تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي۱۱
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 17, 2017
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
ايا ښځه کمترين مخلوق دئ؟
 
شيخ الاسلام محمد تقي عثماني صاحب دا سوال داسي ځوابوي:
 
 ښځه هيڅکله کمترين مخلوق نه دئ، بلکې د نر په مقابل کي کمزورې ده، لکه موږ چي ئې په مشاهده سره وينو، له همدې کبله د کسب او معاش مسئوليت د ښځې له اوږو څخه ليري شويدئ، له همدې کبله ئې په جايداد کي هم برخه نيمايي ده د نر په پرتله.
 
د نر او د ښځې د پيدايښت فلسفه: 
 
 د لومړي ځل لپاره الله جل جلاله حضرت آدم عليه السلام له خاورو څخه پيدا کړ او بيائې له حضرت آدم عليه السلام څخه دده جوړه (بي بي حوا رضي الله عنها) پيدا کړه، چي له دې څخه موخه داده چي دوی دواړه يوه ځانګړې مينه سره لري او د دوی دواړو مينه او اړيکې د انساني نسل د بقاء لپاره ده. الله جل جلاله فرمايي:
 
 يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً. (سورت النسآء: ۱)
 ژباړه: ای خلکو له خپل رب څخه وويريږئ، هغه چي تاسي ئې له يوه نفس څخه پيدا کړي ياست او د هغه جوړه ئې له هماغه څخه پيداکړه او له هغو دواړو نه ئې ډېر نارينه او ډېري ښځې خواره کړل.
 
نر پر ښځه باندي حاکم دئ:
 
 امام نووي رحمة الله عليه يو باب ټاکلی دئ چي سر ليک ئې دئ (حق الزوج علي المرأة) يعني د خاوند حق پر خپله مېرمن باندي چي په دې کي ئې د قرآن کريم دا ايات راوړی دئ:
 
الله جل جلال فرمايي:
الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّـهُ بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ. (سورة النسآء: ۳۴)
 ژباړه: سړي پر ښځو باندي حاکمان دي، له دې کبله چي الله ځيني د دوی ته پر ځينو نورو غوراوی ورکړيدئ او له دې امله چي نارينه (د ښځو لپاره) خپله شتمني لګوي.
 
قوام: و هغه چاته ويل کيږي چي د انتظام ذمه واره وي.
 
 په دې ايات کي د نر فضيلت او حاکمتوب له دوو وجهو په سبب بيان شوی دئ لومړی دا چي الله جل جلاله چي کوم صلاحيتونه په نر کي ايښي دئ هغه ښځه نلري، فطري جوړښت او دوهم دا چي نر پر ښځه باندي په دې حاکم دئ چي خپل مال په ښځه باندي مصرفوي نو له همدې کبله نر حاکم دئ.
 
سړی فطرتاً پر ښځه باندي لوړ مقام لري:
 
په قرآن کريم کي راځي:
الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ. (الایة)
ژباړه: سړي پر ښځو باندي حاکمان دي.
 
 نر پر ښځه باندي په فطري ډول سره لوړوالی لري، عقل يې زيات دئ، هغه د سياست د ډکر دئ، ټول حقوق په ښه ډول سره و سرته رسولای شي، ننګ او ناموس ساتل د نر کار دئ، د مال ګټل، د ښځې د خوراک، څښاک او کالو کفيل هم خاوند دئ، له همدې کبله که د خاوند ښځه نا اهله وي نو خاوند دا حق لري چي و ښځې ته سزا ورکړي خو د سزا کيفيت يې هم معلوم دئ، لومړی به ورته پند او نصيحت کوي، که دا طريقه اغېزمنه نه وه نو بيا دي ورڅخه په ځاي کي بېل شي، که دغه طريقه هم اغيزمنه نشوه نو بيا جسماني سزا ورکولای شي، خو هډوکي او پښتۍ به يي نه ماتوي پر مخ به ئې نه وهي، وینه به يې نه بهیوي، داغ به نه پر جوړوي.
 
په دنيا کي بهترين شی نېکه ښځه ده:
 
 وعن عبدالله بن عمروبن العاص رضي الله عنهما ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: الدنيا متاع وخير متاعها المرأة الصالحة. (صحيح مسلم کتاب الرضاع حديث نمبر: ۱۴۶۷)
 
 ژباړه: د حضرت عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روايت دئ چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم و فرمايل چي دا دنيا ټوله (خير متاع) ده يعني دا هغه شی دئ چي انسان ورڅخه ګټه پورته کوي، خوند ورڅخه اخلي او ددنيا په ټولو شيانو کي چي انسان ګټه ورڅخه اخلي هغه نېکه او صالحه ښځه ده.
 
ان شاءالله نور بیا...
 
مخکنۍ برخي دلته مطالعه کړی: د نر او ښځي توپیر
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته