تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلائل:د شق القمر معجزه
  تعلیم الاسلام
  March 15, 2017
  0

د نبوت دلائل- د علوي عالم معجزات

ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

شق القمر
 
د سپوږمۍ د دوه ځايه کېدلو واقعه چي د هجرت څخه مخکي منځ ته راغلې ده، د رسول الله ﷺ د نبوت يو ډير ستر دليل دی چي په قرانکريم کي الله تعالی ياد کړی دی:
 
(اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ) (۱)
قيامت رانژدې سو او سپوږمۍ څيرې (دوه ټوټې) سوه.
 
حضرت انس رضي الله عنه فرمايي: 
 
(أَنَّ أَهْلَ مَكَّةَ سَأَلُوا رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم أَنْ يُرِيَهُمْ آيَةً فَأَرَاهُمُ الْقَمَرَ شِقَّتَيْنِ حَتَّى رَأَوْا حِرَاءً بَيْنَهُمَا.)
ورته روايت د حضرت ابن مسعود رضي الله عنه څخه هم روايت سوی دی.(۲)
 
مشهور مفسر علامه ابن کثير  رحمة الله علیه  پخپل تفسير کي ليکي:
 
( وهذا أمر متفق عليه بين العلماء أن انشقاق القمر قد وقع في زمان النبي صلى الله عليه وسلم وأنه كان إحدى المعجزات الباهرات.) (۳)
 
یعني دا خبره د علماوو ترمنځ اتفاقي ده چي د سپوږمۍ ماتېدل د نبي کريم ﷺ په زمانه کي واقع سوې ده او دا يې د ځلانده معجزو څخه يوه معجزه وه.
 
علامه ابن کثير  رحمة الله علیه  فرمايي چي علماء او پاته ټول امامان په دې متفق دي چي د سپوږمۍ د انشقاق معجزه د رسول الله ﷺ په عهد کي واقع سوې ده او په دې اړه د ډيرو طرقو څخه احاديث وارد سوي دي چي د امت په نزد قطعيت افاده کوي. او شيخ الکتاني ليکي چي دا حديث د تواتر درجې ته رسېدلي دي. (۴)
 
حافظ ابن حجر  رحمة الله علیه  ليکي: مفسرين او د سيرة علماوو ددې واقعې پر پېښېدو اجماع ده او دغو صحابه کرامو روايت کړې ده لکه: علي، ابن مسعود، حذيفه، جبير بن مطعم، ابن عمر، ابن عباس، انس او نورو رضی الله عنهم.(۵)
 
د شق القمر معجزې واقعه
 
د مکې خلګو د رسول الله ﷺ څخه غوښتنه وکړه چي دوی ته د نبوت يوه نښه ښکاره کړي نو رسول الله ﷺ د سپوږمۍ دوه ځايه کېدل ور ښکاره کړل حتی چي د حراء غر يې د دوو برخو ترمنځ وليدی. کفارو به د رسول الله ﷺ څخه معجزې غوښتې، همېشه به يې ورته ويل: تا خو موږ ته هيڅ شئ نه دى را ښکاره کړى، لږ تر لږه ته يوه معجزه موږ ته را ښکاره کړه چي د هغې په واسطه موږ ستا پر رسالت اقرار وکړو، رسول الله ﷺ ورته و فرمايل: 
 
که سپوږمۍ دوه ځايه سوه تاسي ايمان راوړى؟ که ستاسي په حضور کي د الله جل جلاله په إراده او زما په اشاره سپوږمۍ دوه ځايه سوه تاسي د الله جل جلاله پر وحدانيت او زما پر رسالت ايمان راوړى؟
 
 کفارو ويل: هو!
 
نو يې د مياشتي په پنځلسمه شپه چي سپوږمۍ پوره او کامله وي د دغي معجزې وعده سره وکړه، د پنځلسم په شپه رسول اللهﷺ په منْى کي تشريف درلود او قريش هم د معجزې د ليدلو د پاره سره راټول سوي دي، رسول اللهﷺ و سپوږمۍ ته اشاره وکړه چي دوه ځايه سي ، سپوږمۍ هم د رسول الله ﷺ په اشاره سره دوه ځايه  سوه چي په عربي کي (شق القمر) ورته وايي، سپوږمۍ دوې ټوټې سوه يوه حصه يې د غره و يوه طرف ته ولاړه او بله حصه يې د غره و بل طرف ته، د سپوږمۍ د دوو حصو په منځ کي غر راغلى. بيرته سپوږمۍ سره ومښتل او رسول الله ﷺ وفرمايل: 
 
تاسو شاهدان اوسئ!
 
دوی چي دا حيرانونکې معجزه وليدل، سخت متاثره سول ځينو ايمان راوړی او ځينو د خپل حسد او جهالت په وجه و دې ته سحر ووايه.
 
د مسافرو مشاهده
 
د رواياتو مطابق دا معجزه رسول الله ﷺ دوه ځلي ښکاره کړې ده، چي په ليدو يې کفارو وويل: تاسو د مسافرو څخه معلومات وکړئ، که هغو هم د سپوږمۍ دوه ځايه کېدل ليدلي وه نو دی صادق دی او که يې نه و ليدلي نو دا سحر دی چي په تاسو يې وکړی. کله چي يې د مختلفو علاقو د مسافرو څخه پوښتنه وکړه نو  هغوی وويل: موږ وليدل. (۶) 
 
تر دې وروسته بيا کفارو وويل چي دا يې يو ډير لوی سحر کړی دی.
 
دغه (شق القمر) لويه حادثه او نادره معجزه ده، رسول اللهﷺ خپل رسالت ورته ثابت کړی مګر بيا هم ټولو کفارو ايمان را نه وړى، د تاريخ ډير علماء لکه ابن کثير او داسي نور وايي: چي عربو به په دغه واقعه سره تاريخ ښووى، عربو جنتري نه درلودل او کوم وخت چي به يوه لويه واقعه پيښه سوه په هغه سره به يې تاريخ ښووى، چي تر فلانۍ واقعې دومره کاله د مخه يا دومره کاله وروسته فلانئ کار وسو او د دغو لويو واقعو څخه کومي چي عربو تاريخ په معلوموی د فجار جنګونه وه، د فيل کال ؤ او دغه شق القمر معجزه وه.(۷) 
 
ددې معجزې حکمت
 
يو حکمت خو دا وو چي د نبي کريم ﷺ رسالت په يوه ډيره لويه معجزه مسلمانانو او کفارو ته ښکاره سي، بل حکمت يې دا وو چي په دې سره مشرکانو ته خبرداري وو چي اوس خو د قيامت راتلل ليري نه دي، تاسو قيامت ځکه ليري بلی چي ګواګي د علوي اجرامو يعني آسمان او ستورو د منځه تلل او ټوټې کيدل ناممکن دي نو ای د مکې خلګو! تاسو په خپلو سترګو په واضح ډول وليدل چي (انْشَقَّ الْقَمَرُ) يعني سپوږمۍ څيري سوه نو چي ددې نظام دا مشهوره هستي هم ټوټې سوه نو د نورو ستورو او آسمانو ټوټې کيدل او د ټول عالم هئيت بدلېدل او فناء کيدل هيڅ ناممکنه نه دي نو تاسو دغه نبي صادق وبولئ چي تاسو د قيامت په اړه بيروي، ايمان پر راوړئ او اطاعت يې وکړئ.
 
د سپوږمۍ دوې ټوټې کيدل په علوي عالم کي يو لوی تصرف او د نبوت کامل دليل دی.(۸)
 
د شبهاتو ازاله
 
سپوږمۍ د الله  تعالی مخلوق دی، الله  تعالی چي هر ډول تصرف پکښي کول غواړي کوي يې لکه څنګه چي يې د حشر په ورځ فناء کوي. خصوصاً چي يو کار تر معجزې تعلق ولري او معجزه عقلاً ممکنه ده او خارق العاده کار دی چي الله  تعالی يې د هغه چا به لاس ښکاره کوي چي الله يې تائيد وغواړي تر څو د هغه د نبوت او رسالت رښتنولي ثابته کړي.
 
غربيان دغه خبره نه مني وايي: زموږ په تاريخ کي د دغه شق القمر ذکر نسته ، د دغه انکار د پاره د دوى يواځنئ دليل دغه دى چي وايي موږ شق القمر نه دى ليدلى، مګر د شق القمر د نه پېښېدلو د پاره يواځي دغه دليل نه دى کافي چي وايي: موږ نه دى ليدلى، (د شي د نه ليدو څخه دا نه ثابتيږي چي هغه وجود نلري، ډير شيان سته چي انسانانو نه دي ليدلي خو بيا يې هم د خبر رسېدلو په وجه مني).
 
د شق القمر د اثبات عقلي دلایل
 
د شق القمر د اثبات دپاره ډير عقلي دليلونه سته، مثلا:
 
اول: شق القمر د شپې ؤ او په ډيرو غربي ملکو کي د مطالعو د اختلاف په سبب ورځ وه او په ځينو ملکو کي نيمه شپه او خلك بيده وه او په ځينو ملکو کي اوريځ وي سپوږمۍ پکښي پټه وي، که چيري بيا په ځينو ملکو او ځايو کي آسمان شين هم وي او خلك هم دباندي ناست وي دا ضروري نه ده چي هغو ټولو د آسمان و طرف ته کتل او سترګي يې د سپوږمۍ څخه و بل طرف ته نه اړولې (ځکه يو معلوم شمېر خلګو ددې معجزې غوښتنه کړې وه او  هغوی ورته کتل). مځکه کروي شکل لري او سپوږمۍ يې پر شاوخوا راګرځي نو معلومه خبره ده چي کوم خلګ د سپوږمۍ مخي ته وي هغو ته ښکاري خو نورو ته بيا نه ښکاري. (جامعة الايمان ویب پاڼه)
 
دوهم: که آسمان شين هم وي او پر مځکه د سپوږمۍ رڼا هم وي، د سپوږمۍ په دوه ځايه کېدلو د هغې په رڼا کي کوم خاص فرق نه پيښيږي چي خلك دي ورته متوجه سي او دغه دوه ځايه کېدل فقط د څو ثانيو دپاره وه، ساعت او ډير وخت يې په بر کي نه دى نيولى، موږ وينو چي ډير ځله د سپوږمۍ تندره يا خسوف پيښيږي او تر ډيره وخته پوري دوام هم وکړي، خو بيا هم په مليونو انسانان نه په خبريږي، (يا په اسمان کي يو ويشتونکی ستوری تېر سي يا لوی ستوری ښکاره سي خو بيا هم ډير زيات خلګ په ناخبره وي) په تېره بيا په هغه زمانه کي چي د نن غوندي رصد خانې او نور آلات هم نه وه موجود، د خبر د نشرولو دپاره اخبار او راديوګاني هم نه وې، چي دا خبر نشر او شائع کړي (په هغه وخت کي خلګو خپل تاريخونو ليکلو او ساتلو ته ارزښت هم نه ورکاوه) خو په شرقي تواريخو کي د دغي معجزې ذکر سته، په هندوستان کي د (ماليبار) د مهاراجا واقعه يې ثبوت دی.(۹)
 
دريم: خپله د مکې خلګو، صحابه کرامو،  شاخوا مسافرينو او حتی  په هند کي پاچاهانو دا واقعه ليدلې ده.
 
نور تاريخي شواهد
 
که چيري يو شکمن دا پوښتنه وکړي چي ايا موږ ددې واقعې نور مستقل تاريخي ثبوت لرو؟ ځکه د نړۍ نورو خلګو هم بايد د سپوږمۍ دوه ځايه کېدل ليدلي وای او دا واقعه يې ياداښت کړې وای. ددې پوښتني جواب دوې برخي لري:
 
۱: د نړۍ نورو خلګو دا واقعه په دې وجه شايد نه سواي ليدلای چي پر دغه وخت د نړۍ په نورو سيمو کي ورځ وي يا د شپې ډير ناوخته وي او يا هم سهار وختي وي. لاندي جدول د مختلفو هيوادونو وختونه ښه په ګوته کوي چي کله د مکې مکرمې د شپې ۹ بجې وي نو په نورو هيوادونو کي لاندي وختونه وي:

 
۲: يو بل مستقل او خورا حيرانونکي تاريخي خبر هم سته هغه دا چي د هندوستان د کيرالا ايالت د مالابار ساحل هستوګن پاچا (چکراواتي فارماس) د چيرا شاهي کورنۍ پاچا وو چي د کيرالا پر ايالت باندي يې حاکميت درلود. نوموړي پاچا د سپوږمۍ دوې پلې کيدل ليدلي وه. د اسلامي علومو مشهور او نامتو عالم پروفيسر حميدالله په خپل کتاب " محمد رسول الله ﷺ " کي ددې واقعې په اړه وايي:
 
دا واقعه په لندن کي د Indian Office Library په تاريخي مخطوطاتو کي ثبت سوې ده. په دې اسنادو کي راځي چي د مالابار په خلګو کي دا يو مشهوره واقعه ده چي د دوی پاچا د سپوږمۍ دوې ټوټې کيدل ليدلي دي. ويل کيږي چي د مسلمانانو تجارانو يوې ډلي چي د مالابار سره د چين پر لار تېرېدل ددغه پاچا سره يې ملاقات وکړی او دا يې ورته وويل چي الله  تعالی څنګه زموږ د عربو پيغمبر نصرت د سپوږمۍ په دوې ټوټې کولو سره وکړی. پاچا په ډير حيرت سره وويل چي دا واقعه ما هم په خپلو سترګو وليدل (۱۰). وروسته نوموړي پاچا ايمان قبول کړی. (۱۱) والله اعلم
 
د چيرا په مرکز کي د هندوستان لومړني او تر ټولو قديمي مسجد په ۶۲۹ ميلادي کال کي هلته جوړ کړل سو چي تر اوسه هم هغه مسجد سته. (۱۲) او مشهور مورخ علامه ابن کثير  رحمة الله علیه  هم ليکلي دي چي د سپوږمۍ دوې ټوټې کيدل په هند کي ليدل سوي دي.(۱۳)
 
د نوي ساينس څیړني او اعتراف
 
د امريکا د فضايي تحقيقاتو او پرمختګونو مشهوره نړيواله اداره ناسا (NASA) په خپلو وروستيو تحقيقاتو کي دا خبره منلې ده چي پر سپوږمۍ داسي حالت هم راغلی دی چي سره جلا سوې ده. 
 
 
 
د ناسا د نړيوالي فضايي ادارې يوه ساينس پوه ډاکټر توماس واټرز د سپوږمۍ د جلا کېدو په اړه داسي وايي:
 
Now we found evidence that the moon is actually being "pulled apart" forming features called "Graben...
 
ژباړه: اوس موږ داسي نوي شواهد پيدا کړل چي په حقيقت کي ښيي چي سپوږمۍ  سره جلا کېدونکې ده او يو ډول جوړښتونه رامنځ ته کوي چي ګاربين (خندقونه) بلل کيږي.
 
 نوموړي ډاکټر په خپله وينا کي دا هم وايي چي اوس معلومه سوه چي سپوږمۍ يو فعال جسم دی، او دغه فعاليتونه (سره جلا کېدل) کيدايسي تر سلګونو ميلونو کلنو را پدې خوا په نژدې وختونو کي رامنځ ته سوي وي. د سپوږمۍ په اړه دوی لاندي نظريات وړاندي کوي:
 
Lobate scarps are formed when crystal material are pushed together forming a scarp.These scarps are globally distributed, it means that those forces, the contractions that formed these lobate scarps was a global process, it occurred everywhere on the moon.
 

ددې حقايقو د عواملو په اړه ساينس پوهان داسي فرضيات او اټکلونه کوي چي ګواګي د سپوږمي د داخلي تودوخي څخه دغه ماتېدنه راغلې ده.
 
 ساينس پوهان چي کله يو حقيقت ته نه وي رسېدلي نو دوی خپل اټکلونه او ګمانونه کوي وروسته يې نظريات بدليږي لکه د همدغه سپوږمۍ په اړه دوی مخکي دا نظريات لرل چي سپوږمۍ غيرفعال جسم دی، هيڅ جغرافيايي فعاليتونه نلري، په سپوږمۍ کي انبساط رامنځ کيږي مګر وروسته يې ددغو نظرياتو څخه رجوع وکړه.
 
 
 
د ناسا د تحقيقاتو لنډيز په لاندي ډول دي:
 
  • د سپوږمۍ پر سطحه د سلګونو کيلومترونو په اوږدوالي لوی لوی خندقونه وجود لري چي د سپوږمۍ جلا کېدو ته اشاره کوي.
  •  
  • دا اغېز د مځکي لخوا پر سپوږمۍ وارد سوی دی.
  •  
  • دا پرې سوي او راوتلي جوړښتونه پر ټوله سپوږمۍ ليدل کيږي.
  •  
  • دا تغیرات تازه واقع سوي دي.
  •  
  • د سپوږمۍ پر سطحه دا ژور او اوږده خندوقونه د سپوږمۍ د جلا کېدو او سره يو ځای کېدو څخه رامنځ ته کيږي.
 
معجزې مناقشو ته اړتیا نلري
 
مشهور عرب څېړندوی او داعي ډاکټر زغلول النجار وايي:
 
پر کومي معجزو چي موږ ايمان راوړی دی مناقشو ته ځکه اړتيا نلري چي د معجزو ځانګړتيا همدا ده چي خوارق السنن دي، د طبيعت قواعد او قانون ماتوي. کسبي علم معجزې نه سي تفسيرولای . (الله  تعالی د خپل نبي د تائيد د پاره عادتي سنن په معجزو ماتوي).
 
 

 

د يوه نوي مسلمان شاهدي- د ۱۰۰ میلیاردو ډالرو پانګونه

 

 
ډاکټر زغلول النجار وايي چي د انګليسان د کارديف (Cardiff) پوهنتون په يوه غونډه کي چي مسلمانان او غيرمسلمانان دواړه ګډون درلود د قرانکريم د علمي اعجاز په اړه بحث کېدی. ددې بحث په جريان کي يوه مسلمان ځوان دا پوښتنه را څخه وکړه چي ددې ايت په اړه کوم علمي اعجاز سته:
 
 (اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانشَقَّ الْقَمَرُ.)
 
وايي ما ورته وويل چي يا! ځکه چي د علمي اعجاز تفسير او تشريح يو علم کوي خو معجزات داسي حقايق دي چي علم يې نه سي تفسيرولای. معجزه يو خارق العادت کار دی چي سنن يې نه سي تفسيرولاي او انشقاق القمر معجزه د رسول الله ﷺ په لاس ښکاره سوې ده چي دده مبارک پر نبوت او رسالت شاهدي ورکوي او حسي معجزات د هغه چا د پاره صدق کوي چي هغه ليدلي وي د هغو د پاره د قران او نبوي سنتو شاهدي کفايت کوي او الله  تعالی پر هر شي قادر دی.
 
وروسته يوه برطانيوي مسلمان ځوان چي د يوه اسلامي ډلي رئيس وو ځان معرفي کړی چي زما نوم (داود موسی بيتکوک) دی او راته وويل چي استاذه! اجازت دی چي پر دې يو څه اضافه کړم؟ ما ورته وويل: هو، نوموړي وويل: د ايمان راوړلو ترمخه مي نور دينونه څېړل چي يوه مسلمان محصل د قرانکريم ژباړه راکړل، ما ور څخه مننه وکړل او کتاب مي کورته يوړ، کله چي مي کتاب پرانيسيتی نو لومړی مي پر سورة القمر سترګي ولګېدې او دغه ايت مي ووايه: (اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانشَقَّ الْقَمَرُ)
 
 نو مي وويل: ايا سپوږمۍ امکان لري چي ټوټې سي او بيا سره وصل سي؟ کوم قوت دا عمل اجراء کولای سي؟ نو ددغه ايت په ليدو د کتاب د لوستلو څخه راوګرځېدم (۱۴) او د ژوند په چارو اخته سوم خو الله تعالی زما اخلاص ليدی چي د حق د پلټني په اړه مي ترسره کوی.
 
يوه ورځ مي د يوه انګريزي او درو امريکايي فضانوردانو مرکه واورېدل. د خپروني وياند ددغو پوهانو رټنه کول چي ولي يې فضاء ته په سفر کولو سره دومره زيات لګښتونه کړي حال دا چي نړۍ د لوږي، فقر، مرض او پرشا تګ څخه ډکه ده، او ورته ويل يې: که چيري دا پانګونه د مځکي د ابادۍ د پاره مصرف سوې واي نو ډير ښه ځاي به يې نيولی وای. خو دغو درو پوهانو د خپل دريځ دفاع کول او ويل يې: دغه پرمختګ د ژوند په نورو اړخونو کي هم تطبيق کيدای سي، لکه طب، صناعت او زراعت، نو دا پانګونه بې ځايه نه ده تللې بلکي د نورو پرمختګونو او ټيکنالوجۍ په پرمختګ کي يې راسره مرسته کړې ده. 
 
د خبرو په جريان کي سپوږمۍ ته د انسان د ختلو يادونه کيږي چي پر دې سفر تر سل مليارډه ډالره ډير لګښت سوی دی، وياند ډير په تعجب سره ږغ وکړی چي؛ دا څنګه حماقت دی؟! سل ميليارډه ډالره ددې د پاره مصرف سوه چي د امريکا بيرغ د سپوږمۍ پر مخ کښېښول سي؟  هغوی وويل: يا ! موخه دا نه وه، موږ اصلاً غوښتل د سپوږمۍ د داخلي جوړښت څېړنه وکړو بالاخره حقيقت مو پيدا کړی، که مو چيري ددې څو چنده مصرف کړی وای نو خلګو به نه وای منلې.
 
وياند پوښتنه وکړه چي دا حقيقت څه وو چي تاسو وموندی؟  هغوی وويل: په دې سپوږمۍ کي يو وخت انشقاق (ماتېدل) راغلي دي او بيا سره وصل سوې ده، هغه وويل: په دې څنکه پوه سواست؟ دوی وويل: د بدلېدونکو ډبرو کمربند مو پيدا کړ چي سپوږمۍ يې د سطحي څخه تر نس پوري پرې کړې وه بيا مو د جيولوجي د پوهانو سره مشوره وکړل هغوی وويل: دا امکان نلري چي رامنځ ته سي بېله دې چي سپوږمۍ ماته نسي او بيا سره وصل نه سي.
 
دغه نوي مسلمان وويل: د خپلي چوکۍ څخه راوغورځېدم او ومي ويل: هغه معجزه چي محمد ﷺ ته ۱۴۰۰ کاله مخکي واقع سوې وه، الله  تعالی  امريکايان مسخره کړل څو په سل ميليارډه ډالره يې و مسلمانانو ته ثابته کړي؟!!  دا حتماً حق دين دی نو بيرته مي قران ته رجوع وکړه او سورة القمر مي تلاوت کړی او همدغه سورة مي اسلام ته د داخلېدو سبب سو.(۱۵)
 
د شيخ عبدالمجيد زنداني صاحب مناظره
 
کفار پر دې ډير حريص وه چي د رسول الله ﷺ د تکذيبولو د پاره يو کوچنۍ نقطه بهانه کړي، کله چي قرانکريم ايتونه نازل سوه او دا پېښه يې ذکر کړه نو د قريشو موقف يې هم ثبت کړی چي دوی دا معجزه وليدل او بيا يې سحر وبلی:
 
(اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ (۱) وَإِنْ يَرَوْا آيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُسْتَمِرٌّ )
 
قيامت رانژدې سو او سپوږمۍ څيرې (دوه ټوټې) سوه. اوكه وويني دغه ( كفارد قريشو) كوم دليل ( د قدرت ) نو ترې پرڅنګ به سي دوى ( مخ به واړوي ) او وايي به دوى ( دغه ) قوي سحر كوډي دې چې له پخوا راهيسې راځي . 
 
که بالفرض قرانکريم داسي يوه واقعه ذکر کړی وايي چي هغه نه واي پېښه سوې مثلاً دا معجزه يې ياده کړې وای خو رامنځ ته سوې نه وای نو دا به د قريشو د کفارو د پاره يوه طلايي موقوع وای او ويل به يې چي: محمد ﷺ وايي سپوږمۍ دوه ځايه سوه، قريشو وليدل او موږ سحر ورته ووايه. قريشو به ويل چي دا واقعه خو نه ده پېښه سوې، نه مو ليدلې ده او نه موږ سحر ورته ويلي دی خو محمد ﷺ يې په موږ پسي تړي. 
 
دا به د مسلمانانو د پاره هم ډير خطرناکه امتحان وای چي واقعه نه وای ليدل سوې خو په قران کي ذکر سوې وای. په حقيقت کي دا واقعه پېښه سول ددې په ليدو د مسلمانانو ايمانونه قوي سول او ځيني کفار هم مسلمانان سول. نو په قرانکريم کي ددې معجزې يادونه ددې معجزې د پيښېدو لوی ثبوت دی او د کفارو خلاف لوی حجت دی چي دې ته يې سحر ووايه.
 
د سپوږمۍ دوه ځايه کېدل يو لوي حقيقت دي چي الله عزوجل د خپل نبي ﷺ د غوښتني په خاطر خپلو او پردو ټولو ته ښکار کړې ده او صحابه کرامو رضي الله عنهم دا واقعه په صحيحو رواياتو رانقل کړې ده او زموږ په عصر کي ددې معجزې مادي دليل هم د سپوږمۍ پر سطحه ليدل کيږي چي په ښکاره ډول د قرانکريم او د رسول الله ﷺ په نبوت شاهدي ورکوي .
 
 

 

اصلاً خو  قران د دلايلو سردار دی!

 

 

 
الله  تعالی  فرمايي: (سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيد.) (۱۶)
 
علامه خطابي رحمه الله فرمايي چي د سپوږمۍ دوه ځايه کېدل د نبوت يوه دومره لويه نښه ده چي د انبياوو عليهم السلام د نښو څخه يوه هم ددې سره برابره نه ده ځکه چي دا معجزه د اسمانو په عالم کي ښکاره سوې ده چي ددې عالم د ټولو طبايعو څخه خارج ده، هيڅ امکان نسته چي په يوه حيله دي دې کار ته لاس رسی وسي نو له دې کبله په دې سره دليل ډير زيات روښانه سو.(۱۷)
 
وينا: موږ د هغه چا پيروي نه کوو چي سپوږمۍ ته ختلي بلکي د هغه چا پيروي کوو چي سپوږمۍ يې په دوو ګوتو ټوټې کړې ده.
 
یادونه: ددې مقالې نقلول د ماخذ او ویب پاڼي د نوم په یادولو جواز لري.
 
ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت دلائل / سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
مقاله: د ۱،۹ میلونه پاونډو ساینسي څېړنه
 
اسلام او ساینس
 
www.Taleemulislam-Radio.com
 
----------------------------------
۱: سورة القمر: ۱
 
۲: صحيح بخاري: ج۴، ص۲۵۱
 
۳: تفسير ابن کثير: ج۷، ص ۴۷۲
 
۴: البداية والنهاية: أبو الفداء إسماعيل بن عمر بن كثير القرشي الدمشقي، ناشر : دار إحياء التراث العربي، ج۶، ص۸۲/ نظم المتناثر من الحديث المتواتر للکتاني، الشاملة
 
۵: امالي ابن حجر  د نظم المتناثر په حواله
 
۶: دلائل النبوة: بيهقي، ج۲، ص ۲۶۶
 
۷: د سرور کائنات ﷺ سيرت: ص۲۷۷
 
۸: الکلام المبين في آيات رحمة للعالمين: ص ۳۳۲
 
۹: د سرور کائنات ﷺ سيرت: ص۲۷۸
 
۱۰: د هندي پاچا دا واقعه د هندوستانو نورو علماوو هم د مختلفو تاريخونو څخه نقل کړې ده، وګوره: الکلام المبين في آيات رحمة للعالمين: ص ۳۳۵
 
۱۱: المخطوطة الهندية موجودة في مكتبة مكتب دائرة الهند بلندن التي تحمل رقم المرجع: عربي 2807، 152 إلى 173 وقد اقتبسها حميد الله في كتابه محمد رسول الله، islamweb.net او www.islamreligion.com
 
۱۲: اظهار الحق: مولانا رحمت الله کيرانوي، تحقيق: محمد احمد ملکاوي. ناشر: الرئاسة العامة لادارات البحوث العلمية والافتاء والدعوة والارشاد. ص۱۰۳۹ 
 
۱۳: وفيه أنه كسف تلك الليلة فلعله حصل له انشقاق في ليلة كسوفه ولهذا خفي أمره على كثير من أهل الارض ومع هذا قد شوهد ذلك في كثير من بقاع الارض ويقال: إنه أرخ ذلك في بعض بلاد الهند. البداية والنهاية، فصل في انشقاق القمر في زمان النبي صلى الله عليه وسلم. ج۳، ص۱۴۶
 
۱۴: د شق القمر معجزې د شبهاتو د ازالې لپاره وګورئ: اظهار الحق، ص۱۰۲۹
 
۱۵: د جامعة الايمان او د ډاکټر زغلول صاحب د بيان څخه، www.jameataleman.org
 
۱۶: سورة الفصلت: ۵۳
 
۱۷: فتح الباري شرح صحيح بخاري: ج۷، ص۱۸۵
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته