بديو مور ده. 

په بل اثر کې راغلي دي: 
 
عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ، قَالَ: أَوْصَانِي خَلِيلِي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لاَ تَشْرَبِ الْخَمْرَ، فَإِنَّهَا مِفْتَاحُ كُلِّ شَرٍّ» (رواه ابن ماجة کتاب الأشربة)
د ابی درداء رضی الله تعالی عنه څخه روايت دی چې ما ته خپل خليل صلی الله عليه وسلم وصيت وکړی چې خمر مه چيښه ځکه دا د ټولو شرونو کيلي ده.

او نن خمر په ټوله اسلامی او غير اسلامی دنيا کې د عامي بلوا صورت اختيار کړی دی، او په عامو بازارونو کې بيله کوم عار او شرم څخه خرڅيږي ، رانيول کيږي اوچيښل کيږي.

که څه هم مسلمانان د (خمر) په حرام والي کي څه شک او شبهه نه لري، خو څه علماؤ د خمر په معنی او حقيقت کې داسې اختلاف کړی دی چې د هغه د وجهی څخه څه عوامواو خواصو  ته داسې لاري پيدا سوې چې د هغوی په وجه حرامو ته مباح وايي، او عوام  د هغوی پر استعمال جرأت کوي.
 
نو ځکه تر هر څه د مخه به د خمر د معنی تعريف وکړو چې خمر د عربي لغت په کتابونو کې او په نبوي حديثونو کې, د قرآن کريم مفسرينو په خپل تفسيرونو کې څه معنی کړې ده، او همدارنګه د اصول فقهي د قانون د مخي څه معنی کيدای سي، او بيا د فقهاؤ په نظر کې څه ته وايي، بیا به يې د حرمت او د هغه وجهي ته نظر وکړو او بيا به د خپل علمي توان په مطابق د نورو نشيي توکو يا موادو څخه څه بحث وکړو.

ترڅو د خمر د حراموالي علت او حکم معلوم سي نو د نورو حکم هم آسانه معلوميږي , او دا به معلوم سي چې د ټولو علت يو دی که جدا؟ که علت يو وي نو حکم يې هم يو دی چې حرام دی.
   
د خمر معنی په عربي لغت کي

په قرآن کريم کې الله تعالی د (خمر) کلمة ذکر کړې ده، خمر يوعربي لفظ دی د عربي ژبي د لغت په کتابونو کې يې دوې معنی ګاني سوي دي يو دا چې د خمر لفظ عام دی وهر نشه کونکې شي ته ويل کيږي، دوهم دا چې خمر يوازي د انګورو نشه کونکې شيرې ته ويل کيږي، دغه دواړي معنی ګاني د لغتو په کتابونو کې ذکر سوي دي، لکه څرنګه چې ددغه لاندنيو تعريفونو څخه معلوميږي:
 
۱- والخَمْرُ: مَا أَسْكَرَ مِنْ عَصِيرِالْعِنَبِ لأَنها خَامَرَتِ الْعَقْلَ. والتَّخْمِيرُ: التَّغْطِيَةُ، يُقَالُ: خَمَّرَ وجْهَهُ وخَمِّرْ إِناءك. والمُخامَرَةُ: الْمُخَالَطَةُ.
والخَمْرُ: مَاخَمَرالعَقْلَ، وَهُوَالْمُسْكِرُ مِنَ الشَّرَابِ، وَهِيَ خَمْرَةٌ وخَمْرٌ وخُمُورٌ مِثْلُ تَمْرَةٍ وَتَمْرٍ وَتُمُورٍ.( لسان العرب  ج ۴ ص۲۱۱)

ترجمه: خمر دانګورو نشه کونکې شيره ده، اودغه ته خمر ځکه ويل کيږي چې عقل خرابوي او ګډوډ کوي، او تخمير پرده اچولو ته وايي، او داسې ويل کيږي: مخ يی پټ کړی، خپل لوښی پټ کړی، او مخامره ګډ وډ کولو ته وايي.

بل تعريف يې داسې سوی دی: خمر هغه شي ته ويل کيږي چې عقل پټوي او دغه نشه کونکې شراب دي، او دغه د خَمْرَةٌ وخَمْرٌ وخُمُورٌ په الفاظو سره راځي لکه تَمْرَةٍ وَتَمْرٍ وَتُمُورٍ.
 
۲- قال الفيروزآبادی: الخَمْرُ: ماأسْكَرَ من عَصيرِ العِنَبِ، أو عامٌّ، والعُمومُ أصَحُّ، لأَنَّها حُرِّمَتْ، وما بالمدينةِ خَمْرُ عِنَبٍ، وماكانَ شَرَابُهُم إلا البُسْرَ والتَّمْرَ، سُمِّيَتْ خَمْراً لأنَّها تَخْمِرُ العَقْلَ وتَسْتُرُهُ، أولأَنَّها تُرِكَتْ حتى أدْرَكَتْ واخْتَمَرَتْ أولأنها تُخَامِرُ العَقْلَ، أي: تُخَالِطُهُ.( القاموس المحيط ج۱ ص 387مادة خمر)

ترجمه: فيروز آبادی وايي: خمر په لغت کې د انګورو نشه کونکې شيره ده (يا عام دی) او دغه عاموالی صحيح دی، ځکه خمر په مدينة کې حرام سوله او په مدينه کې په دغه وخت کې د انګورو شراب نه وه، د دوی شراب په دغه وخت کې نه وه مګر د لندې او وچې خرما څخه وه، ودغه شيرې ته ځکه خمر وويل سول چې پر عقل پرده اچوي او پټوي یې، او يا ځکه چې دوی خپله پټ ساتل کيږي ترڅو داسې ګاټه سي چې نشه پيدا کړي، يا ځکه خمر ورته وويل سول چې عقل ګډوډ کوي.

۳- وقال الذبيدی بشرح صاحب القاموس: الخَمْرُ:مَا أَسْكَرَ مادّتها مَوْضُوعَة للتَّغْطِية والمُخَالطَةَ فِي سِتْرٍ،كَذَا قالَه الرَّاغِب والصّاغانِيّ وغَيرُهما من أَربابِ الاشْتِقَاق، وتَبِعَهم المُصَنِّف فِي البصائر. 

واختُلِف فِي حَقِيقَتَها، فقِيل هِيَ (من عَصِيرِ العَنْب) خَاصَّةً، وَهُوَ مَذْهَب أَبِي حَنِيفَة، رَحِمه اللَّهُ تَعَالى، والكُوفِيِّين، مُرَاعَاةً لفِقْه اللُّغَة: (أَوْ عَامٌّ) أَي مَاأَسْكَرَ من عَصِيرِكُلِّ شَيْءٍ لأَنَّ المَدَارَ على السُّكْر وغَيْبُوبة العَقْل، وَهُوَ الذِي اخْتَاره الجَمَاهِير.( تاج العروس ج ۱۱ص ۲۰۸ مادة خمر)

ترجمه: زبيدی د قاموس د عبارت شرح کوي او وايي: خمر هغه شی دی چې نشه لري، او دغه ماده د پرده اچولو او ګډوډ کولو د پاره وضع سوې ده ،او دغه قول د راغب، صاغانی او د دوی نه علاوه نور د اشتقاق عالمانو هم ويلی دی او مصنف هم په خپل بصائر نومي کتاب کې د دوی اتباع کړې ده.
 
د خمر څخه د هر هغه شی شيره مراد ده چې نشه لري، ځکه دلته مراد نشه او د عقل غائب کول دي، همدغه معنی جمهورو علماؤ اختيار کړې ده.
 
۴- الخمر: المسكر من عصير العنب وغيره, وهي مأخودة  من خمر الشئ إذا ستره وغطاه, سميت خمرا لأنها تستر العقل وتغطيه, ومنه قولهم: خمرتُ الإناء أى غطيتُه.

قال الزجاج: الخمر فى اللغة: ماسترالعقل, يقال: دخل فلان فى خمارالناس أى فى الكثير الذى يسترفيهم, وخمار المرأة  سمى خمارا لأنه يغطى رأسها.( الصحاح تاج اللغة وصحاح العربية ص 343)

ترجمه: خمر هغه نشه کونکې شی دی, د انګورو د شيرې څخه وي او كه بيله انګورو د بل شي څخه جوړ سوی وي، او خمر د شی د پټيدلو څخه اخستل سوی دی، چې کله شی پټ کړل سي او پرده پر واچول سي، خمر ته ځکه خمر وايي چې دوی عقل پټوي او پرده پر اچوي، د همدې څخه ويل کيږي چې (ماشی پټ کړی چې کله پرده پر واچوي).

 
زجاج وايي: خمر په لغت کې هغه شي ته وايي چې عقل پټوي، ويل کيږي: (فلانی د خلګو په خمار کې دی يعني په دومره ډيرو خلګو کې دی چې په دوی کي پټ سو، د ښځی پوڼی ته خمار ويل کيږي ځکه ددی سر پټوي.

که پورته ذکر سوي تعريفونو ته وګورو نو وينو چې د څه الفاظو په تغير د ټولو په منځ کې يوه مشترکه معنی سته هغه د عقل پټيدل دي، ځکه د خمر معنی پټيدل دي، او دا ښکاره خبره ده چې د عقل پټيدل دا دي چې د خپله کاره څخه معطل سي.

هغه دا چې فهم اوادراک نسي کولای او خپل خير او شر نه سره پيژني او دغه د عقل معطل کيدل په نشه سره کيږي نشه د هر شي چي وي او د انګورو د اوبو څخه جوړ سوي شراب هم هغه وخت حرام دي چې نشه پيدا کړي، چې د نشې حد ته نوي رسيدلي يا د نشې د حال څخه ووزي نو هغه هم حرام نه دي، معلوم سو چې اصلاً نشه حرامه ده.

 که د لسان العرب مصنف خاص تعريف کړی دی هم مراد د عقل پټيدل يا د خپلي اساسي وظيفې څخه معطل کيدل دي، که دغه نورو عام تعريف کړی دی د هغوی هم داغه مطلب دی چې هر هغه شی چې نشه لري او په هغه سره عقل د خپل کار څخه معطل کيږي نو هغه حرام دی.
د زجاج په تعريف کې په صراحت سره ليکلي دي چې هر هغه شي ته ويل کيږي چې عقل پټوي، او عقل په نشه پوټيږي د هر شي چې وي.

د پورتنيو ټولو تعريفونو څخه معلومه سوله چې د عربی لغت اکثريت پر دغه دي چې د خمر معنی عامه ده و هر هغه شي ته ويل کيږي چې نشه ولري.  

-------------
اړوند لیکني:
د خمر معنی د حديث له نظره
د خمر معنی د مفسرينو له نظره