تازه سرليکونه
بار او سپرلۍ
 
  March 17, 2017
  0

 

ليکنه: مولوي محمدعمر خطابي حفظه الله 

 
بار او سپرلۍ

د بار او سپرلۍ د پاره د حيوانانو او موټرانو کرايه کول هم جواز لري ، که د اجارې په تړون کي د موټر چلونکى او پر حيوان باندي د سپرلۍ کونکى په مشخص ډول و نه ټاکل سي نو مُسْتَأْجِر کولاى سي چي موټر پخپله وچلوي يا يې په بل چا وچلوي ، همدا رنګه پر حيوان خپله هم سپرېدلاى سي او بل چا ته يې هم د سپرلۍ د پاره ورکولاى سي.

که موټر او حيوان پدې شرط په کرايه ورکړي چي موټر به پلانکى چلوي يا د حيوان سپرلۍ به پلانکى کوي دلته مُسْتَأْجِر حق نه لري چي د ټاکل سوي نفر څخه پرته و بل چا ته يې د چلاو او سپرلۍ د پاره ورکړي ، ځکه چي د ټولو خلکو د موټر چلاو او د حيوان سپرلۍ يو ډول نه دي ځيني ماهر او احتياط کاره وي او ځيني بيا بې تجربې يا بې باکه وي.
 
په داسي اجاره کي که د ټاکل سوي نفر څخه ماسيوا بل نفر د موټر او حيوان چلاو او سپرلۍ وکړي نو مُسْتَأْجِر يي ضامن ګرځي يعني د ټکر او بل هر ډول خرابۍ تاوان پر مُسْتَأْجِر راځي.
 
همدا ډول هر هغه شى چي د يوه او بل نفر په استعمال کي تفاوت ولري يعني د يوه په لاس کي تاواني او خرابيږي او د بل په لاس کي بيا نه زيانمن کيږي د هغه څخه هم که د تاکل سوي نفر څخه پرته بل کس کار اخلي نو تاوان يې پر مُسْتَأْجِر راځي.

مُسْتَأْجِر کولاى سي چي جايداد او بل هر هغه شى چي د يوه او بل نفر په استعمال کي فرق نه لري د ټاکل سوي نفر څخه پرته بل چا ته د استفادې د پاره ورکړي.
 
مثال : زيد و بکر ته کور پدې شرط په کرايه ورکړ چي خپله به بکر پکښي اوسيږي ، دلته بکر کولاى سي چي خالد يا بل کس پکښي هستوګن کړي ، که خالد په عادي ډول پکښي اوسېدى او کور ونړېدى پر بکر يې تاوان نه راځي ، ځکه چي په کور کي د يوه او بل هستوګنه بې تفاوته ده.

د تړون مخالفت:
که څوک حيوان يا موټر د بار وړولو د پاره کرايه کړي او د بار مقدار او نوع هم وټاکي نو مُسْتَأْجِر نسي کولاى چي د ټاکلي مقدار څخه زيات بار پر بار کړي يا بل داسي شى پر بار کړي چي د هغه وړل تر ټاکل سوي شي تر وړلو حيوان او موټر ته زيانمن وي.

مثلاً : موټر د شلو خروارو غنمو د پاره په کرايه ورکړي نو مُسْتَأْجِر نسي کولاى چي په هغه کي تر شل خرواره زيات بار يوسي يا په هغه کي ډبري  يا بل زيان رسونکى شى بار کړي ، ځکه چي د ډبرو وړل تر غنمو موټر ته زيانمن دي ، البته د غنمو پر ځاى که شل خرواره ورجي يا بوره پکښي بار کړي نو هغه پروا نه لري ، ځکه چي د غنمو ، وريجو او بورې بار يو د بل څخه په وړلو کي تفاوت نه لري.

دغه ډول که حيوان تر يوه ټاکلي ځاى پوري د شلو منو وړو د پاره کرايه کړي نو مُسْتَأْجِر کولاى سي چي پر هغه باندي وړو ته ورته يا تر وړو لا هم بي ضرره شى پر بار کړي او هر هغه شى چي د بار وړل يې تر وړو تاواني او ضررناکه وي هغه بيا نسي پر بارولاى لکه ډبره ، وسپنه او داسي نور درانه شيان .
 
که مُسْتَأْجِر پر حيوان يا په موټر کي تر ټاکل سوي بار څخه زيات بار بار کړي يا تر هغه بار بل تاواني او ضررناکه بار بار کړي نو د مُسْتَأْجَر يعني د کرايه کړل سوي حيوان او سپرلۍ د خرابۍ او هلاکت تاوان پر مُسْتَأْجِر يعني پر کرايه اخيستونکي باندي راځي.

مثلاً : حيوان يې د شلو منو بار وړلو د پاره کرايه کړى وي او بيا پر هغه پنځه ويشت منه بار کړي که حيوان د بار څخه ومړ او هلاک سو نو د اضافه بار تاوان يې پر مُسْتَأْجِر باندي د تعدي لکبله راځي چي په مخکني مثال کي د حيوان د ارزښت شل فيصده کيږي ، خو که دونه بار پر بار کړي چي د داسي حيوانانو د طاقت څخه وتلى وي نو بيا به د حيوان د ټوله قيمت تاوان ورکوي.

اجير:
اجير هغه چاته وايي چي د بل کار په مزدورۍ کوي اجيران پر دوه ډوله دي :
(١) اجير خاص .
(٢) اجير مشترک .

اجير خاص:
اجير خاص هغه مزدور او نوکر ته وايي چي د يوې ټاکلي مدې لکه ورځ ، مياشت او کال د پاره  د يو چا سره مزدور سي .
 
اجير خاص چي په ټاکل سوې مده کي ځان د مُسْتَأْجِر په اختيار کي ورکړي نو د ټاکل سوي مدې په پوره کېدلو د خپل اجرت او مزدورۍ مستحق ګرځي ، که څه هم مُسْتَأْجِر کار نه ځني واخلي او ټوله وخت يې همداسي په بيکارۍ پر تېر سي.

د اجير خاص ضمان:
د مُسْتَأْجِر شى د اجير خاص په لاس کي مضمون نه دى بلکي د امانت حکم لري .
د اجير خاص په لاس کي يو شى هلاک يا مات سي يا په کار کولو کي يو شى ځني مات يا هلاک سي د هغه تاوان پر اجير خاص نه راځي.

مثال : زيد بکر د خدمت د پاره اجير کړي او د بکر د لاس څخه د زيد ترموز ولويږي مات سي يا يو لوښى يې په پرېوللو کي ځني مات سي نو د ترموز او لوښي تاوان پر بکر نه راځي ، ځکه چي بکر اجير خاص دى.

که بکر قصدا د زيد يو لوښى مات کړي نو د هغه تاوان پر بکر راځي ، ځکه اجير خاص که په قصد او تعدي د مُسْتَأْجِر شي ته زيان ورسوي نو د هغه تاوان پر راځي ، ځکه د مُسْتَأْجِر شى د اجير په لاس کي د امانت حکم لري ، هر هغه شى چي د امانت حکم ولري هغه په لاندي شيانو مضمون ګرځي.

اول : دا چي په ساتنه کي يې بې باکي او تقصير وکړي.
دوهم : دا چي په قصدي ډول يې تلف او خراب کړي .
دريم : دا چي د تړون د شرايطو څخه مخالفت پکښي وکړي .

اجير خاص ته په ټاکل سوې مده کي بېله خپل مُسْتَأْجِر څخه د بل چا مزدوري کول ناروا ده.
مثال : زيد بکر د سهار څخه تر مازيګر پوري ورځنى مزدور ودراوه نو بکر ته په دغه ورځ کي د بل سړي مزدوري کول ناروا ده ، ځکه چي بکر اجير خاص يعني شخصي نوکر دى او د ټاکلي وخت خدمت يې د مُسْتَأْجِر دى.

اجير مشترک:
اجير مشترک هغه چا ته وايي چي يو ټاکلى کار په مزدوري کوي لکه د بازار عام کاسبان .
اجير مشترک کولاى سي چي د هر چا د پاره کار وکړي او مُسْتَأْجِر هغه د بل د کار څخه نسي منع کولاى ، ځکه چي اجير مشترک د خلکو د پاره ګډ کار کوي.
اجير مشترک چي ټاکل سوى کار وکړي نو بيا د اجرت او مزدوري مستحق کرځي.

خياط ، حمال او ډاکټر که کارونه د ورځنۍ يا مياشتۍ مزدوري په حساب کول نو دوى خاص اجيران بلل کيږي او د ټاکلي مدې په پوره کېدلو د اجرت مستحق کرځي .
 
که خياط مزدوري د جوړې په حساب اخيستله او حمال مزدوري د من کټ په حساب غوښتله او ډاکټر فيس د معاينې او اپريشن په حساب اخيستى دلته بيا دوى مشترک اجيران بلل کيږي ، د ټاکل سوو کارو په انجامولو د اجرت مستحق ګرځي .
 
د اجير مشترک ضمان:
ابوحنيفه رحمه الله وايي : د مُسْتَأْجِر شى د اجير مشترک په لاس مضمون نه دى يعني د امانت حکم لري ، په تلف او ضايع کېدلو يې تاوان پر اجير مشترک نه راځي .
 
مثال : بکر خياط دى که زيد و بکر ته ټوکر د کالو جوړولو د پاره په مزدوري ورکړي او د بکر دوکان غله ووهي ، ټوکر ځني غلا کړي د ټوکره تاوان پر بکر نه راځي ، ځکه چي بکر اجير مشترک دى او ټوکر يې په لاس کي د امانت حکم لري.

که د بکر د بې باکۍ او تعدي لکبله ټوکر تلف او له منځه ولاړ سي هلته يې بيا تاوان پر بکر راځي ، ځکه چي امانت په تعدي او تقصير مضمون ګرځي .
 
ابويوسف او محمد رحمهما الله تعالى وايي : د مُسْتَأْجِر شى د اجير مشترک په لاس کي مضمون دى يعني که د مُسْتَأْجِر شى د اجير مشترک څخه تلف يا خراب سي نو مُسْتَأْجِر ته به يي تاوان ورکوي ، که څه هم اجير مشترک په هغه کي تقصير او تعدي نه وي کړې ، البته که د مُسْتَأْجِر شى د اجير مشترک څخه په داسي طوفان يا عمومي اور کي غرق او وسوزي چي خلکو يې مخنيوى نسواى کولاى بيا يې ضمان پر اجير مشترک نه راځي .
 
فتوا د يارانو پر قول ده يعني د اجير مشترک څخه که شى تلف او ضايع سي نو مُسْتَأْجِر ته به يې تاوان ورکوي ، ځکه په اوسنۍ زمانه کي خلکو تغيير کړى دى د خلکو د مالونو د خوندي ساتلو همدا لاره ده.

د خاص او مشترک اجير فرق:
د اجير خاص او اجير مشترک تر منځ فرق دا دى چي اجير خاص د وخت په پوره کېدلو د اجورې مستحق ګرځي او بل دا چي اجير خاص د مزدورۍ په مده او وخت کي د بل چا مزدوري نسي کولاى ، دغه ډول د مُسْتَأْجِر شيان د اجير خاص په لاس کي د مزدورۍ په مده کي امانت غوندي غير مضمون دي .
 
اجير مشترک بيا د کار په پوره کولو د اجورې مستحق ګرځي خو تر څنګ يې د بل هر چا مزدوري هم کولاى سي او بل دا چي د مُسْتَأْجِر شى يې په لاس کي د مُفتى به قول پر اساس مضمون دى.
که د دوبي څخه کالي د پرېوللو په مهال کي په ټکولو څيري سي نو مُسْتَأْجِر ته به يې تاوان ورکوي.
 
د حمال څخه که د ښويدلو لکبه شى مات سي يا يې د بار تړلو رسۍ وشکيږي او شى ځني مات سي نو د هغه تاوان به مُسْتَأْجِر ته ورکوي .
 
د ملاح يعني کښتۍ وان څخه که کښتۍ په راګرځولو کي ډوبه سي نو د مالو خاوندانو ته به د غرق سوو مالونو تاوان ورکوي ، البته که په کښتۍ کي انسانان هم غرق سي نو د هغو تاوان پرملاح نه راځي. 

دغه ډول که څوک د سپرلۍ څخه راولويږي د هغه تاوان هم پر کرايه کښ نه راځي. 
که کښتۍ په طوفاني بادونو او طوفاني څپو غرقه سي هلته هم د مالونو تاوان پر ملاح نه راځي.
 
------------------------------------------
مأخذ: فقه المبتدي دريم ټوک - معاملات

مخکني ليکنه: اجـــاره
 

سرته