تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوي سیرت ۱۵ مهمي نقطې
  تعلیم الاسلام
  January 20, 2017
  0
مولوي عنایت الله علمي صاحب / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
وروڼو! د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ژوند لږ حالات مو په دغه لوى حجم کتاب کي مطالعه کړل، حال دا چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سيرة يوه داسي موضوع ده چي په کتابو او فيتو سره پاى ته نه سي رسېدلاى، څومره چي ما وکولاى سواى چي دغه سيرة بيان کم او پر هغه تبصره وکم، خو ترما وروسته به داسي خلک راسي چي تر دغه هم څو ځله زياتي فايدې او حکمتونه ځني را وباسي، لکه تر ما د مخه چي ډير داسي علماء تېر سوي دي چي په دې باره کي يې ډير ګټور او فايده من مضامين بيان کړي او ليکلي دي، حتّْی اوس هم په موجودو خلکو کي داسي کسان سته چي دغه زما تر بيان ښه او ښايسته، ګټور او مفيد بيان کولاى سي، مګر دا چي زه غواړم چي د دغه ټول مبارک سيرة خلاصه په څو جملو کي درته بيان کم دا ډير سخت او مشکل کار دى، خو بيا هم زه غواړم چي د ضرورت په لحاظ زما د فکر پر اندازه د ټول سيرة خلاصه او نتيجه چي موږ په خپل ژوند کي ضرورت ورته لرو په پنځلسو مادو يا پنځلسو نقطو کي درته بيان کړم. 
 
دغه پنځلس مادې د بشريت د اصلاح د پاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د سيرة هغه اساسي نقطې دي او دغه پنځلس مادې به زموږ د ټوله بيان سوي  بحث خلاصه او نتيجه وي او خامخا بايد د دغه مبارک سيرة څخه د خپل ژوند د کاميابۍ دپاره يوه خلاصه او نتيجه را وباسو، چي دغه نتيجه ډيره مهمه ده او بايد په خپله حافظه کي يې په ښه ډول سره وساتو. 
 
وروڼو! رسول الله صلی الله علیه وسلم  درويشت کاله د نبوت او رسالت ژوند کړى دى، موږ د دغه درویشت کلني ژوند دپاره کوم نوم او کوم عُنوان انتخابولاى سو؟ 
 
ممکن دوه نومه ورته کښېږدو.
 
اول: (د مځکي د اصلاح د پاره رسالت)
 
دوهم: (پر باطلو او شخصي ګټو د حق د کاميابه کېدلو قصه) 
 
متوجه اوسه: زه اوته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  امت نه يو؟ او نه غواړو چي د هغه پرلار ولاړ سو؟  بلکه هم يې امت يو او هم غواړو چي متابعت يې وکړو. 
 
نو بايد زما او ستا ژوند هم دغه دوه عنوانه ولري، زه او ته هم بايد په خپل ژوند کي د دغه هدف او مقصد دپاره کوښښ وکو، 
يا (د مځکي د اصلاح د پاره) يا (پر باطلو او شخصي ګټو د حق د کاميابه کولو د پاره) 
 
ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  رسالت د ټول بشر د پاره دى. او د ده صلی الله علیه وسلم  ژوند يوه انساني تجربه ده، ما او تا ته يې د کاميابۍ لار را وښوول، تا وليدل چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د رسالت ژوند په څومره ضعف او تنهايي سره شروع سو؟ او په څومره کاميابي سره پاى ته ورسېدى، دا ټوله د بشر په کوښښ سره وه او ته هم بشر يې. 
 
ته به وايي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ژوند کي وحيِ وې او زما په ژوند کي وحيِ نسته، خو زه وايم: وحيِ تخطيط او عملي کول نه دي، (تخطيط يعني: د يوه کار د عملي کولو د پاره د پلان او نقشې جوړول) وحيِ يو قانون دى چي نازلېدى او هغه قانون نن ورځ ما او تا ته پروت او موجود دى، چي هغه قرآن مجيد دى، د ټولو مسلمانانو حتّْی د رسول الله صلی الله علیه وسلم  قانون قرآن مجيد دى. 
 
ته به وايې: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ژوند کي معجزې پرتې وې. 
 
خو زه وايم: معجزې وأحداثو ته تغير نه سي ورکولاى، معجزې فقط روحي معنويات لوړ وي، مګر هغه څه چي په أحداثو کي تغير را ولي هغه صحي پلان او په صدق سره جِدي عمل دی. 
 
دا يوه داسي ثابته تجربه ده چي د قيامت تر ورځي د قبلېدو قابله ده، (چي پلان او عمل په احداثو او واقعاتو کي تغير را ولي) لکه څرنګه چي الله جل جلاله  فرمايي:
 
(لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا) [الاحزاب: ۲۱] 
 
اوس نو ويلاى سم: ترڅو چي زموږ په ژوند کي دغه پنځلس مادې چي د سيرة النبي صلی الله علیه وسلم  خلاصه او نتيجه ده نه سي پيدا، موږ په خپل ژوند کي تمدن او نهضت، ترقي او کاميابي نه سو را وستلاى. 
 
هغه پنځلس مادې څه شي دي؟ 
 
زه به يې په تفصيل سره درته بيان کم او ته ښه متوجه اوسه! 
 
اول ماده: فعال او مناسب پَلان او تخطيط. 
 
(پَلان او تخطيط) يعني: د يوه شي يا يوه کار د پاره صحي نقشه جوړول او بيا د هغې نقشې جِدي عملي کول، نوکه ته اوس د دوهم وار دپاره سيرة النبي صلی الله علیه وسلم  و وايې يا واورې ته به و وينې چي هلته څنګه پَلان او نقشه جوړېدل او هغه پلان او نقشه بيا څنګه په جِدي  ډول سره عملي کېدل، نو پَلان او تخطيط، د نُهضت او ترقۍ، مقصد ته د رسېدلو دپاره، د مهمو شرطو څخه دي، بېله پلان او تخطيطه هيڅکله نُهضت، ترقي، او كاميابي په وجود نه سي را تلاى. 
 
وروڼو! زموږ او ستاسي څخه هر يو په خپل ژوند او د خپل مسئوليت پر اندازه بايد خامخا پلان او نقشه و لري او دا يې بايد عقيده وي چي زه د دغه پلان او تخطيط د عملي کولو مسئوله يم، يو وزير بايد دا عقيده ولري چي پسله لسو کلو زه د دغه وزارت مسئوله يم او زما څخه پوښتنه کيږي چي ما په دغو لسوکلو کي د خپل وزارت په متعلق ملک او وطن ته څه ترقي ورکړې ده، يو والي د خپل ولايت مسئوله دى، يو تاجر د خپلي تجارت خانې مسئوله دى، يو باغوان د خپل باغ او زراعت مسئوله دى، د يوې فابريکې خاوند د خپلي فابريکې مسئوله دى، يو مسلمان د اسلامي رسالت مسؤله دى، نو هر سړئ بايد د کار په شروع کي يوه صحي نقشه او پَلان ولري، ځکه بېله پلان او تخطيطه نُهضت او ترقي په وجود نه سي را تلاى او بيا د هغه پلان د پاره صحي او جِدي کار او عمل وکړي، يواځي د خولې په خبرو يې هم سر نه سره ورځي. 
 
دوهمه ماده: صبر او قرباني
 
د ترقۍ دپاره به دي قرباني د ويني او روح تر حده پوري وي، سُميه رضی الله عنها دي په ياد ده؟ حمزه رضی الله عنه  دي په ياد دى؟ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مبارک مخ څخه دي د وينو بهېدل په ياد دي؟ ترقي او نُهضت بېله وينو نسته، هر هغه څوک چي د روح او وينو و قربانۍ ته آمادګي نه لري هغه دي په کور کي کښيني د ترقۍ او کاميابۍ نوم دي نه يادوي. 
 
درېیمه ماده: تدريب او تعليم
 
چي موږ يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د سيرة څخه را ايستلاى سو (تدريب او تعليم) دى، ستاسي په ياد دي؟ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د أرقم بن ابي الأرقم رضی الله عنه  په کور کي خپلو اصحابو ته فکري، روحاني، اخلاقي، سياسي، ايماني، تدريب او تعليم ورکاوه؟ او د هغه ځايه څخه دغه عالي او متميز جېل (نسل) راووتى چي دنيا يې په نور ډکه کړه، که نن ورځ موږ خپلو ځوانانو ته فکري، سياسي، روحي، ايماني، اخلاقي، تعليم ور نه کړو، نو د نُهضت او ترقۍ اميد هيڅکله مه کوى. 
 
اې ځوانانو! که څوک تاسي ته ايماني او اخلاقي تعليم نه درکوي تاسي په خپله بايد په تعليم پسې سى، ځکه تعليم د ترقۍ لار ده، لهو او لعب، عبث ژوند، د وخت ضائع کول او بېځايه خواهشات، پرېږدى.
 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ژوند او سيرة څخه څلرمه نقطه: 
 
څلرمه ماده: د مخالفینو سره چلند
 
د مخالفينو سره په ښه نيت او پراخه زړه ژوند کول دي، ستاسي په ياد دي؟ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مدينې منورې و مختلفو طوائفو ته چي د مختلفو ديانتو تابع وه يو قانون جوړکړی.  
 
ستاسي په ياد دي؟ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مځکي و پاچهانو ته ليکونه لېږل.
 
ستاسي په ياد دي؟ چي د حديبيې صلحه يې وليکل.
 
دا ټوله د مخالفينو سره ژوند کول وه، خو دا دا معنْی نه لري چي زه به ترخپل حق تېرېږم، هـو! د مخالفينو سره ژوند کوم خو خپل حق هم حتمًا غواړم او په خپل دين سره قوي او محترم يم. 
 
اې هغو مسلمانانو چي په غرب کي اوسېږى هلته و اوسېږى، مګر دا هم په ياد ولرى چي په خپل دين سره و نه شرمېږى، پام کوى چي هغه عزت چي تاسي يې په خپل دين سره لرى د لاسه ور نه کړى، په خپل دين معززه اوسى، په خپل دين سره فخر کوى او خپل لاسونه په خپل حق پوري ټينګ ونيسى، تا وليدل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  که په زور ؤ که په رضاء خپل حق خامخا اخستى، و قريشو ته يې ويل: ما او خلک سره پرېږدى، د  دعوت دکاره څخه يې په هيڅ طريقه سره لاس نه اخستى، مګر په حِلف الفضول کي هم ور سره داخل ؤ. 
 
 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ژوند څخه پنځمه ماده: 
 
پنځمه ماده: صلحه
 
اصل په اسلام کي صلحه ده نه جنګ، جنګ هغه وخت منځ ته راتلاى سي چي مسلمانان ور ته مجبوره سي، مثلاً غدر او خيانت ور سره وسي، يا د رسالت د رسولو څخه چي دعوت، امر بالمعروف او نهي عن المنکر دي منعه کړل سي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  به همېشه ويل: ما او خلک سره پرېږدى. 
 
ستاسي د بدر، اُحُد، خندق، غزاوي په ياد دي؟ د ټولو سبب دا ؤ چي قريشو مسلمانان و تبليغ او دعوت ته نه پرېښوول، خو چي بيا قريشو په حديبيه کي صلحه وغوښتل صلحه ور سره وسوه، د خيبر جنګ هم د صلحي دپاره ؤ، نو اصل په اسلام کي صلحه او امان دي نه د وينو د تويولو شوق، که د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د وينو بهولو إراده واى، د مکې مکرمې په فتحه کي به يې د وينو ولې بهولي واى او دا کار يې و نه کړى، ځکه صلحه او أمان يې غوښتل. 
 
شپږمه ماده: د وطن دارۍ فکر
 
موږ ټوله که اوزبک يو که تاجک، که پښتون يو که ازاره، د يوه وطن اوسېدونکي يو، ستاسي په ياد دي؟ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مدينه منوره کي څنګه قانون جوړکړی؟ او دا يې کوښښ ؤ چي موږ ټوله په يوه وطن کي د وطندارانو په صفت سره و اوسيږو،که څه هم په دين او ديانت کي فرق او اختلاف سره لرو. 
 
وروڼو! که څه هم نن ورځ په موږ کي سُني او شيعه موجود وي، اُزبک او ازاره موجود وي، فارسي زُبان او پښتون موجود وي، خو د وطندارۍ فکر بايد د دماغه څخه و نه باسو، ستاسي په ياد دي؟ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  نه غوښتل چي د مکې مکرمې مسلمانان په هغه جنګ کي ګډون وکړي چي د مکې مکرمې د کفارو پر ضد کېدى، دا ولي؟ ځکه دوى په مکه مکرمه کي مواطنين وه او دا نه وه صحي چي دوى د خپلي هغي ټولني پر ضد وجنګيږي يا و دريږي چي دوى هلته اوسيږي. 
 
اوومه ماده: ښځینه طبقه
 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ژوندکي د مسلمانو ښځو طبقه! سياسي، اجتماعي، اُسَري (کورنی)، فعاله قوه بلل کېدل، خو نن ورځ د ځينو مسلمانانو د طرفه د ښځو پر طبقه بد بختانه ډير ظلم کيږي او متأسفانه دغه ظلم هم د اسلام په نامه پرکيږي، حال دا چي اسلام د دغسي ظلمه څخه بري او بېزاره دى، ترڅو چي د ښځو د طبقې څخه دغه ظلم پورته نه سي، په علم او پوهه مصلحه نه سي، نُهضت او ترقۍ ته لار نسته، ښځه د نوي نسل مربي ده، مربي بايد پوه او د علم خاوند وي، د استاد او مربي سره ظلم کول پستي او نامردي ده. 
 
خو هـو! ښځي مو هم بايد د الله عزوجل او رسول الله صلی الله علیه وسلم د اوامرو تابع وي، د اسلامي رسالت بيرغ يې په لاس کي وي، هر هغه ښځه چي په اسلامي محيط کي د اسلام تر قانون دباندي غربي رواجونه غواړي هغه د کفارو د لاس شيطاني آله ده.
 
اتمه ماده: فن او ثقافت
 
فن او ثقافت د نُهضت او ترقۍ د بيرغو څخه يو بيرغ دى. که تاسي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر سيرة يو دقيق نظر واچوى و به وينى چي ټول عالَم و دغه مبارک سيرة ته اړ او محتاجه دى، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د سيرة څخه زده کړه د هري زمانې او هر ځاى ضرورت دى، دغه سيرة يواځي په هغه وخت او زمان پوري تعلق نه درلودى، بلکه د هر وخت او هر ځاى د واقعاتو او حادثاتو دپاره درس ځني اخستل کېدلاى سي، نو فن او ثقافت هغه شئ دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپلو اصحابو د معنوياتو د لوړولو دپاره استعمالاوه، ستاسي په ياد دي: کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته داخلېدى نجونو او کوچنيانو ترانې ويلې، د مسجد قُباء او مسجد نبوي د جوړولو په وخت کي شعرونه ويل کېدل، د خندق دکندلو په وخت کي اصحاب کرامو اشعار ويل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  خطيب او شاعر درلودى، نو د نهضت او ترقۍ دپاره فن او ثقافت مهم دي.
 
نهمه ماده: خپل منځي اتحاد
 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سياست د خلکو جمعه کول، يو ځاى کول او متفق کول وه، نه د خلکو پاشل او متفرق کيدل، خو بد بختانه موږ اوس خلک د مذهب پر اساس سره پاشو، د فقهي اختلافاتو پر اساس يې سره ويشو، د ژبي او منطقې پر اساس يې سره جلا کوو، حتّْی د حزبو په نامه مو خلک سره وپاشل، نو ځکه امت مو ټُک ټُک او پاشلى دى، مګر د رسول الله صلی الله علیه وسلم  منهج او طريقه تجميع وه نه تفريق، يو ځاى کول وه نه پاشل، نو هر څومره چي مو په وسه پوره وي خلک سره متفق کوى، تاسي په ټول سيرة کي وګورى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  خلک څنګه سره متفق کول، حبشي او رومي، عربي او فارسي ټولو د يوه هدف دپاره ژوند کاوه.
 
لسمه ماده: د حالاتو سره سم وعظ او نصیحت
 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ديني خطاب! رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هر وخت سره مناسبي دينې بيانيې ايرادولې، کوم وخت چي د مسلمانانو په  منځ کي ورورګلوي او محبت ته ضرورت ؤ، هلته د اُخوة آياتونه او احاديث نازلېدل، د جهاد په وخت کي د جهاد آياتونه او احاديث ويل کېدل او بيا چي به جهاد نه ؤ، نه د جهاد آياتونه وه او نه احاديث، نو زموږ په ټولنه کي بايد ديني خطاب د هغو حالاتو سره موافق او مناسب وي چي موږ ژوند پکښي کوو، د منبرو وعظونه او نصيحتونه مو بايد داسي نه وي لکه سل کاله د مخه چي وه، بايد د وعظ او ديني لارښوونو طريقه مو د اوسني وخت او هغو حالاتو سره موافقه وي چي موږ ژوند پکښي کوو او ضرورت ورته لرو، نو نُهضت او ترقي بېله دې څخه نسته چي ديني خطاب به مو د وخت د حالاتو سره موافق وي او د ژوند و نوي مرحلې ته به مو ور داخلوي. 
 
يوولسمه ماده: پنځه اساسي اخلاق دي، چي موږ په ټول سيرة کي وليدل، د نُهضت او ترقۍ دپاره موږ هم باید هغه اخلاق په خپلو ځانو او خپل ژوندکي پيدا کو، هغه اخلاق څه شي وه؟ 
 
الف: صدق، يا رشتيا ويل، په ټولو کارو کي بايد صادقه واوسو. 
 
باء: امانت، په هرکار کي بايد امانت کاره يو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  لقب صادق الامين ؤ. 
 
جیم: وفاء، تا وليدل چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره په ټول ژوند کي وفاء ملګرې وه. 
 
دال: اتقان، يعني: هرکار په صحي ډول سره کول او پاى ته رسول، تا وليدل چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ټول تخطيط يا پلان جوړول او عمل، په سل کي سل صحي او پر ځاى ؤ. 
 
هاء: اَمل يا اميد، دغه خوى هم بايد حتماً په موږ مسلمانانو کي موجود وي، د خپل صحي عمل د نتيجې څخه بايد نا اميده نه سو، تاسي وليدل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  څنګه او څه ډول د خپلو اصحابو معنويات د اُميد په خوى سره ور لوړول، مسلمانان هيڅ وخت د خپل کار او عمل د نتیجې څخه نه نا اميده کېدل.
 
 پسله هغه څخه چي کفارو و خُبيب رضی الله عنه  ته په اور او سرو سوو ډبرو آزارونه ورکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  څه ورته و ويل؟  و عدي بن حاتم الطايي رضی الله عنه  ته يې د هغه د مسلمانېدلو په وخت کي  څه و ويل؟ ټول د کاميابۍ اميدونه او زيري وه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ټول ژوند کي نا امیدي نه وه.
 
اوس هم په ځوانانو کي هغه څوک و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته حبيب دى چي نه نا اميده کيږي او نور خلک هم نه نا اميده کوي او هغه څوک کښته او ناکامه دى چي وايي: پرېږده يې فايده نه کوي، نا اميدي په خلکو کي مه پيدا کوى، په هر وخت او هر حالت کي اميد دکاميابۍ لار ده.
 
دوولسمه ماده: د ملت او رعیت رایه او نظر اوریدل
 
د ملت او رعيت د رأيي او نظر احترام، د خلکو د رأيي قبلول، خلک په آزاده سره خبرو ته پرېښوول، دا هغه منهج او طريقه ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خپل ژوند کي عملي کول، تاسي نه وليدل؟ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په بدر کي د يوه سړي د رأيي په سبب خپلي نقشې ته تغير ورکړى، د خندق په غزاء کي يې د سلمان فارسي رضی الله عنه  په رأيه سره په جنګ کي يوه نوې طريقه اختيار کړه، که څه هم سلمان فارسي رضی الله عنه  يو آزاد سوى مريئ بلل کېدى، د خيبر په غزاء کي حُباب بن المنذر رضی الله عنه  ورته وويل: يا رسولَ الله! دغه ځاى د اړولو د پاره مناسب نه دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: حاضِر يا حُباب او هغه ځاى ته يې تغير ورکړى، ځکه د هغه خبره صحي وه، نو د ملت او خلکو د فکر او نظر احترام کول، او د هغو وخبرو ته غوږ نيول په خلکو کي نژدې والى را ولي او که چيري قائد يا حکومت دا  فکر کوي چي موږ قوي يو، ځکه خلک او د خلکو رأيي زموږ سره دي، د معارضې يا منافس يا په اوسنۍ اصطلاح د حزب اختلاف په مخ کي د رأيو په اکثريت درېدلاى سو. 
 
دلته نو نُهضت او ترقي په وجود نه سي راتلاى، تر څو چي د خلکو د رأيي احترام و نه سي، د نهضت او ترقي فکر کول بې معنْی دي. 
 
که د خلکو رأيه او نظر واورېدل سي په هغو کي دغه حس پيدا کيږي چي موږ د دغه وطن يو او زموږ رأيه قابل د اعتبار ده او بېله دې څخه چي د خلکو يا ملت و رأيي ته اعتبار ورنه کړه سي، که موږ هرڅومره د ترقۍ نارې هم و وهو فايده نه لري.
 
ديارلسمه ماده: په خبرو او بيان کي (د اسلام په چوکاټ کي) د خلکو او ملت حريت او آزادي. 
 
وروڼو! بخښنه غواړم چي زه په پوره صراحت سره دغه خبري کوم او هم يې بايد خامخا وکم، ځکه دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سيرة دى او دا يو لوى امانت دى، څوک دي زما څخه په واضحه او صريحه خبرو نه ناراضه کيږي، ځکه زه نه سم کولاى چي د سيرة النبي صلی الله علیه وسلم  په بيانولو کي د بل چا مراعت وکم او دغه حق خبري په دې سبب سره کوم، چي د قيامت په ورځ د خپل رب عزوجل  په حضور کي د دغه حق ويلو سره و درېږم او ورته و وايم: يارب! ما و خلکو ته حق و ويل، هغه چي پرما وه د هغه تبليغ مي وکړی. 
 
وروڼو! ترڅو چي و خلکو ته په خبرو او بيان کي پوره حريت او آزادي ور نه کړل سي دغه د عُنف او شدت کار نور هم زياتيږي، ځکه که د ملت د افرادو څخه يو څوک و نه کولاى سي چي د خپل وطن په باره کي و ږغيږي، د ده خبري او نظريات سانسور سي، د هغه د خپل وطن او د وطن د آمرانو څخه ښه نه راځي، حتّْی دا احساس هم نه کوي چي زه د دغه وطن د افرادو څخه يو فرد يم.
 
څوارلسمه ماده: متفق قاید
 
د نهضت او ترقۍ د پاره يوه داسي قائد ته ضرورت سته چي خلک د هغه پر شا وخوا را وګرځي او را ټول سي، تا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په سيرت کي وليدل چي خلکو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره څومره شديد محبت او څومره ټينګ ارتباط درلودى، حتّْی غربيان په تعجب کي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  سياستدان که عسکري قومندان ؤ؟ رهبر که قائد ؤ؟ حاکم که نبي ؤ؟ پلار که مربي ؤ؟ خو موږ وايو: هغه دغه ټوله ؤ، هغه د مځکي د اصلاح د رسالت خاوند ؤ. 
 
نن ورځ هم موږ و دغسي مومن قائد ته ضرورت لرو چي خلک پر را ټول سي او محبت ور سره ولري، د خلکو غمخور وي او په ايمان و نه شرميږي، يواځي په مناسباتو کي د ايمان خبري نه کوي، بلکه په هره لحظه او هر کار کي د ايمان حس او احساس پکښي موجود وي، نُهضت او ترقي بېله دغسي قائده په وجود نه سي را تلاى. 
 
پنځلسمه او آخيره ماده: ايمان د کاميابۍ سبب دى
 
که ايمان نه واى صحابۀ کرامو ولي خندق کِندى؟ که ايمان نه واى ولي يې په خندق کي قربانۍ ورکولې؟ که ايمان نه واى ولي يې په اُحُد کي ځانونه و مرګ ته سپارل؟ که ايمان نه واى ولي يې د حديبيې صلحه قبلول؟ که ايمان نه واى سُمَيّه رضي الله عنها ولي وژل کېدل؟ که ايمان نه واى داسي نور ډير کارونه دي چي هغه به نه کېدلاى. 
 
هر هغه څوک چي په اسلامي ملکو کي نُهضت او ترقي غواړي او دا يې عقيده وي چي دين او ايمان خپل ځان ته جلا ځاى لري، په دنيوي امورو کي د دين او ايمان خبري پرېږده، هغه د دغو منطقو د افرادو يا د خپل ملت په حقيقت نه پوهيږي.
 
د اسلامي ملکو افراد يا امت مسلمه بېله يوې ژبي په بل څه نه پوهيږي، چي هغه د دين او ايمان ژبه ده، هغه مهم او يواځنئ شئ چي د اسلامي ملکو د افرادو که نارينه  دي که ښځي، که لويان دي که کوچنيان په وجدان او ضمير کي ښخ او پروت دى د هغه نوم ايمان دى. 
 
که ته غواړې چي ترقي را ولې او ملت ته په خطاب کي و وايې: موږ مو د دين سره کار نه لرو، هر يو او د ده دين سره پوهيږي، خو د وطن د ترقۍ دپاره کار وکړی، دا د خولې خبري دي، هيڅ مثبت تاثير نه لري، ځکه د دغه کار دپاره کوم عقيدوي او وجداني باعث نسته. 
 
اوکه په خطاب يا بيانيه کي ورته و وايې: بېسوادي ورکه کړی چي اجر او ثواب حاصل کړی، مځکه په زراعت سره آباده کړی! الله به اجر او جنتونه درکي، کوچنۍ کوچنۍ فابريکې راوړى د وطن څخه بېکاري او غريبي ليري کړی، پر غريبانو ورحمېږى، الله جل جلاله  به پر تاسي ورحميږي. 
 
د دغه خطاب نتيجه مثبته او ايجابي ده،که دي ايمان د ترقۍ څخه جلا کړی، پوه سه چي کاميابي لاس ته نه سې را وړلاى او دا شئ په کلو کلو تجربه سوى دى. 
 
موږ داسي يو قوم يو چي الله جل جلاله  په ايمان سره معززه کړي يو، که موږ نُهضت او ترقي بېله اسلامه او ايمانه په بل شي کي و غواړو الله جل جلاله  به مو ذليله کي، دا زما قول نه دى دا د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  قول دى، که څوک د هغه د نظره څخه مخالف نظر لري هغه سهوه او خطاء دى، دين زموږ د رب عزوجل  د طرفه زموږ ساتونکى او زموږ کاميابه کونکى دى، الْهي دين الله جل جلاله  د دې دپاره نه دى نازل کړى چي موږ ځني وبيريږو، يا دي موږ بد بخته کړي، نو ځکه موږ وايو: چي و ديني خطاب او بيانيو ته بايد ترقي ورکول سي. 
 
دا هغه پنځلس مادې يا نقطې وې چي موږ يې د سيرة النبي صلی الله علیه وسلم  څخه په اختصار سره را ايستلاى سو.
 
د سیرت لوستونکو او اوریدونکو څخه دوې غوښتني
 
 محترمه وروره! د دغه سيرة تر اورېدلو يا مطالعه کولو وروسته ستا څخه څه شي غوښتل کيږي؟ فقط دوه شيه بايد عملي او په ځان کي موجود کړې، 
 
اول: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره ډير زيات او شديد محبت، داسي محبت چي ستا زړه او وجود ټول په ډک وي، داسي محبت چي ستا د وینو په رګو کي بهیږي، تا چي په دغه لوى حجم سره دغه کتاب مطالعه کړی آيا ستا و زړه ته يې لار و نه کړه؟ آيا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  محبت دي په زړه کي ځاى و نه نيوى؟ 
 
که ستا زړه ډبره نه وي خامخا دي په زړه کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د محبت احساس پيدا سوى دى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ډير خوښ لرې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي:
 
«لاَيُؤمِنُ اَحَدُکُم حتّْی أکُونَ أحَب اِلَيهِ مِن اَهلِهِ و َوَلَدِهِ وَمَالِهِ وَنَفسِهِ الّتي بَينَ جَنبَيهِ».  
يعني: تر هغو پوري د يو چا ايمان پوره او کامل نه دى، تر څو چي زه د ده تر کورنۍ، د ده تر اولادو، د ده تر مال او د ده ترځان و ده  ته خوښ نه سم. 
 
 
نو موږ مسلمانان بايد خامخا رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه اندازه سره خوښ و لرو چي تر دغو ټولو شيانو راتېر وي او د دغه محبت د پاره ستا مرسته  کونکى! په دقت سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د سيرة اورېدل دي. 
 
دوهم: د دغه اوسه څخه ته بايد په دې فکر کي سې چي زه بايد په مځکه کي اصلاحات را ولم، ځکه ته د رسالت خاوند يې، ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  امت يې او دغه رسالت ستا په غاړه کي امانت دى، وګوره په هر شي کي چي ته مهارت لرې په هغه شي کي د مځکي او انسانانو په اصلاح پسې سه، زما مقصد دانه دى چي ټول خلک دي شرعي او ديني تعليم وکړي بلکه دا د ځينو متخصصو علماوو کار دى، که هر يو په شرعي علومو مشغوله سي دغه نورکارونه به چا ته پاته وي؟ 
 
د مسلمانانو څخه هر يو بايد په خپل قدرت او خپل مهارت کي جدي عمل وکړي، هو د دينه څخه بايد دومره زده کړه وسي چي خپل دين و پيژنې او خپل اعمال د شرعي سره موافق اجراء کړې، حق او باطل سره وپيژنې، خو تعليم، صحت، زراعت، تخنيک او داسي نور علوم هم بايد و لرو چي امت مسلمه پر خپلو پښو و دروو او د مځکي په اصلاح کولو سره مو د خپل رب عزوجل  عبادت کړى وي، که ته د رسالت د رسولو په نيت سره ژوند وکې، ان شاءالله په جنت کي به د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ملګرى يې، هو! هغه څوک چي د رسالت د رسولو دپاره ژوند کوي یقیناً به هغه کسان په جنت کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ملګري وي. 
 
دا معلومه ده چي ټول امت لمنځونه کوي، ټول امت روژې نيسي، ټول امت حج کوي، ټول امت د قرآن مجيد تلاوت کوي، ټول امت ژړلي دي او دعاوي يې کړي دي، خو په جنت الفردوس کي به څوک د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ملګرى وي؟ 
 
هغه څوک چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره ډير محبت لري او هغه څوک چي د رسالت په رسولو کي ډير زيار او زحمت باسي. 
 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر رحلت وروسته د رسالت رسَول او تبليغول، امر بالمعروف او نهيِ عن المنکر، د ده صلی الله علیه وسلم  د امت پر غاړه امانت دى. 
 
وروره! ما خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د سيرة څخه دغه پنځلس ذکر سوي مادې په اختصار سره را وايستلې، نو په نتيجه کي ته بايد رسول الله صلی الله علیه وسلم  په داسي اندازه سره خوښ ولرې چي په هر قېمت او هره ممکنه وسيله سره چي وي د مځکي د اصلاح دپاره حرکت درپکښي موجود کړې، ځان د رسول الله صلی الله علیه وسلم  امت و بوله او د هغه پر لار رهي سه. الا هل بلغت؟ اللّهم فاشهد. 
 
مننه او تشکري
 
محترمو وروڼو! د ليکلو او ويلو دپاره ډيرڅه لرم خو تر دغه زيات اوږد والى لازم نه بولم او دغه بحث به په شکر او مننه سره پاى ته ورسوم، شکر او مننه د هر هغه چا: چي د دغه سيرة د ليکلو، پوره کولو، کاميابه کولو، نشرولو او چاپولو دپاره يې زما سره مرسته او مساعده کړي دي، الله جل جلاله  دي د خیر جزاء او بدله په دنیا او آخرت کي ورکړي، خو اول او تر ټولو لوى شکر د هغه الله سبحانه و تعالْى شکر دى چي موږ ته يې دا راښوولي دي چي د خلکو شکر آداءکړو، مګر موږ نه سو کولاى چي د رب عزوجل  الملک العظيم جل جلاله   تر شکر څوک د مخه کړو، زموږ رب! هغه الله سبحانه و تعالْى دى چي قِسم قِسم نعمتونه يې راکړي دي، زموږ رب! هغه عزوجل  دى چي د دغه سيرة د ليکلو او بيانولو قدرت يې را کړى، دا دومره لوى نعمت دى که زه ټول عمر و خپل رب ته سر پر سجده کښېږدم بيا يې هم شکر نه سم آداء کولاى او دا مي خوښه ده چي زه په دغه عمل د خپل رب عزوجل  سره ملاقي سم او د قيامت په ورځ ور ته و وايم: 
 
يا رب!  زه عنايت الله خو دغه دى د ډيرو ډيرو ګنهو سره درته راغلم مګر څرنګه چي تا رب جل جلاله د دغه پاک سيرت د راټولولو، بيانولو، ليکلو او نشرولو توفيق راکړى نو دا اميد هم درڅخه لرم چي دغه عمل را څخه قبول هم کړې او زما په نېکيو کي يې راحساب کړې. 
 
او تاسي ويونکي او اورېدونکي هم د خپل رب عزوجل  شکر او حمد آداء کړى چي د دغه پاک سيرة د مطالعه کولو يا اورېدلو توان او قدرت يې درکړی، په والله په دغه سيرة پوهېدل او د هغه زده کول الْهي لوى نعمت دى چي د هر چا نه دى نصيب سوى. 
 
او دوهم شکر! شکر د محبوب سرور کائنات رسول الله صلی الله علیه وسلم  دى.
 
 وروڼو! په والله دا ممکنه وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و هغو کسانو ته ښرا وکړي چي پر ده صلی الله علیه وسلم  يې ظلم کاوه، بندیزونه یې پر لګول، تکليفونه او آزارونه يې ورکول، د ده صلی الله علیه وسلم  سره يې جنګونه کول او د ده صلی الله علیه وسلم  په ښرا سره دي هغه قومونه او ملتونه نېست او نابود سوي واى، مګر نبيّ الرّحمه، رؤف او  مهربانه رسول، رحمةُ لّلعالمين رسول الله صلی الله علیه وسلم  ښرا نه ورته کول، دا ولي؟ 
 
ځکه چي زه او ته مومنان او مسلمانان را ووزو، الله جل جلاله  دي زموږ د طرفه د خير بدله او جزاء درکي يا رسولَ الله، تا صبرکاوه، هغه آزارونه او تکليفونه، مقاطعې او بنديزونه، جنګونه او زخمونه دي د دې دپاره قبلول چي موږ مسلمانان را ووزو او بيا ستا مبارک سيرة بيان کو يا يې واورو، ستا په مبارک حرم او روضه کي لمنځونه وکو، د قرآن مجيد تلاوت وکو او بيا د الله جل جلاله  په رحمت سره جنت ته ولاړ سو. 
 
(جزاکَ اللهُ عنّا خيراً يا رسولَ الله، خير ما جازَ نبياً عن أمّته و رسولاً عن قومه) 
يواځي دا نه چي موږ مسلمانان درته و وايو (جزاکَ اللهُ خيراً) بلکه پر ټول بشريت دا لازمه ده چي درته و وايي (جزاکَ اللهُ خيراً) ځکه ته وې چي و ټول بشريت ته دي د نُهضت، ترقۍ، کامیابۍ او خوشالیو لاري ور وښوولې.
 
د سیرت څخه زده کړي
 
تاسي پوهېږى؟ چي ټول عالَم او بشريت چي په هرځاى او هر ديانت سره وي و دې ته اړ او محتاجه دي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه زده کړه او تعليم وکړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه د بشريت او انسانيت قوانين زده کړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اداره، پلان جوړول، سياست، حلم، صبر، جنګ، صلحه او د ژوند ټول اخلاق زده کړي. 
 
تاسي پوهېږی چي د امریکا او اروپا د قانون ډیري مادې د اسلامي دین او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لار ښوونو څخه اخستل سوي دي، خو متأسفانه څرنګه چي موږ مسلمانان د اسلام په اساساتو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په لار ښوونو پوره نه یو خبر، نو د پردیو د قانون صفت کوو او ښه یې وایو، حال دا چي د هغو د قانون د صفت وړ مادې، هغه مادې چي د انسانیت او بشریت په نفعه دي او ته یې خوښي لرې، هغه د مسلمانانو د دین او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لار ښوونو څخه اخستل سوي دي.
 
د ویلو او لیکلو دپاره ډیر څه لرم خو اوږدول هم نه دي په کار، الله جل جلاله  ته مو سپارم
سُبْحَانَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُونَ (۱۸۰) وَسَلَامٌ عَلَى الْمُرْسَلِينَ (۱۸۱) وَالْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (۱۸۲)
 
اللّهمّ صلِّ و سلِّم و بارک علْی عبدِکَ و رسولِکَ سيّدنا وحبيبنا محمّد وآله وأصحابه واهل بيته اجمعين.
 
د هر ويونکي او اورېدونکي څخه دا اميد لرم چي ما او زما والدینو ته، د الله جل جلاله  د دربار څخه زموږ د بخښني او مغفرت دپاره د زړه د اخلاصه خاصه دعاء وکړي.
 
والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته. عنایت الله ”علمي“
 
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
 
نبوي سیرت په ږغیز ډول

سرته