تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم شریف خطبه: د ځان اصلاح، بدلون او تقدیر
  تعلیم الاسلام
  January 1, 2017
  0

 بسم الله الرحمن الرحيم

د ځانونو د اصلاح طریقه
 
د. عبد البارئ بن عواض الثبیتي
ژباړه: جشید حقیار/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
۱۰/ ۳/ ۱۴۳۸ هـ
 
لومړۍ خطبه
 
الحمدُ لله، الحمدُ لله الذي رسَمَ لنا منهجَ إصلاحِ النفوسِ والتغيير، أحمدُه - سبحانَه - وأشكرُه على القليلِ والكثير، وأشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحدَه لا شريكَ له السميعُ البصير، وأشهدُ أن سيِّدَنا ونبيَّنا محمدًا عبدُه ورسولُه السراجُ المُنير، البشيرُ النذيرُ، صلَّى الله عليه وعلى آله وصحبِه الذين سلَكُوا بنا الوسطيةَ والاعتدالَ والتيسير، أما بعد:
 
ځان او تاسو ته د الله تعالی د ویري توصیه کوم؛ د الله تعالی ویره او تقوی پناه، ساتنه، نجات او کامیابي ده، الله تعالی فرمايي: 
 
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ) [آل عمران: ۱۰۲]
 
 ژباړه: اې مومنانو! له الله تعالی څخه په رښتني ډول و وېرېږئ، او په داسي حالت کي ځانونه مرګ ته وسپارئ، چي تاسي مسلمانان او غاړه اېښودونکي یاست.
 
د ژوند حالتونه هر وخت بدلېدونکي دي، په دې ژوند کي هر څه اوښتونکي دي، په ژوند کي کله روغتیا، کله مریضي وي، کله د ژوند حالت پورته، کله بیا کښته وي، کله قوت او کله کمزوري وي، کله لوږه او کله پراخي وي، کله فقر او کله بډايي، کله واده، کله بیا طلاق وي، کله امن کله وېره، کله غم کله خوشحالي وي، او نور اقتصادي تغیرات.
 
دا تغیرات د ژوند سره تړلي دي، له دې څخه هیڅ تېښته نسته، او موږ یې د تاریخ په صفحاتو او پاڼو کي لولو، خو دا چي کله ژوند سلبي او خراب حالت ته تغیر کوي، نو دا حالت انسان دردمن کوي، همت او اراده یې ور کمزورې کوي، او د ژوند په کارونو کي یې په پرمختګ کولو کي له کوښښ او هڅي راګرځوي.
 
مګر د مسلمان د عقیدې له اصولو څخه یو اصل دا دی، چي مسلمان باید په قضاء او قدر - که خیر وي که شرـ پوره ایمان ولري، یعني مسلمان باید په دې یقین ولري، چي امر او د نړۍ د چارو سمبالول او برابرول د الله تعالی په لاس کي دي، همدارنګه په دې ژوند کي چي کوم تغیرات او بدلونونو را مینځته کېږي، ټول د الله تعالی له خوا دي، چي د هغو حکمتونو او علتونو ته د بشر علم او پوهه نه ور رسېږي.
 
په قضاء او قدر ایمان درلودل پر انسان د ژوند سختۍ او مصیبتونه آسانه کوي، انسان دې ته آماده کوي، چي په ښه کلک عزم او ارادې سره عمل وکړي، او رزق او روزي له الله تعالی وغواړي، همدارنګه ژوند له تعطیل او درېدلو ژغوري.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (پوه سه! که دا ټوله خلګ تا ته د ګټي رسوني لپاره را ټول سي، نو هغوی به دومره ګټه در ورسوي، څومره چي الله تعالی ستا لپاره لیکلې ده، او که دوی ټول تا ته د تاوان او زیان رسولو لپاره را ټول سي، نو یوازي دومره زیان او تاوان به در ورسوي، څومره چي الله تعالی ستا لپاره لیکلی دی، قلمونه اوچت سوي دي، او پاڼي وچي سوي دي).
 
د رسول دغه نصیحت انسان ته د دې لارښوونه کوي، چي د دنیا او آخرت په ټولو کارونو او حاجتونو کي  یوازي الله تعالی ته امید او هیله وکړي، د الله تعالی پرته دي له بل چا غوښتنه نه کوي، او له بل چا څخه دي تمه هم نه کوي، لکه څنګه چي یو مسلمان په خپله ژبه یوازي د الله تعالی څخه غوښتنه او سوال کوي، خپل زړه دي هم یوازي په هغه پوري وتړي، او یوازي دي هغه ته امید وساتي، په دې خوی سره به انسان د عزت او شرف حالت ته ورسېږي، مګر هغه څوک چي په بل چا پوري زړه تړي، او له بل چا څخه یې غواړي، نو هغه به هرو مرو له ټيټوالي او ذلت سره مخامخ سي.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (پر چا چي فقر او مسکيني راسي، نو که دی د خپلي مسکینۍ د لیري کولو لپاره د خلګو څخه مرسته وغواړي، هغوی به هیڅ مرسته ورسره ونکړي، مګر که چېري له الله تعالی څخه مرسته وغواړي، الله تعالی به ژر یا لږ وروسته روزي ورکړي.)
 
مسلمان باید د الله تعالی په اړه ښه ګمان وکړي، دی باید دا عقیده ولري، چي د الله تعالی قضاء او قدر او الهي پېښي د الله تعالی پر حکمت، پوره عدل او مهربانۍ ولاړي دي، هغه چي وغواړي، څوک مسکین کوي، څوک بیا مالداره کوي، چا ته قوت او غلبه ورکوي، او څوک بیا کمزورۍ کوي.
 
مومن همېشه د خپل ژوند هره شېبه او هر حالت د الله تعالی په رضایت او خوښۍ کي تېروي، هغه چي کله له خپل ځان او خپل رب څخه راضي وي، نو شپه او ورځ آرام او مطمئن وي، کله چي یې پر الله تعالی یقین او باور پوخ او کلک سي، نو د خپلي آیندې او را روان ژوند په اړه هم اطمان او آرامتیا احساسوي.
 
په قضاء او قدر ایمان دا معنی نه لري، چي انسان ځان نا امیده کړي، له کاره لاس واخلي، او ځان د ژوند حالتونه ته تسلیم کړي، بلکي په قضاء او قدر ایمان راوړل له مسلمانه غواړي، چي یو قدر په بل قدر دفع کړي، په صبر او حوصلې سره په اسبابو عمل وکړي او د خپل ژوند د سمولو لپاره پوره کوښښ وکړي؛ 
 
ځکه ډېر خلګ فقیران وه، خو الله تعالی ماړه کړل!
څوک په مصیبت او سختۍ کي و، خو الله تعالی ور څخه لیري کړه!
ډېر خلګ غمجن وه، خو الله تعالی خوشحالي ورکړه! 
څوک بیا مریضان وه، الله تعالی د صحت او روغتیا جامې ور په تن کړې! 
او ډېرو مظلومانو په دې دنیا کي د الله تعالی لخوا د دوی لپاره له ظالمانو څخه انتقام ولیدی!
 
کله چي انسانان له ناببره تغیر سره مخامخ سي، نو د لمونځ کونکو ماسوا نور د هلع او بې صبرۍ په مرض اخته کېږي، یعني که بد حال پر راسي ډېر فریاد او شکایتونه کوي، او که خوشحالي پر راسي، بیا بخیل نا شکره سي، الله تعالی فرمايي: 
 
﴿إِنَّ الْإِنسَانَ خُلِقَ هَلُوعًا (۱۹) إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعًا (۲۰) وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا (۲۱) إِلَّا الْمُصَلِّينَ (۲۲) الَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَاتِهِمْ دَائِمُونَ﴾ [المعارج: ۱۹- ۲۳]
 
ژباړه: انسان ډېر هلوع (فریاد کونکی او بخیل) پیدا سوی دی، کله چي سختي پر راسي ډېر فریاد او شکایتونه کوي، خو کله چي ښېګڼه (او دنیا) ورکول سي، بیا یې هیڅ چا ته نه ورکوي، مګر هغه لمونځ کونکي داسي نه دي، چي همېشه خپل لمونځ کوي.
 
کله کله انسان د خپل ژوند د ښه کولو او غوره کولو څخه غافله سي، په روانو پېښو کي خبري او څېړني کوي، په اوږدو امیدونو کي ډوب وي، او په داسي کارونو او خبرو کي بحثونه کوي، چي ده ته هیڅ ګټه او فایده نه رسوي، تر دې چي خپل ټول وختونه او اوقات یې د همدې په سبب برباد او خراب وي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
 
(د هغه څه په لټه کي اوسه، چي تا ته ګټه رسوي.)
 
ډېر شکایتونه کول، بد مزاجي کول، د زمانې پر خرابوالي حکم کول، او په ټولنه کي سلبي او منفي فکر راپارول، د خلګو رغبت او شوق له مینځه وړي، ارادې یې کمزوري کوي او د پرمختګ مخه نیسي.
 
مومن همېشه د دنیايي تغیراتو او سختیو په حال کي په خپل فکر او نظر عمل نه کوي، بلکي دا الله تعالی ته پرېږدي؛ ځکه ډېري سختۍ له ځان سره آسانۍ راوړي! او ډېر مصیبتونه او کړاوونه د نعمتونو سبب ګرځېدلي دي!
 
عاقل او هوښیار مومن په دې پوهېږي، چي په ژوند کي بدلونونه ستر نعمت دی؛ ځکه دا بدلونونه او تغیرات ده ته د ښه ګمان، نېک پالۍ، او امیدونو لاري خلاصوي، او دا د بریالیتوب، پرمختګ او آبادۍ فرصتونه دي، کله چي به د اصحابو رضي الله عنهم سختۍ او مصیبتونه زیات سول، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به هغوی ته زېري ورکول، او په خپلو خبرو سره به یې د هغوی په زړونو کي د الله تعالی د نصرت او مرستي امیدونه او هیلي اچولې.
 
له عدي بن حاتم رضي الله عنه څخه روایت دی، چي زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وم، په دې وخت کي یو سړی راغلی، او د خپلي مسکینۍ څخه یې شکایت ورته وکړ، بیا بل راغلی، او د لاري د غلو څخه یې شکایت وکړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (اې عدي! د حیره منطقه دي لیدلې ده؟) ما ورته وویل: ما خو نه ده لیدلې، مګر ما ته یې په اړه معلومات راکول سوي، هغه وفرمایل: (که دې عمر اوږد سو، نو ښځه به ووینې، چي له حیره څخه به سفر وکړي، تر دې چي پر بیت الله به طواف وکړي، او د الله تعالی ماسوا به له هیڅ چا نه وېرېږي.) ما له ځان سره وویل: نو په دې وخت کي به د طیء د قبیلې ورانکاران چېري وي، چا چي پر مځکه د فساد اور بل کړی دی؟، [رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل]: (که دې عمر اوږد سي، نو د کسری د پاچاهي خزانې به د مسلمانانو لاس ته ورسي). ما ورته وویل: کسری بن هرمز ښیاست؟، هغه وفرمایل: (هو، کسری بن هرمز ښیم، او که دي عمر اوږد سو، نو ته به یو سړی ووینې، چي لاسونه به یې له سرو او سپینو زرو ډک وي، هغه به په یو داسي چا پسي ګرځي، چي ور څخه وایې خلي، خو هیڅوک به پیدا نکړي، چي ور څخه وایې خلي).
 
مسلمانانو وروڼو!
 
مسلمان پر دې امر سوی دی، چي په خپل ځان، خپلو خویونو، او خپل ژوند کي د هدایت او ښه والي پر خوا تغییر او بدلون راولي، او د سلبي او منفي تغیراتو مخه ونیسي؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل ژوند او د خپلو اصحابو د ژوند په ډېرو کارونو او خبرو کي بدلون او تغیر راوستلی و.
 
هغه جنګ ته سوله او جوړه ویلي دي، د شعب الضلاله نوم یې په شعب الهدی واړوی، همدارنګه بني مغویه نوم یې په بني رشده واړوي، او د هغه ځایونو بد نومونه يې نه خوښول، کله چي مدینې منورې ته راغلی، نوم یې (یثرب) و، نو هغه یې په (طیبه) واړوی.
 
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم به غلط فکرونه اړول، هغه خپلو اصحابو ته یوه ورځ وویل: (تاسي رقوب (زوی مړی) چا ته وایاست؟) دوی وویل: هغه څوک چي اولاد یې نه ورته پاتېږي، هغه وفرمایل: (دې ته زوی مړی نه وايي، بلکي زوی مړی هغه چا ته وايي، چي هیڅ اولاد یې ژوندی نه پاتېږي (چي په دې سره د اولاد پر مرګ له صبر او د هغه له ثواب څخه محروم پاتېږي). بیا یې وفرمایل: (تاسي پهلواني څه ته وایاست؟)، دوی ته ورته وویل: پهلوان هغه چا ته وايي، چي هیڅوک یې نسي ماتولای. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (دې ته پهلوان نه وايي، پهلوان هغه څوک دی، چي د غضب او قهر پر وخت صبر کوي).
 
کله کله د انسان ذهن او فکر ته داسي منفي سوچونه ولوېږي، چي بیا دی فکر کوي، چي دی په خپل ژوند کي په ښه ډول بدلون نسي راوستلای، خو دا د ده او د ده د پرمختګ تر مینځ ډېر لوی خنډ دی، او دی د شا پر لوري بیايي، داسي فکرونه او سوچونه باید په مثبتو او امید لرونکو سوچونو بدل سي، باید د ده په فکر کي داسي سوچونه ښخ سي، چي دی پوه کړي، چي په دې ژوند کي کار او کوښښ ته ضرورت سته، او هر څومره مشکل چي په ژوندانه کي پېښېږي، بیا هم یوه حل لاره لري.
 
همدا وجه ده، چي د قوي ارادې او عزم خاوندان د خپل ژوند په چارو کي مثبت او غوره تغیرات راولي، چي له امله یې جګړې، شخړي او خصومات، په محبت، میني او ورورګلوۍ بدلوي، همداراز دوی د بدو ملګرو پر ځای د ځان لپاره نېک او غوره ملګري پیدا کوي، او د هغه بدو عادتونو او خویو سره مقابله کوي، چي هغه د اسلامي دین سره په ټکر کي دي.
 
د انسان په ژوند کي مهم بدلون او تغییر دا دی، چي په خپل ذات او شخصیت کي تغیر راولي، له همدې ځایه د امت په دې روان بد حالت کي هم تغیر او بدلون رازي، هغه اسلامي امت چي له وروسته پاته والي، فقر او مسکینۍ څخه فریاد کوي، بیا به هر مسلمان ځان په علم او پوهي سمبالوي، علم او پوهه د هر تمدن او حضارې د ملا تېر او په هره زمانه کي د پرمختګ راز دی، الله تعالی فرمايي:
 
﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ﴾ [الرعد: ۱۱] 
ژباړه: یقینا الله تعالی د هیڅ قوم حالت نه ور بدلوي، تر څو پوري چي دوی خپله خپل حالت ته تغیر او بدلون ور نکړي.
 
همدارنګه د ښه او غوره تغیر لپاره باید نیتونه او ارادې هم پاکي سي، الله تعالی فرمايي:
 
﴿وَذَلِكُمْ ظَنُّكُمُ الَّذِي ظَنَنتُم بِرَبِّكُمْ أَرْدَاكُمْ فَأَصْبَحْتُم مِّنَ الْخَاسِرِينَ﴾ [فصلت: ۲۳]
ژباړه: دا ستاسي هغه ګمان دی، چي تاسي د خپل رب په هکله کړی و، (دغه ګمان) هلاک کړلاست، نو تاسي زیانمن او تاوانیان سولاست.
 
په حدیث کي راغلي دي، الله تعالی فرمايي:
 
(زما بنده چي زما په هکله څنګه ګمان کوي، زه د هغه لپاره هغسي یم، او کله چي ما یاد کړي، زه له هغه سره یم).
 
     الله تعالی دي زما او ستاسو لپاره قرآنکریم برکتمن وګرځوي، د هغه د حکمت څخه له ډک نصیحت او آیتونو څخه دي ما او تاسو برخمن وګرځوي، زما خبره همدومره وه، زه له الله تعالی څخه د ځان ستاسو او ټولو مسلمانانو لپاره د مغفرت غوښتونکۍ یم، تاسو هم له هغه څخه مغفرت و غواړئ، یقینا چي هغه ډېر زیات بخښونکۍ او پوره مهربانه دی.
 
 د حرم شریف نوري خطبې دلته کلیک کړئ
 

 

سرته