څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: February 7, 2017
       
علمانيت د تاريخ په اوږدو کي
ژباړه او ټولونه: اسدالله انعام / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

۱: په اروپا کي علمانيت څنګه خپور سو؟

دا مسلمه او مشهوره خبره ده چي د سيکولريزم او علمانيت لومړۍ مبداء له اروپا څخه سوېده، له هغه ځايه بيا د نړۍ و نورو لويو وچو او هيوادونو ته دغه شومه پديده انتقال سول او اسلامي نړۍ ئې د خپل رنګين زهرجن تاثير لاندي راوستلو وروسته تر تتۍ لاندي کړه، مسلمانان چي له خپله عالمي مجد او برم څخه د زوال او انحطاط پر لور روان وه، دې منحوسي پدېدې ته لاس وراوږد کړ، او د ځان د نجات په موخه ئې په خپلو هيوادونو کي پلي کړل، اسلامي شريعت او الهي قانون ئې له خپلو ورځنيو چارو او سياسي فعاليتونو څخه د پرمختګ، تمدن او عصريتوب په بهانه ليري کړ، خو دوی نه پوهېدل چي دا يوه داسي د بارودو لار ده، چي په اور کي به ئې د خپل ځان د سوځولو ترڅنګ بې شمېره داسي اولسونو سوځلي وي، چي اسلامي شريعت ته به پر نورو کفري قوانينو ترجيح ورکوي، مخکي له دې چي دې ته راسو چي سيکولريزم څنګه په اسلامي نړۍ کي خپور سو راځو په اروپا کي ئې د خپرېدو تاريخ څېړو:

څه مهال چي اسلام د علم او عدل سره له مشرقه د مغرب پر لور وخوځېد، د غرناطې او بوسنيا په څېر سيمو کي ئې حکومتي عادلانه نظام حاکم کړ او د يوه لوی تمدن بنسټ ئې کښېښود، نو دلته د غربيانو سترګي خلاصي سوې، دا ځکه چي تر شپاړلسمي (۱۶) پېړۍ پوري په اروپا کي کليسا ته پوره واک او نفوذ حاصل وو، کله چي په اوولسمه (۱۷) مېلادي پېړۍ کي اورپايانو د مسلمانانو علمي آزادي او پرمختګ وليد او د عيسوي پادريانو او پاچهانو د تنګ نظري او تعصب په نتيحه کي پر علمي تحقيقات باندي بنديز او د نظريو وړاندي کوونکو باندي بې درېغه ظلم وليد، نو هغوی ته دا محسوس سول، چي عيسائيت اصلا زموږ د ترقۍ او پرمختګ مخنيوی کوي له همدې امله ئې په (۱۷ مه) پېړۍ کي غربيانو د مذهب او دين څخه خپله بې زاري اعلان کړل، د پردې تر شا د دنيا د خفيه تحريک (ماسونيت) د سازشو په نتيجه کي دا چاري ډېر ژر خپل تاثيرات پرېښوول، کله چي د سيکولريزم حاميانو کاميابي تر لاسه کړل، نو ئې دا اعلان وکړ، چي اوس د عقل آزادي ده او د مذهب د قيد او بند څخه انسان آزاد دی. (۱)

 هغه مهال چي په اروپا کي هيڅ حقيقي او الهي د منلو وړ دين په صحيح عقيدوي او حکمي لحاط موجود نه وو، د دين په نوم داسي ضخيم نفوذي ديوالونو درېدلي وه، چي په عقيدوي او د علمي ژوندانه په ډګرونو کي ئې فعاليت کاوه او د خلګو په اذهانو کي ئې دا ورکول، چي ګواګي دا دين دی! 

يعني په اروپا کي د دين واقعي شکل په لومړي قدم کي د هغه اتجيلونو او شروحاتو څخه اخيستل کېده چي ويل به ئې: قالو ان الله ثالث ثلاث / و ان الله هو المسيح ابن مريم! او په دوهم قدم کي ئې د دين تمثيل او نوم په کليساوو کي هغه عبادتونه، لکه لمونځونه، مواعظ او محفلونه پېژندل سوې وه، چي په خاص ډول به يوازي د يکشنبې په ورځ اجراء کېدل. 

کليسا پر امراوو او عوامو باندي زیات نفوذ درلود، باچاهان به د پاپ بې اجازې پر تخت نه سوای کښېنستلای، که به پاپ پر يو پاچا او سلطان باندي پر يوه شخصي موضوع (داسي چي د شريعت او دين سره به ئې هيڅ اړيکه نه درلوده) په قهر سوی وای، نو خلکو او اقوامو به ورڅخه مخ اړاوه او د پاچا هيڅ امر به ئې نه مانه.

پر عامو خلکو ئې هم زيات اغيز درلود، يو کس به تر هغو نه سوای مسيحي کېدلای تر څو به کاهن اجازه نامه نه وای ورکړې، د کاهن او راهب له حضور پرته به ئې لمونځ پر هيڅ بلل کېده، هغه هم په يوه ټاکل سوي ځای (کليسا) کي. د هغه چا مرګ به سم نه بلل کېده، چي په هغه کي به د کاهن په لاس باندي د جنازې (مقدس!) مراسم سرته نه وای رسېدلي. 

يوازي به ئې پر هغو شيانو عقيده ساتل، چي د همدې (ديني ټېکه دارانو) لخوا به ورته ښودل کېدل، او په هغو شيانو کي به ئې فکر او تفکر کولای سوای، چي د دوی لخوا به ورته ورښوول کېدل، ددوی له اجازې پرته ئې هيڅ ډول تعليم اوڅېړني نه سوای کولای.

راهبانو د عوامو پر هر څه (اموالو، اجسادو او ارواحو) باندي کامل واک درلود او چلاوه. 

دا د هغه سماوي نازل سوي الهي دين مخالف کردار وو، چي د کليسا د راهبانو، پاپانو او ديني مشرانو! لخوا غوره کړل سوی وو، دين ئې د لوبو، مال راټولولو او راج چلولو يوه اغېزمنه وسيله ګرځولې وه، د الهي دين رانازل سوي سپيڅلې او نجات ورکوونکي تعليمات ئې يا قصدا شاته غورځولي وه، يا د منحرفو او جاهلو تاويلوونکو لخوا ورته مبهم او له عمله ليري کړل سوې او يا هم دوی هېر کړي وه، الله سبحانه وتعالی فرمايي:

(وَمِنَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّا نَصَارَىٰ أَخَذْنَا مِيثَاقَهُمْ فَنَسُوا حَظًّا مِمَّا ذُكِّرُوا بِهِ فَأَغْرَيْنَا بَيْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ ۚ وَسَوْفَ يُنَبِّئُهُمُ الله بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ) (سورة المائدة: ۱۴)

ژباړه: او ځيني له هغو كسانو څخه چي دوى وايي بيشكه مونږ نصرانيان يو، مونږ د دوى څځه محكم عهد اخيستى ؤ نو هيره كړه دوى (غټه) برخه اخيستل له هغه شى چي دوى ته په هغه سره پند وركړل سوى وو، نومونږ ددوى په منځ كي واچاوه عداوت (دښمني) او بغض (كينه) ترورځي د قيامته پوري او ژر به خبروركړي دوى ته الله په هغو كارونو چي وو دوى چي كول به يې.

په دې کي دوی ته ديني حقايق په ګوته سوې وه، چي الله عزوجل د ټولو کايناتو خالق او پيداکوونکی دی او همدی عزوجل دی چي انسان ئې په ښکلي صورت او شکل سره خلق کړی دی، عاقل او تفکر کوونکی ئې ګرځولی دی، امانت ئې ورسپارلی دی، د مځکي ودانول، آبادول او نيابت ئې په غاړه کي وراچولی دی، د مرګ څخه وروسته ژوند، حساب او کتاب، ثواب او عذاب، قيامت ورځ، ابدي اور او ابدي جنت ورته ښوول سوي وه او دا چي هلته خلک او انسانان د عمل په تله تلل کېږي.

د الله جل جلاله لخوا ورته حرام افعال او اعمال، لکه: ناحقه قتل، زنا، ربا، درواغ، خيانت، چم … په ګوته سوي وه، پر انسانانو دا لازم سوي وه، چي په خپل منځي ژواندنه او تعاملاتو کي اخلاقياتو ته پوره توجه وکړي.

د شريعت په کوم چوکاټ کي، چي دوی ته غوره کړل سوی و، دا نه وو چي، عيسی ابن مريم اله دی او الله ثالث ثلاثه دی (نعوذبالله) يا دوی (احبار او راهبانو) ته په دين کي له ځانه د لاس وهلو (تحليل او تحريم) اجازه سته، حلال به حراموي او حرام به حلالوي، (لکه، شراب او خنزير چی ئې روا کړل او سنتي کول ئې منع کړل). 

 د شريعت د همدې چوکاټ پرځای يوازي په خيالي له ځانه جوړکړل سوو خرافاتي مواعظو باندي اکتفاء کړل سوې وه، د پاپ او …. کليسا به چي څه خوښه سول، هغه به کېدل، سزا او جزا د دوی په اختيار کي وه، په داسي حال کی چي رومي قانون به د دوی د اوامرونه تعميلوونکو ته په قتل، بند او نورو عقوباتو سره سختي سزاګاني ورکول کېدل.

د دوی په اند په دين کي دانسته چي مځکه کروي شکل لري، يا غوړېدلی، که به چا وويل چی مځکه کروي شکل لري هغه به ئې ژوندی په اور کي سوځاوه.

اروپا دا مهال په داسي تيارو کي لاس او پښې وهلې، چي هره خوا ئې د جهل تاريکيو پوښلې وه، انساني نوع د دين په نوم له هر ډول ظلم څخه کړېدل او د کليسا له وحشت او بربريت څخه تر پوزي راغلې وه، کليسا داسي څه له ځانه سره نه درلودل چي هغه دي ئې د بشريت د رهنمايي لپاره وړاندي کړي وای، کوم مهال چي په اروپا کي د کليسا په وړاندي د بغاوت ږغ پورته سو، هلته نو د عيسوي دين وچ او لانده ټول (ديني حقايق او د دين په نوم خرافات) ددوی په اند يو سول او د کليسا لاس ئې په کلي ډول له سياست او دنيوي امورو څخه وکښی.

دا صحيح خبره ده، چي کليسا نه يوازي دا چي د خپلو ديني حقائقو او خرافاتو سره د ژوندانه د چارو د اداره کولو صلاحيت نه درلود، بلکي د الله په نزد هم مقبول او د منلو وړ نه وو: 
 
(قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَسْتُمْ عَلَىٰ شَيْءٍ حَتَّىٰ تُقِيمُوا التَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ ۗ وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِنْهُمْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا ۖ فَلَا تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ) ( سورة المائده: ۶۸)
ژباړه: ووايه ته (اى محمده) چى اې كتابيانو، نه ياست تاسي پرهيڅ شي (له حقه دينه) تر هغه پوري چي قائم كړئ تاسي (ودروئ په عمل سره ټول احكام د) (تورات) او (انجيل) او هغه (كتاب) چي نازل كړل سوى دى تاسو ته له (لوري د) ربه ستاسي. او خامخا زياتوي هرومرو ډيرو ته له دوى څخه هغه شى چي نازل كړى (ليږلى) سويدى تا ته له جانبه د رب ستا (يعني قرآن زياتوي دوى ته) سركښي او كفر نو مه خپه كيږه (او افسوس مه كوه) پر قوم  كافرانو.

خو اروپا، لکه څنګه چي مخکي هم ورته اشاره وسول، کوم مهال چي د فاسدي کليسا پيروي کول، د هغوی لخوا ورته د صحيح دين بيان نه کېده، چي حق ته ئې حق ويلي وای او باطل ته ئې باطل ويلي وای، له همدې امله دا مهال دين په اروپا کي د بديو زېږولو يو مصدر ګرځېدلی وو، خو ددې يادونه بايد وسي، چي په هسپانيا (د اروپا يوه برخه) کي همدا مهال يو ځلانده تمدن او صحيح دين خپلي وړانګي غوړولي وې، د ټولي اروپا جهالت وهلو او له کليسا څخه په تنګ راغليو کسانو به ددې تمدن او علمي خزانې څخه استفاده کوله. 

د احبارو، راهبانو او ديني مشرانو عبادت کول ورته نه يوازي دا چي په دنيوي ژوند کي څه فايده او ګټه نه وروسوله بلکي له داسي بدمرغيو سره ئې مخ کړل، چي په سوونو کلونه ئې له الهي برحق دين څخه محروم کړل، عبوديت بې له واحد الله څخه د بل هيڅ چا صحت نه لري، نه هم د دوی دنيوي ژوند د راهبانو په عبادت کولو سره اصلاح کېدلای سي او نه هم د بشر په لاس وهلي منسوخو او فساد زېږوونکو اديادنو کي د بشري بېړۍ ساحل ته درسولو توان وو، يا سته. 

اما د اروپا جاهلې طبقې د دوی له دې هر فساد خپرولو سره-سره د همدې جهالو، د حقيقي دين څخه منحرفو او مفسدينو راهبانو او احبارو عبادت ته ملا تړلې او پرله پسې څو پېړۍ په داسي انحطاط او تنزل کي واقع وه، چي د ژوندانه هر اړخ ته ئې سرایت کړی وو، نه په علمي لحاظ او هم په مادي لحاظ ددې وړ وه، چي د خپل ځان لپاره مستقيم مسير غوره کړي.

الله عزوجل ئې په اړه داسي فزمايي:

(اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَاباً مِنْ دُونِ الله وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلاَّ لِيَعْبُدُوا إِلَهاً وَاحِداً لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ )  [سورة التوبة ۳۱]
 
ژباړه: نيولي دي دغو (كتابيان) عالمانو خپل او عابدان خپل خدايان بې له الله (چي متابعت ئې كوي په تحليل اوتحريم كي) اومسيح زوى د مريمي (هم په خدايي نيسي چي دالله زوى ئې بولي) حال دا چي دوى ته امر نه دى سوى (په تورات اوانجيل كي) مګر د دې چي عبادت وكړي دوى د يوه معبود چي نسته هيڅ برحق معبود مګر خو همدى دى پاكي ده الله لره له هغه شي څخه چي دوى (هغه د الله سره) شريكوي.

ديني محتوی ئې يوازي په درواغو رانقل سوی روايات وه، له علم سره جګړه او د تفکر او ابتکار مخنيوی ئې پر ځان لازمي کړي وه، د دين او دنيا ترمنځ ئې بېلتون ته لمن وهل.


(۱) وستانوی، (مولانا) حذيفه، سيکولرزم کی تباہ کارياں اوراس سی بچنی کی تدابير، ما هنامه دارالعلوم ، شماره: 4 ، جلد: 94 ، ربيع الثانى – جمادى الاول 1431 هـ مطابق اپريل 2010 ء