تازه سرليکونه
د (زريني کرښي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زریني کرښي
  تعلیم الاسلام
  January 14, 2017
  0

 لیکنه: محمد اسماعیل شهاب / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
زياتوب:
 
ډېر باور مه کوه، ډېر محبت مه کوه، ډېر افراط او تفريط مه کوه او ډېر خوب او خوراک مه کوه، ځکه دغه زياته کړنه به دي زیات وکړوي.
 
د وخت ښه تعریف:
 
وخت کرار دی کله چي ته منتظر يې.
وخت تېز دی کله چی پرتا ناوخته وي. 
وخت ځنډنی وي کله چي ته خپه يې.
وخت لنډ وي کله چي ته خوشحاله يې.
وخت نه ختمېدونکی وي کله چي ته زخمي يې.
وخت اوږد وي کله چي ته خسته يې.
وخت ستاسو پر احساساتو او روحي حالت باندي مشخصيږي نه پرساعت، نو هرکله ښه وخت ولرئ!
 
سنتره:
 
نبي صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: تاسي د سنتره ( يو ډول مالټه ده، منځ ئې سوردی.) استعمال کوئ، ځکه چي سنتره زړه قوي کوي. (کنزالعمال:۲۸۲۵۳). 
 
صلاة الفجر:
 
دا غوره ده، چي خلک بيده وي اوخپل ځان ته د جسد راحت حاصلوي او ته ولاړيږې د خپل نفس، روح اوجسد له پاره د خپل رب جل جلاله څخه راحت طلبوې او دالله تعالی رضاء غواړې... پرېښوونکي ئې محرومه دي!! (مجلــــة النصائح العامة.)
 
کله چي لمر پر لوېدو سي د کوچنيو خلګو سايه هم غټيږي. (استاذ اشفاق احمد. زاويه سووم صفحه: ۱۷۳) 
 
پرده د ښځو له پاره څنګه د حفاظت سپر دی؟
 
دحجاب حفاظت هغه وخت کيږي کله چي دنورو اسلامي آدابو خيال هم وساتل سي، مثلاً: 
 
۱- کوچنيو هلکانو او کوچنيو انجونو ته په کوچنيوالي دحيا آداب ور زده کول، بېله ضرورته له کوره نه وتل، په کورني ترتيباتو کي د نارينه او ښځينه وو له آزادانه اختلاط څخه مخنيوی کول، کورته د محرم او نامحرم نارينه وو تګ و راتګ په شرعي دائره کي انحصارول، د مخلوطو تعليمي ادارو څخه د کوچنيانو ساتل، اولاد ته پر وخت باندي واده ورکول، د کوم چا چي مېرمن وفات سوې وي دهغه کور بيرته ژر ورابادول، دا ټوله کارونه يوازي د ښځو نه دي بلکي د نارينه وو هم دي. (ليکنه: أم نورالعين)
 
صبر!
 
دصبر څخه د رحمت انتظار کوه! کوم شی چي ستا له پاره وي هغه به صرف ستا له پاره وي، د ځنډ څخه راتګ به ئې دکوم حکمت له وجهي وي او د هغه حکمت معلومول ستا تر پوهي لوړه خبره ده.
 
خوښي!
 
دخوښۍ پلټنه هغه وخت تکميليږي، چي له نورو سره خپله موازنه (ځان تلل) پرېږدې.
 
درې وفاداره!!!
 
۱- مال تر مرګه پوري. ۲- اولاد تر قبره پوري. ۳- اعمال تر حشره پوري،وفاء کوي.
 
تربيه:
 
د هغو کسانو سره خو ګذاره کيدلای سي، چي طبيعت ئې خراب وي، مګر د هغه چا سره ګذاره نه کيږي، چي "تربيه" ئې خرابه وي.
 
عقلمند:
 
عقلمند هغه نه دی، چي يوازي ښه او بد پېژني، بلکي اصلي عقلمند هغه دی، چي د ښو پيروي وکړي او له بدو څخه ځان وژغوري.
 
شکایت: 
 
د زمانې څخه شکايت مه کوه، بلکي خپل ځان ته تغير ورکړه، ځکه د ناپاکۍ څخه د پښې د ساتلو طريقه داده چي بوټونه په پښو کړل سي، نه دا چي په ټوله ښارکي غالۍ هواري سي.
 
قضاوت:
 
دنورو په هکله ژر قضاوت انتقاد نه بلکه توهين دی:
هر ښه او خوښ شی بې کاره نه دی.
هره ښه وينا غوړه مالي نه ده.
هر خندیدونکی بېغمه نه دی.
هره فيشن کوونکې فاحشه نه ده.
هر انسان سړی نه دی.
هر مالداره بي رحمه غل نه دی.
هر انسان جنتي يا هر انسان دوږخي نه دی.
نو بيا ژر قضاوت مه کوئ!
 
دوست:
 
دوست هغه چاته وايي، چي د هغه څخه هيڅ بېره، ډار او اندېښنه نه وي.
 
رشته: 
 
د تعلق قطع کولو مشوره خو هرڅوک درکولای سي، مګر د تعلق ساتلو او د هغه د محکمولو ترغيب يو باشعوره او حساس انسان درکولای سي!!
 
اخلاق:
 
پر اختلافاتو باندي صبر کول او دنورو زغمل اصلي اخلاق دي.
 
دعاء:
 
يو بل په دعاوو کي سره يادوئ، کېدای سي ديو چا ډېر غټ کار ستا دکوچنۍ دعاء محتاج وي.
 
سخت:
 
بهترين ملګری سخت دی، چي پيدا يې کړې، مشکله ده، چي پرې يې ږدې، ناممکنه ده، چي هېر يې کړې. 
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته