تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ستر
 
  March 15, 2017
  0

 

ليکنه: مولوي محمدعمر خطابي حفظه الله
 
ســــتر

مېړه او ماينه يو د بل بدن ته کتلاى سي او هم لاس پر تېرولاى سي البته فرج ته کتل مکروه ګڼل کيږي.
نارينه د خپلي مَحرَمي لکه مور ، خور ، خاله ، عمه  مخ ، سر ، ځيګر ، پنډۍ ، ليڅي او بازوګانو ته کتلاى سي خو نس او ملا ته يې کتل ورته ناجايزه دي.

نارينه د پردۍ ښځي بېله مخ او خپړو څخه بل هيڅ ځاى ته نسي کتلاى ، د پردۍ ښځي مخ او خپړو ته کتل پدې شرط جواز لري چي د شهوت او خوند اخيستلو څخه په امن وي ، ځکه په خوند او شهوت يې مخ او خپړو ته کتل حرام دي.
 
د خپلي ښځي او مَحرَمي څخه ماسيوا نوري ټولي ښځي د سړي څخه پردۍ دي ، مَحرَمه هغي ښځي ته وايي چي هيڅکله يې نکاح نه ور سره صحيح کيږي ، لکه مور ، خور ، خورځه ، ورېره ، خاله ، عمه ، خواښې ، مږور او ميره. د خاله لور ، د عمه لور ، د ماما لور ، د اکا لور ، خوښينه ، ورېنداره که څه هم د نسب او خوېښۍ لکبله خپلواني دي خو مَحرَمي نه دي ، نو ځکه هغوى هم د پردې او حجاب په حکم کي پردى دي .
په نن زمانه کي فقهاء د بيخي بوډا ښځي څخه ماسيوا د ځوانانو ښځو مخ ته کتل منع کوي.
پاک رسول صلی الله علیه وسلم پردۍ ښځي ته کتل د سترګو زنا بللې ده او د لاس ور وړل يې د لاسو زنا بللې ده، دغه ډول الله صلی الله علیه وسلم مومنان د پرديو ښځو څخه د نظر په ټيټولو امر کړي : 

قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِم ...(سورة النور ايت  ٣٠)
 ژباړه : ته مؤمنانو ته ووايه چي هغوى خپل نظرونه ټيټ وساتي.

که د چا نظر پر پردۍ ښځي په ناڅاپي ډول ولګيږي نو سمدستي دي نظر ځني اړوي ، ناڅاپي نظر ګناه نه لري ، خو که ناڅاپي نظر پر ښځي ولګيږي هغه ته دوام ورکول بيا ګناه لري ، دغه ډول د ناڅاپي نظر څخه وروسته بيا نظر ور اړول هم ګناه لري .

د ضرورت لکبله کتل:
د ضرورت په وخت کي د ضرورت په اندازه پردۍ ښځي ته کتل جايز دي که څه هم د شهوت څخه په امن نه وي.

د ضرورت وختونه دا دي :
١_ د مرکې پر مهال : که سړى ښځي ته د ځان د پاره مرکه کوي نو د هغې و مخ او خپړو ته يې کتل جايز دي ترڅو د رغبت او بې رغبتۍ صفات يې ورته څرګند او معلوم سي.
 
٢_ د معالجې پر مهال : که ښځه ناروغه سي او د مرض ښځينه ډاکټره يې نه وي ، نو پردى ډاکټر يې فقط د مرض ځاى ته د علاج په وخت کي کتلاى سي ، خو پدې شرط چي دا ښځه او ډاکټر به تنها نه وي ، بلکي د ښځي سره به خپل مېړه يا مَحرَم يا داسي ښځي هم مل وي چي پر هغوى باور کېدلاى سي.

٣_ د شهادت پر مهال : که څوک پر پردۍ ښځي شاهديږي ، يا پر هغې شاهدي ادا کوي ، نو د هغې مخ ته کتلاى سي ، ترڅو وې پېژني ، ځکه تر پردې لاندي نه معلوميږي چي څوک ده ، د ږغ په پېژندنه کي تېروتنه راځي ، کېدلاى سي چي يوه د بلي په نامه تر پردې لاندي ځان معرفي کړي.
 
٤_ د قضا پر مهال : قاضي که پر ښځي فيصله کوله نو د هغې مخ ته  کتل ورته جايز دي ، ترڅو د خلکو حقوق په قضا کي خوندي وساتل سي.

نارينه ته کتل:
ښځه د خپل مېړه ټول بدن ته کتلاى سي ، ښځه د خپل مَحرَم بېله عورت څخه نور ټول بدن ته کتلاى سي ، د نارينه عورت د نامه څخه بيا تر زنګنو پوري دى ، زنګنونه يې هم په عورت کي شمېرل کيږي.
 
مَحرَم هغه خپل ته وايي چي هيڅکله يې هم نکاح تر منځ نه صحيح کيږي ، لکه پلار ، نيکه ، ورور ، اکا ، ماما ، وراره ، خوريى او داسي نور.

ښځه د پردي سړي بېله عورت څخه نور بدن ته کتلاى سي ، خو پدې شرط چي د شهوت او خوند اخيستني څخه په امن وي ، که د شهوت اخيستني بېره وه نو بيا يې کتل ورته جايز نه دي.
 
د شافعي مذهب د پېروانو په آند ښځه د پردي سړي د بدن هغه ځاى ته کتلاى سي کوم چي سړى د ښځي د بدن و هغه ځاى ته کتلاى سي.
 
مالکيان او حنبليان پدې مورد کي دوه قوله لري ، يو يې زموږ د احنافو په شان دى او بل يې د شوافعو په شان دى.

پدې هکله تر ټولو صحيح وينا دا ده ، چي پردي سړي ته د ښځي کتل داسي دي لکه سړى چي پردۍ ښځي ته ګوري ، ځکه الله جل جلاله ښځي هم د نارينه وو په شان په نظر ټيټولو امر کړي دي لکه څنګه الله جل جلاله فرمايي : وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنّ...( سورة النور ايت ٣١).
ژباړه : او ته مؤمنانو ښځو ته ووايه ، چي خپل نظرونه ټيټ وساتي او د خپلو فرجونو ساتنه وکړي.

د پاک رسول صلی الله علیه وسلم سره خپلي دوې بيبياني ام سلمه رضی الله عنها او ميمونه رضی الله عنها ناستي وې ، چي پدې ترڅ کي نابينا صحابي عبدالله ابن ام مکتوم رضی الله عنه راغى ، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو بيبيانو ته وويل : پرده وکړئ ، هغو ورته وويل : دى خو په سترګو ړوند دى ، موږ نه ويني ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل : آيا تاسي ړندې ياست او دى نه وينى  ؟ 

د نرو خپل منځي کتل:
 يو نارينه د بل نارينه بېله عورت څخه نور ټول بدن ته کتلاى سي البته لغړزني ته په شهوت کتل حرام دي.
د يادوني وړ ده چي د نارينه په عورت کي زنګنونه هم داخل دي.
 
د ښځو خپل منځي کتل:
ښځي ته جايز نه ده چي د بلي ښځي د نامه  څخه تر زنګنونو پوري د بدن و دې برخي ته وګوري ، البته د همدې برخي څخه ماسيوا نور ټول بدن ته يې کتلاى سي .
د بدن هر هغه ځاى چي يو و بل ته يې کتل جايز نه دي هغه ځاى ته لاس ور وړل هم جايز نه دي .

عزل:
د ښځي په اجازه عزل  جايز دى ، جابررضی الله عنه وايي موږ د نبي عليه السلام  په زمانه کي عزل کاوه او قرآن نازل کېده يعني که عزل ناجايزه واى نو منع به يې راغلې واى ، دغه ډول په معالجه او دوا د اولاد زيږېدني لنډ مهاله او مؤقت مخنيوى کول هم جايز دي.

تَعقِيم:
تعقيم داسي علاج ته وايي چي ښځه د ټول عمر د پاره وچه کړي او د زيږوني صلاحيت او وړتيا يې د تل د پاره له منځ څخه يوسي.
تعقيم  ناجايزه دى خو که ښځه په داسي ناوړه ناروغي اخته سي چي د تعقيم څخه پرته بله چاره ونه لري ، بيا جواز لري.
 
د بل سړي نطفه د ښځي رحم ته په پيچکارۍ يا بله طريقه داخلول حرام دي ، دا ډول کړنه د انسانيت د دائرې څخه وتلى کار دى ، ځکه دا د حيوانانو او نباتاتو د نسل نيولو او پيوندولو سره ورته کار دى او د بل د نطفې څخه پيدا سوى ماشوم حرامي دى.

خصي کول:
د حيوانانو خصي کول پروا نه کوي ، ځکه په خصي کېدلو حيوان چاغښت پيدا کوي او غوښه يې لذيذه کيږي ، دغه ډول خر پر مادياني خېژول ترڅو کچره ځني و زيږي هم پروا نه کوي .
د حيوان پر مخ داغ اېښول جايز نه دى خو بېله مخ څخه يې پر نور بدن داغ اېښول پروا نه کوي.

فطرتي خويونه:
لس کارونه پاک رسول صلی الله علیه وسلم د انسان فطرتي خويونه بللي دي يعني داسي کارونه دي چي د انسان سالم فطرت يې غوښتونکى دى او هم د انبياوو عليهم السلام د عاداتو څخه دي.

لومړى : د بريتو لنډول : بريتونه به يا يو مخ کوچني کيږي او يا به دونه کوچني کيږي چي لوړه شنډه ترې ښکاره سي ، د برېتو ورېښتان بايد پر لوړه شنډه را ځوړند نسي.
دوهم : ږيره غټول : د قبضې په اندازه ږيره غټول مسنون ده ، ږيره بايد تر قبضې لنډه نسي او د ږيري خريل ناجايزه او حرام کار دى.
مشرکانو بريتونه غټول او ږيري يې خريلې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : تاسي د مشرکانو څخه مخالفت وکړئ ، بريتونه مو کوچني کړئ او ږيري مو غټي کړئ .

دريم : مسواک وهل. 
څلورم : پزه په اوبو مينځل. 
پنځم : نوکان غيچي کول.

شپږم : بندونه د خيرو څخه پاکول ، همدا ډول د بدن د ټولو ګونجو څخه خيره ليري کول.
اووم : د بغل ورېښتان کښل.
اتم : تر نامه لاندي ځاى يعني شرمګاه خريل.
نهم : په اوبو استنجا وهل.
لسم : په خوله اوبه لغړول يا وايي ختنه کول.
 
---------------------------------------
مأخذ: فقه المبتدي - نکاح برخه

مخکنی ليکني:

د ورېښمو حکم
خمر څه شي ته وايي ؟
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته