تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبي کريم ﷺ د نړیوالو تاریخ پوهانو په آند
  تعلیم الاسلام
  March 12, 2017
  0

 

 

لیکنه: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
نړيوال تاريخپوه لامارټين (Lamartine)
 
د نبـــي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله داسې وايي:
 
كه د هدف لویوالی، د امكاناتو كمښت او د نتایجو لوړوالی د انسان د نبوغ درې گوني شرطونه وي، نو بيا څوك دا جرئت كولاى سي چې د معاصر تاريخ كوم شخص د محمد صلي الله عليه وسلم سره پرتله كړي؟
 
هغه د شلو نړيوالو او يوې سترې روحاني امپراطورۍ بنسټ کښېښوده. كه ټول هغه معيارونه وګورو چې د انسان سترتوب او كمال پرې اندازه كيدلاى سي نو ډاډه به سو چې له هغې سره بل سیال نسته. (۱)
 
اډوارډ ګيبـــــــــين او سيــــــمن اوکلې
 
د نبــــــــي کريم صلی الله علیه وسلم په هــــــکله وايي
 
انګرېز مؤرخ اډوارډ ګيبين (۱۷۳۱-۱۷۹۴م.): 
 
" مخکې لدې چې وینا پیل کړي، حاضرین به يې د نيكې رويې، مينې، او نرمۍ تر اغيز لاندې راغلل. ښكلې څيره، نافذې سترګې، نرمه موسكا، ګڼه ږيره، داسې څېره چې د ده د ټولو احساساتو څرګندونه يې كوله او بالاخره هغه كلمات به يې په خبرو کې كارول چې د ټولو درناوی به یې ځان ته جلبوه. د بډايو او بېوزلو سره یې تعامل یو شان ؤ، له ملګرو او عامو وګړو سره يې چلند د ټولنيزو آدابو په رڼا كې توپیر نه درلوده، حافظه يې قوي او تصورات يې عالي وو، قضاوت يې څرګند، عادلانه، چټك او قاطع ؤ،  د فكر او تدبیر او هم د عمل او اقدام پوره توان یې درلوده “. (۲)
 
انی بسنــت(Annie Besant ) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي
 
 
دا امکان نلري چې یو څوک دې د محمد عربي صلی الله علیه وسلم ژوند مطالعه کړي او په دې دې پوه سي چې هغه څنګه خلک پوهول، خو زه دا درته وایم چې هغه یو ستر پېغمبر ؤ، هغه د الله لوی استازی ؤ، زه چې په کومې اندازې سره د هغه مطالعه کوم، ماته نوی احساس، نوی درنښت، نوې ښکلا او نوی انداز د محمد عربي صلی الله علیه وسلم په هکله راځي. (۴)
 
 
 Lamartine - Histoire de la Turquie, Paris 1854, Vol II, pp. 276-77-
 History of the Saracen Empire, London, 1870, p. 54-
 Annie Besant, The Life and Teachings of Muhammad, Madras 1932, p. 4-
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته