تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شک او تردد مه کوئ!
 
  December 28, 2016
  0
حامد افغان

رښتیني مومن چې له کره علماوو دین او ایمان ترلاسه کړی وي او هغوی د قرآن او سنت په رڼا کې ورته روښانه کړی وي، نو په دین او ایمان دي ثابت او ولاړ اوسي د بې دینه خلکو او آیتیستانو په پوچو او سطحي دلایلو دي نه دوکه کیږي او له حالاتو سره دي لوری نه بدلوي.

د اسلام د ټولو یا اکثره احکامو او اخلاقو په اړه تفصيلي علم او په هغو د مستشرقینو او آیتیستانو د نیوکو ځوابونه یواځي د جیدو او کره علماو د وس خبره ده نو د دوی په نیوکو سره باید عام سړی د شک او تردد ښکار نه شي دا نیوکې باید علماو ته وړاندي او د حل کوښښ یې وکړل شي. 
 
--------------------------

 

سرته