تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قرانکریم اعجاز او ننګونه
  تعلیم الاسلام
  March 15, 2017
  0

 رالېږونکی: احسان الله ، د عزیز التفاسیر څخه / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
سوالونه جوابونه 
 
په دې مقام کښي د سړي په ذهن کښي لاندي پوښتني ګرځي راګرځي :
 
الف : که څوک وایي چي : د قرآن کریم سره د اعجاز وجوه کوم کوم دي ؟
 
مونږ وایو چي : که څه هم ځینو مفسرینو کرامو د قرآن کریم د اعجاز ډیري وجي لیکلي دي، هیله ده علاقمندان هملته مراجعه وکړي مګر مونږ په همدې اړه لاندي مطالبو ته اشاره کوو او بس  :
 
اول : الله جل جلاله د خپل عادت په مقابل په هره زمانه کښي خپل پیغمبر ته هغه ډول معجزه ورکړې ده د کومي د مقابلي او سیالۍ څخه به چي د همغي زماني ماهره ډله عاجزه وه . د مثال په توګه :
 
 موسی علیه السلام په خپلي معجزي کښي د ښامار سره جادوګران عاجز وګرځول . عیسی علیه السلام د مړو په ژوندي کولو سره طبیبان عاجز جوړ کړه او بالآخره داود علیه السلام د خپلۍ خوش اوازۍ په سبب موسیقي دانان د پښو وغورځول . او دا ځکه چي ددغو پیغمبرانو علیه السلام په زمانو کښي په ترتیب سره جادوګران ، طبیبان او موسیقي دانان ماهري ډلي وې .
 
دوهم : په همدي بنیاد الله جل جلاله آخرالزمان پیغمبر محمد علیه الصلاة والسلام ته داسي معجزه ورکړه چي د قیامت تر ورځي پوري ورسره یوه ماهره ډله د سیالۍ توان نه لري . د مثال په توګه :
 
د قرآن کریم د نزول په وخت کښي فصیحان او بلیغان ماهره ډله وه خو ددې سره سره دغي ډلي د قرآن کریم سره په یوه لنډ کي سورت په جوړولو کښي سیالي ونه کړی شوه .
 
او په دي حاضره زمانه کښي ساینس او تخنیک ډیره ترقي کړي ده او په همدغو علومو باندي پوهیدونکي خلک ماهره ډله ده خو همدغه ډله د خپل مهارت سره سره د قرآن کریم سره سیالي نه شي کولای او د مقابلي توان نه لري .
 
یا په بل عبارت : د النمل سورت ناطق دی چي سلیمان علیه السلام د مرغانو سره خبري کولې او په پیربانو باندي یي حکومت چلاوه . خو ددې زمانې ساینسي ماهران د دغو دواړو کارونو څخه عاجزان دي او لا عاجزان به وي .
 
ب : که څوک وایي چي : ایا د سلیمان علیه السلام په زمانه کښي په کسبي ډول سره ذکر شوي دواړه کارونه ممکن وه ؟ 
 
مونږ وایو چي : په هغي زمانه کښي دغه دواړه کارونه په کسبي ډول سره فقط په ذاتي امکان سره ممکن وه او بس . اما په وقوعي امکان سره نه په هغي زمانه کښي ممکن وه او نه نن ورځ امکان لري . که بالفرض په هغه زمانه کښي یې په کسبي توګه ذاتي امکان نه درلودی او محال کارونه نه وای نو د معجزي په توګه به يې هم تحقق نه وای موندلی ځکه چي د معجزاتو تحقق په محالاتو کښي موجودیت نه شي درلودلی بلکي په ممکناتو کښي تحقق مومي او بس . 
 
هـ : د سلیمان علیه السلام د تخت الوتنه په هغي زمانه کښي فقط د معجزې په توګه ممکنه وه او نن ورځ په کسبي توګه هم وقوعي امکان لري . 
 
ج : که څوک وایي چي : ایا په ذاتي امکان سره ممکنه ده چي د قرآن کریم سره په کسبي توګه د یو سورت په جوړولو کښي سیالۍ وکړي شي ؟
 
مونږ وایو چي : وقوعي امکان په یوه زمانه کښي هم نه شي درلودلی ، او تر قیامت تر ورځي پوري تري ټول مخلوقات د عجز درلودنکي دي .
 
 
د : که څوک وایي چي : په یوه ایت سره خو هر څوک کولی شي چي د قرآن کریم سره سیالي وکړي ، د مثال په توګه هر څوک موسی نامی سړی مخاطب کولی شي چي : وَمَا تِلْكَ بِيَمِينِكَ يَا مُوسَى [ طه : ۱۷ ] یعني ای موسی : دغه په ښي لاس کي دي څه دي ؟ 
 
مونږ وایو چي : د قرآن کریم سره د کیفیاتو په ملحوظ په یوه ایت کښي هم هیڅوک سیالي نه شي کولی . لاندي وضاحتونه ولولئ : 
 
اول : ذکر شوی ایت د موسی علیه السلام مناجات یوه کړۍ ده او که بالفرض الله جل جلاله مونږ ته نه وی را حکایت کړې نو هیڅوک به نه وی توانیدلی چي په هم دغه ملحوظ سره ورباندي تلفظ وکړي .
 
دوهم : په دغه ایت کښي چي بحث روان دی هیڅوک توان نه لري چي د  (وَلَن تَفْعَلُواْ) په جمله کښي په قطعي توګه تلفظ وکړی شي ځکه چي غیبي علوم یوازي په الله جل جلاله پوري اختصاص لري او هیڅوک په باوري علم سره نه پوهیږي چي سبا به څه کیږي .
 
ها : که څوک وایي چي د نبي کریم علیه السلام لویه معجزه څه شی ده ؟
 
مونږ وایو چي : د نبي کریم علیه السلام ډیره لویه معجزه همدا قرآن کریم دی چي د قیامت تر ورځي پوري خپل حقانیت پخپله په اثبات رسوي او هیڅوک به يې د سیالۍ توان ونه شي درلودلی .
 
همدي مضمون ته الله جل جلاله داسي اشاره کړي ده چي : (أَوَلَمْ يَكْفِهِمْ أَنَّا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ يُتْلَى عَلَيْهِمْ) [ العنکبوت : ۵۱ ] یعني : ایا خلکو ته دا کفایت نه کوي چي یقینا مونږ په تا باندي معجزه کتاب درنازل کړی دی چي د قیامت تر ورځي پوري به د استمرار په توګه در باندي لوستل کیږي!
 
هیره مونه شي   
 
۷ : هیره مو نه شي چي د قرآن کریم سره د سیالۍ د پاره په ډیرو مکي سورتونو کښي دعوت نازل شوی دی . لاندي مثالونه ولولئ : 
 
الف : د [یونس : ۳۸] ایت کښي .
ب : د [هود :۱۳] ایت کښي .
ج : د [الأسراء : ۸۸] ایت کښي . 
د : د [القصص : ۴۹] ایت کښي .
 
خو په دې مقام کښي په مدني سورت کښي ذکر شوی دعوت یو ځل بیا تازه کړی شوی دی. 
 
ماخذ: عزیز التفاسیر: ج۱، ص۶۲-۶۴
---------------------------------
په تعلیم الاسلام ویب پاڼه کي اړوند لیکني:
 
اسلام او ساینس
د قرانکریم ساینسي اعجاز
د قرانکریم لس ډوله اعجاز
قرانکریم د ساینس پوهانو په آند
د قرانکریم قانوني اعجاز
د نبوت دلائل
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته