تازه سرليکونه
د (عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دین ته څه اړتیا ده؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 26, 2021
  0

لیکوال: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

ولي باید دین ولرو؟

کوم څوک چي دا پوښتنه کوي شاید موږ د هغوی په هکله فکر وکو چي هغوی څومره بې هوده، له فکره فارغه او ناپوه دي، خو داسي نه ده ځکه هر شی پر چا بغیر له کوم دلیل څخه تپل ظلم دی. او دا موږ له اسلام څخه زده کړي ځکه هر څه یې پر دلیل بناء دي. نو بیا ضروري ده چي د هغوی جواب د دلایلو په رڼا کي ولټوو. 

په اول کي د دین په مفهوم ځان پوه کول پکار دي. د دین څخه مراد د ژوندانه جامع او کامل نظام دی، کوم چي زموږ پر ټول ژوند محیط دی او په دین کي د ژوندانه ټولي چاري عقائد، عبادات، معاملات او معیشت شامل دي. امام راغب په خپل کتاب المفردات القرآن کي د دین معنی داسي کوي: دین د اطاعت او جزا په معنی دی.

د دین فکري او عقیدوي اړتیا

ګټه په لاس راوړل، خیر غوښتل، د فساد او شر مخنیوی د هغې عقیدې په شتون سره کېږي چي زموږ په معنویاتو کي ده. عقیده هغه څه ده چي انسان د ګمراهی څخه د رڼا ورځي په لور را کشوي.

ماشوم معصوم وي، زړه یي د آیني غوندي پاک وي، دماغ یي سپین کاغذ وي او د فکر څپه یي پاکه وي، خو د غټیدو سره یي ذهن تکامل کوي، د شیانو په هکله فکر کوي، د عالم باریکیو ته ځیر کیږي، د کایناتو تصویر جوړوي او د خپل خالق په لټه وي. نو بیا د هغه شي عبادت شروع کوي چي یا خو ورته ډیر محبوب وي او یا خو ځني بیریږي. چاته ستوري ښایسته وځلیږي عبادت یي شروع کړي، بل څوک بیا له اوره بیریږي نو پر سجده ورته پریوزي، څوک د غوا، څوک د ډبري، څوک د لمر او څوک بیا د کوم بل شي عبادت شروع کړي. مطلب دا چي انساني فطرت داسي جوړ سوی دی چي باید د یو چا عبادت وکړي اوس نو د انسان خپل کمال دی چي څنګه کولای سي حقیقي معبود پیدا اوعبادت یې وکړي او د باطلو خدایانو رد او نفي وکړي.

د دیني حس اړتیا

په هر انسان کي دیني حس موجود دی، چي له مخي يي مجبوره کیږي ترڅو د یو دین نه د یو دین پالنه وکړي. یعني د انسان سره په فطري ډول د خالق او مالک تصور موجود دی (الله جل شانه زما خالق دی او زه ئې بنده یم) دا هغه خاموشه وعده ده چي انسان د پیدائښت څخه مخکي کړې ده، د یوه خالق فکر د انسان په دماغ او رګ رګ کي ګرځي راګرځي او تر هغو چي ئې خپل خالق موندلی نه وي په ژوند کي لویه خلاء احساسوي.

که څوک دا دعوه کوي چي په نړۍ کي داسي خلک هم ژوند کوي چي لادینیت یې اختیار کړی، زموږ جواب دادی چي هغوی یا خو د باطلو ادیانو تر پلټونو وروسته لادینیت غوره کړی، یا یې د بې غوری او لټی له امله او یا خو ئې د حقیقي دین د نه موندلو له امله لادینیت خپل کړی. اصل کي بې دینه هغه چا ته ویل کیږي چي نه کوم دین ورسیدلی وي او نه کومه عقیده یعني له هر څه څخه ناخبره او په تورو تیارو کي تم وي.

عقیده او دین د ژوند تېرولو صحیح او نجات دهنده طریقه ښيي، ایا انسان دغه لارښووني ته اړتیا نلري؟

انسان په خپل عقل کمزوری دی، د ژوند سمون نسي لټولای، د کامیابۍ څرک نسي احساسولای. ایا کله مو فکر کړی دی، چي هر ماشین لارښود لري؟ د انسان لپاره هم لارښوود ته اړتیا سته، او یوازي اسلام کولای سي چي انسان ته لارښوونه وکړي. ځکه اسلام د کامل نظام (قران الکریم) او د فصیح ښوونکي (حضرت محمد صلی الله عليه وسلم) څښتن دی.

د دین رواني او روحاني اړتیا

انسان د خپل پیدایښت له مخي د روح او جسم مرکب دی، ددې دواړو د برقرار ساتلو لپاره مادي او جسماني وسائلو ته ضرورت سته او د بلي خوا د روح او جسد د اصولو ، تمدن او پرمختګ اړتیا سته، او الله رب العزت دواړه ضرورتونه پوره کړي دي. 

ددې لپاره چي د بندګانو روحاني رهنمائي او لارښوونه وسي د کائناتو مهربان خالق انبیاء علیهم السلام را ولیږل ترڅو بندګان په تیاره کي پاته نه سي. 

د دین ټولنیزه اړتیا

انسان فطرتاً د معدن په څیر مزاج لري. ګډ ژوند کول او د نورو انسانانو سره اوسیدل دده فطري او ټولنیزه اړتیا ده. د بهترین ژوند تېرولو لپاره انسان مناسبو قوانینو او اصولو ته ضرورت لري. که د اجتماعي ژوند لپاره مفید اصول او ظوابط نه وي نو ټولنه د  اختلاف او انتشار ښکار گرځي. دین د انسان دغه ټولنیز ضرورت پوره کوي. او دا د دین کمال دی چي د انسان معاشرتي او ټولنیز مسائل ئې په ټولنه کي په عادلانه ډول حل کړي، نو که انسان د دین سره بیګانه سي ګواکي د انساني ټولني سره نابلد سو او هر کله چي ددې ټولني څخه لیري سو نو موږ ئې ددې دنیا هم نه سو بللای.

دین اخلاقي اړتیا  ده

مولانا سید سلیمان ندوي رحمة الله علیه دغه حقیقت داسي بیانوي:

د دنیا هرګوټ ته چي اوس د نیکۍ څرک او  د ښه والي نور رسیدلی یا د نیت اخلاص او د زړه صفائی رسیدلې دا ټوله د انبیاؤ علیهم السلام د تعلیم او تربیې نتیجه ده. د غرونو او رغونو، ځنګلونو، ښارونو او د نړۍ هري ګوښي ته چي رحم، انصاف، د یتیمانو سرپرستي او هره نیکي رسیدلې، دا ټول د انبیاؤ علیهم السلام د ډلي څخه د یوه نه د یوه د دعوت اثر دی. 

دین د زړه د سکون او ارام وسیله ده

د نړۍ فساد د همدغه وجهي دی چي خیر او شر هر یو پخپله خوښه ټاکي، څوک د فرعون غوندي د خدایي دعوه کوي او کله چي غرق کیدل په سترګو وویني نو بیا وایي: (امنت برب موسی و هارون). او څوک بیا سر پر سجده د الله (جل جلاله) وحدانیت بیانوي.

 هغه څوک چي دین نه پالي هغوی له ځان سره یو ډول د یوازيوالي او تنهایي احساس کوي ، که څه هم د خلکو په رش او ګڼه ګوڼه کي اوسي؛ دلته د یوازیوالي څخه زموږ مطلب فزیکي یوازیوالی نه دی بلکي معنوي او روحي یوازیوالی دی چي په ارامه ارامه انسان خوري او یوه ورځ یې ختموي، نو دین هغه وسیله ده چي انسان د الله (جل جلاله) سره نښلوي، اړیکه یی قایموي او د الله (جل جلاله) د رضا په خاطر د نورو خلکو احسان، کومک، همدردي، میلمه پالنه او انسانیت په لاس راوړي.

د انسان د ګڼو غوښتنو څخه یو هم د روح سلامتي او د رواني حالت سمون دی. له ورستیو څېړنو څخه جوتیږي چي انسان د حقیقي دین په پاللو سره روحي موازینه لاسته راوړي، پر داخلي دردونو او روان بریالی کیږي، معنوي تسکین او د زړه ډاډ مومي.

د مذهب څخه لیري والی د نن په ماده پرسته او ظاهر پرسته ژوند کي خلک په ذهني کشمکش او د زړه په خوږ اخته کړي. د ساینس په مټ او د ټیکنالوژی په مرسته د هوسایني او ارام ژوند لپاره هر اړخیز مادي سهولتونه برابر سوي خو قلبي او ذهني ارام نسته. ایا کله مو فکر کړی چي ولي؟ او یا مو د درملني لټه کړې؟

یا هیڅکله هم نه، الله جل شانه د الرعد په سورة کي فرمایي: (أَلاَ بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ القُلُوبُ)
ژباړه: خبردار اوسئ! همدغه د الله یاد (ذکر) هغه شی دی چي زړونو ته ډاډینه ور په برخه کوي. 

دین د ژوند او کایناتو د مسائلو حل دی

انسان د کائناتو په اړه فکر کوي؛ دا دنیا چا ودانه کړي؟ انسان څنګه ژوند کوي؟ نطفه څنګه په غوښه بدلیږي؟ دا او دې ته ورته سوالونه په انساني عقل کښي راګرځي.

ددې ټولو جوابونه په اسلام کي موندلای سئ. اسلام چي هرڅه حقیقتونه زموږ و مخته ایښي دي ټول درست او سم دي خو په کوم حقیقت چي موږ نه سو پوه، په اصل کي هغه حقیقت زموږ تر عقل پورته او ماوراه دی. او د دین ټولي څرګندوني پر حقیقت ولاړي او مبنی دي. 

دین د تمدن سبب دی

دین په هر پیر او وخت کي قوي او لوی تمدن رامنځته کړی. د نن متمدنه نړۍ چي د ښځو د حقوقو ناري وهي، دوی په دې نه دي خبر چي پیړی وړاندي عربو خپلي ښځي ښخولې خو اسلام هغوی د تمدن پر لور سوق کړه او دا ئې ور وښودل چي ښځه د عزت خاونده، د حیا نښان او زموږ ضرورت دی.

د تمدن لپاره علم ته اړتیا ده او قران کریم هم د اقراء په الفاظو سره شروع سوی دی. نبوي حدیثو کي د علم ترلاسه کولو ترغیب سوی دی. نو ویلای سو چي دین د انسان فکر او ذهن هر وخت مثبت خوا ته ګرځولی.

د دین د شتون تاریخي شواهد

په ټول انساني تاریخ کي پر انسانانو داسي دور او پیر نه دی راغلی چي دین دې نه وي البته کله کله به دوی الهي دین پریښود او د باطل پر لور به روان سول. دا خبره په قران کریم کي هم په سپینه ذکر سوې چي الله رب العزت هر وخت انسان ته دین ورکړی او د دین سره ئې یو استازی هم رالیږلی. 

پلوټارک چي ۵۰ کاله مخکي تر میلاد تیر سوی دا ویلي چي: پر انسان هیڅکله هم داسي وخت نه دی راغلی چي دین دې و نه لري. او اسلامي علماؤ خو په عمل، نقل، کړنه او خپل ژوند دا ثابته کړې ده.

---------------------
اسلام د درو سوالونو جواب دی
د اسلام د حقانیت دلایل
د نبي کریم صلی الله عليه وسلم نبوت دلایل

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته