تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مریض د شفاء لپاره (۷) نبوي نسخې
  تعلیم الاسلام
  September 22, 2017
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم

لیکنه: عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2017-02-01 

رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي، الله تعالي چې کوم مرض پیدا کړی دی ، نو د هغه لپاره یې خامخا دوا هم پیدا کړې ده. (۱)
 
لیکن شفاء هم د الله تعالی په توفیق سره ورکول کیږي.
 
اول: چې په الله تعالي به توکل کوي حسن ظن به پرې لري، او الله تعالي ته به امید د جوړوالي لري چې یو الله شفاء ورکوونکی دی، لکه الله تعالي چې د ابراهیم علیه السلام د حکایت په اړه فرمايې: 
 
(وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ). سورة الشعراء: ۸۰
یعني کله چې زه مریض شم هغه شفاء راکوي.
 
نو ماسوا د الله تعالي څخه بل شافي نشته دی.
 
دوهم: تداوي په هغه شرعي دعاګانو سره کول کوم چې په قرانکریم او احادیثو کې راغلي دي، ځکه چې الله تعالي یو داسي حکیم او علیم ذات دی، چې هیڅ عبث فعل نه کوي، او رحمت یې دومره عام دی چې هیڅ کله داسي فیصله نه کوي، چې د بنده په هغه کې خیر نه وي، لکه رسول الله صلي الله علیه وسلم چې فرمایلي دي: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم.......... (عَجِبْتُ لِلْمُؤْمِنِ أَنَّ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ لَا يَقْضِي لَهُ قَضَاءً إِلَّا كَانَ خَيْرًا لَهُ). (۲)
 
نو اي مسلمانه وروره ! د الله تعالي په دې فرمان باندي حارص اوسه ، لکه الله تعالي چې فرمایلي دي، (وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ)
یعني موږ د دغه قران د نازلولو په لړ کي هغه څه نازلوو چې د منونکو لپاره شفاء او رحمت دی)
 
نو د الله تعالي په قران او په سنت نبوي سره خپله تداوي کوه.
 
دریم: دعا کول دي، یعني الله تعالي ته د مرض څخه د خلاصوالي لپاره دعا کول او د الله تعالي څخه د جوړوالي امید لرل ، هغه څه دي چې ډیره عظیمه نفع په کې موندل کیږي، لکه الله تعالي چې فرمایي دي: فَأَخَذْنَاهُمْ بِالْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ لَعَلَّهُمْ يَتَضَرَّعُون. 
 
 موږ هغه مخکني قومونه په کړاوونو او غمونو اخته کړل، تر څو هغوی له عاجزي سره زموږ په وړاندي سر ښکته کړي
 
نو ممکنه ده چې الله تعالي تاسو په یوه کړاو او غم اخته کړي یاست، تر څو تاسو الله تعالي ته عاجزي وکړی، نو کله چې ته دعا کوې همدغه ستا د الله تعالي لپاره عاجزي ده ، نو الله تعالي به ستا عاجزي او خشوع ویني ، چې تاسو الله تعالي ته د عاجزي لاس پورته کړي دي، د سترګو څخه مو اوښکې روانې دي، او تا خپل فقر او عجز ظاهره کړی دی، او په خپله ګناه او خطا دي اعتراف کړی دی، نو پوه شه چې الله تعالي به هم ستا دعا قبلوي.
 
څلورم: په لمانځه سره کومک او مرسته غوښتل ، لکه الله تعالي چې فرمايي:
(وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ) په صبر او لمانځه سره د الله تعالي څخه مرسته وغواړئ)
 
پنځم: ډیري صدقې او خیراتونه فقیرانو او مسکینانو ته ورکول ، لکه رسول الله صلي الله علیه وسلم چې فرمایلي دي، قال رسول الله صلى الله عليه وسلم......... (دَاوُوا مَرْضَاكُمْ بِالصَّدَقَةِ). (۳)
 
یعني ستاسو د مرضو دوا ، په صدقه ورکول سره ده.
 
شپږم: په هغو شیانو سره تداوي کول کوم چې په احادیثو کې راغلي دي، چې په دې شیانو کې شفاء شته ده ، لکه عسل ، او سیاه دانه او د زمزم اوبه ، او وینه ایستل (حجامت) وغیره . (۴)
 
اووم: په هغه شیانو سره تداوي کول کوم چې الله تعالي هغه د دوا کولو لپاره مباح ګرځولي وي، لکه بې ضرره طبي دواګاني.
 
لیکنه: خالص عسل څنګه وپیژنو؟
 
 
------------------------------
ماخذونه:
۱: کنزل العمال ، جلد ۱۰ صــ ۶ رقم الحدیث ، ۲۸۰۸۵
۲: أخرجه أحمد (3/117 ، رقم 12181) وقال الهيثمى (7/210) : رجاله ثقات . وهناد (1/237 ، رقم 399) ، والبيهقى فى شعب الإيمان (7/189 ، رقم 9951) ، والضياء (5/194 ، رقم 1815) . وأخرجه أيضًا : أبو يعلى (7/221 ، رقم 4218)
۳: کنزل العمال ، جلد ۱۰ صــ ۲۳ رقم 28181
۴: کنزالعمال ، جلد ۱۰ صـ ۲۰ ، د عسل په اړه حدیث ، رقم 28168 ، او د حجامة په اړه حدیث ، رقم 28167- او د سیادانې په اړه رقم الحدیث ، 28251 ، او د زمزم اوبه په اړه ، رقم الحدیث ، 34775 
 

سرته