تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبي کريم ﷺ د تومس کارلایل په آند
 
  December 31, 2016
  0

 نبي کريم صلی الله علیه وسلم د تومَس کار لائيل Carlyle Thomas په آ ند

لیکنه: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
تومَس کار لائل څوک دی؟

تومَس کار لائل د برطانیې یو ادیب او فلسفي ؤ، په ۱۷۹۵ میلادي کال سکاټلنډ کې پیدا سوی دی او په ۱۸۷۳ میلادي کال کې یې د فرانسې پر انقلاب باندې یو ضخیم کتاب ولیکه، په ۱۸۴۰ میلادي کال یې (د نړۍ مشهور خلک) یو کتاب تالیف کړ، چې هغه کتاب د(Hero and Hero Worship) په نامه سره دی.

دا کتاب په ۱۸۴۱ میلادي کال کې خپور سو چې په دې کتاب کې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هم شامل دی او ده رڼا ورباندې اچولې ده، له دې څخه وروسته تومَس کارل لائل د کرامویل Cromwell لیکونه، خطبات او د فریډرک دی ګریټ سوانح ولیکلې، دایې اخري تصنیفونه دي، په ۱۸۶۵ میلادي کال کې په (ایډنبرا پوهنتون) کې د اعزاز په ډول سره مقرر سو، په ۱۸۷۴ میلادي کال کې یو نړیوال اعزاز هم ورکول سو او په ۱۸۸۱ میلادي کال کې تومَس کارل لائل له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

دی د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله پخپل کتاب کې لیکې:

ولي مي محمد صلی الله علیه وسلم انتخاب کړی؟

دا چې د اروپا په شمالي سیمو کې جهالت، بت پرستي، شرک او لامذهبیت شتون درلوده،  بل لور ته په جزیرة العرب کې یو برحق پېغمبر مبعوث سو، چې دا معمولي خبره نه ده، د نبوت څرک په ټوله سیمه کې انقلاب راوست،چې ددې ستر انقلاب بنسټ ایښودونکی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ؤ، ده دا دعوه نه کوله چې زه خدای یم او نه هم دده پیروانو ده ته ویل چې ته خدای یې، دا چې په ده کې خدایي صفتونه موجود وو او خلکو ورته پېغمبر وایي له همدې کبله زه ورته اتل (Hero) وایم، ما محمد صلی الله علیه وسلم ددې لپاره نه دی انتخاب کړی چې دی مشهور پېغمبر دی؛ بلکې زه د یوه غیر مسلم په صفت کولای سم چې دده په هکله خپل اظها ر وکړم، بل لور ته چې زه د ده کوم لوړ او ستر صفات بیانوم، له دې څخه مې موخه دا نه ده، چې زه یو څوک مسلمانوم؛ بلکې زه د ده ستاینه د انصاف او پوره عقل په تله کې کوم، زما په آند دی یو رښتینی پېغمبر ؤ.

پر محمد صلی الله علیه وسلم باندي د غربیانو تهمتونه

زه نه غواړم چې دده په ستاینه کې له تعصب څخه کار واخلم؛ بلکې هر څه به رښتینی وي، زه داسې نه کوم لکه ځینې کسان چې پر محمد صلی الله علیه وسلم باندې درواغ وایي، لکه د انجیل لوی عالم ممتاز مستشرق ایډ ورډ پوکاک (Edward Pococke) چې له جرمني مستشرق ګروټیئس (Grotius) څخه پوښتنه وکړه چې د دې الزام په هکله تاسې څه وایاست چې د محمد صلی الله علیه وسلم پر غوږ باندې کفتره کښېناستله، دانه یې خوړله او دا کفتره ملائکه او وحې وه، ګرو ټیئس وویل: موږ د دې خبرې هیڅ ثبوت نلرو او دا لغوه خبره ده؛ دا خبره د پیریډیکس په کتاب (History of Decline and Fall of Roman Empire) کې کړیده، چې په ۱۶۷۸ میلادي کې خپور سو، پر نبي کریم صلی الله علیه وسلم باندې داسې بې بنیاده تورونه د جارج سېل (George Sale) په کتاب (Preliminary Discourses) کې هم خپاره سوي دي او ما د دې بې بنسټو تورونو تکذیب په ۱۸ می ۱۸۳۸ کې وکړ، او دا ټول مې درواغ وبلل.

اسلامي شریعت د انساني سلیم فطرت موافق دی

په ۱۲۰۰ کلونو کې ۱۸ کروړه خلکو د اسلام دین قبول کړ، چې داهم د آدم اولاده ده، چې دا شمېر د ټولو مذهبونو څخه ډېر دی، دا ټول خلک د محمد صلی الله علیه وسلم پر ټولو احکامو باندې پوره تصدیق لري، دهغه هره خبره مني، د تعجب وړ خبره خو دا ده چې که یو کس په درواغو سره د خښتو او خټو یو کور جوړ کړی، نو هغه تر ۱۲۰۰  کاله پورې نه پاتې کیږي، بلکې هغه ډېر ژر له منځه ځي او دا چې د تهذیب او اخلاقو بنسټ کښېږدي په دې کې د درواغو هیڅ امکان نسته، نو دا کس (محمد صلی الله علیه وسلم) رښتنی انسان دی او هر څه یې رښتنی دي، اصول یې د انسان له فطري شریعت سره برابر دي او فطري شریعت بیا د عقل او رښتینی اوصولو یوه ټولګه ده، کله چې یو انسان داسې فکر وکړي؛ چې دا قانون درواغ دي؛ نو هغه له فطرته خلاف قانون دی چې جعل کاري پکښې وي خو د محمد صلی الله علیه وسلم په قوانینو کې هیڅ داسې خلاف فطرت قانون نسته نو ځکه ویلای سو چې دی رښتینی دی.

داسې کس ته څوک د درواغو نسبت هم نسي کولای، دا ځکه دی صادق انسان ؤ او صداقت د انسان په شخصي تعمیر کې خورا پوره ونډه لري، اخلاص د یوه انسان پر قیادت باندې پوره اغیزه لري، مخلص انسان هغه نه دی چې دی په خوله وایي چې زه مخلص یم؛ بلکې دده داعمالو او افعالو څخه معلومیږي چې دی څومره وزن لري.

هغه رښتنی وو!

زه محمد صلی الله علیه وسلم ته اصلي کس وایم، د ده اغیزه پرکاڼه، ړانده ، بې کوره باندې هم وه، دده الفاظ له نورو عامو خلکو څخه بېل وو، نو ځکه زه ویلای سم چې دا بل شی نه دی، بلکې وحې ده، دا وحې د خدای اخري او نوی پیغام دی، که چېرې د ده تعلیماتو ته توجه ونسي، دا به حماقت او لوی جهالت وي، د ده یوه خبره نه درواغ سوه او نه یې فعل غلط وختلو، نه هم د ده یوه خبره بې معنا او بې مفهومه ده، داسې بېلګه هیڅوک نسي وړاندې کولای، ده نړۍ روښانه کړله، د خالق په سبب یې دې نړۍ ته خلاصون پیداکړ، داسې یوه وړه بېلګه به هم له چاسره نه وي چې د محمد صلی الله علیه وسلم څخه دې یو لغزش سوی وي، هره خبره چې د خولې څخه یې وتل هغه روښانه وه، په الهي نور سره ښکلې وه، د صداقت په څپو کې وه.

دا منم چې مخکې هم نورو پېغمبرانو ته وحې سوې ده؛ خو دا وحې تازه او اخري وحې ده، په بایبل کې د پېغمبرانو په هکله هر څه ویل سوي دي خو د محمد صلی الله علیه وسلم په هکله هیڅ داسې څه نسته.

د پیدایښت حالات یې

محمد صلی الله علیه وسلم په داسې ټولنه کې د عربو پیدا سو، چې جهالت اوج ته رسېدلی ؤ، عربو د لرګیو او ډبرو عبادت کاوه، په دې ډبرو کې حجرالاسود هم شامله ده، دا به د زمزم له څاه سره پرته وي او خلکو به یې عبادت کاوه، د محمد صلی الله علیه وسلم په وخت کې قریش تر ټولو غټه قبیله وه، محمد صلی الله علیه وسلم په ۵۷۰ میلادي کال کې پیدا سو او دی د قریشو د بنی هاشمو څخه ؤ، د ده کورنۍ د سیمي د معززو خلکو څخه وه، د ده له پیدایښت څخه مخکې دده پلار عبدالله وفات سو، کله چې دی د۶ کلونو سو، مور یې وفات سوه، بیا د ده پالنه، د ده د نیکه عبدالمطلب په غاړه سوه، چې هغه تقریبا د ۱۰۰ کلونو ؤ، د عبدالمطلب د وفات څخه وروسته دده پالنه د ده کاکا ابوطالب په غاړه واخیسته، کله چې محمد صلی الله علیه وسلم ځوانۍ ته ورسیده، د تجارت او ټولنې سره اشنا سو، ده د خپل کاکا سره په یوه جنګ کې چې (جنګ حرب فجار) یې ورته ویلو؛ په ۱۸ کلنۍ کې ګډون وکړ، له دې څخه وروسته د ابو طالب سره په یوه تجارتي کاروان کې شام ته هم سفر وکړ، چې پر لاره باندې له یوه راهب سره چې د نسطوریه عیسایي ډلې څخه ؤ، ولیدل.

محمد صلی الله علیه وسلم د عربي ژبې ماسوا په بله ژبه نه پوهیده، نه یې مدرسه، نه یې ښوونځی لوستی ؤ او نه یې هم لیکل کولای سول، خو د تعجب خبر دا ده چې ده ته تر نبوت مخکې خلکو امین ویلو، د ده صداقت، دیانت او اخلاص ته خلک حیران وو، تل به خاموشه ؤ، خو کومه خبره چې به یې کوله؛ هغه به له تدبر څخه ډکه وه، دی تل مهربانه، مشفق، صمیم، خواخوږی، خاکسار، متواضع او خوشحاله کس ؤ، تل به یې پر مخ باندې د خوښیو څرک ؤ، د ده د ذهانت، ذکاوت، دیانت او صداقت څرک له ورایه معلومیده، بې بې خدیجه چې یوه شتمنه کونډه وه؛ د محمد صلی الله علیه وسلم له اخلاقو څخه اغیزمنه سوې وه، د خپل تجارت څه مال یې ده ته ورکړ او ده شام ته یووړ، زیاته ګټه یې ورته راوړه، چې پایلې یې د دوی ترمنځ واده رامنځته کړ. په دې وخت کې خدیجة الکبری د ۴۰ کلونو وه او رسول اکرم صلی الله علیه و سلم د ۲۵  کالو ؤ، چې دا صرف دده د اخلاقو اغیزه وه. په ۴۰ کلنۍ کې ورته د حضرت جبرائیل علیه السلام په واسطه وحې راغله او د نبوت په ستره ګاڼه سمبال سو. 

د عربو نجات
 
 د اتل او قهرمان لومړی کمال دا دی چې کله د یوه شي ظاهر ته وګوري؛ حقیقت ته سمدستي رسیږي، دا چې د مکې مشرکانو له لرګیو څخه جوړ کړي بتانو ته سجدې کولې او یایې ډبرو ته د طلا ملمع کاری کړې وه او په خدایتوب یې منلې وه؛ دا په حقیقت کې د خندا وړ وه، نو ځکه محمد صلی الله علیه وسلم خلک له شرک څخه منع او توحید ته وبلل، په داسې صحرا کې عربو ته څه شی ښکلی او د خلاصون لاره وه؟ آیا د روم پاچا هرقل او یا د فارس پاچا د خسرو پاچاهي عربو ته د خلاصون لاره وه؟ نه هیڅکله نه! بلکې د جنت نعمتونه او د دوزخ عذابونه دوی ته دعقل اخیري محور ؤ.

د اسلام حقانیت
 
په اسلام کې د اطاعت، صبر او شکر فلسفه هغه شی دي چې ټول بشریت ورته حیران دی، د جرمني مشهور شاعر او فلسفي ګوئټی (۱۷۴۹- ۱۸۳۲ ع) وایي: که چېرې اسلام له اطاعت، صبر او شکر څخه عبارت وي؛ نو موږ ټول مسلمانان یو، په واقعیت کې هغه څوک چې د اخلاقي او روحاني ژوند قائله وي، هغه د دې فلسفې لارویان دي، چې زما په آند همدا د حقیقي ژوند درس دی، د اسلام ټول قانون له سر نه تر پایه درست او صحیح قانون دی چې همدا د اسلام روح دی.

عقل څه شی دی؟ دا د الله جل جلاله یوه ورکړه ده، د یوه شي حقیقت او ماهیت معلومولو ته عقل وایي، چې د منطق او استدلال په دایره کې وي. د جرمنی ممتاز شاعر او ناول لیکونکی نوالس (۱۷۰۴- ۱۸۰۱ ع) وایي: آیا د محمد صلی الله علیه وسلم وجود پر خدای باندې په غیبو سره د ایمان ښه نمونه نه ده؟ آیا د ده راتګ د الله تعالی د وجود ثبوت نه دی؟ ځکه چې دا یو فطري امر دی او د ده په راتګ سره ظلمت ولاړه او رڼا راغله، دا ډېر لوی نعمت دی، نو ځکه پر ده باندې فرض وه چې دا ښکلی پیغام ټول بشریت ته ورسوي، دا د کلمې لومړۍ برخه ده (لااله الاالله) او دوهمه برخه یې (محمد رسول الله ) دی او معنا داده، چې ده ته دالله پیغام راتللو او دی په دې باندې مامور  ؤ. کله چې بې بې خدیجې د ده هغه کیسه واوریده چې په غار حراء کې ورسره مخامخ سوی ؤ؛ نو په آخر کې هغې د ده د ټولو خبرو تائید او تصدیق وکړ.

داسلام په لومړۍ مرحله، درې کلونو کې صرف ۱۳ کسانو د ده پیغام (اسلام) قبول کړ، محمد صلی الله علیه وسلم له صبر او حوصلې څخه کار اخیسته، ځکه چې ټولو به د ده دعوت تمسخر باله، خو بل لور ته د ده حوصله او کلک هوډ دا هر څه جذب کړل، محمد صلی الله علیه وسلم به ویل:

که مې په ښي لاس کې لمر او په کیڼ لاس کې سپوږمۍ کېښودل سي، چې داسلام دعوت او تبلیغ پریږده؛ هیڅکله به له دې کار څخه منع نسم.
 
که څه هم محمد صلی الله علیه وسلم ته د کفارو او مشرکینو ګواښونه د حضرت بې بې خدیجې او د ابوطالب له مرګ وروسته ډېر سول او دوی ټولو د ده د مرګ پوره تکل کړی ؤ، خو د ده تدبیر ورباندې پیاوړي ؤ، ځکه چې دا یو الهي رالېږل سوی پېغمبر ؤ.

 یو ځل د نبوت په ۱۳ کال د مکې کفارو او مشرکینو له ۴۰ قبیلو څخه یو، یو مشر منتخب کړ، چې محمد صلی الله علیه وسلم له منځه یوسي؛ خو هغه مدینې منورې ته هجرت وکړ، په دغه وخت کې دی د ۵۳ کالو ؤ، چې اسلامي کلیزه هم له دغې ورځې څخه پیل سوه او دا د میلادي کال ۶۲۲ نېټه وه. مدینه منوره له مکې څخه ۳۲۰ کیلومتره لیرې ده، هلته د محمد صلی الله علیه وسلم پوره تود هرکلی وسو، له ده سره همدردي ښکاره سوه، چې همدا د ده لپاره د کامیابۍ سبب سو.

د عیسایانو د تثلیث عقیده او قرانکریم

تثلیث یوه فطري معماده، ځکه چې تثلیث څوک په ثبوت نسي رسولای، که څه هم زیات کار ورته کیږي، په عیسایت کې د فطرت، منطق او یقین نشتوالی دی  او هر څه پکې مهمل دي، خو د محمد صلی الله علیه وسلم لاره داسې نه ده،  محمد صلی الله علیه وسلم ته یو الهي کتاب (قرآن کریم) ورکول سو، یعنې هغه کتاب چې ویل کیږي، دا کتاب د معجزې په شان ټول بشریت ته وړاندې سو، مسلمانان د دې کتاب دومره تعظیم کوي، چې په ټوله عیسایي نړۍ کې د بایبل داسې قدر نه کیږي، په قرآن کریم کې هغه قوانین او اعمال شتون لري، چې ټولې نړۍ ته ورباندي د عمل کولو حکم سوی دی. دا د اسلامي عدالت یوه ټولګه ده، دا کتاب په ټوله نړۍ کې هره ورځ تر ټولو زیات شمېر کسان لولي، حفظ کوي یې، په مسجدونو کې تلاوت کیږی، د قرآن کریم غږ تر نورو ټولو غږونو څخه خوږ او د سکون وړتیا لري، د قرآن کریم لومړۍ ځانګړتیا دا ده چې اصلیت او صداقت لري، په قرآن کریم دوهمه ځانګړتیا دا ده چې د خلوص او انسانیت خیر خواهي ده، د قرآن کریم په لوستلو سره د کائناتو اصلي حقیقت انسان ته محسوسیږي، د مخکینیو پېغمبرانو یادونه پکې سوېده، لکه حضرت ابراهیم ، حضرت آدم، حضرت، حضرت، حضرت موسی، حضرت عیسی علیهم السلام او نور... 

زه د قرآن کریم ددې ایات څخه ډېر اغیرمن سوم چې د انسانانو تر منځ د مینې او لورینې بیان کوي، داسې شاعرانه او تمثیلي بیانونه پکښې دي چې په مستقیم ډول سره دخالق له لورې دي، په اسلام کې پنځه وخته لمونځ، روژه، اودس او داسې نور عبادات ترسره کول او له شرابو څخه پرهیز کول، څه اسانه کار دی، بلکې هیڅ داسې مذهب او نظریه په تاریخ کې نسته چې په اسانۍ سره دې اوج ته رسېدلې وي، بلکې له مختلفو مرحلو څخه به تیریږي. د شرابو بندیز هغه څه دي چې زما ډېر خوښ دي.

د اتل ټول صفات پکښې وه

د محمد صلی الله علیه وسلم د کور ماحول ډېر ساده ؤ، ساده رخت یې اغوسته، خوراک یې اوبه او ډوډۍ وه، په میاشتو، میاشتو یې اور نه دی بل کړی، که چېرې د محمد صلی الله علیه وسلم اخلاق او کردار لوړ نه وای؛ نو خپل قوم ورته داسې ښه راغلاست نه وایه، په نړۍ کې هیڅ داسې اتل نه دی تېر سوی چې ټول صفات دې پکښې وي؛ خو محمد صلی الله علیه وسلم وکولای سول چې په ۲۳ کلونو کې هغه ټول ښه صفات خپل کړي چې د یوه تکړه ماهر اتل ورته اړتیا وي، د محمد صلی الله علیه وسلم اخري وینا دعا وه، دا په داسې حال کې چې شونډې مبارکې یې په حرکت کې وه، د ده له رحلت سره د ده دین خراب نسو؛ بلکې نور هم منظم سو، د رحلت څخه دوه ورځې مخکې مسجد ته راغی، خلک یې راټول کړل او ورته یې وفرمایل: که ماڅوک په ناجایزه سره وهلی وي؛ هغه دې خپله بدله واخلي، که د چا قرض راباندې وي؛ هغه دې خپل قرض واخلي- یو اواز راغی درې درهمه! او هغه یې ادا کړل او ویې ویل: د دنیا شرمندګي د آخرت له رسوایۍ څخه غوره ده.

محمد (صلی الله علیه وسلم) زموږ ورور دی

که یو څوک په دې خبرو کې لږ فکر وکړي د محمد صلی الله علیه وسلم ټول شخصیت به ورته جوت سي، په یاد وساتئ چې محمد صلی الله علیه وسلم د آدم علیه السلام له اولادې څخه دی او زموږ ورور دی، باید موږ د ده د ذات تر ټولو د عزت او د شرف سبب وګرځوو.

د محمد صلی الله علیه وسلم لارښوونې روښانه او پراخه دي، نیکي یې د ژوند دایمي پیغام دی او برعکس بدي دایمي مرګ دی، چې همدا د دوزخ او د جنت لاره ده، دا د روح لوړوالی دی، چې  دې نظریې ته د (Utilitarianism) وایي، په دې نظریه کې د روحانیت لوړ معیار او د هغه ټول عناصر موجود دي، چې همدا د خدای هیله هم ده، محمد صلی الله علیه وسلم دا ټول انعامونه په ښه ډول سره په غالب کې راټول کړیدی، چې دا هر څه ایمان، اعتقاد، اعمال صالحه، نیک کردار، صبر، تحمل او داسې نور ورڅخه مرادیږي.

مینه ناک، مهربانه، مخلص او بریالی

که زه په لنډو ټکو کې درته ووایم، چې د غره په څېر د لوى زړه، تورو نافذو سترګو او ټولنيز روح څښتن ؤ، چې له مينې پرته یې بل څه نه پيژندل، فطرت هغه مخلص، نرم زړى او مينه ناك روزلى ؤ. د هغه وينا د طبيعت د زړه ناره ده چې بايد ورته غوږ ونیول سي، هغه خپلې جامې پخپله مینځلې او خپل بوټان به يې هم پخپله ګنډل، جګړه يې كوله، مشوره يې كوله او د دوى په منځ كې يې واك چلوه. زه مجبوره يم دغه سړى چې درویشت كاله يې له ستونزو سره ژوند وكړ او له سترو آزموينو بريالى راووت، (اتل) وبولم. (۱)
 
 
1Lecture 2. The Hero as prophet Muhammad: Islam. May 8, 1840 On Heroes,  Hero- Worship And the Heroic In History: pages, 25- 46

ماخذ: رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په اند
 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت دلائل
 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند
 

 

سرته