څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: February 15, 2017
       
د حرم شریف خطبه: د اسلام او مسلمانانو بری

د. عبد المحسن بن محمد القاسم

ژباړه: جمشید حقیار
۲۴/ ۳/ ۱۴۳۸ هـ
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

الحمدُ لله على إحسانِه، والشكرُ له على توفيقِهِ وامتِنانِه، وأشهدُ أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له تعظيمًا لشأنِه، وأشهدُ أن نبيَّنا محمدًا عبدُه ورسولُه، صلَّى الله عليه وعلى آله وأصحابِه، وسلَّم تسليمًا مزيدًا.
 

اې مسلمانانو!
 
په مسجدونو کي د جماعت لمونځ د اسلام له شعائرو او واجباتو څخه دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا د سوځولو اراده وکړه، څوک چي د جماعت لمانځه ته نه رازي، د جماعت لمانځه نه راتلل د منافق صفت او خوی دی، تر دې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ړانده صحابي ته هم د جماعت د پرېښودلو اجازه ور نکړه، کوم چي لار ښوونکی یې نه درلود.

اسلام په مسجدونو، خپلو احکامو، او مومنانو سره قوي او اوچت دی، که یې په وړاندي جګړه کېږي، نور هم کلکېږي، او که پرېښودل سي، نورو سیمو ته غزېږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (پر کوم ځای چي شپه او ورځ را پورته کېږي، هلته به اسلام ورسېږي، او خامخا به دا دین په ټولو ښارونو او کلیو کي خپرېږي.) احمد روایت کړی دی.

یعني: د اسلام نوم به د مځکي هر کور ته ننوزي، که ښار وي که کلی، او هیڅوک به د اسلام ظهور او خپرېدل منع نه کړي، الله تعالی فرمايي:
 
﴿يُرِيدُونَ أَن يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ﴾ [التوبة: ۳۲]
 ژباړه: دوی غواړي چي په خپلو خولو سره د الله تعالی (د دین، اسلام او هدایت) نور مړ کړي.

ابن کثیر رحمه الله ویلي دي: د اسلام د منع کولو مثال داسي دی، لکه څوک چي په پو کولو سره د لمر او سپوږمۍ رڼا مړه کوي، او دا هیڅ امکان نه لري، همدارنګه رسولان او د هغوی راوړی شریعت او دین به خامخا را ښکاره کېږي، او هیڅوک به یې منع کولای نسي؛ ځکه الله تعالی فرمايي: 

﴿وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَن يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ﴾ [التوبة: 32]

 ژباړه: خو الله تعالی یوازي دا غواړي، چي د کفارو د نه خوښولو (او مخالفت) سره سره، خپل نور پوره کړي (او تر ټولو ځایونو یې ورسوي).

او نن ورځ چي مسلمانان له کومو فتنو، جنګونو، سختیو، هجرتونو او د کفارو له تسلط او ظلم سره مخامخ دي، باید هر مسلمان را ويښ سي، باید الله سبحانه وتعالی، مسجدونو، لمانځه او قرآن ته رجوع وکړي، الله عز وجل فرمايي:
 
﴿لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ﴾ [الروم: ۴۱] 
 
ژباړه: د دې لپاره چي (الله تعالی) د دوی د (ګناه او معصیت) د عملونو په سبب (عذاب او سختي) ور وڅکي، او د دې لپاره چي دوی (له خپلو ګناهونو او نافرمانیو څخه خپل دین ته) را وګرځي.
 
که څه هم اسباب نه وي، یا وروسته پیدا سي، مګر الله تعالی له خپلو مومنو بندګانو سره د مرستي او نصرت وعده کړې ده، الله تعالی له مسلمانانو سره په بدر کي مرسته وکړه، حال دا چي دوی لږ وه، د خندق او احزاب په غزا کي له هري خوا پر مدیني منوري مشرکان د جنګ لپاره راټول سول، او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې محاصره کړ، خو الله تعالی داسي باد او لښکر پر را ولېږی، چي دوی هغه نسوای لیدلای، نو مشرکان سره بې اتفاقه او ناکامه سول.

الله تعالی د خپلو مومنو بندګانو پر نصرت او مرسته پوره قدرت لري، خو د امتحان او آزمایښت په خاطر کله کله دښمنان ورباندي مسلطوي، او د دې امتحان حکمت دا دی، چي مسلمانان د شهادت لوړه مرتبه وګټي، پر سختیو صبر وکړي، او الله تعالی ور یاد کړي، الله تعالی فرمايي:
 
﴿وَلَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لَانتَصَرَ مِنْهُمْ وَلَكِن لِّيَبْلُوَ بَعْضَكُم بِبَعْضٍ﴾ [محمد: ۴] 
ژباړه: که چېري الله تعالی غوښتي وای، مرسته به یې ورسره کړې وای، خو (مرسته یې ځکه ورسره ونکړه) چي ستاسي یوه ډله د نورو په وسیله امتحان کړي.

او د مسلمانانو د دښمنانو په اړه الله تعالی داسي فرمايي:
 
﴿فَلَا تَعْجَلْ عَلَيْهِمْ إِنَّمَا نَعُدُّ لَهُمْ عَدًّا﴾ [مريم: ۸۴] 
ژباړه: ته د دوی (په هلاکت، او عذاب ورکولو کي) تلوار مه کوه، یقینا موږ (د دوی د ژوند هره شېبه) شمېرو.

د مومن سلاح په خوشحالۍ او سختۍ کي دعاء ده، د الله تعالی د اطاعت او عبادت په وسیله نصرت او کومک ژر رازي، او کله چي سختي زیاته او مصیبت سخت سي، نو آساني او مرسته ور پسې ده، الله تعالی فرمايي:
 
﴿وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ﴾ [الأنعام: ۱۳۲]
 ژباړه: او ستا رب د بندګانو له عملونو او کردار څخه ناخبره نه دی.

او پوه سئ، چي الله تعالي تاسو امر كړي یاست، چي د هغه په نبي صلی الله علیه وسلم درود ووایاست، الله تعالی د خپل کتاب په محکمو آیاتونو کي فرمايي:
 
 إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا  [الأحزاب: ۵۶]. 
 ژباړه: یقینا الله تعالی او د هغه ملائکي پر نبي صلی الله علیه وسلم درود وايي، نو اې مومنانو! تاسو هم پر هغه درود او ډېر سلامونه ووایاست.

     اې الله! زموږ پر نبي محمد صلی الله علیه وسلم درود، سلام او برکت ولېږه، اې الله! له راشدینو خلفاوو راضي او خوښ سه!، هغه چي ټول حکمونه او فیصلې يې پر حق او عدل ولاړې وې، اې تر ټولو مهربانه ذاته! له ابو بکر، عمر، عثمان، علی ، ټولو اصحابو، او زموږ ټولو څخه په خپل احسان، کرم او مهربانۍ سره خوښ او راضي سه!

اې الله! اسلام او مسلمان قوي او برلاسي کړه، شرک او مشرکان کمزوري کړه، د دين دښمنان هلاک کړه، او دغه ښار او د مسلمانانو ټول ښارونه له امن، ډاډ او پراخۍ څخه ډک کړه! 

اې الله! په هر ځای کي د مسلمانانو حالت سم او برابر کړه، اې الله! دوی ته آساني، مرسته او قوت ورکړه،  یا رب العالمین.

اې الله! زموږ حدود په امن کړه، زموږ له لښکرو سره مرسته وکړه، د هغوی قدمونه کلک کړه، او هغوی پر دښمن قوي کړه، یا قوي یا عظیم یا عزیز.

اې الله! ستا او د مسلمانانو دښمن په هلاکت کي واچوه، اې الله! د دوی تر پښو لاندي زلزله ورباندي راوله، او په زړونو کي یې وېره واچوه، یا قوي یا عزیز.

(رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ) [البقره: ۲۰۱] 
ژباړه: اې زموږ ربه! موږ ته په دنیا او آخرت کي نېکي را په برخه کړه، او موږ د دوږخ له عذابه وساته.

اې الله! زموږ امام او رهبر ته لارښوونه وکړه! کړني او عملونه یې ستا په خوښه لار کي و ګرځوه، اې لوی او مهربانه ربه!  د ټولو مسلمانانو امیرانو ته د دې توفیق ورکړه، تر څو ستا په کتاب عمل وکړي، او ستا په شریعت حکمونه او پرېکړي وکړي. 
 
اې الله! زموږ د هیواد حدود په امن کي کړه، زموږ هیواد وساته، او له هغه څخه هر ډول بدي او مصیبت دفع کړه، یا ذا الجلال والاکرام. 

اې الله موږ له خپلو ځانونو سره ظلم کړی دی، که راته بخښنه ونکړې او راباندي مهربانه نسې، نو موږ به له زیانمنو او تاوانیانو څخه سو.

اې الله! ته یو الله یې، ستا پرته بل پر حق معبود نسته، ته غني او موږ فقیران یو، اې الله! پر موږ باران وکړه، او موږ مه نا امیده کوه، اې الله! پر موږ باران وکړه، اې الله! پر موږ باران وکړه، اې الله! پر موږ باران وکړه.

د الله بندګانو!
 
 إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ  [النحل: ۹۰] 
ژباړه: الله تعالی د عدل، ښېګڼي او خپلوۍ پالني حکم کوي، او له بدۍ، بې حیایۍ، زور او ظلم څخه منع کوي، هغه تاسو ته نصیحت کوي، تر څو درس او عبرت واخلئ.

     تاسو ستر او لوی الله تعالی یاد کړئ، هغه به تاسي یاد کړي، او د هغه د ټولو نعمتونو او ښېګڼو شکر ادا کړئ، تر څو نور هم درکړي، یقینا د الله تعالی یادول او ذکر تر ټولو لوی او غوره عمل دی، او الله تعالی ستاسي په ټولو کړنو او کارونو خبر دی.