تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د پیدایښت حقیقت د ډاروین د نظریې رد
  تعلیم الاسلام
  February 22, 2017
  0
لیکوال: محمد فتح الله ګولن، ژباړه: داد محمد ناوک / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
پيل:
 
موجودات، ژوند او په تېره بیا په ژوندیو موجوداتو کي انسان بېلابېل اړخونه لري، چي د مختلفو علومو بنسټونه جوړوي؛ که یواځي انسان په نظر کي ونیسو، نو مورفولوژي (شکل پېژندنه) فزیولوژي (د غړیو د دندو پوهه)، سیکولوژوي (ارواپوهنه)، سوسیالوژي (ټولنپوهنه)، طب، ماشوم پوهنه او نور علوم پرې راڅرخي. په دې ټولو علومو کي موضوع ګاني معلومي دي او هر علم خپل متخصصین لري. مګر د ټولو کایناتو یا هم ټول انسان متخصص نشته. نو ځکه خو هغه ستونزي چي له ژوندیو موجوداتو یا هم له انسانه راپیدا کيږي، د دې تخصصي علومو په اساس يې حل کول امکان نه لري او همدارنګه په دې علومو کي وروستۍ خبره یا نهايي پرېکړه هم ممکنه نه ده. ځکه خو یواځې د انسان د درک او پرې پوهېدو له پاره اړینه ده، چي یوه داسي ټولیزه شعوري بشري تکنالوژي پیدا کړو، چي د معلوماتو پراساس يې هر څه تشریح کړای شو او عمومي فکرونه وزېږوي. همدارنګه داسي مجهزو مرکزونو ته اړتیا ده، چي خپله زمانه له ټولو وارداتو سره ومني. 
 
فکر کوم وروسته به په دې موضوع کي ډېر کتابونه ولیکل شي، بېلابېل نظریات به وړاندي شي او یو علمي مرکز به يې تقویه هم کړي. هغه وخت به بیا یوه ډله علماء د موجوداتو تاریخچه له سره ولیکي، هرشی په تېره بیا انسان به له سره کشف کړي او د هغه په ماهیت کي شته حقایق به را بربنډ کړي او د علومو د اساساتو اړوند به لا رڼه اصول را وړاندي کړي. پر دې سربېره ویلای شو، چي په عصري لابرتوارو کي د ژوندیو موجوداتو د پېژندني اړوند داسي څه ترسره کيږي، چي تر اوسه دې حالت ته نه وه رسېدلي. ماده، مالیکول او د بدن حجرې هر اړخیزه مشاهده شوي دي، د مایعاتو او حجرو تر ټولو واړه شکلونه د (X) وړانګي پر مټ د لیدلو وړ شوي دي. په ځینو عصري تحقیقي مرکزونو کي په ډېره لوړه سویه، د مادي جوړښتونو، او انزایمونو دندي- چي پروتین سره بېلوي-  تر یو څه اندازې معلوم شوي دي.
 
پر پورته لاسته راوړنو سربېره، له تنظیماتي دورې وروسته په ترکیه کي سړی په ډېره سخته ویلای شي، چي په علمي ناستو او تحقیقاتي مرکزونو کي ګواکي ډېر پرمختګونه شوي دي. اوسنی وخت چي د تحقیق، نویوالي او ځیرکتیا پرځای ړندې پېښي رواج شوي دي او د علمي افکارو پر ځای تشو شکلونو ته ارزښت ورکول کيږي، د راتلونکو له پاره به ډېر د افسوس وړ وي. ځکه چي په دې دوره کي موجودات په غیر منظم ډول او ګډوډۍ کي معرفي شوي دي، شیان ئې خاوري خځلي ګڼلي، چي کله يې باد هغسي کله يې دغسي وړي، موجودات داسي ګوله ګڼله شوې، چي د «طبیعي انتخاب» په بې انصافو غاښو کي ژوول کيږي او انسان هم یو داسې نندارچي معرفي شوی، چي د مرګ په خوله کي ناست دی. په داسې حال کي چي که له بلي بېلي زاويې ورته وګورو، نو دا واقعیت را ته پکښي له لیري ښکاري، چي اصلاً د موجوداتو په ټولو ذرو کي یو ډول همکاري، همږغي او نظم ښکاري. «هرڅه د یو هدف له پاره پلان کړای شوي دي»، او هرڅه دونه روښانه دي، چي عقل ورته حیرانېږي.
 
نه غواړم، چي نننۍ ځیني کږې زاويې او د دوی د کږوالي علتونه وڅېړم، مګر پر ځینو مسائلو ټینګښت به ګټور وي. یو ځل په یوه وخت کي زموږ لابراتوارونه او تحقیقاتي مرکزونو د داسي تنګ نظریو په لاس کي شول، چي تل به په «څرنګه؟» پسي ګرځېدل او کله يې هم د «ولي؟» پلټنه ونه کړه. په یو داسې تعلیمي سیستم کي، چي نه په «څرنګه؟» پسي ګرځي او نه هم د «ولي؟» په کیسه کي دي، تراوسه مو څو مفکرین ټولني ته وړاندي کړي دي؟ ایا تر اوسه مو داسې مفکرین ټولني ته وړاندي کړي دي چي د غربي مفکرینو تېروتني رامیدان ته کړي؟ 
 
مثلاً: د ډارونیزم تېروتني، منفي اړخونه او نیمګړتیاوي راته په پوره زړورتیا په ګوته کړي؟ ایا داسي مفکرین مو روزلي، چي د انسان د «اشرف المخلوقات» ادعا يې نوې رامنځ ته کړې وي او د ډارونیزم مفکوره يې د هغوی د امثالو په څېر تر څېړني لاندي نیولې وي؟ مثلاً: پر دې وږغېدو، چي انسان پر غړیو لکه: لاس، سترګه، غوږ، پوزه… پر سیستمونو لکه: اطراحي، هضمي، تنفسي… پر حواسو لکه: اورېدل، لیدل، بویول… سربېره له موجوداتو آن د شیانو تر پردې شاته هم اړیکي لري او انسان يې د هغه په رښتیني چوکاټ کي وڅېړه؟ 
 
 
نه یوازي دا چي پورته توري مو ونه کړې، بلکي علم د یو بوت حیثیت غوره کړ او د ایډیالوژیو قرباني شو، په نولسمه پېړۍ کي د پوزیتویزم حتی د ماټریالیزیم له چوکاټه ونشو وتلای. له بده مرغه د دې په پایله کي بيولوژي یو خیال ګڼل کيږي، چي په فرضیو ږغيږي.
 
بې له شکه د داسي خیالي فرضیو په سر کي د تکامل یا بشپړېدو فرضیه هم شامله ده. که څه هم زما غوندي د بل مسلک درلودونکي دا کار نه دی، چي په دغه فرضیه وږغيږي، خو مجبور یم، چي د حقایقو اړوند خپلي خبري روانې وساتم. که نه لازمه خو داده، چي د تکامل پر خیالي فرضیې باید د هيواد او آن نړۍ په سطحه، د جنین پوهني، فوسیل پوهني او الهیاتو علومو عالمان سره راټول او د معلوماتي کنفرانسونو له لاري دغه فرضیه په مسلکي او مدللـه توګه وڅېړي، ځکه چي ځینو ته دغه فرضیه په اوس وخت کي یوه داسي علمي او بې دلیله عقیدوي موضوع ښکاري، چي آن پرې بحث کول هم ورته ګناه ښکاري.
 
یو اړخ ته اوس هم زموږ په منځ کي د الهیاتو د علماوو نشتوالی او بل لوري ته د دې علم زده کړه د يوې هیلي په توګه پاته کېدل یو تریخ حقیقت دی، د ځينو له قوله نږدې یوه پېړۍ کيږي، چي د الهیاتو نه زده کړي ځیني مثبت علوم را څخه پاته کړي دي. په داسي یوه چاپیریال کي د داسې موضوع څېړل، چي په عین وخت کي زما مسلک هم نه دی، مګر د ایمان او بې ایمانۍ ترمنځ یو کلک دېوال دی، څېړل یو څه سخت راته برېښي. خو بیا هم د خپل ایماني مسوولیت له مخي څومره، چي پرې پوهېږم تاسي ته يې وړاندي کوم. اصلاً په دې برخه کي زما د کار موخه همدا وه، چي د دې علومو او مسلک خاوندان په غیرت راولم، هیله ده چي دوی د خپل مسلک له مخي دغه موضوع راتلونکي نسل او دې ځوانانو ته چي له يوې پېړۍ راهیسي يې ذهنیتونه ګډوډ او آن ایمانونه يې غلا شوي دي، رڼه پر میدان کښيږدي.
 
پر دې باید اعتراف وکړم، چي تر دې موضوع دغي بلي برخي ته چي پخپله سینه کي اسلامي احکام دې نسل ته وروسوم، ډېر په تلوار کي یم، تمه لرم چي زموږ ځوانان به د اسلامي احکامو د تبلیغ په اورېدو د خپل زړه ټکانونه احساس کړي او یو باوري نسل به واوسي. پر دې سربېره ځیني داسي کسان زموږ په بې سوادو، باسوادو او آن علماوو کي شته، چي د الله جل جلاله ایاتونه او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم احادیث هم د ډاورنیزم په تائيد کي استعمالوي، په داسي حال کي چي د انسان د پیداښت موضوع یوه عقیدوي موضوع ده، چي د قرآن په ایاتونو تائيد شوې ده.
 
یوه پېړۍ وړاندي علامه حسین جسري د ډاروین د نظريې اړوند وویل: «دا یوه فرضیه ده، که کله د یو مثبت واقعیت په توګه رامنځ ته شوه، نو موږ به يې هم له قرآني ایاتونو سره وګورو.» علامه حسین جسري ته په پوره احترام، خو په دې برخه کي ورسره موافق نه یم، ځکه چي د ډاروین د تکامل یا بشپړتیا فرضیه هیڅکله د قرآن له ایاتونو سره سر نه خوري. هغه ته ژوند د اسبابو له تصادفه زېږېدلی ښکاري، په داسي حال کي چي ژوند ورکول او بيرته اخیستل د الله جل جلاله فعلي صفتونه دي. که څه هم د مرګ اړوند د ځینو اسبابو په اړه خبرې کولای شو، خو د ژوند ورکول تر اسبابو پورته خبره ده. ژوند ورکول یواځې د الله جل جلاله په اراده پوري تړلي، چي هیڅ سبب ته اړتیا نه لري، ځکه خو ژوند ورکول په هيڅ ډول د اسبابو په زور نشي تشریح کېدلای. د دې پورته دلایلو له مخي وایم چي د ډاروین فرضیه یواځي یوه فرضیه ده، چي کله هم په قرآني ایاتونو یا هم نبوي احادیثو نه تشریح کيږي. د دې موضوع د راسپړلو یو علت هم همدا و.
 
ډاروینیزم یوه داسي فرضیه ده، چي په یوه فرد ډاروین یا لامارک پوري يې نشو تړلای، پر دې سربېره چي په تېرو پېړیو کي ځینو اشخاصو د دې فرضيې د تبلیغ له پاره کار کړی، زموږ په وخت کي هم داسي نوي ډاروینستان شته، چي غواړي په بېلابېلو لارو دغه فرضیه په خلکو کي خپره کړي، دوی ډاروین ته په بېلابېلو لقبونو ورکولو د خلکو پام ځانته را اړوي، دا د دوی عادت دی چي که يې یوه طریقه ونه چلېږي، بله رامخته کوي. خو یو تریخ حقیقت دادی، چي د ډاروين دغه نا ثابته فرضیه چي کله به هم ثابته نه شي، په ښوونځیو، پوهنتونو او علمي مؤسسو کي د یو ثابت علمي حقیقت په توګه تدرسېږي. الله جل جلاله دي وکړي چي زموږ ځوانان دغه فرضیه د ټولو اړخونو سره مطالعه کړي او زموږ علمي مؤسسې له داسي نظریو چي هیڅ ثبوت نه لري، پاک کړي.
 
داسې کسان هم شته، چي د تکامل د فرضيې د اثبات له پاره له بل رنګوالي کار اخلي او دا موضوع يې لابراتوارو ته کش کړې ده. ځکه خو غواړم، چي د ډاروینیستانو، نیو ډارونیستانو او د بل رنګوالي د همفکرو د پوهولو له پاره له قرآني او نبوي دلائیلو په ګټي سره دغه موضوع تشریح کړم.... 
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه
-----------------
اړوند لیکني:
د ډاروین غلطه شیطاني نظریه
تخلیق که ارتقاء؟
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته