څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: February 15, 2017
       
مسلمانان او د دیني او عصري علومو ترویج

د دیني او عصري علومو په ترویج کي د مسلمانانو ونډه

 ژباړه: محمد نصیر حامد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


اسلام د يو عالمي او افاقي دين په توګه را وړاندي سو او رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د ژوندانه مطابق يو داسي جامع، مدلل او کامل قانون راوړ، چي د ژوندانه ټول اړخونه او شعبات ئې تر پوښښ لاندي راوستلي ول. د هغه په ذريعه رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په ټوله نړۍ کي ايماني، فکري، علمي، تمدني، ټولنيز او سياسي انقلاب قايم کړ.

اسلام نه يوازي دا چي د عربو اصلاح او تربيت وکړ او له کښته مقام او درجې څخه ئې ولوړي درجې ته ورسول، بلکه عربو په خپل زړه او خوله د ايمان راوړلو او اسلام قبلولو وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اصلاحي تحريک او خوځښت قافله د دنيا کونج - کونج ته ورسوله او په دې لاره کي ئې تر بل هر چا ډېر تکاليف او مشکلات وزغمل؛ تر داسي اندازې، چي اسلامي تعليمات ئې د عربو د جزيرې څخه د دنيا تر لويو وچو، لکه: اروپا، افريقا، او اسيا پوري ورسول. 

اسلام چي يو نړيوال او اخيري دين دی، د وخت او ځای، رنګ او نسل، قوم او اړيکو په نظر کي نيولو پرته ئې پر ټول انسانيت خپل اثرات وښندل. اسلامي ثقافت او قرآني لارښوونو په نړيواله سطحه هر قوم او ملت اغيزمن کړل، د علومو اوفنونو، تهذيب، تمدن او تحقيقاتو په ميدان کي ئې د خپلي زمانې داسي نابغه او باکماله کسان ميدان ته راوړاندي کړل، چي په خپلو حيرانوونکو کارنامو ئې دنياوال په حيرت کي واچول،

مسلمانانو يو طرف ته د خپل ايمان او يقين داسي څرګندونه وکړه، چي ملايکو ئې لا ستاينه کوله، د بل طرفه ئې داسي علوم او فنون رامنځته کړل او داسي تحقيقات او څېړني ئې سرته ورسولې، چي ددنيا خلګ ئې په علمي ډګر کي تسليمۍ ته مجبوره کړل.

دعلمي انقلاب او بدلون پيل:

اسلام تر ټولو وړاندي د علم حاصلول او عمل په کول د خپل انقلاب بنياد جوړ کړ. ځکه چي علم د هر قسم مادي او روحاني پر مختګ ځينه ده، د زړه او دماغ بندي دروازې خلاصوي، علم الهي صفت دی، د دغه صفت په ذريعه الله عزوجل  انسان ته پر ټولو مخلوقاتو فضيلت ورکړی دی. 

 که د انسان سره د علم او عقل سرمايه نه وای، نو انسان به تر ټولو د کم حيثيت خاوند وای ليکن دې دوو صفتونو (علم او عقل) انسان ته يو بهترين مقام او رتبه ورکړې ده. اسلام دغه دوو صفتونو ته يو اساس جوړ کړ، (عقل یې رهبري کړ)، انساني نسل ئې د لوړوالي او پرمختګ لوړو پوړيو ته راورساوه، اسلام پر خپلو متابعينو او پيروانو باندي د علم حاصلول لازمي وګڼل، ځکه تر ټولو مخکني آياتونه چي په غار حرا کي پر رسول الله  صلی الله علیه وسلم  باندي نازل سوه په هغه کي د قرائت، علم او قلم خاص ذکر او يادونه سوې ده:

 [اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (۱) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (۲) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (۳) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (۴) عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (۵)] (سورة العلق:۱ــ ۵)
ژباړه:  ووايه! د خپل  هغه رب په نامه، چي پيدا کړي ئې دي (ټول مخلوقات). انسان ئې د ويني د ټوټې څخه پيدا کړ. ووايه! حال دا چي ستا رب اکرم ذات دی. هغه ذات چي ښودلی ئې دی (خط) په قلم سره. ښوولی ئې دی انسان ته، د هغه شيانو چي  دی نه په پوهېده.

د علم، علماوو  او د علم حاصلونکو لوړ مقام ئې د قرآني آياتونو او نبوي احاديثو په ذريعه بيان کړ. د علم حاصلولو ته ئې تشويق کړل، 

د "اثر الاسلام علي الثقافة الاسلاميه"مصنف محمود علي شرقاوي ليکي: د علم څخه يوازي شرعي علوم هدف نه دي، بلکه ټول هغه څه ورڅخه مراد دي، د کوم په ذريعه، چي انسان خپل فرايض او مسؤليتونه پوره کوي، د کوم له پاره چي پرمځکه خليفه ګرځول سوی دی. يعني هغه علوم، چي د مځکي جوړښت، د خزانو پيدا کول او په هغه کي د پټو اسرارو کشفول څېړي.

 هغه، چي د نباتاتو، درختو او د هغو د ريښو د ودي او پر مختګ په برخه کي مرسته کوي، په مځکه کي ښه پيداوار را پيدا کوي او د کښت د لاښه والي په برخه کي کومک کوي.

 هغه علوم، چي په حصول او عملي کولو ئې انسانانو، حيواناتو او ځناورو ته نفعه رسيږي او د هغوی ښه والی او بهتري مينځ ته په راځي، همدا حيوانات بيرته د انسان تابع ګرځول سوي دي او الله  جل جلاله  هغوی ته مسخر کړي دي.

هغه علوم، چي په ذريعه ئې انسان د مختلفو امراضو څخه ځان ساتلای سي، بالاخره ټول هغه علوم، چي انسان ته مفيد او ګټور تماميدلاي سي. 

د قرآن کريم او نبوي سنتو پر طریقه بايد هر انسان علم حاصل کړي، همدا وجه ده، چي علم ته په انساني ژوند کي د اسلام له نظره تر نورو عناصرو زيات امتيازحاصل دئ.

د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  او صحابه وو رضی الله عنهم  په زمانه کي د قرآني او د يني علومو په حاصلولو او رواجولو باندي زيات زور و. تر هغه وروسته په اموي دور کي نورو علومو ته توجه زياته سوه او د عباسي خلافت په دور کي په اندلس کي مسلمانانو په خاصه کچه د علومو او فنونو په حاصلولو، ترويجولو، څېړلو او تحقيق په برخه کي پراخه ونډه واخيسته. مسلمانانو کتابتونونه، مدرسې، ټولني، څيړنيز مرکزونه، د ژباړو مرکزونه او ادارې جوړي کړې. ددې علمي مراکزو څخه نابغه علماء، فاضلان، محققين، ليکوالان، تاريخ پوهان، او ساينسپوهان فارغه سول.
 
 

علمي مصروفيتونه، مسجدونه او مدرسې:

په اولو وختونو کي د مساجدو څخه د مدارسو کار اخيستل کېده خو په مکي دور کي د زید بن ارقم رضی الله عنه کور او په مدني دور کي په (صفة) نومي ځای کي مدرسه قایمه وه. په وروستیو پیړیو کي مدارس په مستقل شکل رامنځ ته سوې. 

مشهور مفکر عالم "ناجي معروف" ليکي: تر ټولو د لومړنۍ مدرسې نوم "المدرسة الصادرية" وه، چي په (۳۵۰هـ) کي ئې په شام کي بنسټ کښيښودل سو. په پنځمه (۵) هجري پيړۍ کي د صادريه مدرسې پرګام او طريقه باندي نوري مدرسې هم جوړي سوې، چي د نيشاپور "بيهقيه مدرسة" او "سعديه مدرسة" ورڅخه د يادولو وړ دي. 

تر دې وروسته په اسلامي نړۍ کي مشهوره مدرسه "نظاميه" ده، چي د سلطان ارسلان سلجوقي يو علم دوسته وزير نظام الملک خواجه حسن طوسي له خوا جوړه سوه؛ په اوومه (۷) هجري پيړۍ کي عباسي خليفه مستنصر بالله په (۶۲۵هـ.) کي د "مستنصريه" په نامه مدرسه جوړه کړه. په بغداد کي تر (۶۵۶هـ.) پوري ټولي (۳۸) مدرسې جوړي سوي وې. (نشاة المدارس المستقلة...، ص:۵)

د فاطمي حکومت په دوره کي په مصر کي ډېري لويي - لويي مدرسې جوړي سوې، چي يوازي ئې په قاهره کي تعداد (۲۰) ته رسېده. د فاطمي حکومت حاکم بأمرالله د دارالعلم يا دارالحکمة په نامه يوه ډېره ستره درسګاه جوړه کړه، چي د قسم – قسم کتابونو اعلی درجه کتابتون، هم پکښي موجود وو.

 په ايوبي دور کي د سلطان صلاح الدين ايوبي رحمه الله ورور ملک عادل هم د "المدرسة العادلة" په نامه مدرسه جوړه کړه، په قاهره کي ئې د "المدرسة الذهبية" او په فسطاط کي ئې د "المدرسة الناصرية" په نامه مدرسې جوړي کړې. په دې دوره کي په مصر کي (۲۵) غټي مدرسې او په زرونو مکاتب جوړ سول. 

 په اندلس (هسپانيا) کي يواز ي د قرطبې په ښار کي د المستنصرالثاني بن عبد الرحمن الناصر په حکومتي دوره کي د (۳۵۰هـ) څخه تر (۳۶۶هـ) پوري اتيا (۸۰) لويي درسګاوي موجودي وې. د "جامعه علميه کبری" څخه پرته کوم چي بنياد ئې سلطان يوسف ابو الحجاج ايښي و، په غرناطه کي ټولي (۱۷) مرکزي ادارې وې، په ټولو کي بې فيسه تعليم کېده او زده کوونکو ته به خرڅ هم ورکول کېده.
 نوربيا...

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه

-------------------------------------

لاندي ګټوري مقالې په ویب پاڼه کي وپلټی:

په قرانکریم کي راغلي علوم
اسلام او ساینس
د ديني علم برکتونه (حیرانونکې قصه)
HP Chief's on Islamic Civilization
په عصري علومو کي د مسلمانانو ونډي
په اروپا کي د مسلمانانو د بریاوو تاریخ
زیری! تعلیم الاسلام انلاین مدرسه

 

 
د همدې برخي نور توکي

د قدر شپه ولي موږ ته راکړل سوي؟