تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیکولرزم
  تعلیم الاسلام
  March 23, 2017
  0
لیکنه: مسلم احسانمل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د سیکولریزم هدف د یو داسي ټولنیز نظام قایمول دي، چیري چي یو څوک د الله جل جلاله د حکم د پیروۍ پرته چي یې څه زړه غواړي وکړي، ځکه چي سیکولر فکر په ټولنیز ژوند کي د پرېکړو او قانون جوړولو لپاره د کوم رسول او آسماني کتاب څخه په هدایت اخیستلو قایل نه دی.
 
 
 
د دوی په نظر د قانون مأخذ یوازي او یوازي انساني خواهشات دي.
 
د سیکولر  قانون هدف دا دی چي څنګه وکولای سي انساني خواهشات په داسي ډول د انسان لپاره ترتیب کړي چي په دې نړۍ کي یې په بشپړ ډول خوند اخیستل ممکن وي.
 
د سیکولر نظم تطبیق او کامیابي ددې کار سره شرط ده چي باید ټوله پر دې عقیدې ایمان راوړي چي د زیاتو خواهشاتو د تکمیل لپاره په سیکولریز فکر جوړېدونکي قوانین تر نورو ټولو قوانینو زیات معقول دي.
 
سیکولر  قانون ټوله انسانان د ریاست د قوت په ذریعه قانوناً پر دې فیصله مجبوروي چي هغه باید د سیکولر قانون مطابق خپل ژوند تېر کړي.
 
د سیکولرازم اصل او خاص هدف دا دی چي مسلمان اُمت په حاضر دور کي د اسلام څخه بې لاري او بې زاري کړي او مادیت ته یې راوګرځوي، تر څو د غرب تر لاس لاندي همداسي پاتي سي
.
ددې لپاره چي اسلامي فکر، اسلامي روحانیت او د اسلام سره بشپړه اړیکه د مسلمانانو د کامیابۍ او بري اصلي کیلۍ ده نو ځکه مسلمانانو ته پکار ده چي خپله ټوله توجو، ایمان او عمل د اسلام پر غوښتنو برابر کړي، نه دا چي د مادیت د مکر او فریب په جال کي راګیر سي.
 
 اللهم انانسئلک العفو والعافیة فی الدین و الدنیا و الاخرة۔
 
 
سیکولرزم یا علمانیت
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته