څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: February 10, 2017
       
۲ محصلینو ته نصیحت- مخلصانه خدمت

لیکنه: استاذ عبدالسمیع شنواری / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


دوهم نصیحت:

د ټولنی خدمت کول، د ریا کاری او بخالت څخه ځان ساتل

أ- نن ورځ که وګورو اکثریت اسلامي هیوادونه په خاصه توګه زموږ هیواد او هیوادوال، د ژوند په هره برخه کي و نورو ته اړ او محتاجه دي او په ټولنز ژوند کي د نورو تقلید کوي، لکه څنګه چي وهر چاته معلومه ده، چي د علم نشتوالی او يا دعلم زده کړه یوازي او یوازي د دنیایي مطالبو د ترسره کولو لپاره وي، هغه ټولنه به د خپلو مشکلاتو د حل لپاره وه نورو پرمخ تللو ټولونو ته د فقر او بیوسۍ کچکول وړاندي کوي، چي دا د یوې ټولني لپاره عیب او پیغور دی او یا هم د عیب او پیغور سبب جوړیږي، لکه نن ورځ چي یې موږ په خپله ټولنه کي اثرات وینو.

که مقابل طرف کي پر مختللي هیوادونو ته وګورو ښه ډاکټر، ښه انجینیر، بانکونه او ښه اقتصادي نظام، او ښه تعلیمي نظام لري، سوال دا پیدا کیږي چي دوی دا هر څه څنګه پیدا او ترلاسه لاسه کړل؟ زموږ او د دوی په منځ کي فرق څه دی، جواب یې ډیر اسانه دی، لاملونه ډیر دي تر ټولو انده لامل یې دا دی، چی پرمختللي ټولني د وخت ارزښت پیژني او دهغه څخه یې لازمه استفاره کړې ده ، دوهم دا چي د ټولنی په خدمت کولو کي رښتني دي. 

نو ګرانو محصلینو! تاسو خپلی زده کړي او کوښښونه یوازي او یوازي د وطن  د خدمت،  ابادی او پرمختګ  لپاره وکړی او دنیوي خواهشاتو ته په زړه کی ځای مه ورکوه، او د علم په زده کولو او دنیوي خواهشاتو سره هغه لویه ګټه د لاسه مه ورکوی، کم چې یې الله جل جلاله زموږ سره وعده کړې ده، او څوک چي په خپل علم سره یواځي او یواځي دنیا غواړي نو د هغو په باره کي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي:

(من تعلم علما مما يبتغى به وجه الله لا یتعلمه الا لیصیب به عرضاً من الدنيا لم يجد عَرف الجنة يوم القيامة) عَرف الجنة أي ريحها.) (۱) 
 
یعني که یو څوک علم او زده کړي چي په هغه سره باید د الله رضا لاس ته راوړل  پکار وي مګر هغه  دا علم د الله د رضا د پاره نه بلکي د دنیوي مطالبو ( مال او منصب )  د ترلاسه کولو د پاره زده کوي، نو دغه شخص به د قیامت په ورځ د جنت خوشبويي بوی نه کړي.

(مَنْ طَلَبَ الْعِلْمَ لِيُجَارِيَ بِهِ الْعُلَمَاءْ اَوْ لِيُمَارِیَ بَهِ السُّفَهَآءَ اَوْ يَصْرِفَ بِهِ وُجُوْهَ الّنَاسِ اِلَيْهِ اَدْخَلَهُ اللهُ النَارَ) (۲) 
ژباړه: څوک چې د دين علم د علماوو سره د مقابلي کولو او يا د ناپوهانو سره د مجادلی دپاره او ځان ته د خلکو د توجه جلبولو په غرض زده کړي نو الله به يې په دوزخ  کې داخل کړي.

ب- په دې کي شک نسته چي بخالت یو بد خصلت دی، خصوصاً هغه بخالت چي د علم د نشر په باره کي وي، ولي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا په باره کي چي په دا بد خصلت اخته وي، بخیل او تنګ نظره وي، د الله جل جلاله د طرفه ورښول سوی علم نورو ته نه ورښي داسي فرمائي:

(مَنْ سُئلَ عَنْ عِلْمِ عَلِمَهُ ثُمَ کَتَمَهُ اُلْجِمَ  يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِلِجَامٍ مِنْ نَّارٍ.) (۳)
ژباړه: د کوم شخص څخه چي یوه ( د دیني اړتیا) خبره وپوښتل سي چي ده ته معلومه وي وروسته يې پټه کړي نو د قیامت په ورځ به دده په خوله کي د اور قیضه واچول سي.

لومړی نصیحت: د نیت اصلاح
 
-----------------------------

(۱) مشکاة المصابیح، کتاب العلم .ح د ، ر ق: 227. رواه احمد، و ابو داود  وابن ماجه.

(۲) رواه الترمذي . باب: ما جاء فيمن يطل بعلمه الدنيا. ح د ، ر ق: 2654.

(۳) رواه الترمذي. باب: ماجاء في كتمان العلم. ح د ، ر ق: 2649.