تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
محصلینو ته نصیحت: د نیت اصلاح (۱)
  تعلیم الاسلام راډیو
  January 30, 2017
  0

 لیکنه: استاذ عبدالسمیع شنواری / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
أخلاق:
 
په قاموس أطلس کی  اخلاق داسی راپیږنی: اخلاق یعنی د چلند طریقه ( رویه) (۱)
 
مکارم الاخلاق: یعنی نیک اخلاق ( هغه اخلاق چی ښه او د ښه صفت وړ وي )
 
د اخلاقو علم: و هغه علم ته ویل کیږی چی د هغه علم د لاری موږ  ښه  او بد اعمال پیژنو.  
 
اول نصیحت:
                                      په نیت کي اخلاص
 
تر ټولو مهم او اول باید په نیت کی رښتنوالی، اخلاص او صداقت وی، لکه څنګه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي:
 
( إنما الأعمال بالنيات و إنما لكل إمرء ما نوى ) (۲).
ژباړه: ستاسو اعمال ستاسو په نیتونو باندی اړه لری.
 
د اسلام په مبارک اوپاک دین کی د نیت اهمیت دونه زیات دی چي یو څوک کولای سي چي ټوله عبادات د نیت د خراب والي په خاطر خراب کړي او قبولیت ته و نه ورسیږي او یو څوک کولاسي چي د نیت سموالي په خاطر ټولنیز ژوند هم په عبادت بدل کړي. 
 
ګرانو محصلینو! که چیري د دواړو جهانو کامیابي لاسته راوړل غواړی نو د علم زده کول د نیک او ښه هدف لپاره کوی، او د نور علومو په پرتله د دیني علمو په زده کړه کي  باید ډیر کوښښ وسي، خصوصاُ هغه اعمال چي موږ ډیر او روزمره اړتیا ورته لرو لکه، لمونځ  روژه، د والدینو حقوق، ټولنیز خدمت، او داسي نور، او د دیني علم د زده کړي په اړه رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمائي: ( من يرد الله به خيراً يفقه في الدين ) (۳)
ژباړه: الله جل جلاله چي په چا سره خیر رسول و غواړي نو و هغه ته دین ور زده کړي. 
 
لکه څنګه چي مو مخکي اشاره ورته وکړه چی د علم زده کړه باید د یو نیک او ښه هدف د پاره وي او نیک او ښه نیت درلودل د کامیابۍ او د الله جل جلاله د رضا سبب او باعث جوړیږي، بلکي د همدغه لاري په تعقیبولو سره یو محصل کولاسي، چي و جنت ته ځان ورسوي، لکه رسول الله صلى الله عليه و سلم چي فرمائي:
 
من سلك طريقاً يلتمس فيه علماً سهل الله له به طريقاً إلى الجنة ) (۴)
ژباړه: او کوم شخص چي د علم په لټه پر کومه لاره ځي نو الله تعالی به وده ته د جنت لاره اسانه کړي.
 
(مَنْ خَرَجَ فِیْ طَلَبِ الْعِلْمِ فَهُوَ فِی سَبِيْلِ اللهِ حَتَّی يَرْجِعَ) (۵)
ژباړه: څوک چه د علم حاصلولو په غرض، د کوره ووځي تر بيرته راګر ځيدلو پوري د پاک خدای په لاره کې دی (تګ او راتګ يې ټول په ښيګڼو کښې شميرل کېږي ).
 
------------------
ماخذونه:
(۱): قاموس أطلس .
(۲) رواه البخاری، باب بدء الوحی، ح د، رق: 1. 
(۳) رواه البخاری، کتاب العلم، ح د، رق: 71.
(۴) رواه الترمذی: باب فضل طلب العلم، ح د، رق : 2646.
(۵) مشكاة المصابيح  ح د، رق: 220، رواه الترمذي ح د، رق : 2647 .
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته