څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: January 12, 2017
       
نبي کريم ﷺ د کوسټن ورجیل په آند

 نبي کريم صلی الله علیه وسلم د کونسټن ورجيل جار جيو له نظره

ژباړه او ټولونه: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه



کونسټن ورجیل جارجیو د رومانیې هیواد د بهرنیو چارو وزیر او یو نړیوال ممتاز مستشرق ؤ، ده د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د شخصیت په اړه پوره مطالعه کړې، ده د اسلام راتګ، د خپل انقلاب او د فرانسې د (۱۷۸۹م) کال له انقلاب سره پرتله کړی او زیاته کړې یې ده، چې زموږ په انقلاب کې د اسلامي انقلاب هیڅ څرک نسته، هغه له ډېرې مودې وروسته بیا هم پوره محسوسیږي، په اسلام کې پوره مساوات او عدل شتون لري، هغه بلال رضی الله عنه چې یو وخت غلام ؤ، خلکو ورته سیدنا حضرت بلال حبشي رضی الله عنه ویلي، یو بل غلام د زید بن حارثه زوی (اسامه) د اسلامي لښکر مشر وټاکل سو، چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له رحلت څخه وروسته یې پر روم باندې حمله وکړه او امیرالمؤمنین خلیفة المسلمین حضرت عمر فاروق رضی الله عنه دده تر مشرۍ لاندی وجنګېده، د اسلام ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د عامو انسانانو په شان د لوږې ښکار ؤ، پر نس باندې یې ډبرې تړلې، د نبوي مسجد په تعمیر او د خندق په کیندلو کې یې نه یواځې د عامو کسانو په شان کار کاوه؛ بلکې تر نورو زیات زحمتکښ ؤ، موږ په ټول بشریت کې داسې بېلګه نلرو.

په عربو کې چې کومې ځانګړتیاوې له اسلام څخه مخکې وې؛ تر اسلام وروسته هم پکې پاتې سوې، لکه مېلمه پالنه او له مظلومانو او تنګلاسو خلکو سره مرسته کول، چې د اسلام له کبله دا توان په عربو کې نور هم زیات سو.

 په اسلام کې بله ښېګڼه دا ده چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، چې ټول انسانان له خاورو څخه پیدا سوی دي، یو له بله سره هیڅ توپیر نلري. که زه یوه بېلګه درته وړاندې کړم، حضرت بلال رضی الله عنه یو تورپوستی غلام ؤ، کله چې هغه آزاد سو؛ نو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خپل موذن مقرر کړ، خلکو له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره داسې مینه درلوده؛ چې له خپلو سرونو څخه هم ورته تېر وو، لکه د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه چې دوه وینځې وې، عمر بن خطاب داسی ووهلې چې وینې ترې بهېدلې او ورته ویل یې، چې اسلام پرېږدئ، هغوی دا ربړوونې قبولې کړې خو له اسلام څخه یې مخ وانه ړاوه بیا حضرت ابوبکر صدیق رضی الله راونیولې او آزادې یې کړې.

په اسلام کې لومړۍ شهيده ښځه:

د سمیّه په نوم د ابوجهل یوه مینځه وه، ابوجهل دې ته تر نورو مینځو زیاته توجه کوله، ځکه چې هغې له حامله دارو ښځو سره، د اولاد د زیږون پر مهال مرسته کوله، کله چې دې اسلام قبول کړ او ابوجهل ورنه خبر سو، نو ورته ویې ویل چې اسلام پرېږده! سمیّه وویل چې دا امکان نلري، ابوجهل لعین دومره ووهله چې په وینو یې سره کړه، کله چې حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه پرې خبر سو، نو ابوجهل ته یې وویل چې زه سل دیناره درکوم، دا مینځه ماته راکه، ابوجهل انکار وکړ، بیا یې ورته وویل چې زه دوه سوه دیناره درکوم، ابوجهل بیا انکار وکړ، په دریم ځل بیا ابوبکر صدیق رضی الله عنه ورته وویل چې زه قاضیه درکوم، (قاضیه هغه اوښان وو چې کله به یو چا قتل وکړ، د هغه په بدل کې به یې د مقتول کورنۍ ته ورکړل)، خو بیا هم ابوجهل د تېر په څیر انکار وکړ او په هیڅ ډول سره یې حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته سمیّه ورنکړه، هره ورځ به یې داسې وهله چې بې هوښه به سوه.

آخر ابوجهل د سمیّې د وژلو تکل وکړ، کعبې ته یې راوستله، نور خلک هم حاضر وو، پوښتنه یې ورڅخه وکړه چې اسلام پرېږدې! هغې ورته وویل: هیڅ امکان نلري، ابوجهل هغه په سینه کې په نېزه ووهله او شهیده یې کړه، چې دا په اسلام کې لومړۍ شهیده ښځه ده.

 په یوې مینځې کې داسلام داسې مینه وه چې له خپل ژوند څخه تېره سوه خو له اسلام نه تېره نسوه. (۱)

(۱): Muhammad is in the light of History: pp123
ماخذ: رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په اند
------------------------

 
 
د همدې برخي نور توکي

د زمزم اوبه په اسلام اوساینس کی

کتاب