تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خپلي لوڼي ژر په نکاح نه ورکول
  تعلیم الاسلام
  January 10, 2017
  0

 لیکنه: مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
دا يو حقيقت دی، چي ښځه هم د نر غوندي جفت او د ژوند ملګري ته اړتيا لري، چي د ځوانۍ سره هم مهاله بايد ورته د ملګري تابيا ونيوله سي، خو له بده مرغه ځيني خلک خپلي لوڼي او يا هم ځيني وروڼه خپلي خويندي د بلوغ وروسته ډېره موده ساتي، آن چي ځيني ئې تر (۳۵) او يا (۴۰) كلنۍ پوري هم رسيدلي وي، د داسي خلکو دا عمل هم شرعاً اوهم د انساني فطرت له نظره ناروا دی، شرعاً ځكه چي الله پاك د خپل رسول  صلی الله علیه وسلم  په ژبه انسانانو ته داسي سپارښتنه كړې ده، چي تاسو د انجونو په وركولو كي ځنډ مه كوئ! 
 
رسول اكرم  صلی الله علیه وسلم  حضرت علي  رضی الله عنه  ته په درو شيانو كي د تلوار سپارښتنه كوي، چي يو ئې د ښځي ژر په نكاح وركول دي: 
 
( وَالايْمُ اِذَاوُجِدَتْ لَهَا كُفْوًا ).(رواه الترمذي- المشكاة ۱/۱۹۲}.
 
ژباړه:او همداسي مه ځنډوه بې خاونده ښځه کله چي سيال ورته پیداسي؛ یعنی په نکاح ورکولو کي ئې ځنډ مه کوه.
 
په بل حديث شريف كي راځي:
 
( عَنْ عُمَرْبِنْ خَطَّابْ رضی الله عنه  وَاَنَسْ بِنْ مَالِكْ  رضی الله عنه  عَنْ رَّسُولِ اللهِ  صلی الله علیه وسلم  قَالَ فِي التَّوْرَاةِ مَكْتُوبٌ مَنْ بَلَغَتْ اِبْنَتُهُ اِثْنَتَيْ عَشْرَةَ سَنَّةً وَلَمْ يُزَوِّجْهَا فَاَصَابَتْ اِثْماً فرکبت اثما فَاِثْمُ ذَالِكَ عَلَيْهِ) [شعب الإیمان حدیث ۸۳۰۲ و ۸۳۰۳]
 
ژباړه: عمر بن خطاب  رضی الله عنه  او انس بن مالك  رضی الله عنه  د رسول اكرم  صلی الله علیه وسلم  څخه روايت کړی دی، چي ده وفرمايل: په تورات كي ليکل سوي دي: چي د چا لور دوولسو كالو ته ورسيږي اوده په نكاح نه وي وركړې او هغه ښځه د ګناه مرتكبه سي نو ګناه ئي د پلار په غاړه ده.
 
(عَنْ عُمَرَبْنِ الْخَطَّابْ رضی الله عنه  اَنَّهُ قَالَ: زَوِّجُوْا اَوْلاَدَكُمْ اِذَاَ بلَغُوْا لاَتَحْمِلُوْا آثَامَهُمْ) {ابن الجوزي احكام النسآء: ۳۴}. 
 
ژباړه: د عمر بن خطاب رضی الله عنه  څخه روايت دی، چي ده وفرمايل: خپل اولاد په نكاح وركړئ كله چي بلوغ ته ورسيږي، ځانونه د دوی په ګناهونو باندي مه باروئ.
 
په شريعت كي هم ددې له پاره ډيري نمونې لرو، چي پلرونو خپلي لوڼي په خپله په نكاح وركړي دي، لكه: موسی علیه السلام ته چي دده خسر ددې وړانديز كوي چي زه غواړم خپله يوه لور تاته دركړم، چي بيا همداسي كيږي او خپله لور وركوي. 
 
همدا راز حضرت عمر  رضی الله عنه  د خپلي لور حفصې رضی الله عنها د نكاح كولو وړانديز حضرت ابوبكر  رضی الله عنه  او حضرت عثمان  رضی الله عنه  ته كوي، چي بيا رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ورسره نكاح كوي.
 
همدا راز سعيدبن المسيب رضی الله عنه چي تابعي او يو ستر مجتهد او مقتدا عالم وو د خپلي لور د نكاح وړانديز خپل شاګرد عبد الله بن أبي وداعه ته كوي، چي هغه هم ورسره نكاح كوي.
 
نو دا هيڅ بد كار نه دی، چي څوك دي د خپلي لور د نكاح وړانديز يو صالح او نېك انسان ته وكړي ځكه لكه سړی، چي د خپل زوی له پاره د ښځي په انتخاب كي څومره جدي او دقيق وي، داسي بايد د خپلي لور د خاوند په انتخاب كي هم جدي او دقيق وي.
 
له بله پلوه په كور كي د ښځي ډېر كښينستل ددې لامل كيږي، چي ښځه دي د ډېرو روحي او جسمي ناروغيو سره لاس او ګريوان سي، چي بيا ئې د عمر تر آخره پوري تداوي ګرانه وي.
 
نو پلرونه او د كور مشران بايد دې خبري ته ډېره پاملرنه وكړي او خپلي لوڼي تر بلوغ وروسته سم ځای په نكاح وركړي.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه
 
-------------------
علمي وړانګي: د انجونو نکاح ځنډول
 
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته