تازه سرليکونه
اجـــاره
 
  March 14, 2017
  0

 

ليکنه: مولوي محمدعمر خطابي حفظه الله


اجـــاره

د اجارې عقد هغه تړون ته وايي چي مال د منافعو په عوض کي پکښي تبادله کيږي.
منافع د منفعت جمع ده او منفعت ګټي ته وايي.
 
مثلا: په خياط کالي جوړول د خياط د لاس ګټه او منفعت دى او په کور کي اوسېدل د کور ګټه او منفعت دى او د خياط مزدوري او د کور کرايه بيا مال دى.
کور په کرايه نيول يا خياط ته کالي په اجوره ورکول د اجارې تړون دى ځکه د خياط مزدوري او د کور کرايه د کور د منفعت او د خياط د لاس د ګټي په عوض کي تبادله کيږي.

يادونه: څوک چي د باغ ميوه په درختو پوري رانيسي يا يې پر بل چا خرڅه کړي نو زموږ د سيمي خلک وايي : باغ يې اجاره کړى ، دغه تړون که څه هم خلک اجاره بولي خو شرعا 
اجاره نه بلل کيږي ، بلکي دا د بيع تړون دى ځکه دا مبادله د مال په مال ده او مال په مال مبادله کول بيع بلل کيږي.

کور په کرايه نيول ، په موټر کي په پيسو سفر کول ، په خياط ، نجار او مستري يو شى جوړول په ډاګټر علاج کول ، موټروان ، ميرزا او نوکر د ورځي يا مياشتي او يا د کال د پاره 

په نوکرۍ درول دا ټول د اجارې تړونونه دي ، که څه هم يې په پـښتو کي ځيني د مزدورۍ ، ځيني يې د کرايې او ځيني نور يې بيا د فيس ، ټېکې او د  مېرزايي په نومونو ياديږي ،ځکه چي په دغو تړونو کي مال په منافعو معاوضه کيږي.

اصطلاحات:
اِجَارَة : و بل ته يو شى په کرايه ورکول اجاره ده.  
مُؤجِر : مُؤجِر هغه چا ته وايي چي و بل چا ته يو شى په کرايه ورکوي.
اِسْتِئْجَار : د بل چا څخه يو شى په کرايه اخيستلو ته اِسْتِئْجَار وايي.

مُسْتَأْجِر : يو څوک چي د بل شى په کرايه اخلي هغه ته مُسْتَأْجِر وايي ، مُسْتَأْجِر د جيم په زېر ويل کيږي.
 
مُسْتَأْجَر : هغه شى چي په کرايه اخيستل کيږي هغه ته مُسْتَأْجَر وايي ، مُسْتَأْجَر د جيم په زور ويل کيږي.
 
مثال : زيد و بکر ته کور په کرايه ورکړى ، پدې مثال کي زيد مُؤجِر دى ، بکر مُسْتَأْجِر دى او د زيد کور مُسْتَأْجَر دى.

منفعت او اجوره:

لکه څنګه چي په بيع کي د ثمن او  مَبِيعِې معلومول ضروري دي دغه ډول په اجاره کي بيا  د منفعت او اجورې معلومول ضروري دي ، ځکه په اجاره کي منفعت د اجورې په مقابلکي تبادله کيږي.

که څوک سراى د يوه کال د پاره د مياشتي په لس زره افغانيو په کرايه ورکړي نو اجاره يې صحيح ده ، ځکه چي هم اجوره معلومه ده چي د کاله يولک او شل زره افغانۍ په دولس قسطه دي او هم يې د يوه کال د مدې په ټاکلو د سراى منفعت يعني د سراى هستوګنه معلومه او ټاکل سوې ده.

که څوک سراى په لس زره افغانيو په کرايه ورکړي ليکن د هستوکني مده و نه ټاکي يا يې د يوه کال د پاره په کرايه ورکړي ليکن کرايه يې معلومه نه کړي نو دا اجاره نه صحيحکيږي ، ځکه چي په اول صورت کي منفعت نامعلوم دى او په دوهم صورت کي اجوره نامعلومه ده.

د منفعت معلومېدل:

د خپلو لرګيو څخه په اجوره په نجار دروازې جوړول يا کور يو چا ته په کرايه ورکول د اجارې تړونونه دي.
په دغو تړونو کي د نجار مزدورۍ او د کور کرايه اجوره بلل کيږي او نجار چي د لرګيو څخه دروازه جوړوي او په کور کي چي هستوګنه کيږي هغه منافع بلل کيږي.
منفعت کله د مدې په ټاکلو معلوميږي او کله بيا د کار په ټاکلو معلوميږي.
 
په کار د منفعت معلومول:

منفعت کله د کار په ټاکلو معلوميږي مثلاً : يو څوک نجار ته لرګي ورکړي او ورته ووايي چي د دغو لرګيو څخه داسي دروازه په دونه اندازه راجوړه کړه يا خياط ته ټوکر ورکړي او 

هغه ته وايي چي د دې ټوکره څخه دا ډول کالي يا صدرۍ راجوړه کړه ، دلته که څه هم مده نه ده ټاکل سوې خو د کار په ټاکلو يي منفعت معلوميږي نو خياط او نجار چي ټاکل سوي کارونه په هر څونه مده کي وکړي د خپلي ټاکل سوي مزدورۍ مستحق ګرځي.

په مده د منفعت معلومول:

منافع کله د مدې په ټاکلو معلوميږي مثلاً : که څوک خياط يا نجار ورځنى يا مياشتنى په معاش ودروي او په هغه د نجارۍ او د خياطۍ کارونه کوي نو په دغه ټاکل سوې مده کي که ورځ وي او که مياشت وي چي خياط او نجار هر څونه کار وکړي نو څومره اجوره چي ورته ټاکل سوې ده د هغه مستحق ګرځي.

توره مځکه د زراعت د پاره په اجاره ورکول ، سراى د هستوګني د پاره يا دوکان د کاروبار د پاره په کرايه ورکول هغه وخت صحيح کيږي چي هم کرايه او هم د کرايې مده.
 
مثلاً : مياشت يا کال وټاکل سي ، ځکه په مځکه باندي کښت کول ، په سراى کي اوسېدل او په دوکان کي کاروبار کول د مځکي ، سراى او د دوکان منافع دي او دا يوازي د مدې په ټاکلو معلوميږي.

که څوک سراى يا دوکان کرايه کړي او د هري مياشتي کرايه يي مثلاً : شل زره افغانۍ وټاکي خو دا معلومه نه کړي چي قرارداد د څو مياشتو د پاره دى ، دا تړون د يوې مياشتي دپاره صحيح دى او په نورو مياشتو کي فاسد دى.

مُؤجِر کولاى سي چي د اولي مياشتي تر پوره کېدلو وروسته مُسْتَأْجِر ته جواب ورکړي او کور په تخليه کړي,که د قرارداد آخري نېټه هم وټاکي يعني د مياشتو شمېر يې هم وټاکي.
مثلاً : د اجاري قرارداد د درو کلنو د پاره د مياشتي په شل زره افغانيو وکړي بيا يې اجاره د درو کلنونو د پاره صحيح ده او‎ مُؤجِر نسي کولاى چي تر درو کلنونو مخته کور په خالي کړي.

په لومړي صورت کي چي د هري مياشتي د کرايې بلغ ټاکل سوى وو خو د قرارداد د پاى مده يعني ټولي مياشتي نه وي ټاکلي سوي ، که د دوهمي مياشتي په سر کي مُسْتَأْجِر يو ګړى لا هم په سراى کي واوسي او دا پداسي حال کي چي د مياشتي د داخلېدو څخه وړاندي مُؤجِر د سراى د تخليه کولو طلب هم نه وي ځني کړى نو د دوهمي مياشتي اجاره يې هم صحيح او لازميږي او مُؤجِر نسي کولاى چي د دوهمي مياشتي د پوره کېدلو تر مخه يې د سراى څخه وباسي.
 
همدا ډول مياشت په مياشت د هري مياشتي په سر کي چي مُسْتَأْجِر يوه ورځ يا يو ګړى هلته پاتيږي د همهغي مياشتي د پاره د اجارې تړون صحيح او لازميږي.

کرايه کښي:

که څوک حيوان يا موټر د بار وړلو د پاره کرايه کوي نو اجاره يې هغه وخت صحيح کيږي چي هم د بار مقدار معلوم کړل سي او هم د بار رسولو ځاى وټاکل سي.
د اجارې کار په اشاره او د مسافي په ټاکلو هم معلوميږي.

مثلاً : پنډي يا ترانسپورټ والا ته وايي : دغه مال يا دا سامان پلانکي ځاى ته وړم د پنډي مزدوري او د موټر کرايه هم ورسره وټاکي دا اجاره صحيح ده ، دلته که څه هم د بار وزن 
نامعلوم دى خو وبار ته په اشاره کولو او د واټن په بيانولو يې منفعت تعيين کيږي.

د مُسْتَأْجَر استعمالونکى:

که څوک سراى کرايه کړي خو دا معلومه نه کړي چي څوک به هستوګنه پکښي کوي بيا يې هم د اجارې تړون صحيح کيږي او مُسْتَأْجِر يعني په کرايه نيونکى کولاى سي چي خپله پدې سراى کي هستوکنه وکړي يا بل څوک په وړيا ډول پکښي واړوي يا يې بل چا ته په لږ يا ډېره کرايه په اجاره ورکړي.

که څوک دوکان کرايه کړي خو دا چي په دوکان کي څه کاروبار کوي هغه تعيين نه کړي د اجارې تړون يې صحيح کيږي او مُسْتَأْجِر په دا دوکان کي هر نوع کاروبار کولاى سي، آن تر دې چي بل ته يې مفت يا په لږ او ډېره کرايه هم ورکولاى سي،
 
البته داسي کاروبار چي په هغه د دوکان تعمير ته تاوان رسيږي لکه آهنګرۍ يا ژرنده نو هغه بيا بېله بيانولوڅخه نسي پکښي کولاى، ځکه چي تعمير په اوبو او د ماشيانو د درانه ږغ په لرزه تکاني او کمزورى کيږي ، خو که مُسْتَأْجِر د اجارې په تړون کي د همدې کارونو کول ورسره معلوماو ټاکلي وه نو بيا يې پکښي کولاى سي.

که څوک مځکه د کښت او زراعت د پاره اجاره کوي بايد د کرلو شى هم په تړون کي معلوم کړي او که معلوم يې نه کړي اجاره يې نه صحيح کيږي ، ځکه چي په شيانو  کي فرق سته ځيني شيان داسي دي چي مځکي ته تاوان رسوي او وروسته يې مځکه د تخمونو څخه نه پاکيږي او ځيني نور بيا مځکي ته تاوان نه رسوي.

که مُسْتَأْجِر مځکه پدې شرط ځني اجاره کړي چي هر شى د ده زړه وي نو هغه به په کري بيا هر شى په کرلاى سي, د زراعتي مځکي په اجاره کي مُسْتَأْجِر د لاري او اوبو دواړو حق لري که څه هم په تړون کي نه وي بيان سوي.

د اجارې پر ځمکه آبادۍ:

توره مځکه د تعمير او نهال ايښوني د پاره هم اجاره کېدلاى سي خو هر وخت چي د اجارې مده پوره سي مُسْتَأْجِر به خپل تعمير ويرانوي او نهالان به د مځکي څخه کاږي او د پخوا په شان هواره مځکه به مُؤجِر ته تسليموي.

که د مځکي څښتن پخپله خوښه د مُسْتَأْجِر تعمير او نهالان پر خپله مځکه پريښول بيا مځکه د ده او تعمير او نهالان يې د مُسْتَأْجِر دي او دا تر هغه مهاله چي د مځکي د څښتن خوښه وي يا دا چي د مځکي خاوند په خپله خوښه مُسْتَأْجِر ته د تعمير او نهالانو قيمت ورکړي.

د نهالانو قيمت د شنو ونو په ارزښت نه ورکول کيږي بلکي د ده په مځکه کي د کښل سوو نهالانو چي څونه ارزښت وي هغونه پيسې به يي ورکوي يعني نهالان د بوټو په قيمت ځني رانيسي.
 
دغه ډول د تعمير قيمت هم د جوړ تعمير نه ورکول کيږي بلکي د ده په مځکه کي چي د نړول سوي تعمير د موادو څونه ارزښت وي هغونه پيسې به د دې جوړ تعمير په قيمتکي ورکوي.

----------------------------------
مأخذ: فقه المبتدي دريم ټوک - معاملات

مخکنۍ ليکني: 

د شفعي پاته مسائل

شُفْعَه
 

 

سرته