څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: January 16, 2017
       
تعلیم الاسلام مجله ۲۰ او ۲۱ ګڼي چاپ سوې

 

 تعلیم الاسلام مجله ۲۰ او ۲۱ ګڼي چاپ سوې

 

 
الحمد لله د تعليم الاسلام مجلې نوې ۲۰ او ۲۱ګڼي تازه له چاپه راووتل، مينه وال کولای سي د تعليم الاسلام راډیو له دفتر یا د ښار د مرکزي کتابخانو یا قرطاسيو څخه په ارزانه قیمت لاس ته راوړي.  
د تعليم الاسلام مجلې پرلپسې ۲۰ او ۲۱ ګڼي په لوړ کيفيت او زيات تېراژ له  چاپه راووتې.

دا مجله پر مختلفو اسلامي، علمي، تعلیمي، تربیتي، تحقیقي او نورو ګټورو لیکنو او شعرونو مشتمله ده. د مجلې ځانګړتیا دا ده چي د ټولني د هري طبقې لپاره لیکني لري او اکثره لیکني یې لنډي او جالبي دي.

 تعلیم الاسلام مهالنۍ مجله ددې ادارې یوه مهمه څانګه ده چي تر اوسه یې الحمدلله ۲۱ ګڼي چاپ سوي دي او په زیاته کچه مېنه وال لري.

ضروري یادونه: تاسو کولای سی خپلي اسلامي، علمي او نوري ګټوري لیکني او یا هم ژباړي همدې مجلې ته د لاندي ایمیل ادرس د لاري راولېږی:

majalah@taleemulislam-radio.com
info@taleemulislam-radio.com

د یادوني وړ ده چي لنډي، جالبي او ګټوري لیکني ته د نشرېدو حق اولیت ورکول کیږي.
 
  جزاکم الله خیرا
 اداره