څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: January 30, 2017
       
پر زړه د مهر وهولو حقیقت
بسم الله الرحمن الرحیم
کمپوز: نذیر احمد هاشمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
خَتَمَ څه معنی ؟ 

- په (خَتَم‌َ اللَّه‌ُ عَلَي‌َ قُلُوبِهِم‌ْ وَ عَلَي‌َ سَمْعِهِم‌ْ) کښې د (خَتَم‌َ) کلمه د ختم ـ لکه ضرب ـ څخه اشتقاقه شوې ده . چي د مهر لګولو معنی ورکوي . 

نو ددې لپاره چي په دې مقام کښې د مهر لګولو معنی ښه پوره څرګنده شي باید لاندي وضاحتونه په ذهن کښې و ساتل شي . 

الف : کله چي بنیادم د یوه شي سره عادت شي نو همغه شی ورته ډیر غوره بریښي او د همغه شي پریښودل ورته زښت ډیر سخت په نظر ورځي . 

ب : په همدې بنیاد هر څوک چي د معاصیوو او کفریاتو سره عادت شي نو فقط خپل ځان ورته په حقه لاره روان څرګندیږي او نورو ټولو خلګو ته د ګمراهانو په نظر ګوري . 

ج : الله جل جلاله په د نیا کي ټول کارونه په اسبابو باندي مرتب ګرځوي ترڅو د امتحان د پاره زمینه برابره شي . 

که بالفرض الله جل جلاله دنیاوي کارونه په اسبابو باندي نه وی مرتب کړي نو د یو پلوه به د امتحان لمن ټوله شوې وي او د کسب ساحه به د منځه تللې وی . او د  بله پلوه به د پیغمبرانو د پاره خارق العاده کارونه معجزات نه وي ګرځیدلي بلکي په دې تقدیر به ټولو کارونو بلا سببه په خارق العاده توګه تحقق موندلی  . 

د : لکه چي په محسوساتو کښې الله جل جلاله ځینو شیانو ته په ځینو نورو شیانو باندي ترتیب ورکوي همدارنګه یې په معنویاتو کښې هم دغه سلسله جاري ساتلې ده . 

نو د همدې کبله الله جل جلاله د ګناهونو په سبب په زړونو کښې څه کلکوالی او توروالی پیدا کوي چي د ګناهونو په ادامې سره همدغه کلکوالی او توروالی زیادت او شدت مومي . 

همدارنګه د کفریاتو په ادامې سره کفري عقیده تقویه کیږي او کلکیږي او باالاخره خپل خاوند ورسره عادت کیږي.

هـ : همدغه قلبي کلک حالت په قران کریم کښي په لسو (۱۰) لقبونو سره یاد شوی دی چي ددغو دغو لسو لقبونو څخه یو لقب هم ختم ( مهر ) دی . 

و : شاید چي دا لقب ( مهر وهل ) به ورته په دې مناسبت ورکړي شوی وي چي په محسوساتو کښې چي کله د یوه کاغذ په مضمون باندي مهر ووهلي شي نو په همغه لیکلي شوي کاغذ کښي نه بل شی اضافه کیدلی شي او نه یې د مضمون څخه څه شی کمبود موندلی شي همدارنګه کله چي د یوه کافر د پاره خپله کفري عقیده عادت وګرځي او ورسره اموخته شي نو د لیکی شوي او مهر لګولی شوي مضمون غوندي یې په عقیده کي په هیڅ وجه تغیر صورت نه نیسي .

د موضوع ښه وضاحت 

د ذکر شوي موضوع د ښه وضاحت دپاره لاندي تشریح ولولئ . 

الف : الله جل جلاله فرمایلي دي چي : (وإنهم ليصدونهم عن السبيل ويحسبون أنهم مهتدون)الزخرف
یعني : او یقیناً شیطان چي دی هرو مرو دوی ( کفار ) د سمي لاري څخه اړوي حال دا چي دوی ګومان کوي چي یقیناً دوی سمه لاره موندونکي دي . 

ب : نبی کریم صلی الله علیه السلام فرمایلي دي چي : (إِنَّ الْمُؤْمِنَ إِذَا أَذْنَبَ كَانَتْ نُكْتَةٌ سَوْدَاءُ فِي قَلْبِهِ ، فَإِنْ تَابَ وَنَزَعَ وَاسْتَغْفَرَ ، صُقِلَ قَلْبُهُ ، فَإِنْ زَادَ ، زَادَتْ ، فَذَلِكَ الرَّانُ الَّذِي ذَكَرَهُ اللَّهُ فِي كِتَابِهِ : {كَلاَّ بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ}. « المطففین : ۱۴ » یعني : یقینا ً مومن سړی چي کله ګناه وکړي نو په زړه کي یې تور داغ و ګرځي نو که توبه تائب شو او د ګناه څخه یې خپل ځان وویست او ( هم ) یې مغفرت وغوښت نو زړه یې سوان کړی شي ( او داغ ترې لري شي ) او که په ګناه کښې یې زیادت خپل کړ نو داغ یې هم زیات ( اضافه ) شي آن تر دې چي په زړه باندي یې ور اوچت شي ( او ټول تور کړي). همدغه (داغ) هغه زنګ دی چی الله جل جلاله په قرآن کریم کښی ذکرکړی دی چی : دغسی نه ده بلکی د دوی په زړونو باندي هغو جنایاتو زنګ  اچولی دی کوم چي دوی لګیا دي چي کسب یې کوي.

ج: نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چي : « إِذَا سَمِعْتُمْ بِجَبَلٍ زَالَ عَنْ مَكَانِهِ ، فَصَدِّقُوا ، وَإِذَا سَمِعْتُمْ بِرَجُلٍ تَغَيَّرَ عَنْ خُلُقِهِ ، فَلاَ تُصَدِّقُوا بِهِ ، وَإِنَّهُ يَصِيرُ إِلَى مَا جُبِلَ عَلَيْهِ. » (۳) یعني: کله چی تاسو واوریدل چی کوم غر د خپله څایه زوال موندلی دی (او بې ځایه شوی دی) نو تاسو یې تصدیق وکړئ (کیدای شي چې رښتیا وي)، او کله چې تاسو واوریدل چې کوم سړي د خپل خوی (عادت) څخه تغیر خوړلی دی نو تصدیق یې مه کوئ، او یقینا دغه سړی به خپل هغه خوی ته ور وګرڅي په کوم باندې چې نوموړی عادت کړی شوی دی (ته به وایې چې په همدغه باندې پیدا کړی شوی دی).
 
 د: همدغه مضمون یوه پښتون شاعر څومره ښه تمثیل کړی دی(۱) چې: 

د ابلیس و ریاضت ته دې نظر کا :: چې غرور کا په طاعت په ریاضت څوک 
علت لاړ شي عادت نه ځي د سړينه :: خدای دې نه کاندې په بد چاره عادت څوک

هـ: حجاج بن یوسف الثقفي يو ظالم حاکم وو چې په مسلمان وژنه باندې عادت شوی وو حتی چې د جنګونو څخه په غیر یې یو سل شل زره (۱۲۰۰۰۰) کسان وژلي وه (۲) ، او په وژلو شوو کسانو کښې یې سعید بن جبیر رحمه الله عالي القدر تابعي هم شامل وه؛ نوموړي به ویل چې زه د بل هیڅ شي څخه دومره خوند نه اخلم څومره خوند چې زه د وینو د تویولو څخه اخلم (۳).

ماخذ : عزیز التفاسیر: ج۱، ص۳۳-۳۵
 
---------------------------
د زړه ډولونه
د خراب زړه پنځه نښي