تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سکندر اعظم او که فاروق اعظم !
  تعلیم الاسلام
  September 19, 2017
  0

 اعتراف

 ژباړه: محمد هاشم شاهین / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

په ماشومتوب کي مو لوستي وه چي د مقدونیې سکندر(الیګزاندر) په شل کلنۍ کي پاچا شو، په درویشت کلنۍ کي د مقدونیې نه راووتئ، تر هر څه مخکي یې مکمل یونان فتح کړ، بیا ترکیې ته ورداخل شو، د هغه وروسته یې د ایران سلطنت ړنګ کړ، سوریې ته ولاړ، د هغه وروسته یروشلم او بابل ته ورسیده، مصر او ورپسې هندوستان ته، په هندوستان کي یې د پورس سره جګړه وکړه، د خپل ګران آس په یاد کی یې د پالیه ښار آباد کړ، د مکران نه یې د واپسۍ سفر پیل کړ، په لار کي ټایفایډ (محرقه) په مرض اخته شو او ۳۲۳ق از مسیح کي په ۳۳ کلنۍ کي د بخت نصر په عالیشانه ماڼۍ کي ومړ.
 
نړۍ ته تر ننه پوري دا ښودل کیږي چي هغه د انساني تاریخ یو عظیم جنرال، فاتح او پاچا وو، او تاریخ د هغه کارنامو له کبله ده ته د الګزاندر د ګریټ (ستر سکندر) نوم ورکړ، موږ (مسلمانانو) هم د هغه نه ستر سکندر یعني د پاچایانو پاچا جوړ کړ، خو نن د یوویشتمي پیړۍ د ټولو مؤرخینو مخي ته یو سوال ږدم چي آیا د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په موجودیت کي سکندر ددې حق لري چي د سکندراعظم په نوم یاد شي؟؟؟ 
 
زه د ټولي نړۍ مؤرخینو ته د سکندر او فاروق اعظم رضی الله عنه د فتوحاتو او کارنامو د موازنه کولو او پرتله کولو دعوت ورکوم، تاسی هم فکر وکړئ  ...سکندر د پاچا زوی وو، د نړۍ بهترینو استادانو د آس مهارول او چلول ورښودلي وه، د ارسطو غوندي استادانو د ناستي او مجلس کولو فرصت ورته برابر شوی وو، او چي کله شل کلن شو، په تخت او تاج ونازول شو، د سیمي ټولواک شو، خو دده په مقابل کي د حضرت عمر رضی الله عنه په اوو۷ نسلونو کي کوم پاچا نه وو تیر شوی، د وزو، پسونو او اوښانو په څرولو کي را ستر شو، نه يې هم د تورو، نیزو او غشو ویشتلو زده کړه د کومي اکاډمي نه کړې وه. 
 
سکندر د یوه منظم او آرګنائزډ فوځ په مټ د لسو کلونو په موده کي اوولس لکه مربع میله علاقه فتح کړه، خو حال دا چي حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د کوم منظم فوځ د نه شتون باوجود د دولسو کلونو په کمه موده کي دوه ویشت لکه مربع میله علاقه فتح کړه، چي د روم او ایران د دوو سترو امپراطوریو زوال هم پکي شامل دی. د نن عصر د سټیلایټ، میزایل او اوبتلونو د شتون او موجودیت سربیره بیا هم د کوم حاکم سره دومره ستر سلطنت نشته چي حضرت عمر رضی الله عنه د آسونو پر زین فتح کړی وو، حال دا چي په پوره معنی امن او ثبات هم حاکم وو، سکندر د فتوحاتو پر وخت خپل په لسګونه جنرالان ووژل، بې حسابه جنرالانو او ځوانانو یې ملګرتیا پریښوده، دده په خلاف بغاوتونه وشول، حتی په هندوستان کي خو یې اردو او فوځ د لا پرمختګ نه انکار وکړ، خو د حضرت عمر رضی الله عنه کوم ملګري دده د امر د نه منلو جسارت ونکړ. 
 
هغه داسي یو ستر امیر وو چي د جګړي په میدان کي یې د اسلامي نړۍ تر ټولو ستر جنرال، اتل سپه سالار حضرت خالد بن ولید رضی الله عنه عزل کړ، خو بیا هم چا دده د حکم نه د سرغړاوي جرأت ونه کړ، ده ﺣﻀﺮﺕ ﺳﻌﺪ ﺑﻦ ﺍﺑﯽ ﻭﻗﺎﺹ رضی الله عنه د کوفې د ولایت نه عزل کړ، د حضرت حارث بن کعب رضی الله عنه نه یې ولایت واخیسته، د حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنه مال او جائیداد یې ضبط کړ، د حمص والي یې را وغوښته او د اوښانو د څرولو وظیفه یې ورکړه، خو چا یې د امر او حکم مخالفت ونشو کړای. 
 
سکندر اوولس لکه مربع میله علاقه فتح کړه، خو نړۍ ته یې کوم نظام، کوم د باور وړ سسټم ورنه کړ، حالانکه حضرت عمر رضی الله عنه نړۍ ته داسي منظم سیسټم او نظام ورکړ چي تر ننه په ټولي نړۍ کي کارول کیږي:
 
•  محکمې یې فعاله کړې.
•   معذورو، کونډو، یتیمانو او بې سرپرستانو ته یې معاشونه وټاکل چي نن یې هر جوړ حکومت  خپلو خلکو ته ورکوي.
•  د دولتي مأمورینو او والیانو د سرمایه شمیرل او حساب کولو تصور یې رامنځ ته کړ.
•  د چارواکو د أثاثو (سامانو) او جائیدادونو ﺍﮐﺎﻭٔنټبلټي او حسابداري پیل شوه.
پر مهر باندي یې لیکل شوی وه:•  "عمره! د نصیحت لپاره مرګ کفایت کوي".
•  د محبسونو او زندانو جوړول، په لارو کي کاروان سرایونه او څاهانو جوړول، د لري پرتو سیمو امن ساتل دده په عصر کي پیل شول، مخکي دا تصور هم موجود نه وو.
 
حضرت عمر رضی الله عنه به فرمایل کوم حاکمان چي عدل و انصاف کوي، هغوی د شپې  د کومي ویري پرته ویدیږي. د قوم سردار د قوم ریښتنی خادم وي د درختي لاندي به ویده کیدو، د شپې پیره کول، د غرباوو مرستي ته مؤقت وخت نه ټاکل بلکي تل د هغوی د مرستي هڅه کول، او دومره ساده ژوند کول چي په جامو کي به یې څوارلس پیوندونه ول، چي په هغو پیوندونو کي د سرې کپړې پیوند هم لګیدلی وو، د نرمو او نازکو کپړو نه یې نفرت کاوه. تل به یې خپلو والیانو او چارواکو ته نصیحت کاوه چي: 
 
پر ترکي آسونو مه سپریږۍ، نازک کالي مه کوئ، ډیر میده غنم مه خوری، چوکیدار مه لګوۍ تر څو کوم فریادي درنه منع نشي. 
 
په وړوکي مضمون کي دده ټول اوصاف بیانول به یې په حق کي سراسر نا انصافي وي، لنډه دا چي د هر مذهب یو نه یو خاصیت وي، د اسلام تر ټولو ستر خصوصیت عدل دی، او حضرت عمر رضی الله عنه هغه شخص دی چي په دغه خاصیت یې پوره عمل وکړ، دده د عدل او انصاف له امله د عدل نوم په عدلِ فاروقي بدل شو. د شهادت په وخت کي د یو چا پوروړی وو، چي د وصیت مطابق یې دده یوازینۍ کور خرڅ کړ او دده پور ورباندي اداء شو، دی د نړۍ هغه یوازینۍ حاکم وو چي فرمایل به یې:
 
 زما د واک په موده کي که د فرات د سیند تر غاړه کوم سپۍ د لوږي مړ شي، نو سزا به یې عمر رضی الله عنه زغمي. دده د عدل دا حالت وو، کوم وخت چي یې رحلت وکړ دده د سلطنت د یوې لري پرتې سیمي یو شپون په ځغاسته د خپلو ملګرو خواته ورغی او ویې ویل: "خلکو! حضرت عمر فاروق رضی الله عنه انتقال شوی دی". خلکو په حیرت وپوښتل: " ته د مدینې نه په زرګونو میله لري په دغه ځنګل کی یې څرنګه او د چا له لوري خبر شوې؟ ".شپون وویل: " کوم وخت چي حضرت عمر رضی الله عنه ژوندی وو، زما مالونه به په ځنګله کي آزاد ګرځیدل، هیڅ ځناور به هغوی نه څیرل، خو نن اول وار یوه شرموښ زما د وزې بچی د ځان سره یووړ، د هغه د جرأت نه دا پته راته ولګیده چی امیرالمؤمنین وفات شوی".
 
زه د ټولي نړۍ مؤرخینو ته دعوت ورکوم، چي سکندر دي د حضرت عمر رضی الله عنه مخي ته کښیږدي نو وبه ګوري چي یوه وړوکې ډبره د غره په مخکي پرته ده، دا ځکه د سکندر سلطنت دده د وفات وروسته ۵ کلونه دوام وکړ، خو حضرت عمر رضی الله عنه چي په خپل ژوند کي کوم لوري ته د اسلام بیرغ لیږلی د هغه ځایه تر ننه پوري د الله اکبر، الله اکبر چیغي راځي، نن هم هلته خلک د الله جل جلاله په وړاندي سجده کوي. 
 
په دنیا کي د سکندر نوم په کتابونو کي په ویاړ اخیستل کیږي، حال دا چي د حضرت عمر رضی الله عنه په لاس جوړ شوی نظام نن د نړۍ په  ۲۴۵ هیوادونو کي په یوه نه یو شکل کي موجود دی. نن هم د یوې ډاک خانې نه خط راوځي، د پولیسو یو کس مشخصه جامه په تن کوي، کوم فوځي ۶ میاشتي وروسته په رخصتیو کور ته ځي، یا هم حکومت کوم ماشوم، معذور، کونډي یا معلول کس ته وظیفه ورکوي، نو هغه ټولنه، معاشره او سیمه بې اختیاره حضرت عمر رضی الله عنه ومني، هغوی د نړۍ د تر ټولو ستر سکندر په سترګه ورته ګوري، پرته د هغو مسلمانانو چي نن د نا امیدی او ډار له کبله حتی خپله کلمه هم په جرأت نشي ویلای، د لاهور مسلمانانو یو ځل د انګریزي استعمار په وخت کي هغوی ته اخطار ورکړی وو، " که موږ د کورونو نه رابهر شو، چنګیز به دي هیر شي". 
 
د هند صدراعظم جواهر لال نهرو په خندا ویلي وو: "افسوس! چي مسلمانان نن د چنګیز په نوم اخطار ورکوي، هغوی دا هیر کړي چي د دوی په تاریخ کی 'حضرت عمر فاروق رضی الله عنه ' هم وو". 
 
د حضرت عمر رض په اړه مستشرقین اعتراف کوي چي "که په اسلام کي یو بل عمر رضی الله عنه وای نن به په نړۍ کی یوازینۍ دین اسلام وای". موږ نن دا هیره کړې چي په موږ کي یو عمر رضی الله عنه هم وو، چي په اړه یې د الله جل جلاله نازولي رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي وو: "زما وروسته که کوم نبی وای هغه به عمر وو". و ما علینا الا البلاغ
 
د امیرالمؤمنین حضرت فاروق اعظم رضی الله عنه ژوند
 

سرته