تازه سرليکونه
د (کورنى جوړښت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کورنی جوړښت: ډوډۍ او د خوب وخت تنظیمول
  تعلیم الاسلام
  March 27, 2017
  0

 اووه لسمه لارښوونه: د ډوډۍ او خوب وخت موجدا تنظيم کړئ

 ترتیب کوونکې: ز. عزيزي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د ځينو کورونو حالت د هوټلونو په څير وي، نژدې ده چي اوسيدونکي يې يو بل ونه پيژني، ډير کم يو بل سره مخامخ کيږي او مجلس کوي.
 
همدا ډول ځينې هلکان څه وخت چي وغواړي نو ډوډۍ خوري، او هر وخت يې چي خوښه سي نو ويده کيږي، او دا  کار د بد خوابۍ ، د وخت ضايع کولو او په يوه ډوډۍ پسې  د بلې د خوړولو لامل جوړيږي، دا ډول بې نظميانې له يو بل سره  د اړيکو د ختميدلو، د هڅو او وختونو د ضايع کيدو لامل جوړيږي په نفسونو کې عدم نظم او عدم انضباط رشد کوي.
 
 
د عذر والا، معذور دي د محصلينو د مدرسې د طالبانو درس ته د تلو او راتلو وختونه سره تفاوت کوي، همدا ډول د کارګرو، په مغازه کي د کارکوونکو او د ټولنې نور انواع کار ته د تلو او راتلو په وخت کي سره برابر نه دي، خو ولې ټول خلک داسې نه دي.
 
د يوې کورنۍ د ټولو افرادو په يوه د سترخوان راټوليدل څومره خوندور کار دی، د داسې خوراک په ترڅ کي د يو بل د احوالو د پوښتنې او نورو ګټورو خبرو فرصت هم برابريږي.
 
د کورنۍ د مربي او سرپرست د پاره ضروري ده چي د کورنۍ د افرادو بيرته کور ته د راتګ وختونه منظم کړي، او د کور نه د وتلو پر مهال بايد د کورنۍ د مسول نه اجازه واخيستل سي، دا کار په ځانګړې توګه د هغو کسانو په اړه چي عقل يې کم دی، او د کور نه وتل ورته د انديښنې وړ وي، ډير ضروري دی.
 
د کورني جوړښت اړوند مخکنۍ لیکني دلته کلیک کړئ:
 
کورنی جوړښت ۱۷ لارښووني
 
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
www.Taleemulislam-Radio.com
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته