تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مُزَارَعَة
 
  March 25, 2017
  0

 ليکنه: مولوي محمدعمر خطابي حفظه الله

 
مُزَارَعَة

مُزَارَعَة ته په پښتو کي کښتګري وايي .
د مزارعي تعريف: مځکه د کښت د پاره د حاصل په يوه برخه ورکول مُزَارَعَة بلل کيږي .
مُزَارَعَة د مُخَابَرة او مُحَاقَله په نامه هم ياديږي.
 
اصطلاحات: 
مُزَارِع : مزارع کښتګر ته وايي دغه ډول مزارع دعامل په نامه هم ياديږي .
زَرع : زرع کښت ته وايي .
صاحب الارض : صاحب الارض د مځکي مالک او څښتن ته وايي .
مځکه د حاصل په دريمه يا څلورمه په کښتګري ورکول د ابوحنيفه رحمه الله او زفر رحمه الله په آند جواز نه لري .
 
مُزَارَعَة د ابو يوسف او امام محمد او نورو فقهاوو په آند جائز ده .
فتوا هم د يارانو پر قول ده ځکه چي د مزارعې تړون ته خلک اړتيا لري او همدا يې تعامل دى .

د مزارعې رکن:
مُزَارَعَة هم د نورو تړونو په شان په ايجاب او قبول مُنْعَقِد کيږي ځکه چي رکن يې دى . 
د مزارعې تړون په ابتداء کي اجاره او په پاى کي شراکت ګرځي ، ځکه که تخم د مځکي پر خاوند باندي وي نو په ابتداء کي مزارع يعني کښتګر مُسْتَأْجِر او په پاى کي شريک ګرځي او که تخم پر مزارع باندي وو نو مځکه په شروع کي مُسْتَأْجَر ده يعني اجاره سوې ده خو په حاصل کي بيرته د مځکي خاوند او کښتګر يو د بل شريکان ګرځي .

د کښت حاصلات:
په کښتګرۍ کي بايد د کښت د حاصلاتو وېش د مځکي د څښتن او کښتګر تر منځ په تړون کي ټاکل سوى وي .
 
حاصل به د کښتګر او د مځکي د خاوند تر منځ په مُشَاع ډول مشترک وي او د هر يوه ونډه به د فيصدۍ له مخي لکه نيمى ، دريمه يا څلورمه معلومه وي .
 
که يوه ته معلوم مقدار ونډه وټاکل سي او د هغه څخه اضافه د هغه بل د پاره وټاکل سي يا د مځکي د يوې معلومي برخي حاصل د يوه د پاره او د بلي برخي دا د بل د پاره وټاکل سي نو معامله يې تر منځ فاسديږي .

مثال : زيد بکر ته مځکه د غنمو د پاره په کښتګرۍ ورکړه ، پدې ډول چي د حاصل يو خروار غنم به زيد ته ورکوي او تر خروار اضافه هر څونه چي وي هغه به د بکر ونډه وي نو دا  کښتګري يې فاسده ده .
 
دغه ډول که زيد بکر ته مځکه په کښتګرۍ پدې ډول ورکړه ، چي د مځکي د يوې معلومي برخي حاصل يې زيد او پاته يې د بکر دى دلته هم تړون فاسديږي .
دغه رنګه دا هم نه صحيح کيږي چي پروړ يې مثلا د يوه او غنم يې د بل وي .
 
په کښتګرۍ کي به مځکه د کښتګر په اختيار کي ورکول کيږي ، که د مځکي کار د مالک پر غاړه هم واچول سي نو تړون يې نه صحيح کيږي .

د کښتګرۍ حالات:
د ملګرو په آند کښتګرۍ څلور حالات لري ، په درو حالاتو کي يې تړون صحيح کيږي او په يوه حالت کي يې تړون باطليږي .
 
لومړى : که مځکه او تخم د يوه وي او کار او حيوان يا د زراعت وسايط پر بل وي نو تړون يې صحيح دى ، ځکه پدې حالت کي د تخم او د مځکي څښتن د کښتګر استخدام کونکى ګڼل کيږي او د کښتګر حيوان يا تراکتور د هغه د کار په آله کي شمېرل کيږي .

دوهم : که مځکه د يوه وي او کار ، تخم او حيوان د بل وي نو تړون يې تر منځ صحيح دى ځکه دلته بيا کښتګر د مځکي په يو مقدار حاصل د مځکي اجاره کونکى ګڼل کيږي .
 
دريم : که مځکه ، تخم ، او حيوان د يوه وي ، کار پر بل وي نو دا تړون هم صحيح دى ، خو دلته بيا د مځکي څښتن دا ډول ګڼل کيږي چي کښتګر يې د مځکي په يو مقدار حاصل اجير کړى دى .

څلورم : که مځکه او حيوان د يوه وي او تخم او کار پر بل وي نو دا تړون يې فاسد دى ، ځکه که دا تړون د مځکي اجاره وګڼل سي نو د ځمکي پر خاوند حيوان يا تراکتور لازمول تړون فاسدوي او که تړون د کښتګر اجاره يعني استخدامول و ګڼل سي نو پر اجير باندي تخم لازمول تړون فاسدوي .

د فاسد تړون حکم:
که د کښتګرۍ تړون فاسد سي حاصل يې ټول د تخم والا کيږي .
که تخم د مځکي د خاوند وو کښتګر ته به اجر مثل يعني د هغه د کار په پرتله اجوره ورکوي او که تخم د کښتګر وو نو کښتګر به د مځکي مالک ته د مځکي کرايه ورکوي . 

باغواني:
باغواني ته په عربي مُسَاقَاة وايي .
 
د مُسَاقَاة تعريف : وني او باغ په بزګرۍ بزګر ته د خړوبولو او پالني د پاره پدې شرط ورکول چي حاصل به يې تر منځ مشترک وي مُسَاقَاة بلل کيږي .
 
باغواني هم د کښتګرۍ په شان د ابوحنيفه او زفر په آند جايز نده ، البته د ابويوسف ، امام محمد ، امام مالک ، امام شافعي او امام احمد په آند مُسَاقَاة يعني باغ په باغواني ورکول جايز دى ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د خيبر مځکي او باغونه د خبير يهودو ته په سم نيمى حاصل په بزګرۍ ورکړي وه او بل دا چي خلک اړتيا ورته لري ، مخکي مو ولوستل چي د کښتګرۍ او باغوانۍ په هکله فتوا د ملګرو پر وينا ده .
 
---------------------------------
مأخذ: فقه المبتدي دريم ټوک - معاملات

مخکنۍ ليکنه: د اجورې استحقاق
 

سرته