څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: December 31, 2016
       
د سختیو او مصیبتو حکمتونه

سختۍ او مصیبتونه دوامدراه نه پاتیږي خو الله تعالی یې د امتحان په شکل پر بنده ګانو راولي.  د مصیبتو ډیر حکمتونه سته چي یو څو يې دا دي:

۱:  په همدې مصیبتو کي د نیکانو او صدقه کوونکو لپاره فرصت پیدا سي کوم چي د الله تعالی څخه لوی اجر غواړي.

۲:  په مصیبت سره د مسلمان د بنده ګۍ حقیقت هم ثابتیږي چي ایا الله تعالی ته صادق بنده دی که نه؟

۳:  پر مصیبتو صبر کول مسلمانانو ته پر مځکه د قدرت او تسلط ذریعه ګرځي.

۴:  کوم ګناهونه چي چا کړي وي د هغو لپاره کفاره ګرځي او الله تعالی ته په ورتلو سره د ګناهونو څخه پاک وي.

۵:  د ډير لوی ثواب او د درجې د لوړیدو ذریعه ګرځي. ځکه جنت ارزانه نه دی.

۶:  ابتلاء او مصیبت د مسلمانان لپاره د فکر کولو موقع ده ترڅو په خپلو عیبونو او نیمګړتیاوو کي فکر وکړي او هغه اصلاح کړي.

۷:  مصائب د توحید، ایمان او توکل لپاره درس دی. تا ته په عملي ډول دا تعلیم درکوي چي ته یو ضعیف بنده یې ، د الله پاک نصرت ته اړتیا لرې، پر الله تعالی ټینګ باور او توکل کوه، او رجوع ورته کوه، په دې سره د انسان تکبر، غرور، فخر او لويي محوه کیږي. او د یوه عزیز، قوي او غالب ذات خوا ته متوجه کیږي.

۸:  په دې سره د مسلمان د عجب او ځان خوښوني صفت ایسته کیږي. او صفا مومن ګرځي.

۹:  په مصائبو سره مؤمنان او منافقان سره جلا کیږي. په عادي حالاتو کي دواړه ډلي نه معلومیږي خو کله چي مصائب پر راسي مؤمن د ایمان خوا نیسي او منافق د نفاق خوا نیسي.

۱۰:  پر مؤمنانو تر سختیو او مصایبو وروسته د کفارو د هلاکت نوبت راځي.

۱۱:  مصائب او سختۍ د مسلمان د اماده کولو او تربیه کولو ذریعه ګرځي. د نبي علیه السلام ژوند د ماشومتوب څخه د سختیو ډک وو، لومړی خو یتیم وو، بیا یې په ماشومتوب کي ګرانه مور هم وفات سوه. دا په دې وجه چي الله تعالی یې د یوه ډیري ستري او درنې وظیفې لپاره اماده کړي چي داسي وظیفه بېله کلک عزم لرونکو کسانو بل څوک نسي زغملای!

نو مصائب انسان درنو مسؤلیتو ته اماده کوي.

۱۲: په مصیبتو کي انسان رښتني ملګري او د مصلحت د وخت ملګري پیژندلای سي.

۱۳: مصائب انسان ته خپل ګناهونه ور پیادوي ترڅو د هغه څخه توبه وکړي او د اخرت د سخت عذاب څخه مخکي لا پاک سي. الله تعالی فرمايي: (وَمَا أَصابَكُم من مصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَت أَيدِيكُم وَيَعفُوا عَن كَثِيرٍ ). الایة

۱۴: ابتلاء او مصیبت انسان ته ددې دنیا حقیقت ښکاره کوي چي په دې دنیا مغروره نسي او نه ددې دنیا په ژوند خطاء سي، او د انسان توجه اخرت طرف ته اړوي چي ددې دنیا څخه ها خوا یو بل کامل ژوند هم سته چي هلته هیڅ مشکل ، ستړیا او مرض نسته.

۱۵: ابتلاء انسان ته د الله تعالی نعمتونه ور پیادوي لکه صحت او عافیت ځکه ددغو نعمتو قدر اصلاً د مصیبت په وخت کي ښه معلومیږي چي انسان ډير وخت ګټه ځیني اخیستل او قدر یې نه کاوه.

۱۶: مصیبت انسان ته د جنت شوق وریادوي. کله چي ددې دنیا ترخې څوک ونه ویني نو جنت ته به یې شوق څنګه پیدا سي؟

دا د مصیبت او ابتلاء یو څو مصالح او حکمتونه وه او الله تعالی ته يې حکمتونه ښه معلومیږي. والله اعلم
 
 
د همدې برخي نور توکي