تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
امتحان ته اماده ګي
 
  March 2, 2017
  0

 حافظ وحيدالله "يعقوبي"-هلمند / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


الله جل جلاله مخلوقات د امتحان اخيستلو له پاره پیداکړي، دنيا د امتحان اخیستلو صحنه ده، خو فکر باید وکړو،چي د ژوندانه د امتحان ځای او وخت نه لري، هر ځای او هر وخت باید ورته تیار اوسو، د ژوند امتحان ته الله عزوجل یوه داسي بڼه او شکل ورکړی، لکه دغرونو لړۍ، چي د هر غره شاته بل غر سته، د ژوند امتحان همداسي دی، د هر امتحان شاته بل امتحان سته.

پام کوئ! چي د ژوند په امتحان کي پاته را نه سئ، ژوند امتحان ته آما دګي ده، مرګ امتحان دی، او راتلونکي نړۍ (آخرت) د هغه پایله!

که غواړې، چي هیڅکله دي په امتحان کي وجود ونه لړزیږي، نو هیڅکله د کار په جریان کي غلط ګام مه ايږده، تاسو وګورئ! مؤمن مسلمان هيڅکله هم د مرګه نه بیريږي او کافران له مرګه ډېر بېريږي، دا ځکه چي هغوی په دې باوري دي، چي امتحان ئې په سم ډول نه دی ورکړی، الله جل جلاله به ورته سخت عذاب ورکوي. زکریا رازي ویلي دي: موږ هر وخت د الله تعالی تر امتحان لاندي یو او پایله به ئې په اخرت کي وینو.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته