تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نړیوال اسلامي دعوت لپاره اصول
 
  February 27, 2017
  0

 

لیکنه: استاذ عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱: په اسلامي علومو پوهېدل پکار دي، لکه تفاسیر، احادیث، فقه او سیرت.

۲: په نړیوالو مذهبونو څه نا څه پوهېدل پکار دي، لکه یهودیت، عیسائیت او نور... دا ځکه که چیري یو مذهب والا پر اسلام باندي اعتراض کوي او یا پوښتنه وسي باید د هغه ځواب په معقول ډول سره ورکړل سي.

۳: په نړیوالو ژبو سره پوهېدل پکار دي لکه انګلیسي، عربي او...

۴: عمومي معلومات اړین دي، دا ځکه چي کله په نړیوال دعوت کي یو داسي کس پوښتنه وکړي چي و General Knowledge ته اړتیا وي.

۵: په نسبي ډول سره یو نړیوال داعي باید له ساینس، حکمت او فلسفې څخه کار واخلي، دا ځکه که ملحدین او دهریان پوښتنه وکړي، د هغو ځواب په حکمت او ساینس سره باید ورکړل سي.

۶: نړیوال اسلام دعوت باید په نرمه لهجې سره وسي، لکه الله جل جلاله چي موږ ته فرمايي: (وَجادِلهُم بِالَّتي هِيَ أَحسَنُ)

۷: د ټولو هغو نړیوالو داعیانو لیکنې او اثار اړین دي چي پوره په دقت سره وکتل سي چي مخکي یې مزلونه طئ کړیدي، لکه مرحوم احمد دیدات او نور..

۸: د نړیوالو اسلامي څهرو او مرکزو سره باید تماس شتون ولري، دا ځکه که کوم مشکل مخي ته راځي هغه باید ایسته کړل سي.

۹: کوښښ باید وسي چي د غیر مسلمانانو ته په معقول ډول سره ځواب ورکړل سي، او کوښښ وسي چي دغیر مسلمانانو ټول اعتراضونه او نيوکې په ښه ډول سره ځواب کړل سي.

۱۰: که مسلمان داعي په یوه شي نه پوهېدئ مثلاً تثلیث نو باید د هغو علماء څخه پوښتنه وسي چي په فن کي مهارت لري.


لاندي سرلیکونه په تعلیم الاسلام ویب پاڼه کي لوستلای سی:
 
د اسلامي دعوت اهداف
د دعوت اداب
ښځه د دعوت په میدان کي
انټرنیټ او د دعوت غلطه طریقه
دعوت او حکمت
انټرنیټ د دعوت بهترینه وسیله!
د دعوت اصول
د دعوت ارکان
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته