تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مولانا سلیم الله خان صاحب وفات سو
 
  January 15, 2017
  0

 لیکنه: نوید احمد 

د اسلامي نړۍ مشهور عالم مولانا سلیم الله خان صاحب تیره ورځ (یکشنبه) وفات سو. إنا لله وإنا إليه راجعون


مولانا سلیم الله خان رحمة الله علیه د هندوستان په مظفر نګر ایالت کي زېږېدلی دی. په ۱۹۴۲ م کال کي د نړۍ په مشهوره اسلامي مدرسه (دارالعلوم دیوبند) کي شامل سو او د هغه وخت د مشهورو اکابرو علماوو څخه یې علوم حاصل کړل لکه د هند مشهور عالم مولانا حسین احمد مدني، مولانا اعزاز علي، مولانا محمد ادریس کاندهلوي او داسي نور رحمة الله علیهم.

وروسته يې د هندوستان په مفتاح العلوم مدرسه کي تدریس پیل کړی او ۸ کاله یې دیني طلباوو ته د قران، حدیث، فقهي او نورو علومو تدریس وکړی.

تر دې وروسته پاکستان ته مهاجر او هلته یې د دیوبند د مسلک په مشهورو مدارسو کي تدریس پیل کړی بالاخره په ۱۹۶۷ م کال کي يې خپله ځانګړې مدرسه (جامعه فاروقیه) تاسیس کړه چي په نړیواله سطحه یوه منل سوې اسلامي مدرسه بلل کیږي او د خارج او داخل څخه دیني طلباء درس پکښي لولي.

مولانا سليم الله خان صاحب د مشهور او منلي نړیوال عالم علامه مفتي محمد تقي عثماني صاحب استاذ تیر سوی دی.

د خپل علمي استعداد او علمي هڅو په نتیجه کي یې د وفاق المدارس په نامه یوه داسي علمي اداره رامنځ ته کړه چي د حنفي مذهب او د دیوبند د مسلک ټولي مدرسې د همدې ادارې تر سرپرستۍ لاندي مخ ته ځي چي نصاب، ازمویني او معیاري تعلیم برابرول يې اهم اهداف دي.

مولانا سلیم الله خان رحمة الله علیه تقریباً ۶۹ کاله د اسلام په خدمت کي تیر کړی چي تر نیمي پیړۍ زیات وخت کیږي، په زرګونه علماء یې د اسلام او مسلمانانو د خدمت لپاره روزلي دي. د خپل ژوند په اوږدو کي یې د بخاري شریف یوه ډیر علمي او څېړنزه شرحه په اردو ژبه د (کشف الباري عما في صحیح البخاري) په نامه په میراث پرېښول چي په علمي میدان کي زیات مقبولیت لري.
 
https://archive.org/details/KASHFULBARI_201604

تالیفات:

کشف الباري عما في صحیح البخاري (۱۶ جلده)
ستر محدثین او د هغوی د کتابونو پیژندنه
الامام البخاري حیاته و اعماله (عربي)

د مولانا سلیم الله خان رحمة الله علیه وفات نه هیرېدونکې ضایع ده، ټول اسلامي امت ته تسلیت وایو، الله عزوجل دي جنت فردوس ورکړي. إنا لله وإنا إليه راجعون
 

 دارالعلوم دیوبند

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته